د طالبانو مشر د ''بې ګناه زندانیانو خوشي کولو او زندانونو وضعیت ارزونې'' امر کړی

کابل څرخي پله زندان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو د افغانستان نورو زندانونو په څېر د څرخي پله زندان هم مات کړ (ارشیف) تصویر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

طالبان وايي، د خپل مشر ملا هبت الله اخوند زاده په لارښوونه یې کابینې د پلازمېنې کابل او ټولو ولایتونو د زندانونو وضعیت ارزونې لپاره یو پلاوی ګومارلی دی.

د طالبانو ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په دې هکله یوه پیغام ټویټر کې کښلي: "بې ګناه زندانیان نه یوازې باید خوشي شي، بلکې باید هغه کسان زنداني شي، چې بې ګناه کسان یې زندانونو کې اچولي دی. "

د طالبانو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''د سترې محکمې مرستیال شیخ عبدالمالک په مشرۍ پلاوی به ټولو زندانیانو سره وویني، او که که کوم کسان بې ګناه ثابت شي، د خوشي کېدو لپاره یې باید ژر تر ژره اقدامات وشي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د تېر کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پر مهال د کابل څرخي پله زندان په ګډون د افغانستان زندانونه مات شول چې پکې زرګونه بندیان هم وتښتېدل.

د رپوټونو له مخې دې زندانونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې وسله وال هم شامل وو.

د سپتمبر وروستیو کې د بي بي سي خبریال جیرمي بوئين د څرخي پله له زندانه په خپل یوه رپوټ کې وویل، د دې زندان یو شمېر ساتونکي د همدې زندان پخواني بندیان دي.

د یادونې ده چې دا وروستیو کې والسټریټ ژورنال خبري شبکې د امریکايي استخباراتو له قوله په یوه رپوټ کې ویلي و، د داعش ډلې خراسان څانګې هغه ځانمرګی بریدګر چې د اګست پر ۲۶ مه یې د کابل هوايي ډګر کې برید وکړ، د اګست پر پنځلسمه له بګرام زندانه طالبانو خوشی کړی و.

طالبانو دا رپوټ رد کړی و او په وینا یې په دومره لږ موده کې هغه بریدګر د دا ډول یوه برید لپاره فرصت او امکانات نه شو چمتو کولای.