د بلوچستان په زیارت سیمه کې پر پولیسو خونړی برید

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي-کوټه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د بلوچستان زیارت ضلعې (ولسوالۍ) په مانګي سیمه کې د نامعلومو وسله والو په یوه برید کې نهه پولیس وژل شوي دي.
د زیارت مرستیال کمشنر عبدالقدوس اڅکزی وايي، پېښه د مانګي بند په سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړي د پېښې تائید تر څنګ وویل، هغه پولیس چې برید پرې شوی، د مانګي بند درېیم فاز د ودانیزو چارو امنیت ساتنې لپاره ګومارل شوي وو.
مرستیال کمشنر زیاتوي په برید کې د دوو پولیس مرکزونو مشرانو (اېس ایچ او) په ګډون نهه پولیس وژل شوي او یو شمېر نور تري تم دي.
د دې پېښې پر ضد د پشین په خانوزی سیمه کې د احتجاج رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
مظاهره کوونکي وايي، ګڼ شمېر وسله وال سیمې ته ورغلي او د پولیس ځواک تر ۲۰ ډېر کسان یې تښتولي دي.
د رسنیو لپاره د بلوچستان اعلی وزیر مرستیال شاهد رند وايي، د یوه افسر (ډي اېس پي) غلام سرور په ګډون اته پولیس له سختو غرنیو لارو په خوندي توګه د کچ سیمې د پولیسو مرکز ته رسېدلي او رضوان نومی پولیس افسر هم خوندي راخوشی کړل شوی دی.
د نوموړي په خبره د وژل شویو پولیسو مړي د عدلي طب لپاره د زیارت سیمې ډي ایچ کیو روغتون ته استول شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
مانګي چېرې دی؟
مانګي سیمه د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې د شمال ختیځ لور ته نژدې ۸۵ کیلومتره لرې موقعیت لري، چې د زیارت او هرنايي سیمو تر منځ پرته ده.
بلوچستان حکومت په دې سیمه کې د مانګي ډیم په نامه د اوبو یوه بند ودانیزې چارې پرمخ بیايي، چې هدف یې په کوټه ښار کې د اوبو کمښت ستونزې حل کول ښوودل کېږي.
په دې سیمه کې له دې مخکې هم وسله والو کسانو بریدونه کړي دي.
د ۲۰۲۱ په اګست کې په دې سیمه کې د لیویز ملېشه ځواک یو ګاډی پر ماین ختلی و، چې د چاودنې له کبله یې درې کسان وژل شوي وو او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.





















