تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اوکرایین کړکېچ: ماریوپول کې جګړې د خلکو د ژغورلو مخه نیولې

د اوکرایین ماریو پول ښاروالي بي بي سي ته وویل، د ښار په لارو کوڅ کې د روانو نښتو له کبله د دې ښار په یوه بمبار شوې تیاتر ودانۍ کې د ایسارو کسانو راایستلو چاره له خنډونو سره مخامخ ده. ښاروال وادیم بویچینکو وايي، اوکراییني ځواکونه ټول وس – توان کاروي چې د اوکرایین دې سویلي ساحلي ښار کې د ګڼ شمېر روسي پوځیانو مخه ونیسي. بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي له روسي غوښتي چې ''له ځنډ پرته'' د مذاکراتو مېز ته راشي.

ژوندی پوښښ

ګوربت ننګيال

  1. وروستی, اوکرایین وايي، روسي ځواکونو ماریو پول کې پر جومات برید کړی

    د اوکرایین بهرنیو چارو وزارت وايي، روسي ځواکونو په سویلي ساحلي ښار کې پر یوه جومات برید کړی دی، چې د ماشومانو په ګډون اتیا کسانو پکې پناه اخیستې.

    چارواکي وايي، په دې کسانو کې هلته مېشت ترکان هم شامل دي.

    اوکراییني چارواکو روسیه تورنه کړې، چې له دې ښاره یې د ملکي خلکو وتلو مخه نیولې ده، خو روسیه بیا پر اوکراییني چارواکو له دې ښاره د ملکي کسانو ایستلو کې د پاتې راتلو تورونه پورې کوي.

    د اوکرایین بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي ''اشغالګرو ځواکونو ماریو پول کې پر سلطان سلیمان جامع جومات برید کړی دی.''

    په ټویټر پیغام کې د مرګژوبلې په هکله څه نه دي ویل شوي. مسکو د ملکي کسانو پر مېشت ځایونو بریدونه کول رد کړي دي.

  2. کیېف ته پر نژدې هوايي ډګر توغندیز برید شوی

    د اوکرایین پلازمېنې ته نژدې پر یوې هوايي ډګر د روسي ځواکونو توغندي لګېدلي دی.

    د واسېلکېف سیمې ښاروال وايي، د توغندیز برید له کبله د هوايي ډګر ځغاستلیکه ویجاړه شوې، د نفتو یوه زېرمه له منځه تللې او د وسلو په یوه زېرمتون کې چاودنې شوې دي.

    پر خواله رسنیو خپروو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې له هوايي ډګره لوخړې پورته کېږي.

    د دې تر څنګ د اوکرایین په شمال کې له محاصره شوي ښار چیرینيهېفه هم د سختو توغندیزو او راکټي بریدونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

    په دې ښار کې د اوبو رسولو شبکه غیر فعاله ده او په ځینو برخو کې یې برېښنا هم نه شته.

    پر سویلي ساحلي ښار مېکولایېف هم ورته بریدونه شوي چې د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې خیرسون او دریېم لوی ښار اوډیسه تر منځ پروت دی.

    په دې ښار کې د سرطان درملنې یو روغتون په نښه شوی، خو په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې ډېر زیان نه دی ورته رسېدلی.

  3. روسي ځواکونه پلازمېنې کیېف ته نژدې شوي

    د بي بي سي خبریاله لیزدوسیت په خپل رپوټ کې د بریتانیا دفاع وزارت رپوټونو په حواله وايي، داسې باور کېږي، چې روسي ځواکونه اوس اوکرایین پلازمېنې کیېف له مرکزي برخې ایله ۱۵ مایله لېرې دي.

    په ورته مهال د اوکرایین په شمال ختیځ او شمال لوېدیځ کې بیا پر روسي پوځ د اوکرایینيانو لخوا د بریدونو رپوټونه ورکړل شوي دي. ویل کېږي چې اوکرایینیان د لوېدیځوالو له لوري ورکړل شویو ټانک ضد وسلو پر مټ پر روسي ځواکونو ګوزارنه کوي.

