پاکستاني طالبانو د خپل نوي مشر نوم اعلان کړ

د عکس سرچینه، AFP
پاکستاني طالبانو مفتي نور ولي مسید د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړی. په هغه اعلامیه کې چې د پاکستان طالبانو غورځنګ لخوا رسنیو ته استول شوې، مفتي حضرت الله د دې ډلې د مرستیال په توګه اعلان شوی.
په اعلامیه کې پاکستاني طالبانو د لومړي ځل لپاره منلې چې پخوانی مشر مُلا فضل الله د امریکایي ځواکونو په یوه ډرون برید کې وژل شوی.
د اعلامیې له مخې، د پخواني مشر تر وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د رهبرۍ شورا د نوي امیر د ټاکلو لپاره غونډه وکړه. اعلامیه وایي چې په دې غونډه کې مفتي نور ولي مسید د رایو په اکثریت سره د نوي امیر په توګه وټاکل شو.
نورولي مسید د سږ کال فبرورۍ کې د خالد سجنا له وژل کېدو وروسته د طالبانو مسید ډلې امیر ټاکل شوی و. ویل کېږي، چې نورولي مسید د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله مسید له نژدې ملګرو یو دی.
څلوېښت کلن مفتي نورولي د طالبانو پر تاریخ یو کتاب هم لیکلی، چې پکې یې د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو وژنه کې د طالبانو لاس درلودلو په ګډون او مالي سرچینو په ګډون یو شمېر څرګندونې کړې.
له دې مخکې د جون پر ۱۵ مه افغانستان کې د امریکايي پوځ ویاند ډګرمن مارټن اوډونل په یوه اعلامیه کې وویل، د جون ۱۳ مې او ۱۴ مې نېټې تر منځ شپې مهال امریکايي پوځ د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیات کړي دي او د عملیاتو هدف د یوه تنظیم مشر و، چې ترهګره ډله بلل شوې، خو نوموړي هغه مهال په نښه شویو کسانو په اړه ډېر جزیات نه و څرګند کړي.

د عکس سرچینه، PAKISTANI TALIBAN
خو وروسته د افغانستان دفاع وزارت تایید کړې، چې کونړ ولایت کې د امریکايي پوځ یوه برید کې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وژل شوی دی. د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سره خبرو کې وویل، ملا فضل الله کونړ کې د امریکايي هوايي ځواک په یوه ډرون برید کې وژل شوی دی.
له هغه وروسته د پاکستان استخباراتي سرچینو هم بي بي سي ته وویل، ملا فضل الله د کونړ په مروره سیمه کې د روژه ماتې یوې میلمستیا ورورسته په موټر کې د کښېناستو پر مهال له ډرونه په نښه شو.

د عکس سرچینه، US AIR FORCE
ملا فضل الله د سوات یوسفزی پښتون و، چې ۱۹۷۴ کال کې زېږېدلی و. نوموړی د یوسفزیو بابکرخیل ښاخ اړوند دی. نوموړی ۲۰۱۳ کال کې د حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.




















