تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
د بلوڅانو یووالي کمېټې (بيوایسي) مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅ ته د بلوچستان مرکزي ښار کوټې یوې ترهګرۍ ضد محکمې عمري بند سزا اورولې ده.
اغلې بلوڅ ته دا سزا نن دوشنبه (چنګاښ لومړۍ/جون ۲۲) اورول شوې ده.
په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په خپل رپوټ کې وايي، د یادې محکمې قاضي محمد علي مبین دا سزا داسې حال کې اورولې، چې نه یوازې ماه رنګ بلوڅ او د بي وای سي ځینو نورو نیول شویو فعالانو، بلکې د دوی مدافع وکیلانو له محکمې سره پرېکون اعلان کړی، بلکې له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې یې په هده نومي زندان کې پرلت کړی.
د بي بي سي خبریال د ماه رنګ او بي وای سي ځینو نورو فعالانو مدافع وکیل اسرار جتک له قوله وايي، د ماه رنګ او صبغت الله شاه په ګډون د بي وای سي فعالانو پر ضد دا قضیه په ۲۰۲۴ کال کې د بلوچستان په ګوادر کې د بلوچ راجي مچي په نامه غونډې په ترڅ کې د امنیتي ادارو یوه کس وژل کېدو په تړاو ثبت شوې وه.
هغه تورنه شوې چې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د یادې غونډې پرمهال د شبیر په نوم یو امنیتي کس په ډبرو لګېدو نه وروسته مړ شو او د هغه د وژل کېدو قضیه د دې پر ضد ثبت شوې وه.
مدافع وکیل ویلي چې دغه کس د ادعا له مخې، د ګڼېګوڼې پرمهال په ډبرو لګېدلی او مړ شوی او کوم قصدي یا د هغې شخصي عمل نه و. خو محکمې پړه وپېژندله.
د اغلې بلوڅ ترڅنګ د بلوڅانو د یووالي کمېټې ځينې نورو غړو صبغت الله شاه جي، د بلوڅ محصلانو ټولنې مشر بالاچ قادر او بل مشر ابوبکر کلانچي ته هم د عمري بند سزا اورول شوې ده.
رسنیو خبر ورکړی چې د "ځینو امنیتي لاملونو" له کبله دا محاکمه د کوټې په زندان کې دننه په یوه "ځانګړې محکمه" کې ترسره شوه.
خو د بلوڅانو یووالي کمېټه بیا پر حکومت او محکمې تور پورې کوي چې ګواکې د پرانیستې محکمې پر ځای په "ځانګړو محاکمو" کې سزاګانې ورته اورول کېږي.
ماه رنګ بلوڅ څه وايي؟
که څه هم ماه رنګ بلوڅ لا په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د بلوڅانو یووالي کمېټې پرخپله اېکس پاڼې د ماه رنګ بلوڅ یو لیک خپور کړی چې هغې ته پر منسوبه اېکس پاڼه هم خپور شوی دی.
په لیک کې د ډاکټرې ماه رنګ بلوڅ له قوله ویل شوي چې د حکومت او قاضیانو د پرېکړو پر ضد یې له تېرو اتو ورځو یا ۱۹۲ ساعتونو راهیسې په زندان کې دننه پرلت او احتجاج پیل کړی چې د صبغت الله بلوڅ په ګډون، بیبرګ بلوڅ، بیبو بلوڅ او ګلزادي بلوڅ هم ورسره دي.
په لیک کې ادعا شوې چې 'حکومت او د قضا برخې چارواکي په پرلپسې ډول د دوی د خلاصون مخه نیسي، ضمانوتونه یې ردوي، په زندان کې د لا ډېرې مودې ساتلو لپاره یې په بېلابېلو تورونو تورنوي او د پرانیستې محکمې پر ځای په یوه ځانګړې محکمې کې سزاګانې ورته ټاکي'.
په لیک کې دوی غوښتنه کړې چې قضیه دې یې د خصوصي محکمې پر ځای په "یوه پرانیستې محکمه" کې ترسره شي او همداراز یې د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي محمد علي مبین د بدلون غوښتنه هم کړې ده.