    داسې هم ویل کېږي، چې په دې لړ کې اوکراییني لوري ته ځايي خلک استخباراتي معلومات ورکوي او په ورته مهال روسي ځواکونه له پرمختګ سره سره د لوژستیک او تېلو کمښت برخه کې هم له ستونزو سره مخامخ دي.

    له کیېف نه د ۱۵ میله لېرې پرتو روسي ځواکونو تر څنګ د ځینې ډلګیو په هکله داسې هم ویل کېږي‌ چې ان تر دې هم ښار ته نژدې دي.

  4. اوکرایین جګړه؛ وروستي معلومات څه دي؟

    که همدا اوس له موږ سره یو ځای شوي یاست، په ژوندۍ بڼه دې خپرېدونکې پاڼې ته ښه راغلاست. نن سهار مو د اوکرایین پلازمېنې کیېف په ګډون یو شمېر ښارونو کې د هوايي بریدونو خبرداري سایرنونو غږېدو رپوټونه درلودل. دلته ځینې نور وروستي معلومات درسره شریکوو.

    • اوکرایین چارواکو یو ځل بیا پر روسیې تور پورې کړی، چې له سویلي ساحلي ښار ماریو پوله د ملکي خلکو ایستلو مخه نیسي. په دې محاصره شوي ښار کې وضعیت ځکه مخ پر خرابیدو دی، چې په سخته یخنۍ کې برېښنا نه لري او د خوړو او اوبو زېرمې په ختمېدو دي.
    • په شمال ختیځ سومې ښار کې بیا یوه ځايی چارواکي ویلي، د ملکي خلکو ایستلو لپاره د نورو لارو پر پرانیستل کېدو هوکړه شوې ده.
    • اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي په خپله وروستۍ ویډیويي وینا کې له روسي مېندو په یوه هیجاني وینا کې غوښتي چې جګړې ته د خپلو اولادونو استول کېدو مخه ونیسي.
    • د امریکا ولسمشر جو بایډن خپله هغه خبره یو ځل بیا تکرار کړه، چې په وینا یې هېواد به یې د اوکرایین جګړې کې مخامخ ښکېل نه شي، خو زیاتوي امریکا به د هغو روسي شتمنو (اولیګارش) لیست نور هم زیات کړي، چې بندیزونه پرې لګوي.
    • روسیې بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې بې ثبوته ادعا کړې چې امریکا په اوکرایین کې د بیالوژیکي وسلو چمتوالي کې ښکېله ده.
    • اوکرایین چارواکي بیا ادعا کوي، بېلاروس هم ښايي په څو راتلونکو ساعتونو کې د روسیې له یرغل سره یو ځای شي.
  5. ناټو سازمان ناروې ته پوځیان استوي

    په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې یرغل ۱۷ مه ورځ روانه ده، ناټو سازمان ویلي، د دوشنبې پر ورځ (مارچ ۱۴ مه) ناروې ته ځواکونه استوي. د ۲۷ هېوادونو ۳۰ زره پوځیان به له ۲۰۰ الوتکو او ۵۰ کښتیو سره د ۲۰۲۲ ساړه غبرګون په نامه دې تمریناتو کې برخه واخلي.

    دا په روان کال کې د ناټو تر ټولو ستر پوځي تمرینات بلل کېږي. د لویدیځوالو دا تمرینات د ناروې په ژمني چاپېریال کې پر ځمکه، هوا او سمندر کې د ناټو پوځیانو لپاره د جګړیز تمرین یو ښه فرصت بلل کېږي.

    که څه هم دا تمرینات له مخکې پلان شوي وو، خو په داسې حال کې د روسیې له پولې ایله څو سوه کیلومتره لېرې کېږي، چې روسیې پر اوکرایین یرغل کړی او له همدې کبله زیات پاموړ بلل کېږي.

    د ناروې دفاع وزیر اووډ راجر انیوکسن وايي: ''دا تمرینات د ناروې او متحدینو لپاره یې خورا مهم دي. موږ به د ناروې او متحدینو د پوځي یو ځای کېدو تمرین وکړو.''

    تمه کېږي چې دا تمرینات به د اپریل میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته ورسېږي.

