تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اوکرایین کړکېچ: ماریوپول کې جګړې د خلکو د ژغورلو مخه نیولې

د اوکرایین ماریو پول ښاروالي بي بي سي ته وویل، د ښار په لارو کوڅ کې د روانو نښتو له کبله د دې ښار په یوه بمبار شوې تیاتر ودانۍ کې د ایسارو کسانو راایستلو چاره له خنډونو سره مخامخ ده. ښاروال وادیم بویچینکو وايي، اوکراییني ځواکونه ټول وس – توان کاروي چې د اوکرایین دې سویلي ساحلي ښار کې د ګڼ شمېر روسي پوځیانو مخه ونیسي. بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي له روسي غوښتي چې ''له ځنډ پرته'' د مذاکراتو مېز ته راشي.

ژوندی پوښښ

ګوربت ننګيال

  1. اوکرایین ومنله چې چرنیهیف کې لس کسان وژل شوي

    د اوکرایین چارواکي وايي، د چرنیهیف په شمال کې د روسي ځواکونو له لوري لس کسان داسې حال کې په ډزو وژل شوي چې د ډوډۍ لپاره کتارونو کې ولاړ وو.

    پېښه د ځایي وخت سهار پر شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.

    تر اوسه نه ده معلومه چې دا لس کسان څنګه وژل شوي خو ځایي رسنیو بي بي سي ته ویلي چې قربانیان ښایي له ښاره بهر د روسي توپخانې په ډزو وژل شوي وي.

  2. ناټو: روسیه به خپلو پوځي موخو ته و نه شي رسېدی

    د ناټو لوړ پوړي چارواکي وايي، ولسمشر پوتین تر دې دمه په ښکاره ډول خپلو پوځي موخو ته نه دی رسېدلی دوی وايي "ښايي تر پایه هم ور ونه رسېږي"

    خو دوی زیاته کړه چې روسي ځواکونه لا هم د دې وړتیا لري چې ډېر تاوان واړوي.

    دفاعي چارواکي وايي، په داسې حال کې چې روسي ځواکونو په دونیڅک او لوهانسک سیمو کې لاسته راوړنې لرلي خو دوی لا تر اوسه په دې نه دې توانېدلي چې کیېف ونیسي چې د دوی په وینا روسیه تمه لري چې په څو ورځو کې به یې ونیسي.

    د ناټو د چارواکو په باور د روسیي لومړنی پوځي پلان دا دی چې د اوکرایین د تورې بحیري له سواحلو تر مالدووا پورې ټولې سیمې ونیسي.

    د دوی د ارزونو له مخې د روسي ځواکونو له تاوان، سون توکو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. دوی همدا راز ویلي پوتین له وړاندې د مرسته کوونکي ځواکونو په لټه کې دی.

    ناټو ویلي، متحدین او غړي یې اوکرایین ته د وسلو استولو ته دوام ورکوي. دوی ویلي چې په دې کې د پخواني شوروي وسلې شاملې دي چې اوکراییني ځواکونه یې د کارولو لپاره له وړاندې روزل شوي.

    په دې وسلو کې د ټانګ او غربي الوتکو ضد توغندي هم شامل دي.

  3. پوتین: بندیزونو سره د مقابلې لپاره د پیسو چاپولو ته اړتیا نه لرو

    د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي چې لوېدیځ به په هغه هڅه کې بریالی نه شي چې پر نړۍ د واک تر لاسه کولو او د روسیې د وېش لپاره یې پیل کړې ده.

    پوتین نن سهار په یوه دولتي ټلویزیوني غونډه کې وویل، که لوېدیځ ګومان کوي چې روسیه به په شا شي نو لا یې روسیه نه ده پېژندلې.

    هغه پر روسیې د لګېدلو بندیزونو په اړه هم خبرې وکړې چې د روسیې اقتصاد ته تاوان اړوي خو د هغه په وینا هېواد یې پوره مالي سرچینې لري او مرکزي بانک اړ نه دی چې نورې پېسې چاپ کړي.

    پوتین همدا راز ویلي" زمونږ اقتصاد او د سوداګري ټولې سرچینې لري چې ټولې ټاکل شوې موخې پرې ترلاسه کولی شو، ننګونې یوازې د دې لامل کېږي چې مونږ منسجم شو.

  4. زيلينسکي د امريکا کانګرس ته په وينا کې د نور ملاتړ غوښتنه وکړه

    د امریکا کانګرېس ته په یوه ویډیويي وینا کې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د خپل هیواد په ملاتړ د امریکا د اقداماتو ستاینه او د روسیې د تېري په مخنیوي کې یې د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه.

    ښاغلي زیلینسکي پر متحده ایالاتو غږ وکړ چې اوکرایین دې د الوتنې ممنوع زون اعلان کړي، او زیاته یې کړه چې دا ډول اقدام به د روسیې مخه ونیسي چې د اوکرایین اسمان د "مرګ په سرچینه" بدل کړي.

