پخوانی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند ومړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند نن یکشنبه (د جون ۲۱مه) د ۶۷ کلونو به عمر جرمني کې مړ شوی دی.

د هغه د کورنۍ یوه غړي طلا احمدزي بي‌بي‌سي ته ویلي، چې نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغ و او تشخیص شوې وه، چې پر سرطان اخته دی.

عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده.

هغه دوه لوڼې او يو زوى لري.

ښاغلی احمدزی وايي،‌ د عبدالاحد مومند د تدفیق او فاتحې مراسم به وروسته د هغه د کورنۍ لخوا اعلان شي.

عبدالاحد مومند لومړنی مسلمان ستورمزلی و چې په ۱۹۸۸ کال یې میر فضايي مرکز ته د سفر پر مهال له ځان سره فضا ته قرآنکریم ولېږداوه او هلته یې تلاوت وکړ.

نوموړي له هغه ځایه له خپلې مور سره تلېفوني خبرې هم کړې وې او په دې توګه پښتو څلورمه رسمي ژبه شوه، چې په فضا کې ویل کېده.

ښاغلی مومند د دغه فضايي سفر پر مهال ۲۹ کلن و.

عبدلاحد مومند څوک و؟

عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ کال د غزني ولايت په سردې کلي کې زيږېدلى.

هغه لومړنۍ زدکړې په خپل کلي، وروسته د غزني ولايت په سلطان شهاب الدين او ورپسې د کابل په حبيبیې ليسه کې کړې وې.

نوموړی د کابل پولي تخنيک انسټيټیوټ کې له دوه کالنو زدکړو وروسته پخواني شوروي اتحاد ته ولاړ او هلته يې درې کاله د پيلوټۍ برخه کې زدکړې وکړې.

عبدالاحد مومند هېواد ته له ستنيدو وروسته له ۱۹۸۱ تر ۱۹۸۴ کال پورې په بگرام هوايي ډگر کې د هوايي قواوو د پيلوټ په توګه دنده ترسره کړه او وروسته له ۱۹۸۴ تر ۱۹۸۷ پورې لوړو زدکړو لپاره د کيېف د هوايي انجنيرۍ پوهنتون ته ولاړ.

نوموړي هملته له نورو پيلوټانو سره يو ځاى فضايي پرواز لپاره په معايناتو کې برخه واخيسته او شپږو مياشتو پورې يې دوام وکړ.

د يادونې وړ ده چې د نورو هيوادنو ستورمزلو لپاره دغه موده له اتلسو مياشتو بيا تر دوو کلونو پورې وخت نيسي خو ښاغلي مومند وکړای شول چې خپل ټول تحقيقات او تجربې په شپږو مياشتو کې تر سره کړي.

هغه د ۱۹۸۸ کال د اگست مياشتې پر ۲۹مه خپل فضايي تحقيقاتي پرواز پيل کړ او د سپتمبر په اوومه بېرته ځمکې ته راستون شو.

دغه پرواز د پلان له مخې بايد اته ورځې دوام کړى واى خو د تخنيکي ستونزو له کبله ۹ ورځو ته ورسېد چې دوى دغه تخنيکي ستونزه په بريالۍ توگه حل او بېرته ځمکې ته راستانه شول.

عبدالاحد مومند هېواد ته له ستنيدو لنډه موده وروسته د ارکانحربي زدکړو لپاره بېرته مسکو ته ولاړ او له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې له زدکړو وروسته یې د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې کار وکړ.

هغه څه موده د هوايي چلن او توريزم وزارت د تخنيکي مرستیال په توگه هم دنده ترسره کړې.

عبدالاحد مومند د ۱۹۹۲ کال لومړیو کې د کورنیو جګړو پر مهال له هېواده ووت او له خپلې کورنۍ سره جرمني ته کډوال شوی و.‌

ښاغلي مومند د شتوتګارډ‌ پوهنتون د کیهاني تحقیقاتو انسټیټیوټ او همدا راز دغه ښار کې له یوې شخصي کمپنۍ سره د کار مخینه درلوده.