تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا او ایران له هوکړې وروسته له هرمز تنګي لسګونه بېړۍ د تېرېدو په حال کې دي
د سمندري اطلاعاتو کپلېر (Kpler) شرکت د نویو معلوماتو له مخې، له هغې راوروسته چې د امریکا متحدو ایالتونو او ایران د جګړې پای ته رسولو هوکړه لاسلیک کړې، له هرمز تنګي لږترلږه ۱۷۲ کښتۍ تېرې شوې دي.
په دوی کې ۴۲ بېړۍ یوازې همدا تېره شنبه له دې تنګي اوښتې دي.
خو د جون ۱۸مه د هوکړې له لاسلیکېدو راهیسې له هرمز تنګي د تېرېدونکو بېړیو ورځنی شمېر لا هم تر جګړې د مخکې وخت له ورځني اوسطه چې شاوخوا ۱۳۸ بېړۍ کېدې، کم دی.
د بيبيسي حقیقت موندنې (BBC Verify) لخوا د بېړیو د تګ راتګ ارزول شوي معلومات ښيي، چې د سېشنبې پر ورځ د سونتوکو له ۲۰۰ ډېر ټانکرونه په تنګي کې منتظر وو او تر اوسه لږترلږه ۱۰ بېړۍ په خلیج کې لوېدیځ لور ته روانې شوې دي.
برېنټ اومه تېل چې له مخې یې نړیوالې بیې ټاکل کېږي، د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ارزانه کچې ته راپرېوتي.
دا چې د جګړې د پای ته رسېدو هوکړې د یوې برخې په توګه د امریکا لخوا د ایران سمندري کلابندي پای ته رسېدلې، نو په دې وروستیو کې له هرمز تنګي ډېری تېر شوي ټانکرونه هم د ایران اړوند دي.
د جمایما شیلي په وینا، چې د اټومي ایران خلاف د متحد کمپاین جګپوړې څېړونکې او د څارنډلې غړې ده، له خلیجه لږ تر لږه ۳۰ داسې ټانکرونه وتلي چې د ایران پر تېلو او پېتروکیمیاوي توکو بار وو.
د امریکا مالیې وزارت هم له څو لسیزو راهیسې پر ایران لګولي بندیزونه نرم کړي او د اګست تر ۲۱مې پورې یې د دغه هېواد د اومه تېلو، پیتروکیمیاوي موادو او نورو نفتي محصولاتو پلور ته اجازه ورکړې.
د بېړیو د څار اړوند معلوماتو له مخې، د دوشنبې پر ورځ لږترلږه پنځه داسې ټانکرونه چې مخکې پرې د امریکا له خوا له ایران سره د اړیکو له کبله بندیز لګېدلی و، له هرمز تنګي تېر شوي دي.
دغو ټانکرونو تر څلور میلیون بېرلو پورې تېل لېږدول.
د يياواېس رېسک ګروپ په نوم د کړکېچ د مدیریت شرکت مارټین کېلي وايي: "باید وویل شي، پر دې سربېره 'عادي سوداګري' هم زیاته شوې ده."
د بېړیو د مسیرونو څارونکو پلټفارمونو کې لیدل شوي چې د دوشنبې پر ورځ د مایع طبیعي ګاز (اېلاېنجي) څلور ټانکرونه د قطر راس لفان بندر ته د ورتګ په حال کې وو او د سېشنبې پر ورځ لږترلږه درې نور ټانکرونه او درې سوداګریزې بېړۍ له خلیجه ووتې.
دا ټولې بېړۍ هرمز تنګي کې د عمان ساحل ته نږدې د سویلي مسیر پر ځای چې امریکا پرې د تګ راتګ سپارښتنه کړې، د تهران له خوا له تایید شوي شمالي مسیره تېرې شوې دي.
دا مسیر او لاره د ایران له اوبو تېریږي.
د بېړیو د څار معلوماتو پر بنسټ، له ۲۵۰ د ډېرو ټانکرونو او ۴۴۰ سوداګریزو بېړیو لخوا د هغوی له وروستیو اعلان شویو موقعیتونو داسې برېښي، چې لا هم د خلیج دننه دي.