  6. په اوکرایین کې د هوايي بمبارۍ سایرنونه وغږول شول

    د بي بي سي اوکرایین څانګې رپوټ ښيي چې له ځايي وخت سره سم ګهیځ نژدې شپږ بجې د هېواد ځینې سیمو په ښارونو کې د هوايي بریدونو خبرداري سایرنونه وغږول شول.

    رپوټ کې ویل شوي، د پلازمېنې کیېف تر څنګ دغه ډول سایرنونه په سویلي اوډیسه، او د شمال په سومې، په شمالي خارکیېف او سویل ختیځ دنیپرو ښارونو کې غږول شوي دي.

  7. بايډن: امريکا اوکرايين ته سرتېري نه استوي

    د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکا نه غواړي اوکرایین ته سرتېري واستوي.

    ولسمشر بايډن پر ټویټر پاڼه لیکلي، "زه غواړم روښانه کړم، موږ به په بشپړ ځواک سره د متحدې او غښتلي ناټو د خاورې له هر انچه دفاع وکړو، خو موږ به په اوکرایین کې د روسیې پر ضد جګړه ونه کړو. د ناټو او روسیې تر منځ مستقیمه جګړه درېیمه نړیواله جګړه ده. "

    ښاغلي بایډن په وار وار ویلي چې له روسیې سره د مستقیمې جګړې لپاره امریکايي پوځیان نه استوي.

    د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د اوکرایین د ستراتیژیکو اړیکو مرکز خبرداری ورکړی چې بېلاروس ښايي په راتلونکو ساعتونو کې د روسیې له پوځي یرغل سره یوځای شي.

  8. خارکيف د اوکرايين دوهم لوی ښار، او د دغه هېواد ختيځ کې د روسيې له پولې سره نژدې دی، چې هره شپه د روسيې شپنيو هوايي بريدونو سره مخامخ وي. دې ښار کې لسګونه ملکيان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل دي. د ښار ډېر استوګن تښتېدلي دي. د بي بي سي کوېنټن سمروېل د اوکرايين له پوځ سره ملګری شوی، چې د روسي پرمختګ پروړاندې جنګېږي. ده ډېر کلونه سوريه کې د جګړې په اړه هم راپورونه ورکړي، او هلته یې د روسيې ټکټيکونو کيسې کړې دي. له خارکيفه د ده دې ځانګړي راپور کې د جګړې له لومړۍ کرښې بوږنوونکي انځورونه دي، چې ښايي ځينو ته خواشينوونکي وي.

  9. په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي په اوکرايین کې د بیولوژیکي وسلو د نشتووالي په اړه د دغه سازمان د راپور په اړه پوښتنې کړې دي.

    ویسلي نیبنزیا ويلی، پوځي تاسیسات "پټ ځایونه دي او هغه څوک چې هلته کار کوي" د ملګرو ملتونو پلټونکو ته راپور نه ورکوي.

    د روسیې له ادعا وروسته چې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې اوکرایین ته داخلې شوې، د ملګرو ملتونو د بې وسلې کولو په چارو کې عالي استازي ايزومي نانکاميتسو راپور خور کړ.

    په دغه راپور کې راغلي چې روسيې د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره کافي شواهد نه دي وړاندې کړي او نه يې هم هم د دې ادعا د ثابتولو لپاره کوم شواهد موندلي دي.

  10. اوکرایین: داسې احتمال دی چېد بېلاروس ځواکونه نن شپه پر دغه هېواد برید وکړي

    د اوکرایین د ستراتیژیکو اړیکو مرکز خبرداری ورکړی چې بېلاروس ښايي په راتلونکو ساعتونو کې د روسیې له پوځي یرغل سره یوځای شي.

    دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په مسکو کې له خپل بېلاروسيسیال الکساندر لوکاشینکو سره وکتل.

    اوکراییني سرچینې وايي، شونې ده چې د بېلاروس ځواکونه د جمعې په شپه اوکرایین ته ننوځي.

    د اوکرایین د چارواکو په وینا، احتمال لري چې روسي ځواکونه له اوکرایین پر بېلاروس ډزې وکړي ترڅو د برید لپاره دليل په لاس ورشي.

