د پاکستان پوځي مشرتابه ویلي، افغانستان کې به د 'استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات' په پرلپسې توګه ترسره کوي

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty Images
د پاکستان پوځي مشرتابه یو ځل بیا د پاکستان هغه ادعا تکرار کړې، چې وسله والې ډلې په پاکستان کې د بریدونو لپاره د "افغانستان خاوره" کاروي.
د پاکستاني پوځ رسنیزې ادارې ای اېس پي ار په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې تېره ورځ (دوشنبه جولای شپږمه) د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځي قوماندانانو (کورکمانډرانو) غونډه کې د پاکستان خاوره کې دننه د وسله والو ډلو بریدونه لپاره د "افغانستان خاورې کارولو دوام" له کبله ''جدي اندېښنه'' څرګنده شوه.
د ای اېس پي ار په اعلامیه کې شوې ادعا له مخې لیکل شوي، چې ''په سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات د هند نیابتي ترهګرو ډلو لخوا د افغان طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې د کارولو مخنیوي پورې اړه لري، چې د افغان طالبانو رژیم یې مستقیم مسوول دی.''
په اعلامیه کې یادونه شوې، چې پاکستان ''څرګند حق لري، چې له ترهګرۍ خپل خلک وساتي او پاکستان وسله وال ځواکونه به د ''غضبللحق'' عملیاتو په چوکاټ کې د افغانستان د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه د راولاړېدونکي ترهګرۍ پر ضد استخباراتي بنسټیز عملیات په پرلپسې توګه ترسره کوي.''
پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو په تېر کې هم ورته ادعاوې تکرار کړې او په پاکستان کې له ځینو بریدونو وروسته وايي، چې "دا د هند په مرسته افغانستان کې تنظیم شوي دي."
د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عطاالله تارړ په تېرو نژدې شپږو میاشتو کې څو ځلې په پاکستان کې د بریدونو مسول افغانستان ګڼلی دی.
نوموړي په افغانستان کې د جون وروستیو کې د پاکستان له بریدونو وروسته د دوشنبې پر ورځ ( جون ۲۹مه ) یو ځل بیا وویل چې کراچۍ کې د شوي برید په غچ کې، په افغانستان کې ځینې هدفونه په نښه شوي دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان ادعاوې بې بنسټه بللې دي او په ټینګار سره یې ویلي چې "د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد" نه کارول کېږي.
د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې "د پاکستاني طالبانو فعالیتونه" هم رد کړي دي.
د طالبانو حکومت ویلي، اسلام اباد باید په خپل هېواد کې د ناامنیو په کرارولو کې د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان وا نه چوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
وروستی ځل د پاکستان حکومت د جون پر ۲۸مه په یوه اعلامیه کې وویل، چې د دوی ځواکونو د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ پر شپه لومړی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ډیورنډ کرښې ته نږدې د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې "ښه پلان شوي ځمکني عملیات" او ورپسې کرښې ته څېرمه سیمو کې د جماعت الاحرار او پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) د اړوندو "ترهګرو پر پټنځایونو او خوندي مرکزونو" هدفمند هوايي بریدونه کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وفاقي وزیر عطا تارړ په خپله اېکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په دغو عملیاتو او بریدونو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې په دغو بریدونو کې ملکي خلک په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې "لسګونه ملکیانو" ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه پر خپله اېکس پاڼه د څو ټپي ماشومانو د عکسونو د خپرولو ترڅنګ لیکلي وو: "موږ دغه بزدلانه عمل او تجاوز غندو او یو جنایت او وحشت یې بولو."

د عکس سرچینه، Getty Images
مخکې د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې په پکتیا، پکتیا او کونړ کې یې "د پاکستاني طالبانو تحریک او جماعت الاحرار د اړوندو وسلهوالو پر پټنځایونه بریدونه کړي او ۲۵ وسله وال یې وژلي دي".
د پاکستان پوځي مشرانو وروستۍ څرګندونې د بلوچستان په زیارت سیمه کې د نامعلومو وسله والو له هغه برید یوه ورځ مخکې مخې ته راځي، چې د د زیارت مرستیال کمشنر عبدالقدوس اڅکزي په وینا د دوو پولیس مرکزونو مشرانو (اېس ایچ او) په ګډون نهه پولیس پکې وژل شوي او یو شمېر نور تري تم دي.
نوموړي د پېښې تائید تر څنګ وویل، هغه پولیس چې برید پرې شوی، د مانګي بند درېیم فاز د ودانیزو چارو امنیت ساتنې لپاره ګومارل شوي وو.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په خپل رپوټ کې وايي، د دې پېښې پر ضد د پشین په خانوزی سیمه کې د احتجاج رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د یادونې ده چې د پاکستان هوايي ځواکونو د جون میاشتې د نهمې او لسمې ترمنځ پر شپه هم د خوست په سپېره، د پکتیکا په برمل او کونړ په شلتن ولسوالیو کې هوايي بریدونه کړي وو.
د طالبانو حکومت په هغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۳ ملکي کسانو د وژل کېدو او څوارلسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم وویل چې په دغو بریدونو کې یې د ۱۳ ملکي کسانو مړینه مستنده کړې ده.
تر هغو بریدونو شاوخوا یوه نیمه اوونۍ وروسته (د جون ۱۹مه) په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت اعلان وکړ، چې هوايي ځواکونو یې د بلوچستان د قلعه عبدالله په ګلستان او شکراب او د خیبر پښتونخوا د خیبر په قمبرخېلو کې د "داعش" پر اړوندو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.


