    امریکايي او د ناټو نورو چارواکو د اوکرایین هغه غوښتنه رد کړې چې د دغه هېوادپر ښارونو د روسیې د هوايي بریدونو د مخنیوي لپاره دې د الوتنو ممنوع سیمه جوړه کړي.

    د ناټو لخوا د الوتنې د ممنوع زون جوړول د دې اړتیا لري چې د غړو هېوادونو الوتکې او د هوایی دفاع شبکې د روسیې الوتکې د اوکرایین فضا ته د ننوتلو مخه ونیسي او د اړتیا په صورت کې ورسره ښکېل شي.

    د ناټو غړي وېره لري چې له روسیې سره دا ډول پوځي مقابله به د درېیمې نړیوالې جګړې د پیلېدو لامل شي.

    ولودمیر زیلینسکي جو بایډن ته په خطاب کې وویل،چې د نړۍ مخکښ مقام درلودل د نړۍ د سولې رهبري کول دي.

    د ښاغلي زیلینسکي وینا د امریکا د کانګرس د غړو له خوا تود هرکلی وشو.

    هغه څو ورځې وړاندې په یوه بې ساري اقدام کې د ویډیو لینک له لارې د برتانیا پارلمان ته هم پهژوندۍ بڼه وینا وکړه.

  5. جانسن: تمه نشته چې اوکرایین دې ژر له ناټو سره یو ځای شي

    د بريتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي"داسې هېڅ لاره نشته چې اوکرایین دې ژر له ناټو سره یو ځای شي" خو هغه ټینګار کړی چې دا پرېکړه د اوکرایین د ولسمشر په لاس کې ده.

    د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د سې شنبې په ورځ وویل اړینه ده چې پوه شئ اوکرایین د ناټو غړی نه شي کېدی. هغه زیاته کړه " موږ له کلونو راهیسې د خلاصو دروازو په اړه اورېدلي وو خو موږ دا هم واورېدل چې دې خلاصو دروازو ته نه شو ننوتلی"

    د بریتانیا لومړي وزیر ابوظبي ته د خپل سفر پر مهال وویل چې له زیلینسکي سره یې بیا خبرې کړيې دي.

    نوموړي همدا راز وويل، اړینه ده چې پر اوکرایین د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین بشپړ وحشیانه بریدونه باید ودرول شي او د بریا په سترګه ورته و نه کتل شي.

  6. بایډن له اوکرایین سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو پوځي مرسته اعلانوي

    تمه کېږي چې نن ناوخته به د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له اوکرایین سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو ارزښت پوځي مرسته اعلان کړي. دا اعلان د امریکا کانګرېس ته د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلنسکي له وینا مخکې کېږي. باور کېږي چې دې کې به د ټانک ضد راکټونو په ګډون د سټینګر او جاویلین ډوله زغره ضد توغندیو مرسته هم شامله وي، چې کیېف ځواکونو ترې مخکې هم پاموړ ګټه اخیستې.

    د ځینو امریکايي خبري شبکو په رپوټونو کې ویل شوي، امریکا اوکراییني ځواکونو ته د داسې یو ځل کارېدونکو سویچ بلېډز نومي ډرون پر ورکړه هم غور کوي، چې د روسي زغروالو ګاډو او پوځیانو پر ضد ترې ګټه اخیستل کېدای شي.

    بایډن حکومت تېره اونۍ د اوکرایین لپاره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه

  7. لاوروف: د "جوړجاړي تمه" شته خو د سولې خبرې "اسانه نه دي"

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ويلي، د اوکرایین او روسیې تر منځ د سولې خبرې اسانه نه دي، خو جوړجاړي ته تمه شته.

    هغه ویلي:" زه د هغو ارزونو له مخې لارښوونه کوم چې زمونږ د مرکچې پلاوي له لوري راکړل شويدي"

    د رویټرز د راپور له مخې لاوروف له آر بي سي سره مرکه کې ویلی:" هغوی وايي، د څرګندو دلایلو له مخې خبرې اترې اسانه نه دي خو هیله مندي موجوده ده چې جوړجاړی به وشي"

    لاوروف ویلي، ستونزې یوازې د اوکرایین د بې وسلې کولو او بې پریتوب کې نه دي، بلکې د اوکرایین ختیځ کې د خلکو امنیت دی، هغه سیمي چې د دونیڅک او لوهانڅک یاغیانو تر کنټرول لاندې دي.

  8. ناټو عمومي منشي وايي، له اوکرایین سره د ملاتړ لپاره ټول غړي هېوادونه یوه خوله دي

    د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د دغه امنیتي سازمان غړي له اوکرایین سره ملاتړ کې په یوه خوله دي.