    د ځینو راپورونو له مخې روسي ځواکونو د اوکرایین په خاوره کې د بېلاروس په سویل کې پر یوه کلي بمبار کړی دی. بي بي سي د دغو راپورونو د کره والي پخلی نه شي کولی.

  11. امریکا وايي روسیه ښايي د کیمیاوي یا بیولوژیکي وسلو د کارولو پلان ولري

    په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرین فیلډ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته يلي چې روسیه د کیمیاوي وسلو د کارولو مستند تاریخ لري.

    توماس ګرینفیلډ وايي، امریکا "جدي اندېښنې لري چې روسیه ښايي د اوکرایین د خلکو پر ضد د کیمیاوي یا بیولوژیکي وسلو د کارولو پلان ولري".

    نوموړې دا هم وویل چې روسیه کولی شي کیمیاوي یا بیولوژیکي اجنټان "د وژنو لپاره ، یا د تاکتیکي نظامي عملیاتو ملاتړ لپاره" وکاروي.

  12. روسيه پر انسټګرام بنديز لګوي

    د روسیې د رسنیو د څار اداره وايي، انسټګرام به په دغه هېواد کې بند شي.

    دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د فېسبوک او انسټګرام مالکې کمپنۍ مېټا وویل، په ځینو هېوادونو کې یې په موقتي توګه د تاوتریخوالی په اړه د بندیز مقررات لېرې کړي ترڅو کاروونکو ته اجازه ورکړي چې د ولادمیر پوتین او روسی ځواکونو په وړاندې تبصره وکړي.

    مګر مېټا دا هم وویل چې هغه به د روسی اتباعو پروړاندې تاوتریخوالی ته اجازه ورنکړي.

    روسیې په ځواب کې پر امریکا غږ کړی چې د ټولنیزو رسنیو د لوی شرکت "افراطي فعالیتونه" ودروي.

  13. د روسیې لویې څارنوالۍ دې هېواد کې د مېټا د بندولو غوښتنه وکړه

    مېټا د فېسبوک ، واټس اپ او انسټاګرام مالک شرکت دی.

    دا غوښتنه ځکه شوې چې فېسبوک خپل اصول بدل کړي او کاروونکو ته یې اجازه ورکړې چې په اوکرایین د روسیې د یرغل په غبرګون کې سخته او له تاوترخوالي ډکه ژبه وکاروي.

    د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، مېټا باید د یوه افراطي سازمان په توګه وپېژندلی شي. که چېرې د روسیې څارنوال غوښتنه ومنلی شي انسټګرام به په روسیه کې بند شي.

    تېره اوونۍ روسیې د فېسبوک په کارولو بندیز ولګاوه په متحده ایالاتو کې د روسیې سفارت ویلي چې د مېټا پرېکړه د روسانو په وړاندې د "ناعادلانه کرکې" په معنی ده.

    دې شرکت په ځینو هېوادونو کې د خپلو اصولو تعدیل منلي دي خو وايي، اجازه به ورنکړي چې د روسانو په وړاندې "احتمالي ګواښونه" خپاره شي.

  14. بريتانيا له پخوانيو پوځيانو غوښتي چې د اوکرايین په جګړه کې برخه وانخلي

    د بریتانيا د دفاع وزارت د پخوانیو او متقاعدوپوځيانو د چارو مرستیال لیو دوچرټي پر پخوانیو بریتانوي پوځیانو غږ وکړ چې د اوکرایین په جګړه کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

    ښاغلي دوچرټي پوځي خیریه موسسو څخه د یوه لیک په ترڅ کې غوښتي چې له اوکراینیانو سره خپلې مرستې د خیریه بنسټونو له لارې وکړي.

    په لیک کې ویل شوي، "پخواني سرتېري تل د اړتیا په وخت کې اقدام کوي، خو دوی باید خپل مهارتونه، تجربه او لیوالتیا له اوکرایینه د ملاتړ په قانوني لارو ولګوي او په شخړو کې ښکېل نه شي."

    هغه وویل، "ډېری لارې شته لري چې موږ ټول کولی شو د اوکرایین د خلکو ملاتړ وکړو، په شمول د خیریه موسسو سره مرسته کول."

