تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان د بلوچستان اسمبلۍ ته بریالی نوماند بهرنی وبلل شو
د پاکستان بلوچستان کې چارواکي وايي، د دغه ایالت اسمبلۍ ته نوی ټاکلی غړی احمد علي کوهزاد پاکستانی نه دی.
د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، د کوټې مرستیال کمېشنر په مشرۍ یوې جرګه ګۍ دغه هزاره بهرنی بللی دی.
دې جرګه ګۍ د سترې محکمې په حکم د نوموړي د وګړتوب په هکله دا پلټنې کړې دي.
احمد علي کوهزاد د هزاره قبیلې سره تړاو لرونکي ګوند هزاره ډیموکراټیک پارټۍ مشر دی.
نوموړي د جولای ۲۵ ټاکنو کې له کوټې ښار د بلوچستان اسمبلۍ غړیتوب ته نوماند و.
نوماندي چې رد شوه
له ټاکنو مخکې د نوماندۍ اسنادو سپارلو سره یې چې پلټنه وشوه، نو پېژندپاڼه یا شناختي کارډ یې ناچل او نوماندي یې رد شوه.
خو احمد علي کوهزاد د بلوچستان سترې محکمې ته رجوع وکړه.
سترې محکمې ښاغلي کوهزاد ته ټاکنو کې د سیالۍ اجازه ور کړه، خو ور سره یې د کوټې مرستیال کمېشنر ته د هغه د شناختي کارډ او وګړتوب په تړاو د پلټنو حکم وکړ.
دې کمېټې د بلوچستان سترې محکمې ته خپل رپوټ سپارلی چې پکې ویل شوي نادرا د احمد علي کوهزاد کمپیوټري شناختي کارډ یا برېښنايي پېژندپاڼه تایید نه کړه.
ټاکلې ده د بلوچستان ستره محکمه د اګسټ پر شپږمه د احمد علي کوهزاد پر درخواست پرېکړه وکړي.
احمد علي کوهزاد څه وايي؟
کله چې بي بي سي له احمد علي کوهزاد سره اړیکه ونیوله، هغه د جرګه ګۍ دا څرګندونې رد کړې.
هغه دا هم وویل، چې نوموړي د ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې پر نوماندېدلو سربېره څو ځلې د ښاروالۍ ټاکنو کې براخه اخیستې، خو یو وخت یې هم پر وګړتوب نیوکه نه ده شوې.
د هغه په خبره، کله چې یې سیالان وپوهېدل بریالی شوی، نو د وګړتوب مسله یې را پورته کړه.
"زه پاکستانی یم او د خپل وګړتوب د زبادولو لپاره هرې ادارې ته رجوع کوم".
محمد علي کوهزاد ټولټاکنو کې د بلوچستان اسمبلۍ ته له پنځو زرو ډېرې رایې ګټلې او د متحده مجلس عمل نوماند ولي محمد ته یې ماته ور کړې ده.
پاکستان کې هزاره
ویل کېږي پاکستان کې تر پنځو لکو هزاره شه چې کوټه، کراچۍ، اسلام اباد، لاهور او ملتان کې ژوند کوي.
د ویلو له مخې یو شمېر هزاره په ۱۹ پېړۍ کې له افغانستان اوسني پاکستان ته وکوچېدل.
د پاکستان اوسنیو ټاکنو کې دوه هزاره د بلوچستان ایالتي پارلمان ته کامیاب شوي، چې اوس یو بهرنی بلل کېږي.
خو لومړی ځل پر ۱۹۷۷ کال د طالب حسین په نوم یو هزاره دې اسمبلۍ ته ځان نوماند کړ.