د پاکستان اټومي پروګرام کله پیل شو؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, اصف جیلاني
- دنده, خبریال
- د خپرېدو وخت
دا خبره د ۱۹۵۴ کال د اکتوبر ده.
د پاکستان د هغه مهال لومړي وزیر محمد علي بوګره سپینه ماڼۍ کې د امریکا د وخت له ولسمشر ایزن هاور سره لیدلي او دا ورته ویلي و چې هېواد یې د اټومي وړتیا برخه کې د څېړنو او پرمختګ لپاره کمېسیون جوړ کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر دغه راز د امریکا لخوا د سولې لپاره اټوم (اټوم فار پیس) پلان کې د ګډون اعلان هم کړی و.
د پاکستان اټومي پروګرام له همدې ځایه پیل شو.
دغه هېواد ژمنه کړې وه چې اټومي پروګرام به یې د وسلو او بمونو لپاره نه وي.
یاد مې دي هغه مهال به پاکستان کې پر دې تاوده بحثونه کېدل او ډېرو شنونکو د امریکا لخوا د 'سولې لپاره د اټوم' پروګرام موخه دا ګڼله چې ګوندې واشنګټن غواړي له ځان پرته د نړۍ نور ټول هېوادونه د اټومي وسلو له درلودو بې برخې وساتي او د بندیزونو په لګولو سره یې د اټومي وسلو له جوړولو راوګرځوي.
پاکستان کې د ګڼو خلکو تندي پر دې ګونځې وو چې ولې یې د ایزن هاور دغه پلان منلی دی. دوی دا امریکا ته د ځان سپارلو پیلامه ګڼله.
پاکستان کې د امریکا پوځي اډې

د عکس سرچینه، AFP
تر دې سملاسي وروسته د امریکا او پاکستان ترمنځ سیاسي، پوځي او اقتصادي برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ او نږدېوالي دوره پیل شوه.
پاکستان ته همدغه کال د امریکا د دوو پوځي تړونونو 'سیټو' او 'سینټو' غړیتوب ورکړ شو.
واشنګټن پر دې سربېره د پراخو پوځي او اقتصادي مرستو بدل کې پاکستان کې پوځي اډې جوړې کړې، دغه هېواد ته یې پوځي سلاکاران راولېږل او دغه راز یې د پاکستان د پنځه کلن اقتصادي پلان جوړولو لپاره د پاکستان د پلان جوړونې کمېسیون کې خپل کارپوهان ځای پر ځای کړل.
امریکا په دې توګه پاکستان په بشپړ ډول انحصار کړ.
پر پاکستان د واشنګټن د بشپړ کنټرول پایله دا وختله چې د دغه هېواد مشرتابه هغه مهال د اټومي وسلو د جوړولو فکر له سره وباسي.
هغه مهال له امریکا سره پوځي تړونونه د پاکستان د دفاعي تدارک وسیله ګڼل کېده.
که څه هم ۱۹۶۰مې لسیزه کې دا خبرونه د ژبو پر سر وو چې هند ګواکې په چټکۍ سره د اټومي ازموینو په لور پرمختګ کوي، خو پاکستاني مشرانو بیا هم د اټومي وسلو ډګر ته له ور دانګلو چورلټ انکار وکړ.
د اټومي وسلو په هکله د بوټو وړاندیز ردېدل

د عکس سرچینه، AFP
په ۱۹۶۴م کال چې کله د ذوالفقار علي بوټو په مشرۍ پاکستانی پلاوی د هند د لومړي وزیر جواهر لال نهرو پر مړینې د خواشینۍ څرګندولو لپاره نوي ډيلي ته راغلی و، زه هم هلته وم.
یاد مې دي چې هغه مهال له نوموړي سره اوږده لیدنه کې د اټومي وړتیاوو برخه کې د هند پر پرمختګونو هم خبرې وشوې.
چې کله مې ترې اټومي وسلو ته لاسرسي لپاره د پاکستان د کار او زیار پوښتنه وکړه، نو ذوالفقار علي بوټو رانه ژمنه واخیسته، چې دا راز به نه برملا کوم.
نوموړي راته وویل چې په ۱۹۶۳ کال یې کابینې ته د پاکستان لخوا د اټومي وسلو د پروګرام د پیلېدو وړاندیز مخ ته کړی، خو ولسمشر ایوب خان، د هغه د خزاني امریکايي پلوه وزیر محمد شعیب او نورو وزیرانو دا وړاندیز په بشپړ ډول رد او پرېکړه وکړه چې پاکستان به اټومي وسلې نه جوړوي.
په ۱۹۶۸ کال چې کله ولسمشر ایوب خان د فرانسې په دوره تللی و نو زه یې د سفر د پوښښ لپاره پاریس ته تللی وم.
د فرانسې د هغه مهال ولسمشر چارلس ډي ګال پاکستان کې د اټومي بټۍ د جوړولو وړاندیز وکړ، خو ایوب خان دا وړاندیز ونه مانه.
هغه ته دا مشوره د نوموړي د پوځ لوی درستیز جنرال یحیی خان، د ساینسي چارو ستر سلاکار ډاکتر عبدالسلام او د پلان جوړونې د کمېسیون مرستیال اېم اېم احمد ورکړې وه.
له اټومي وسلې د بوټو دوه موخې