ډاکټرې ماهرنګ ویلي چې زندانونه یې د "مبارزې" برخه دي او له "حقغوښتنې یې نه شي لاسپهسر کولی".
د بلوڅ فعالانو نیول او ورته غبرګونونه
د یادولو ده چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر ۲۱ پولیسو د بلوڅانو پر یوه لاریون ډزې وکړې چې درې تنه پکې ووژل شول او لږ تر لږه اووه نور پکې ژوبل شول.
د هغې پېښې په غبرګون کې د ماه رنګ بلوڅ او بیبو بلوڅ په ګډون د بلوڅ یووالي کمېټې غړو په کوټه کې سوله ييز پرلت پیل کړ او په احتجاجونو کې د درو وژل شوو کسانو مړي یې هم له ځانه سره ایښي وو. وروسته دوی پولیسو ونیول او د پياېماو قانون له مخې یې بندیان کړل.
پياېماو د پاکستان داسې قانون دی چې پر بنسټ یې هر هغه کس د امنیتي ادارو له لوري نیول کېږي چې دوی یې د "عامهنظم ګډوډوونکي" او "خلکو ته ګواښ پېښوونکي" وګڼي.
تر نیول کېدو شاوخوا میاشت وروسته په پام کې وه چې ډاکټره ماه رنګ بلوڅو بیبو بلوڅ او په ځانګړي ډول ورسره ښځينه غړې خوشې شي خو د بلوچستان ایالتي حکومت یوې محکمې یې د توقیف موده یوه میاشت نوره هم وغځوله چې اوس پرې شاوخوا درې میاشتې باندې یو کال اوړي.
د ماه رنګ بلوڅ او د ورسره بلوڅ فعالانو نیول کېدو پراخ غبرګونونو وپارول او د بښنې نړیوال سازمان هم د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر ۲۴ د اغلې بلوڅ نيول کېدل وغندل، دا یې "غیر قانوني" نیول وبلل او د هغې د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه يې وکړه.
د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو پنځو سازمانونو له پاکستانه په یوه پرانیستي لیک کې وغوښتل چې د بشري حقونو هغو بلوڅ فعالانو له "ځورونې او خپلسري توقیف' لاس واخلي چې په پاکستان، په ځانګړي ډول بلوچستان کې د بیان ازادۍ حق ته په کتو سولهييزې غونډې کوي.
ټولو پنځو بنسټونو د پاکستان دا دریځ "په کلکه وغانده" او د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف یې وغوښتل چې بلوڅ فعالان خوشي کړي او د "خپلو مخالفانو ځپل" پای ته ورسوي.
په لیک کې همداراز ویل شوي وو چې، "پاکستانۍ ادارې باید په سیسټماتیک ډول د بلوڅ یووالي کمیټې (بيوایسي) د غړو هدف ګرځول او ځورول بس کړي، ځکه چې دا یو سولهييز غورځنګ دی چې زرګونه خلک یې د عدالت او حساب غوښتنې په ملاتړ او د جبري ورکېدو د پای ته رسولو لپاره سره راټول کړي دي."
خو د پاکستان لومړي وزیر او یا کومې بلې ادارې ورته کوم غبرګون ښکاره نه کړ خو په تېر کې یې د بلوڅانو جبري ورکول او یا ځورول رد کړي.
ډاکټره ماهرنګ بلوڅ د بلوڅانو د حقونو مدافع ده او له اوږدې مودې راهیسې یې په بېلابېلو بڼو له بلوڅانو سره د پاکستان حکومت د چلن پر ضد اعتراضونه او احتجاجونه کړي دي. د اغلې بلوڅ نوم تر نیول کېدو څو ورځې وړاندې د نوبل سولې جایزې ته د نوماندانو په نوملړ کې هم شامل شوی و.
د اغلې بلوڅ په ګډون بلوڅ مشران پر پاکستان حکومت او پوځي ادارو تور پورې کوي چې د بلوڅانو په وژنو او جبري ورکېدنو کې لاس لري او د دوی بنسټیز حقونه نه ورکوي، خو یادې ادارې دا تورونه ردوي.