د پاکستان د بلوچستان اسمبلۍ ته بریالی نوماند بهرنی وبلل شو

ر

د عکس سرچینه، facebook

د عکس تشریح، احمد علي کوهزاد وايي، پاکستانی دی او د خپل وګړتوب زبادولو لپاره به هرې ممکنې ادارې ته ور شي.
د خپرېدو وخت

د پاکستان بلوچستان کې چارواکي وايي، د دغه ایالت اسمبلۍ ته نوی ټاکلی غړی احمد علي کوهزاد پاکستانی نه دی.

د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، د کوټې مرستیال کمېشنر په مشرۍ یوې جرګه ګۍ دغه هزاره بهرنی بللی دی.

دې جرګه ګۍ د سترې محکمې په حکم د نوموړي د وګړتوب په هکله دا پلټنې کړې دي.

احمد علي کوهزاد د هزاره قبیلې سره تړاو لرونکي ګوند هزاره ډیموکراټیک پارټۍ مشر دی.

نوموړي د جولای ۲۵ ټاکنو کې له کوټې ښار د بلوچستان اسمبلۍ غړیتوب ته نوماند و.

نوماندي چې رد شوه

ر

د عکس سرچینه، GETTY IMAGE /BANARAS KHAN

د عکس تشریح، هزاره مېرمن رایه ور کوي.

له ټاکنو مخکې د نوماندۍ اسنادو سپارلو سره یې چې پلټنه وشوه، نو پېژندپاڼه یا شناختي کارډ یې ناچل او نوماندي یې رد شوه.

خو احمد علي کوهزاد د بلوچستان سترې محکمې ته رجوع وکړه.

سترې محکمې ښاغلي کوهزاد ته ټاکنو کې د سیالۍ اجازه ور کړه، خو ور سره یې د کوټې مرستیال کمېشنر ته د هغه د شناختي کارډ او وګړتوب په تړاو د پلټنو حکم وکړ.

دې کمېټې د بلوچستان سترې محکمې ته خپل رپوټ سپارلی چې پکې ویل شوي نادرا د احمد علي کوهزاد کمپیوټري شناختي کارډ یا برېښنايي پېژندپاڼه تایید نه کړه.

ټاکلې ده د بلوچستان ستره محکمه د اګسټ پر شپږمه د احمد علي کوهزاد پر درخواست پرېکړه وکړي.

احمد علي کوهزاد څه وايي؟

v

د عکس سرچینه، .

کله چې بي بي سي له احمد علي کوهزاد سره اړیکه ونیوله، هغه د جرګه ګۍ دا څرګندونې رد کړې.

هغه دا هم وویل، چې نوموړي د ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې پر نوماندېدلو سربېره څو ځلې د ښاروالۍ ټاکنو کې براخه اخیستې، خو یو وخت یې هم پر وګړتوب نیوکه نه ده شوې.

د هغه په خبره، کله چې یې سیالان وپوهېدل بریالی شوی، نو د وګړتوب مسله یې را پورته کړه.

"زه پاکستانی یم او د خپل وګړتوب د زبادولو لپاره هرې ادارې ته رجوع کوم".

محمد علي کوهزاد ټولټاکنو کې د بلوچستان اسمبلۍ ته له پنځو زرو ډېرې رایې ګټلې او د متحده مجلس عمل نوماند ولي محمد ته یې ماته ور کړې ده.

پاکستان کې هزاره

ر

د عکس سرچینه، HDP/FB

د عکس تشریح، هزاره ډیموکراټیک ګوند د دوو نوماندانو تر بریالي کېدلو وروسته خوشالي کوي.

ویل کېږي پاکستان کې تر پنځو لکو هزاره شه چې کوټه، کراچۍ، اسلام اباد، لاهور او ملتان کې ژوند کوي.

د ویلو له مخې یو شمېر هزاره په ۱۹ پېړۍ کې له افغانستان اوسني پاکستان ته وکوچېدل.

د پاکستان اوسنیو ټاکنو کې دوه هزاره د بلوچستان ایالتي پارلمان ته کامیاب شوي، چې اوس یو بهرنی بلل کېږي.

خو لومړی ځل پر ۱۹۷۷ کال د طالب حسین په نوم یو هزاره دې اسمبلۍ ته ځان نوماند کړ.