    په اوکرایین کې د جګړې له پیل راهیسې، دې هېواد ته د بریتانیا په ګډون د یوشمېر هېوادونو پخوانیو پوځیانو او پرسونل سفرونو رپوټونه خپاره شوي دي.

    د ښاغلي دوچرټي په وینا، د بریتانیا حکومت به د هغو رضاکارانو ملاتړ ونه کړي چې د اوکرایین جګړې ته ځي او ځانونه د مرګ له حتمي ګواښ سره مخامخ کوي.

  15. پوتین: د اوکرایین او روسیې په خبرو کې 'مثبت' پرمختګونه شوي

    د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، د روسیې او اوکرایین د چارواکو ترمنځ په روانو خبرو کې "مثبت" پرمختګونه شوي دي.

    نوموړي په ​​مسکو کې د بېلاروس مشر او د روسیې مهم متحد الکساندر لوکاشینکو ته وویل، "هلته یو څه مثبت پرمختګونه شوي، او دی د روسیې د مذاکره کوونکو له خوا خبر شوی دی."

    تر دې دمه د اوکرایین-بېاروس پر پوله د دواړو خواوو د مذاکره کوونکو ټیمونو ترمنځ درې دورې خبرې شوې دي او د اوکرایین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې سره وکتل.

    خو تر اوسه پورې له دغو خبرو اترو کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي.

    ښاغلي پوتین دا هم وویل چې د روسیې پر ضد بندیزونه پر دغه هېواد مثبت اغېز لرلی شي.

    هغه وویل، "اوس یو ښه وخت او فرصت دی چې د اقتصادي او تخنیکي حکومتدارۍ د پیاوړتیا په لور حرکت وکړو."

  16. د اوکرایین جګړه: فېسبوک د لنډ مهال لپاره اجازه ورکوي چې د پوتین او روسي سرتېرو په وړاندې له تاوتريخوالي ډکې لیکنې خپرې شي

    مېټا وايي پر د فېسبوک او انسټګرام هغه بندیزونه چې له تاوتریخوالي ډکې ویناوې منع کويځینو هېوادونو کې د لنډ مهال لپاره یې لېرې کوي.دوی وايي، له دې چارې سره به کاروونکي وکولی شي د ولادمیر پوتین او روسی ځواکونو په اړه له تاوتریخوالي ډکې لیکنې وکړي.

    دا شرکت وايي، له تاوتریخوالي ډکې څرګندونې لکه "مرګ پر روسي یرغلګرو" چې معمولا د دې شرکت د اصولو خلاف دي د لنډ مهال لپاره د خپرېدو اجازه ورکوي.

    د دې ترڅنګ میټا شرکت دا هم ویلي چې د روسي ولس په وړاندې له تاوتریخوالي ډکو څرګندونو ته به اجازه ورنه کړي.

    په ځواب کې، روسیې په متحده ایالاتو غږ وکړ چې د دې ټولنیزو رسنیو "افراطي فعالیتونه" ودروي.

    د میټا دا اعلان وروسته له هغه خپور شو چې رویټرز د یاد شرکت خپل منځي ایمیلونو په بنست خپل راپور کې د مطالبو په تړاو د فېسبوک او انسټګرام د سیاست بدلېدو په اړه خبر ورکړ.

    د مېټا یوه ویاند بي بي سي ته وویل: "اوکرایین کې د یرغل دوام ته په کتو سره موږ په لنډمهاله او استثنايي توګه له جګړې اغېزمن شويو کسانو ته اجازه ورکړه چې له تاوتریخوالي ډک خپل احساسات د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې څرګند کړي ."د دې بدلون له مخې، د روسیې، اوکرایین او پولنډ په څېر هېوادونو کې کاروونکي کولی شي د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د مرګ غوښتنه وکړي.

    د شرکت د داخلي ایمیلونو له مخې، د دغو مشرانو د مړینې غوښتنه به د خپرېدو اجازه ولري خو پرته له دې چې له تاوتریخوالي ډک اعمال په کې وي یا د کوم ځای او موقعیت یادونه په کې شوې وي.د راپورونو له مخې د روسیې پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکې ویناوې به یوازې هغه مهال اجازه ولري چې په اوکرایين برید ته په کې ځانګړې اشاره شوې وي.

