د ارمان لوڼي د څلوېښتۍ مراسم نن لمانځل کېږي

لونی

د عکس سرچینه، COURTESY KHURSHEED KHAN

د عکس تشریح، د ارمان لوڼي خور او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې وړانګې لوڼۍ په یوه ویډیويي پیغام کې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د عدم تشدد پر لاره کلک او منظم پاتې شي
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتۍ مراسم نن سه شنبه د پښتونخوا او افغانستان په شمول د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې لمانځل کېږي.

ښاغلی لوڼی د روان کال د فبرورۍ پر دویمه نېټه د بلوچستان په پښتون مېشته لورالايي یا بوري سیمه کې د پاکستانيو پولیسو له لوري هغه مهال ووژل شو، چې هملته يې د ناامنۍ د پېښو ضد احتجاج کاوه.

څلوېښت ورځې وروسته هم د هغه د وژنې (ایف ای ار) یا د پولیسو لومړنی رپوټ نه دی ثبت شوی.

د پاکستان د سنا د بشري حقونو کومېتۍ څو ورځې وړاندې اړونده چارواکو ته امر کړی وو، چې د ښاغلي لوڼي د وژنې لومړنی د پولیسو رپوټ دي ثبت شي، خو د بلوچستان ایالتي چارواکي وايي، دغه رپوټ به د هغه د (پوسټ مارټم) رپوټ تر راتلو وروسته ثبتوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو ته ویل شوي، د پوسټ مارټم دغه رپوټ به شل ورځې نورې هم واخلي.

پنځه دېرش کلن پښتون زلمی، شاعر، لیکوال او په پوهنځي کې د پښتو ژبې او ادب استاد ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د کور کومېټۍ هغه یواځینی غړی وو، چې خپله کشره خور به یې ورسره هرې غونډې او هر احتجاج ته ګډه بیوله.

همدا یواځينی ورور وو، چې خور به يې د غورځنګ په غوڼډو کې ویناوې کولې او د به اورېدې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلو پلویانو ږغ کړی، چې د ښاغلي لوڼي د څلوېښتۍ لپاره دي په خپلو سیمو کې تیارۍ ونیسي او د هغه څلوېښتي دي ولمانځي.

د لوڼي غم د پښتون غم

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

پر خواله رسنیو خپاره شويو اعلانونو کې ویل شوي، د ارمان لوڼي د څلوېښتۍ مراسم به نه یواځې د پښتونخوا په بېل بېلو سیمو کې بلکې د پاکستان او افغانستان په شمول د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې ترسره شي.

د ارمان لوڼي خور او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله وړانګې لوڼۍ بي بي سي ته وویل، د ارمان په مرګ ورسره پښتانه دومره دردېدلي، چې ددې په ټکيو د ورور غم بېخي ورته پاته شوی نه دی:

"په دونیا کې چې چېري هم په نوم پښتانه یادېږي، هغوی د ارمان څلوېښتي لمانځي او غونډي کوي. دا زموږ لپاره ډېر لوی ویاړ دی او همدا موږ ته توان راکوي، چې زموږ غم بېخي ختم شي".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

که څه هم د ارمان لوڼي پر څلوېښتۍ هم د هغه د وژنې د پولیسو لومړنی رپوټ یا (ایف ای ار) لا نه دی ثبت شوی، خو په دې وروستیو کې د پاکستان د سنا د بشري حقونو کومېټۍ د بلوچستان ایالتي چارواکو ته امر کړی، چې د ښاغلي لوڼي د وژنې لومړنی رپوټ دي ثبت کړي.

سناتور عثمان کاکړ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د یادې کومېټۍ دغه امر به په راتلونکو څو ورځو کې په کوټه او بوري کې چارواکو ته ورسېږي او دده په خبره که يې بیا هم رپوټ ثبت نه کړ، نو د بشري حقونو کومېټۍ به يې بیا هم پر سر خېژي.