ایران: د خامنهاي د جنازې مراسم 'نړۍ ته د غچ پیغام' دی، له جنازې وروسته بیا خبرې پیلېږي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ایران د اسلامي شورا د مشرانو جرګې مشر او لوړپوړي مذاکرهچي محمد باقر قالیباف د پنجشنبې په ورځ د ایران د پخواني روحاني مشر ایتالله علي خامنهيي د وژل کېدو د غچ اخیستلو غوښتنه وکړه او خلکو ته یې بلنه ورکړه چې په تهران کې د هغه د جنازې په پراخو مراسمو کې ګډون وکړي چې د شنبې په ورځ پیلېږي.
قالیباف په خپل بیان کې وویل: "د ایران له ټولو خلکو غوښتنه کوم... چې د اسلامي ایران په تاریخ کې یوه ویاړلې پاڼه ولیکئ، د خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون له لارې." هغه زیاته کړه چې خامنهيي د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا-اسرائیل د برید په لومړۍ ورځ وژل شوی و. نوموړي دا هم وویل چې "د امت د غچ اخیستلو غږ باید د ټولې نړۍ تر غوږونو ورسېږي."
له بلې خوا، ټاکل شوې چې واشنګټن او تهران د غیر مستقیمو خبرو اترو نوې دوره د ایران د وژل شوي مشر علي خامنهيي له جنازې وروسته بیا پیل کړي، وروسته له دې چې په دوحه کې منځګړو د خبرو په ترڅ کې د مثبت پرمختګ خبر ورکړ.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري پر ایکس لیکلي: "قطري او پاکستاني منځګړو نن په دوحه کې له امریکايي او ایراني مذاکره کوونکو سره جلا جلا غونډې پای ته ورسولې، چې پکې د هغو موضوعاتو په اړه مثبت پرمختګ وشو چې د اسلاماباد په لاسلیک شوي تفاهملیک پورې اړوند دي."
هغه زیاته کړه: "پر دې هوکړه وشوه چې خبرې به په راتلونکي پړاو کې هم دوام وکړي او د راتلونکې غونډې نېټه به ژر تر ژره د ایران د پخواني روحاني مشر د جنازې له مراسمو وروسته وټاکل شي".
په دوحه کې د امریکا او ایران ترمنځ د غیر مستقیمې ناستې پای: په څه خبرې وشوې؟
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري وايي، په دوحه کې د ایران او امریکا د پلاویو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې پای ته رسېدلې دي.
د ایران دولتي خبري آژانس (ایرنا) د قطري ویاند له قوله راپور ورکړی چې: ''د خبرو دواړو خواوو د سلا مشورو د دوام او د پاتې موضوعاتو په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې پر دوام توافق کړی دی. دغه راز پرېکړه شوې چې د راتلونکې غونډې نېټه به په ممکن نږدې وخت کې وټاکل شي.''
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بهیر په هکله خوښي څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې خبرې له پرمختګ سره ملې دي. خو تهران ټینګار کړی و چې په دې ورځو کې د لیدنې او مذاکراتو کوم پلان نه لري.
د سې شنبې په ورځ بیا داسې راپورونه خپاره شول چې د دواړو هېوادونو استازو د قطري او پاکستاني منځګړو له لارې غیرمستقیمې خبرې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران اړوند موضوعات ''په ډېر ښه ډول مخته ځي'' او په قطر کې ترسره شوې وروستۍ ناستې هم بریالۍ وې.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ شمالي ډکوټا ته له سفر مخکې له خبریالانو سره په مرکه کې وویل چې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو او کمولو بهیر پر سمه لاره روان دی.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دواړو لورو ترمنځ ''ډېرې ښې ناستې'' شوې دي، خو زیاته یې کړه، ''و به ګورو چې وروسته څه پېښېږي.''
د امریکا ولسمشردغه راز وویل چې واشنګټن پر ایران فشار ساتلی، خو له دې سره سره د خبرو لړۍ دوام لري.
بل لور ته، ایران څو ځله ټینګار کړی چې د دغه هېواد اټومي پروګرام یوازې د سوله ییزو او ملکي موخو لپاره دی او اټومي وسلو ته د رسېدو نیت نه لري.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې قطر اعلان کړی، د ایران او امریکا د استازو ترمنځ په دوحه کې د منځګړو له لارې ترسره شوې خبرې پای ته رسېدلې او دواړو خواوو د سلا مشورو د دوام هوکړه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي هم د دوحې د خبرو په هکله وویل:
''پرېکړه وشوه چې د څارنې ډلې بېړنی ارتباطي کانال تر سبا پورې جوړ شي، او د تفاهم لیک احتمالي سرغړونې به په رسمي او مستند ډول ثبت او شریکې شي، چې پرې بحث، ارزونه او لازمې پرېکړې وشي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران او امریکا تر منځ د توافق په برخه کې یوه ځانګړي پرمختګ کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، د ایران او امریکا د تفاهم احتمالي سرغړونو د راپور ورکولو او څېړلو لپاره به یو ''بیړنی ارتباطي چېنل'' جوړ شي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي کاظم غریب ابادي په د قطر په دوحه کې د خبرو پر مهال وویل:
''پرېکړه وشوه چې د څارنې ډلې ېیړنی ارتباطي چېنل تر سبا پورې جوړ شي، چې د تفاهم لیک سرغړونې په رسمي او مستندو اسنادو سره راپور شي او د هغو په اړه بحث، ارزونه او پرېکړه وشي.''
د راپور له مخې، ښاغلي غریب ابادي ویلي چې له قطري چارواکو سره په غونډو کې د هغو شپږو میلیارده ډالرو د یوې برخې د لګښت اړوند ځینې موضوعات هم وڅېړل شول، او پرېکړه وشوه چې د ایران اړتیا وړ توکي د همدې پیسو پر بنسټ وپېرل شي او ایران ته وسپارل شي.
د امریکا او ایران د تفاهم لیک له مخې، ایران ته اجازه ورکړل شوې چې په قطر کې د خپلو کنګل شویو نفتو عوایدو له ۶ میلیارده ډالرو څخه د بشري مرستو، درملو، خوراکي توکو او نورو هغو اجناسو د پېرلو لپاره ګټه واخلي چې د بندیزونو له محدودیتونو بهر وي.
کاظم غریب ابادي دغه راز ویلي و چې د ایران پلاوي د دوحې د نن ورځې په غونډو کې لومړی د قطر له لومړي وزیر سره خبرې وکړې، وروسته د ایران، قطر او پاکستان پلاویو دوې جلا غونډې وکړې، خو د ایران او امریکا د استازو ترمنځ هېڅ مستقیمه غونډه نه ده شوې.





















