BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
پر پکتیا، پکتیکا او کونړ د پاکستان هوايي بریدونه: د طالبانو حکومت وايي لسګونو ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې
تر ټولو د ډېرې مرکژوبلې راپور د پکتیا د څمکنیو له مندیخېلو ورکړی شوی دی. د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو بيبيسي ته ویلي، چې دغلته شاوخوا ۱۰۰ کسان "شهیدان او زخمیان دي."
د ماه رنګ بلوڅ خور: هغه کسان هم نیول کېږي چې ملاتړ ته راځي یا اوبه راکوي
د بلوڅ یووالي کمېټې د مشرې ماه رنګ بلوڅ خور نادیه بلوڅ یکشنبه (جون ۲۸مه) د جبري بېدرکه شویو کسانو موندلو لپاره په کوټه کې جوړ شوي احتجاجي کمپ کې په یوه خبري کنفرانس کې برخه واخیسته. له هغې سره ځینې وکیلان، د بشري حقونو فعالان او د څو سیاسي ګوندونو ځايي مشران هم مله وو. دا خبري کنفرانس داسې حال کې ترسره کېده چې د کمپ شاوخوا د پولیسو ګڼ شمېر ځواکونه ځای پر ځای او د زندان یو موټر هم وروستل شوی و.
اکسیوس: ایران او امریکا د بریدونو پر درېدو او دوحه کې پر مذاکراتو هوکړه کړې
امریکايۍ خبري ویبپاڼې اکسیوس وايي، تهران او واشنګټن هوکړه کړې چې فارس خلیج کې پر یو بل د تازه بریدونو لړۍ ودروي او په څو راتلونکو ورځو کې دوحه کې مستقیمې خبرې اترې پیل کړي. د اکسیوس خبریال بارک راوید لیکلي: "یو جګپوړی امریکایی چارواکی وايي، متحدو ایالتونو او ایران هوکړه کړې چې د یو بل خلاف بریدونه ودروي."
د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې لپاره د دې هېواد ځینو پاسپورټونو کې د ټرمپ انځور چاپ شوی
د ولسمشر ټرمپ ادارې د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځنې لپاره د دې هېواد پاسپورټ یوه نوې ځانګړې بڼه معرفي کړې، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عکس پکې دی خو دا ډول پاسپورټونه کم چاپ شوي. ټرمپ د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د پاسپورټ د نوې ډیزاین شوې پاڼې انځور خپور کړ. په دې پاڼه کې د هغه انځور ښکاري، چې خپل لاسونه یې موټی کړي او د "ریزالیوټ (امریکا ته د برېتانیا د یوې پخوانۍ ملکې لخوا ورکړل شوې ډالۍ" پر مېز یې لګولي دي، د شالید په برخه کې د امریکا د خپلواکۍ اعلامیه ښکاري، چې لاسلیک یې ترې لاندې چاپ شوی دی.
ښه خوب په زدکړو کې څنګه مرسته کولای شي؟
د شپې د ښه خوب پرتله به بل هېڅ څه تاسو ته غوره نه وي که نه؟ ځینې به ښايي وايي، چې شین چای، فلم لیدل، دوستانو سره وخت تېرول یا پر مبایل انلاین پاتې کیدل یا ځینې نور به وایي په دې ګرمۍ کې ایسکریم خوړل د خوب پرتله غوره دي. ښه نو شاید ځینو ته غوره وي خو شین چای، فلم لیدل یا ایسکریم خوړل خو په زدکړو کې له تاسو سره مرسته نه شي کولای. نو څه دي چې زموږ ذهن ښه کوي او په مرسته یې ښې زدکړې کولای شو؟
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
کراچۍ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز د وسله والو برید: عیني شاهدانو څه ولیدل؟
پاکستاني پوځ تایید کړې چې په کراچۍ ښار کې د ملېشه ځواک رېنجرز کمپ برید کې درې سرتېري وژل شوي او په ځوابي عملیاتو کې درې بریدګر هم له منځه وړل شوي دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په وینا، د عملیاتو پر مهال یو بریدګر په ټپي حالت کې نیول شوی دی، چې د دوی د ادعا له مخې یو "افغان وګړی" دی. د یادونې ده چې د شنبې په شپه د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې د رېنجرز ځواک د مرکز ترڅنګ د چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي وو او وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه.
ملګري ملتونه: د امریکا کډوالو توقیفخونو کې دې د مړینو خپلواکه څېړنه وشي
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وولکر تورک امریکا کې د کډوالو د نیولو پر شته سیستم او د دغه هېواد د د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو د پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف خونو کې د مړینو په اړه د خپلواکې او شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.
په خواله رسنیو کې د ښځو ځورول، ګواښل او ټولنیز ناسم حساسیتونه
د چېېن په نوم د جنسيتي عدالت یوه نړیواله اداره وایي، د خواله رسنیو کمپنۍ او پولیس تر ډېره د خواله رسنیو له لارې د ښځو د ځورولو قضیې په سمه توګه نه شي مدیریت کولای. دغې ادارې په دې تړاو څېړنه کړې او یو راپور یې هم خپور کړی دی. د دغې نړیوالې ادارې په خبره کله چې په انټرنټ او خواله رسنیو کې یوه مېرمنه ځورول کېږي نو د پولیسو یا د خواله رسنیو د کمپنیو پام دېته وي چې ایا د ښځې خپور شوی عکس یا ویډیو ډېره لوڅه ده یا نه، یعنې قضیې ته د پاملرنې شدت دې پورې اړه لري چې عکس ساده دی یا ډېر بربنډ!
لیبیا کې یو شمېر زنداني افغانان خوشي شوي، دوی په شمالي افریقا کې څه کول؟
د مصر پلازمېنه قاهره کې د افغانستان سفارت چې اوس یې چارې د طالبانو حکومت استازي سمبالوي یوې ویناپاڼه کې ویلي "د سفارت په هلو ځلو او اړوندو ښکېلو ادارو په همغږۍ او همکارۍ له لیبیا پنځه تنه افغان بنديان هېواد ته ولېږدول شول." دغه ویناپاڼه کې نه ده روښانه شوې چې لیبیا کې دغه افغانان پر کوم تور زنداني وو. د شمالي افریقا دغه هېواد اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ یوه لاره ده چې ډېر لارویان یې د افریقايي هېوادونو وګړي وي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۹ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۸ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۸ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۸ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































