BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ایران

    سېنټکام وايي هرمز تنګي کې پر بېړیو د برید ځواب کې یې پر ایران 'پراخ او ځواکمن' بریدونه کړي

    امریکا یو ځل بیا پر ایران "پراخ او پیاوړي" بریدونه کړي او ویلي یې دي چې دغه ګام په هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو د بریدونو په ځواب کې اخیستل شوی دی. د امریکا پوځ مرکزي‌ قومندانۍ (سېنټکام) وايي"د دغو زورورو بریدونو لړۍ" د دې لپاره پیل شوې‌ چې ایران ته په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو هدف ګرځول او پر هغو بریدونه "ګران" پرېوځي. امریکا پر دغو پوځي اقداماتو سربېره ایران ته د تېلو د پلور له بندیزه د لنډمهاله معافیت د لغوه کېدو اعلان هم کړی. تهران دواړه ګامونه د دوی او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې خلاف بللي.

  • سویس د پېنلتۍ شوټونو کې کولمبیا ته ماته ورکړه

    د فوټبال نړیوال جام: منځلوبې کله، چېرته او د چا ترمنځ دي؟

    د ۲۰۲۶م کال د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ مخکښو لوبډلو د پړاو په وروستۍ لوبه کې چې په وانکوور کې کېده، سویس د پېنلتۍ په شاټونو کې کولمبیا ته ماته ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومونده. دا سیالي ځکه د پېنلتۍ تر شوټونو ورسېده چې په اصلي او ورپسې اضافي وخت کې کوم ګول ونه شو.

  • کراچۍ

    له شارجه څخه د پاکستان کراچۍ ته روانه کارګو الوتکه بې‌درکه شوې

    پاکستان کې د کې‌ټو (K2) په نوم د یوه خصوصي کارګو هوايي شرکت یوه بوینګ ۷۳۷ الوتکه چې د متحدو عرب اماراتو له شارجې څخه د پاکستان کراچۍ ښار ته روانه وه، په لار کې بې‌درکه شوې ده. په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي چې په دې الوتکه کې د عملې پېنځه کسان سپاره وو.

  • هغه شېبه چې شاپور ځدراڼ د سکاټلنډ پر خلاف څلوریزه ووهله او افغانستان په پنځوس اوریزه نړیوال جام کې لومړنۍ بریا وګټله.

    شاپور ځدراڼ: "جدي کرېکټر، خندان او مهربان ملګری و"

    د افغانستان د کرېکټ د لومړنیو ورځو لوبغاړی شاپور ځدراڼ شاوخوا ۵ میاشتې هند کې د ناروغۍ پر بستر پروت و. پر دې دنګه ځواني د ژوند نهه درېشم پسرلی یې ونه لګېد او ده له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ۱۹۹۰ کلونو په وروستیو کې پېښور کې افغان کډوالو د کرېکټ ملي لوبډلې د جوړولو هڅې پیل کړې. شاپور ځدراڼ هم له افغان کرېکټ لوبډلې سره هغه وخت یو ځای شو.

  • فیلډ مارشال عاصم منیر

    د پاکستان پوځي مشرتابه ویلي، افغانستان کې به د 'استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات' په پرلپسې توګه ترسره کوي

    د پاکستان پوځي مشرتابه یو ځل بیا د پاکستان هغه ادعا تکرار کړې، چې وسله والې ډ‌لې په پاکستان کې د بریدونو لپاره د "افغانستان خاوره" کاروي. د پاکستاني پوځ رسنیزې ادارې ای اېس پي ار په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې تېره ورځ (دوشنبه جولای شپږمه) د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځي قوماندانانو (کورکمانډرانو) غونډه کې د پاکستان خاوره کې دننه د وسله والو ډلو بریدونه لپاره د "افغانستان خاورې کارولو دوام" له کبله ''جدي اندېښنه'' څرګنده شوه.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • چین کې توپان
  • شاپور ځدراڼ
  • trump
  • د عبدالاحد مومند جنازه کابل کې
  • اران
  • هدایت الله همیم
  • کندهار
  • pet
  • جنت خان
  • بودایان، تایلنډ
  • د علي خامنه‌اي جنازې مراسم

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • جمعه خان فاتح

    درواز ته د ځواکونو استول کېدل او د فاتح د پخلاینې پیغام: ایا بدخشان کې ترینګلتیا کمه شوې؟

    په بدخشان کې د طالبانو د یوه مشهور ځايي قوماندان جمعه خان فاتح د نارضایتۍ په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته، سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي چې د طالبانو حکومت د دغه ولایت درواز ته نوي امنیتي ځواکونه استولي دي. پخپله ښاغلي فاتح په یوه تازه غږیز پیغام کې چې د طالبانو حکومت ته نږدې "حریت" رسنۍ خپور کړی، دا رد کړې چې ګوندې له مشرتابه سره دې یې څه اختلاف راغلی وي.

  • کوشیرو تاناکا د احمدشاه مسعود تر څنګ ناست دی

    له هغه جاپاني سامورای سره مرکه چې د شوروي پر ضد جګړې لپاره افغانستان ته تللی و

    زه په جاپانۍ ژبه نه پوهېږم، ان په دې هم نه یم خبر چې په جاپانۍ ژبه کې 'سلام' ته څه وايي، نو کله مې چې له کوشیرو تاناکا سره د مرکې پرېکړه وکړه، دا زما لپاره یوه لویه ننګونه وه. ښاغلی تاناکا هغه جاپانی دی چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې، له شوروي ځواکونو سره د جګړې لپاره، افغانستان ته تللی و. د مصنوعي ځیرکتیا د یوه پروګرام په مرسته مې د مرکې د بلنې متن جاپانۍ ژبې ته وژباړه، بیا مې دا ژباړه د مصنوعي ځیرکتیا په یوه بل کاریال وارزوله او ور و مې لېږله.

  • کابل

    د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو

    د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن دوشنبه (چنګاښ ۱۵/د جولای ۶) سهار مهال کابل ته ورسېده او د جنازې لمونځ یې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو. په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال پاینده څرګند چې د هغه د جنازې مراسمو ته ورغلی، وايي چې د افغانستان د وفات شوي دغه یوازېني ستورمزلي مړی د کابل په مرنجان غونډۍ (نادر خان تپه) کې خاورو ته وسپارل شو. جنازه یې نن سهار د کابل هوايي ډګر ته ورسېده چې ګڼ خلک یې بدرګې ته ورغلي وو.

  • هر کس د یوازېتوب تجربې بېلې دي او تاسو باید ځان د هغه څه له امله ملامت نه کړئ چې احساس یې کوئ.

    رواني روغتیا: که د یوازېتوب احساس کوو نو څه باید وکړو؟

    که په ښوونځي، پوهنتون او یا په کورونو کې یئ نو خامخا کله وارې د یوازېتوب احساس درته پیدا کېږي یا کله وارې به مو د یوازېتوب حس کړی وي. ښایي ډېر وخت په ښوونځي، پوهنتون او یا کور کې یوې ملګرې یا ملګري ته اړتیا ولرئ. داسې هم کېږي چې د خپل کور پرېښودو ته اړ کېږئ او نوي‌ ځای کې ژوند له سره پیلوئ او هلته هم شاید د یوازېتوب حس وکړئ او یا دا به درته ګرانه وي چې ژر ځانته دوستان پیدا کړئ.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۸ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۷ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۸
      که روميان نه وای کچالو به هم نه و