که په اوکرایین کې د جګړې پر ۲۳ مه ورځ همدا اوس له موږ
سره د بي بي سي پر پښتو پاڼه یو ځای شوي یاست، دلته دوروستیو پېښو ته یوه لنډه
کتنه وړاندې کېږي.
نن ګهیځ وختي د لفیېف
ښار هوايي ډګر ته نژدې یو ترمیم ځای په نښه شوی دی. په دې پېښې کې د. تلفاتو رپوټ نه دی ورکړل شوی. لفیېف د اوکرایین او
پولنډ تر منځ له پولې ۷۰ کیلومتره لېرې، خو د اوکرایین په ختیځ او سویل کې د جګړې
له مرکزي لومړیو کرښو په ښه لېرې واټن کې پروت ښار دی.
د بریتانیا او امریکا دفاعي چارواکي وايي، روسي
ځواکونو په دا وروستیو کې هېڅ نوې سیمه نه ده نیولې او ښايي له مورال او لوژستیکي
ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د اوکرایین پر دویم لوی ښار خارکایېف توغندیز
بریدونه کېږي، خو د ښار کنټرول د اوکراییني ځواکونو په لاسونو کې دی.
بل لور په
سویل ختیځ ښار ماریو پول کې ځايي چارواکي وايي، د روسي ځواکونو درنه بمباري روانه
ده، خو نژدې ۳۰ زره کسان توانېدلي له دې ښاره ووځي.
بل لور له هغې تیاتر ودانۍ ژوندي کسان راوځي، چې
د اوکراییني چارواکو په وینا روسیانو پرې بمباري کړې.
اوکراییني چارواکو دغه راز
له کیېف ښاره د شپې اوږدو کې د ۱۰۰۰ کسانو ایستلو خبره کړې، چې په وینا یې په بسونو
او کوچنیو موټرو کې له ښاره وتلي دي.
ویل کېږي، امریکا ولسمشر جو بایډن به د جمعې
پر ورځ ناوخته خپل چینايي سیال شي ژینپنګ ته د ټیلیفون له لارې خبرداری ورکړي، چې
که روسیه د لوېدیځوالو له مالي بندیزونو وژغوري، چین به یې بیه پرې کړي.