هغه ۵۰ ښځې چې د نورو ښځو ژوند یې بدل کړ

د عکس سرچینه، Maliha Abidi
- Author, سحر بلوچ
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
برتانیا کې ۲۳ کلنې پاکستانۍ ملیحه عابدي د اغېزناکو پاکستانیو مېرمنو د انځورونو یو کتاب جوړ او خپور کړی دی.
دا وايي، پاکستان کې د نجونو بریاوې نه لمانځل کېږي، خو د دې کتاب به دې برخه کې ګټور وي.
کتاب کې د نږدې ۵۰ ځواکمنو پاکستانیو مېرمنو انځورونه دي چې ملیحې خپله جوړ کړي دي.

د عکس سرچینه، Maliha Abidi
دا وايي، چې دا ډول کتاب تراوسه پاکستان کې چاپ شوی نه دی:
"دا کتاب د کیسې په ډول ویل کېږي او د هرې نجلۍ له انځور سره د هغې تصویر هم جوړ شوی دی".
دې پنځوسو ښځو کې عاصمه جهانګیر، ملاله یوسفزۍ، کرېکټره ثنا میر او نورې راغلې دي.
دوی کې داسې ښځې هم دي چې پاکستان کې ډېرې نه پېژندل کېږي خو کار یې د نورو څو مېرمنو ژوند اغېزمن کړی دی.

د عکس سرچینه، Maliha Abidi
دا وايي، کتاب کې یې د اغېزناکو ښځو د ژوند سفر ته کتلي چې څنګه له ستونزو سره مخ شوې پرې برلاسې شوې او لا هم خپلې هڅې کوي.
ملیحه وايي، دغو ښځو خپلې هڅې تر ځان محدودې نه کړې، بلکې په دې سره یې د پاکستان د نوم ځلولو هڅه هم وکړه.

د عکس سرچینه، Maliha Abidi
د هغې په خبره، د هر هېواد په څېر پاکستان کې هم ستونزې شته، خو له دې ستونزو وتل پکار دي:
"د دې په ځای چې نور دې مرسته وکړي، ته د خپل ځان مرستندوی شه".
نوموړې خپله کراچۍ کې زېږېدلې ده، چې تر ټولو ښارونو یې ډېر خوښېږي.
ملیحه وايي، له ماشومتوب یې له انځورګرۍ سره مینه وه، تل یې غوښتل نوي څه زده کړي، خو پلار یې هم دې برخه کې هڅولې ده.

د عکس سرچینه، Maliha Abidi
ملیحه دا مهال برتانیا کې د طب پوهنې زدکوونکې ده او نیمه وخت کار هم کوي، چې د خپلې انځورګرۍ لپاره د توکو اخیستلو خرچه برابره کړي.
دا وايي، دغه کتاب یې که د یوې نجلۍ او مېرمنې ژوند بدلولو کې هم مرسته وکړي، نو د دې لپاره ډېره لویه بریا ده.

د عکس سرچینه، Maliha Abidi
ملیحه د کتاب د مخکتنې لپاره راتلونکې مارچ میاشت پاکستان ته ځي، خو وار د مخه یې کتاب انسټاګرام کې ډېر مینوال موندلي او خلک د دې کتاب اړوند انځورونه شریکوي.
دا هم دې چارې خوشاله کړې او وايي، هر انسان یو نه یو ډول وړتیا لري او په یو نه یو ډول د بل کس مرسته کولی شي، ځکه خپله انځورګري د مېرمنو د پیاوړتیا لپاره کاروي.


