  17. وون دیرلن پر روسي انرژۍ د تکیې ختمولو پلان وړاندې کړ

    برسلز کې د بي بي سي خبریاله جسیکا پارکر وايي، د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا وون دیرلن د فرانسې ویرسای په غونډه کې تر ۲۰۲۷ کال پورې پر روسي سونتوکو د اروپا تکیې ختمولو پلان وړاندې کړی.

    دا د پنجشنبې ورځې په غونډه کې د وړاندیز شوي تاریخ چې وايي، اروپا 'باید تر ۲۰۳۰ کال پورې پر روسي سونتوکو تکیه ختمه کړې' نژدې نېټه ده چې ټاکل کېږي.

    اغلې وون دیرلن په یوه ټویټر پیغام کې د هغه پلان تصویري جزیات وړاندې کړي، چې دې تېره شپه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړي دي او د ۲۰۲۷ کال ضرب الاجل هم پکې شامل دی.

    تمه کېږي چې نن ناوخته به د 'ویرسای قرارداد' په نامه پرېکړه لیک هم خپور شي، چې د انرژۍ، اقتصاد او دفاع په هکله مسایل به هم پکې شامل وي.

    اروپايي ټولنې مشرانو تېره شپه له ټولنې سره د اوکرایین غړیتوب هیلې په ګډون یوه ځانګړې اعلامیه کې له دې هېواد سره ملاتړ هم اعلان کړ.

  18. د اوکراییني کډوالو شمېر دوه نیم میلیون کسانو ته رسېدلی دی

    په اوکرایین کې د جګړې له دوام سره سره په دغه هېواد کې د کډوالۍ ستونزه هم پراخېږي، او تازه د ملګرو ملتونو کډوالو چارو ادارې کمشنر فیلیپو ګرانډې ویلي، د اوکراییني کډوالو شمېر دوه نیم میلیونو کسانو ته رسېدلی دی. نوموړی وايي، دې کې ۱۱۶۰۰۰ کسان داسې دي، چې د یوه درېیم هېواد اوسېدونکي دي. د نوموړي په وینا نژدې دوه میلیونه کسان په اوکرایین کې دننه له خپل کور – کلي تېښتې ته اړ شوي دي.

  19. پوتین د هغو رضاکارو هرکلی کړی، چې غواړي اوکرایین کې جګړه وکړي

    اورېدل کېږي چې ولادیمر پوتین اوس غواړي اوکرایین کې د جګړې لپاره د رضاکارو وسله والو ډلې واستوي.

    پوتین چې د روسیې امنیت شورا غونډه کې خبرې کولې وویل، هغو رضاکارو ته به اجازه ورکړل شي، چې غواړي په اوکرایین کې د روسیې پلوي ملېشو تر څنګ جګړه وکړي.

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګیو له قوله ویل شوي، چې منځني ختیځ کې داسې ۱۶۰۰۰ رضاکار دي چې د روسي پلوه ځواکونو تر څنګ جګړې ته چمتو دي.

  20. د بمبارۍ له کبله د چیرنیهېف اوبو رسولو شبکه ویجاړه شوې

    د اوکرایین شمالي ښار چیرنیهېف چارواکي وايي، د هغو هوايي بمباریو له کبله چې شپې مهال پر ښار شوې، د اوبو رسولو شبکه ویجاړه شوې. ښار ته د اوبو رسولو شرکت چیرنیهېف کانال نن ګهیځ په یوه فېسبوک پیغام کې ویلي، دوی د شبکې پر ترمیم بوخت دي.

    پیغام کې ویل شوي: ''د شپې مهال هوايي بریدونو له کبله د اوبو رسولو شبکه ګډوډه شوې او د اوبو بهیدو مخنیوي لپاره شبکه تړل شوې ده.''

    په پیغام کې زیاته شوې: ''موږ دا شبکه فعالوو، چې یو اوږد بهیر دی، څلور، پنځه ساعتونه (وخت) به ونیسي.''