هغه پښتون چې له کباړ یې الوتکه جوړه کړه

    • Author, محمد الیاس خان
    • دنده, بي بي سي نیوز، اسلام آباد
  • د خپرېدو وخت

۵۰ کلن نسیم یوسفزی د پښتونخوا د سوات دی. پلار یې د ښه ژوند په هیله پېښور ته کډه شو.

نورو وروڼو یې سبق نه وایه، پلار یې هم په مینه ور سره ومنله چې ښوونځي پرېږدي، خو نسم ویل چې ښوونځی نه پرېږدي.

ماشومتوب کې یې له لیک لوست سره د کور هر کار کې لاس کاوه، له ښوونځي وروسته به یې سابه پلورل، یو وخت د برقي دوکان کې و بیا له درزي یا خیاط سره هم څه مهال شاګرد و.

وايي له ماشومتوب یې انځورګرۍ سره مینه وه: یو شی به مې چې خوښ شو، انځور مې یې کاږه.

پر ۱۹۸۶ کال یې برېښنايي انجینري کې ډيپلومه واخیسته او دنده یې پیل کړه چې لا هم دغه دفتر کې دی.

وروسته یې د پېښور نشترهال کې ماښام مهال د انځورګرۍ هنر زدکړه پیل کړه.

لویه کارنامه یې هم پر ۱۹۹۵ کال د پاکستان پرېډ کې یو پراخ فلوټ؟ دی چې د پښتونخوا د تاریخ او کلتور استزي کوي او د هغه کال سیالیو کې دویم نمبر راغی.

بیا یې پر ۲۰۰۱ له کباړ الوتکه جوړه او پورته کړه چې د پخواني ګاډي انجن او د لرګي وزرونه یې لرل.

پنځه منټه یې هوا کې وګرځوله، خو وروڼو یې له ځمکې لاسونه ورته ښورول چې الوتکه کېنوي. بیا مور ته ورغلل او مور یې هم زوی ته قسم ور کړ چې بیا به الوتکه نه پورته کوي. له هغې ورځې یې بیا الوتکه پورته نه کړه.

نوموړی وايي، خپله برقي دی او ورور یې هم د ګاډو د پرزو کار کوي، ځکه د شیانو جوړولو کې د توکو له کمښت سره نه مخ کېږي.

نوموړی له سیکو هم خپل هنري شیان جوړوي، چې پکې د پاکستان د لومړي وزیر انځور هم دی.

نسیم یوسفزی غواړي خپل هنري شیان راتلونکي کې د نندارتون په ډول نندارې ته وړاندې کړي.