د پلار په لټه کې د افغانستان سفر؛ "د زنداني په لیدو مې سترګو کې اوښکې راغلې"

کابل څرخي پله زندان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو د افغانستان نورو زندانونو په څېر د څرخي پله زندان زندان هم مات کړ
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

درې اونۍ وړاندې، څرخي پله زندان کې د یوه ناست رواني ناروغ طالب بندي ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه. هغه زنداني چې ویډیو یې جوړه کړې له دې طالب څخه پوښتنه کوي چې زندان مات شوی، ټول بندیان خپلو کورونو ته تللي، تاسو ولې نه ځئ؟

دغه طالب ځواب ورکوي او وايي، ''ملګري راته وايي،‌ چې تر جمعې وروسته به ځو '' خو هلته اوس په څرخي پله زندان کې نور بندیان نشته ، یوازې همدا طالب هلته پروت دی.

دغه ويډيو له څرخي پله زندانه سلګونه کلیومتره لېرې له کوټې سره څېرمه په یوه پنډغالي‌ کې یوه ځوان ته ورسېده. دغه ځوان بیا هغه ويډيو خپلې مور ته ښکاره کړه او ویې پوښتله: ''دا خو به زما پلار نه وي؟"

طالبان قیدی

د دغه ځوان چې قاسم نومېږي، پلار له تېرو ۲۱ کلونو تری تم دی.

کله چې په ۲۰۰۱ عیسوي کال کې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلل، نو د قاسم پلار هم د ځينو نورو طالب ملګرو سره له کوټې افغانستان ته لاړ، چې تر هغه وروسته يې بیا هیڅ درک مالوم نه شو.

په تېرو یوویشت کلونو کې د قاسم کورنۍ شپږ ځله همداسې خبر ترلاسه کړی.

چا به ورته ویل ''ستاسو پلار په هغه ځای کې له پلاني سره لیدل شوی او یا په پلاني ځای کې لیدل شوی '' خو وروسته تر پلټنو به هغه خبر دروغ وخوت.

اوس چې قاسم د پل چرخي زندان دا ویډیو لري، شک کوي چې ممکن دا د هغه پلار نه وي، خو ستونزه دا ده چې هغه یوازې د خپل پلار یو عکس لیدلی.

قاسم شاوخوا څلور کلن و چې پلار يې افغانستان ته تللی و.

یوازې د قاسم مور ده، چې هغه ده ته د خپل پلار داسې کومه نښاني ورښوولی شي، چې دی پرې خپل پلار وپېژني، خو له مور سره ددې خبري شریکول هم یوه ستونزه لري او هغه دا چې که چېري دا بندي هم دده پلار نه وي،‌ نو مور به يې یو ځل بیا ناروغه شي او غم به يې تازه شي.

طالبان

په هر صورت قاسم خپلې مور ته همدا ويډيو ورښکاره کړه او مور يې د ويډيو په کتلو وویل، یواځې تر ښۍ سترګې لاندې ټپ او د مخ کاسه يې هماغسې ده، نور يې هرڅه بدل دي.

دواړو سره وویل ''ښايي بند همداسې بدل کړی وي؟ ''

تر څو ورځو سلا مشورو وروسته قاسم له کوټې د کابل پر لور رهي شو، خو چې کندهار ته ورسېد نو هملته ورته ځينو طالب چارواکو وویل،‌ چې هغه بندي له څرخي پله زندانه چا بیولی دی.

قاسم د هغو کسانو د کور درک مالوم کړ، چا چې همدا بندي له ځان سره بیولی وو. هغه ادرس د بل ولایت وو او قاسم هملته ځان ورساوه.

قاسم له بي بي سي سره خبرو کې وايي ''کله چې هغه کور ته ورغلم نو په ژوند کې مې لومړی ځل د پلار نژدې والی حس کړ ''

دی زیاتوي، خو کله چې دوی لا ورسره سم لیدلي هم نه وو، د هغه سپين ږیري بندي یوه بل ورور ور غږ کړل چې ''زموږ دا ورور وړاندې هم ناروغ و، خو اوس له بند سره لا نور زیات ناروغ شوی دی ''

همدا جمله وه، چې قاسم وايي،‌ '' پوه شوم،‌ چې دا زما پلار نه دی ''

قاسم بېرته کوټې ته راغلی خو وايي،‌ تر څو چې يې د پلار د مړي او ژوندي درک نه وي مالوم کړی،‌ په ارامه به نه کښېني.