پاکستان: عام محضر کې پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو د اعدام طرحه تایید شوه

اعدام
د عکس تشریح، د پاکستان د بشري حقونو وزیرې ویلي د دې طرحې تصویب فردي عمل دی
د خپرېدو وخت

د پاکستان ملي اسمبلۍ یا ولسي جرګې نن 'جمعه فبروري ۷ 'هغه قانوني طرح تصویب کړه چې له مخې یې پر ماشومانو جنسي تېري کوونکي په عام محضر کې اعدامېږي.

له دې وړاندې ملي اسمبلې د زینب په نوم د ماشومانو د ملاتړ یوه طرحه تصویب کړې وه چې له مخې یې پر ماشومانو جنسي تېري کوونکو ته د عمر بند سزا ورکول کېدله.

په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو په عام محضر کې د اعدام غوښتنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې کله د پنجاب ایالت په قصور نومې ښار کې د زینب په نوم پر یوې ماشومې نجلۍ جنسي تېری وشو او بیا ووژله شوه.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر له خوا دې وړاندې شوې طرحه کې ویل شوي، چې لومړی وزیر غواړي هغه کسان باید اعدام شي، چې پر ماشومانو جنسي تېری کوي او وژني یې.

وزیر علي محمد خان وايي، کله چې د ملي اسمبلې بشري حقونو کمېسیون ته ددې قانون طرحه وړاندې شوه، هلته د پاکستان پیپلز ګوند د مرګ له سزا سره مخالفت وکړ او عمري قید وړاندیز یې وکړ، خو وروسته اسمبلې ددې کمېسیون په سپارښتنه د اعدام سزا ومنله.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو په ملي اسمبله کې د بشري حقونو د کمېټې مشر دی. د رایې پر وخت پیپلز ګوند دې طرحې ته رایه ورنه کړه خو تر ټولو لوی مخالف ګوند مسلم لیګ نواز او جمعیت علمای اسلام ګوند د دې طرحې په حق کې رایه وکاروله.

په ملي اسمبله کې د پاکستان د پیپلز ګوند استازي او پخواني لومړي وزیر راجه پرویز اشرف ویلي چې د اعدام سزا په حق کې یې ګوند ځکه رایه ورنه کړه چې پاکستان د اعدام په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړو ته ژمن دی.

د یادولو ده چې د پيپلز ګوند وروستي حکومت د اعدام سزا ځنډولې وه.

له دې وروسته به دا مصوبه مشرانو جرګې ته استول کیږي.

د پارلماني چارو وزیر وویل په پاکستاني ټولنه کې له ماشومانو سره جنسي زور زیاتی د اندېښنې تر کچې رسېدلی دی.

خو د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري د دې قانون له تصویب وروسته پر ټویټر ولیکل:

((هغه طرحه چې په عام محضر کې د اعدام سزا ورکولو په برخه کې ملي اسمبلې تصویب کړې ده، دا د ټولو ګوندونو په خوښه منل شوې ده. د حکومت له خوا یې وړاندېز نه دی شوی یو فردي عمل دی او په موږ کې یې ډېر کسان کلک مخالف دي.))