له دې ډلې له ۸۰ سلنې ډېر ټانکرونه ولاړ دي او یا یې لنګر اچولی او همدا راز داسې ښکاري چې په هر شپږو کې یو ټانکر بار دی.
که څه هم امریکا او د دغه هېواد خلیجي متحدانو د جګړې پر مهال په پرلهپسې توګه د ایران لخوا پر هرمز تنګي د کنټرول درلودو هڅې رد کړې وې، خو تېره اوونۍ لاسلیک شوې هوکړه تهران دې ته ژمنوي چې "د ۶۰ ورځو لپاره به د سوداګریزو بېړیو د خوندي تېرېدو لپاره ښه هڅه کوي او هېڅ فیس به نه اخلي."
په هوکړه کې دا هم ویل شوي چې ایران به له عمان سره په ګډه پر دې کار کوي چې د تنګي د "راتلونکې اداره او سمندري خدمتونه" تعریف وکړي.
ایران کې د فارس خلیج تنګي د مدیریت بنسټ (پيجياېساې) د جمعې پر ورځ له هرمز تنګي تېرېدو لپاره خپل شرایط خپاره کړل.
دې ادارې ویلي هېڅ بېړۍ ته دا "اجازه نشته" چې د دغه بنسټ لخوا له "صادر شوي باور وړ جواز پرته له تنګي تېره شي."
د یادونې ده چې د هرمز تنګي مدیریت لپاره د ایران دغه بنسټ د امریکا له لوري بندیزونو سره مخ دی او مارتین کېلي وايي چې همدې ښايي د ځینو بېړیو خاوندان له ایرانه د جواز له ترلاسه کولو راګرځولي وي.
د ایراني چارواکو لخوا تېرو ورځو کې د تنګي د وضعیت په اړه ځينې ضدونقیض پیغامونه هم خپاره شوي.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د شنبې پر ورځ وویل چې تنګی پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې تړل شوی، خو بیا هم تګ راتګ پکې تر یوه ځایه دوام درلود.
د سېشنبې پر ورځ جنیوا کې ملګرو ملتونو لپاره د ایران سفیر وويل چې تنګی پرانیستی دی، خو ورپسې یوې پوځي سرچینې د ایران خبري اژانس ته وویل چې له هرمز تنګي به د کښتو د تېرېدو ورځنی شمېر محدود شي.
د تنګي منځ کې په نړیواله کچه پېژندل شوي مسیر کې د سمندري ماینونو د احتمال په اړه اندېښنې هم د دې لامل شوې، چې د بېړیو تګ راتګ تر جګړې د مخکې وخت پرتله محدود پاتې شي.
د ګډو سمندري معلوماتو مرکز (JMIC)بېړیو ته خبرداری ورکړی چې "ماینونو له کبله" د تنګي له مرکزي برخې ډډه وکړي.
جياېمایسي د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون څو هېوادیزه سمندري ډله ده.
دې ډلې تر اوسه د لږترلږه دوو ماینونو په اړه خبرداري او د هغو ځای اعلان کړی او ویلي یې دي چې "د ماینونو د پاکولو عملیات عملآ روان دي."
جياېمایسي بېړیو ته سپارښتنه کړې چې په تنګي کې د عمان ساحل ته نږدې سویلي مسیر غوره کړي، ځکه د دې ډلې په وینا "له ماینونو پاکوالی یې تایید شوې دی".
شیلي وايي: "موږ د تېرې اوونۍ پای کې وکتل چې ټانکرونه د سویلي دهلېز له لارې تېرېدل، خو کله چې ایران د جون ۲۰مه (شنبه) بیا د تنګي د تړلو اعلان وکړ، نو تګ راتګ ټکنی شو."
هغې زیاته کړې: "نن [د بېریو تګ راتګ] بیا یو څه پیل شوی، خو لا هم ډېر لږ دی."
د بېړیو د مسیرونو د څار معلوماتو له مخې، د سېشنبې پر ورځ لږ تر لږه څلور ټانکرونه د تنګي له سویلي لارې تېرېدل، چې یوه پکې د ناروې بیرغ لرونکې بېړۍ وه چې سینګاپور ته روانه وه او بله د لبیریا بیرغ لرونکې بېړۍ وه چې تایوان ته تله.