تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان قاضي القضات: د هزاره وګړو توکم وژنه روانه ده
د پاکستان د سترې محکمې رئیس ویلي، داسې ښکاري چې په دې هېواد کې د هزاره وګړو توکم وژنه روانه ده.
قاضي القُضات ثاقب نثار ويلي، پاکستان کې د هزاره وګړو وضعیت د اندېښنې وړ دی، او ستره محکمه اړه شوې چې دې موضوع ته پام وکړي.
نوموړي دا څرګندونې په کوټه کې هغه مهال وکړې چې په محکمه کې یې د هزاره وګړو د هدفي وژنو په تړاو یوه قضیه اورېده.
قاضي القضات په خپلو څرګندونو کې ویلي، د هزاره وګړو د هدفي وژنو د غندنې لپاره هېڅ ټکي نه لري.
نوموړې زیاته کړه، که د پاکستان حکومت د هزاره وګړو امنیت نشي ټینګولی نو لږ تر لږه د ژوند کولو کومه بله لار دې ورته وښيي.
څه موده وړاندې د جلیله حیدر په نامه یوې وکیلې د هزاره وګړو د هدفي وژنو پر ضد په کوټه کې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی و.
نوموړې د پاکستان د پوځ له مشر سره تر کتنې وروسته خپل اعتصاب پای ته ورساوه.
د بلوچستان د پولیسو مشر معظم جاه انصاري هم محکمې ته وویل، د هزاره وګړو لپاره ۲۰۰۸ کال تر ټول خونړی و، او ټولټال ۲۰۸ کسان په دې کال کې په هدفي توګه ووژل شول.
نوموړي زیاته کړه، د امنیتي ارګانونو د هلو ځلو په پایله کې اوس د دا ډول وژنې کمې شوې دي.
قاضي القضات ثاقب نثار د پاکستان استخباراتي ادارو ته امر وکړ چې د هزاره وګړو د هدفي وژنو لاملونه او څرنګوالی مالوم کړي.
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې شاوخوا پنځه لکه هزاره وګړي ژوند کوي، چې ډېری برخه یې شیعه دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وایي، په تېرو پنځو کالو کې په دې هېواد کې شاوخوا ۵۰۰ هزاره وګړي په هدفي توګه وژل شوي.
خو د هزاره وګړو د د حقونو ادارې وایي، په دې موده کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۰۰۰ هم اوړي.