هغه پښتون چې له کباړ یې الوتکه جوړه کړه

NASIM YOUSUFZAI

د عکس سرچینه، NASIM YOUSUFZAI

د عکس تشریح، نسیم ته خپلې مور قسم ور کړ چې بیا به الوتکه نه پورته کوي.
    • Author, محمد الیاس خان
    • دنده, بي بي سي نیوز، اسلام آباد
  • د خپرېدو وخت

۵۰ کلن نسیم یوسفزی د پښتونخوا د سوات دی. پلار یې د ښه ژوند په هیله پېښور ته کډه شو.

نورو وروڼو یې سبق نه وایه، پلار یې هم په مینه ور سره ومنله چې ښوونځي پرېږدي، خو نسم ویل چې ښوونځی نه پرېږدي.

NASIM YOUSUFZAI

د عکس سرچینه، NASIM YOUSUFZAI

د عکس تشریح، له کاشوغو او د موټر د ګېر له پرزو د یوې چڼچڼې جوړه مجسمه

ماشومتوب کې یې له لیک لوست سره د کور هر کار کې لاس کاوه، له ښوونځي وروسته به یې سابه پلورل، یو وخت د برقي دوکان کې و بیا له درزي یا خیاط سره هم څه مهال شاګرد و.

NASIM YOUSUFZAI

د عکس سرچینه، NASIM YOUSUFZAI

د عکس تشریح، د ۱۹۹۵ کال پاکستان ورځې پرېډ ته جوړ کړی فلوټ

وايي له ماشومتوب یې انځورګرۍ سره مینه وه: یو شی به مې چې خوښ شو، انځور مې یې کاږه.

پر ۱۹۸۶ کال یې برېښنايي انجینري کې ډيپلومه واخیسته او دنده یې پیل کړه چې لا هم دغه دفتر کې دی.

NASIM YOUSUFZAI
د عکس تشریح، نسیم خپل ورکشاپ کې هنري توکي راتلونکي کې د نندارتون په ډول وړاندې کول غواړي.

وروسته یې د پېښور نشترهال کې ماښام مهال د انځورګرۍ هنر زدکړه پیل کړه.

NASIM YOUSUFZAI

د عکس سرچینه، NASIM YOUSUFZAI

د عکس تشریح، د اوسپنې له پرزو جوړ سیکل

لویه کارنامه یې هم پر ۱۹۹۵ کال د پاکستان پرېډ کې یو پراخ فلوټ؟ دی چې د پښتونخوا د تاریخ او کلتور استزي کوي او د هغه کال سیالیو کې دویم نمبر راغی.

بیا یې پر ۲۰۰۱ له کباړ الوتکه جوړه او پورته کړه چې د پخواني ګاډي انجن او د لرګي وزرونه یې لرل.

NASIM YOUSUFZAI

د عکس سرچینه، NASIM YOUSUFZAI

د عکس تشریح، له سیکو د عمران خان جوړ انځور

پنځه منټه یې هوا کې وګرځوله، خو وروڼو یې له ځمکې لاسونه ورته ښورول چې الوتکه کېنوي. بیا مور ته ورغلل او مور یې هم زوی ته قسم ور کړ چې بیا به الوتکه نه پورته کوي. له هغې ورځې یې بیا الوتکه پورته نه کړه.

نوموړی وايي، خپله برقي دی او ورور یې هم د ګاډو د پرزو کار کوي، ځکه د شیانو جوړولو کې د توکو له کمښت سره نه مخ کېږي.

نسیم
د عکس تشریح، نسیم کور کې له کارېدونکو توکو ډول ډول هنري شیان جوړوي.

نوموړی له سیکو هم خپل هنري شیان جوړوي، چې پکې د پاکستان د لومړي وزیر انځور هم دی.

نسیم یوسفزی غواړي خپل هنري شیان راتلونکي کې د نندارتون په ډول نندارې ته وړاندې کړي.