د عکس سرچینه، Getty Images
دې کې شک نشته چې پاکستان لپاره د اټومي وسلو د جوړولو پلان ذوالفقار علي بوټو پیل کړ چې په ۱۹۷۱ کال د بنګله دیش د جګړې پایله کې د پاکستان تر ویشل کېدو وروسته واک ته رسېدلی و.
بوټو د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو سملاسي وروسته ایران، ترکیې، مراکش، الجزایر، ټونېس، لیبیا، مصر او سوریې ته چټک سفرونه وکړل، چې زه هم ورسره د دغو سفرونو پر مهال ملګری وم.
دغو سفرونو دوه مهمې موخې درلودې.
لومړی هدف له مسلمانو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا او دویم هدف د پاکستان اټومي پروګرام ته د دغو هېوادونو د مالي ملاتړ ترلاسه کول وو.
هغه دمشق کې د خپل دغه سفر د پای پر مهال د سوریې ولسمشر حافظ الاسد ته ویلي و چې دا دوره یې د رنسانس د سفر پیل دی او اسلامي نړۍ د پاکستان د تخصص او د مسلمانو هېوادونو د شتمنۍ له لارې اټومي وسلو ته لاسرسی موندلی شي.
بوټو ته د امریکا ګواښ

د عکس سرچینه، AFP
هغه تر دغه سفر وروسته په ۱۹۷۳ کال د پاکستان لخوا د اټومي وسلو د جوړولو پروګرام عملآ پیل کړ.
ذوالفقار علي بوټو په دې لړ کې د اټومي وړتیاوو د کمېسیون مشر بدل، د ساینسي چارو ستر سلاکار ډاکتر عبدالسلام ګوښه او د نوموړي پر ځای یې له هالنډ څخه ډاکتر عبدالقدیر خان پاکستان ته راوغوښت.
هغه همدا راز د فرانسې حکومت دې ته چمتو کړ چې پاکستان کې د اټومي بیا پروسس د بټۍ جوړولو پر پخوانی وړاندیز له سره خبرې وکړي.
د بوټو لخوا د اټومي پروګرام په تړاو په چټکۍ دا پورته کېدونکي ګامونه د امریکا نه خوښېدل او د امریکا د هغه مهال بهرنیو چارو وزیر کیسنجر خو په دې لړ کې په زغرده دا ګواښ هم کړی و چې که بوټو د اټومي بیا پروسس د بټۍ پر پلان ټینګار ته دوام ورکړي، نو پاتې به نشي.
خو بوټو وار له مخه د اټومي وسلو پروګرام پیل کړی و او څېړنیز کارونه یې روان وو.
یورانیم بډایول

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني ساینسپوهانو په ۱۹۷۶ کال د کوټې په ازموینځي کې د یورانیمو د بډایولو چارې پیل کړې.
هڅو یې په ۱۹۷۸ کال پایله ورکړه او تر ۱۹۸۲ کال پورې یې د یورانیمو د نوي سلنه بډایولو وړتیا موندلې وه.
ډ ډاکتر عبدالقدیر خان په وینا د پاکستان اټومي ساینسپوهانو په ۱۹۸۴ کال کې د اټومبم د جوړلو وړتیا موندلې او جنرال ضیاالحق ته ویلي و چې په زغرده اعلان وکړي چې هېواد یې د اټومي بم د جوړولو هوډ کړی، خو د نوموړي امریکايي پلوه بهرنیو چارو وزیر او نورو وزیرانو د دغه کار کلک مخالفت وکړ.
بالاخره کله چې هند د ۱۹۹۸ کال مې میاشت کې اټومي ازموینې وکړې، نو پاکستان ته هم بله لار نه وه پاتې او په دې توګه دغه هېواد هم د اټومي ځواک درلودونکو هېوادونو په کتار کې ودرېد.




