    هغه دا څرګندونې بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د استازو یوې غونډې ته کړې.

    دا پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته په دې تړاو د ناټو د غړو لومړنۍ ناسته وه.

    ښاغلی سټولټنبرګ وايي لوېدیځو مشرانو کیېف سره زیاته اندازه پوځي ملاتړ کړی او ژمنه یې دا ده چې دا ملاتړ به دوام کوي.

    هغه وویل: "نړۍ دا بې معنا جګړه غندي. د ناټو متحدان او شریکان پر روسیې بې مخینې بندیزونه لګوي، او موږ له اوکرایین سره ملاتړ کې یوه خوله یو."

    د ناټو سرمنشي وايي دوی له کلونو راهیسې لسګونه زره اوکرایني ځواکونه روزلي او له اوکرایین سره یې د ځان د دفاع حق د خوندیتابه لپاره د مهمو تجهیزاتو مرسته کړې. نوموړي زیاته کړه:

    "متحدانو د روسیې د یرغل له پیل راهیسې له زړورو اوکراینیانو، (د دوی) له حکومت او امنیتي ځواکونو سره د پوځي تجهیزاتو ملاتړ، بشري او مالي مرستو او میلیونونو کډوالو ته پناه ورکولو کې د پام وړ ګامونه اخیستي. اوس له اوکرایین سره زموږ د ټولو ملاتړ لا ډېر مهم دی."

  9. وروستی, په کیېف کې تازه بریدونه شوي

    په داسې حال کې چې د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې د ۳۵ ساعتونو لپاره ګرځبندیز لګېدلی، د ښار په لوېدیځه برخه کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    په شیوچینکوف سیمه کې پر یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ له برید وروسته دوه کسان ټپیان شوي دي.

    ځايي ښاروال وايي، ''دا د ښار لپاره سختې او خطرناکې شېبې دي.''

  10. ولسمشر زېلنسکي وايي، د سولې خبرو کې 'دریځونه لا ډېر رښتیني ښکاري'

    اوکرایین ولسمشر ولودیمېر زېلنسکي د اوکراییني او روسي مرکچیانو تر منځ د سې شنبې ورځې له خبرو وروسته د پرمختګ اشاره څرګنده کړې.

    نوموړي برايي ناوخته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: ''په خبرو کې دریځونه لا ډېر رښتینی ښکاري.''

    خو نوموړي زیاته کړه: ''د اوکرایین په ګټه د پرېکړو لپاره لا هم وخت ته اړتیا شته.''

    د اوکراییني او روسي مرکچیانو تر منځ دا خبرې بیا هم په پام کې ده، چې دوام وکړي.

    ولسمشر زېلنسکي به نن د امریکا کانګرېس ته هم وینا وکړي.

  11. تېرو څو ساعتونو کې اوکرایین کې څه تېر شول؟

    فرانسس ماو

    بي بي سي خبریاله

    دا مهال په اوکرایین کې د ګهیځ نژدې شپږ نیمې بجې دي، که همدا اوس راسره یو ځای شوي یاست، دلته وروستي معلومات درته وړاندې کېږي.

    • پر اوکرایین د یرغل یوې بلې شپې له سبا کېدو سره په یو شمېر ښارونو کې د هوايي او توغندیزو بریدونو د خبرداري سایرنونه وغږېدل.
    • د اوکرایین او سوریې تر منځ د سولې خبرو څلورم پړاو کې یو څه پرمختګ شوی، او ولسمشر ولودمیر زیلنسکي وايي، داسې ښکاري چې خبري ''لا رښتینې شوې دي.''
    • دا په داسې حال کې ده، چې د دریو اروپايي هېوادونو – چیک جمهوریت، پولنډ او سلوانیا لومړیو وزیرانو د ریل ګاډي له یوه خطرناک سفر وروسته ولسمشر ولودومیر زیلنسکي سره لیدلي او له اوکرایین سره یې ملاتړ څرګند کړی. د سلوانیا لومړي وزیر په دې هکله اوکرایینیانو ته وینا کې وویل: ''تاسې یوازې نه یاست، ستاسو جګړه زموږ جګړه ده.''
    • پرون سې شنبه د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې د روسي بریدونو له کبله د پنځو کسانو له وژل کېدو وروسته په دې ښار کې د ۳۵ ساعتونو لپاره ګرځبندیز لګول شوی دی.
    • بل په ماریو پول ښار کې ځايي چارواکی وايي، روسي ځواکونو د یوه روغتون ۴۰۰ ډاکتران او ناروغان د یرغمل په توګه نیولي دي.
    • تمه کېږي چې امریکا متحده ایالات به له اوکرایین سره د یو میلیارد ډالرو ارزښت نوره پوځي مرسته اعلان کړي.
    • بل لور ملګري ملتونه وايي، د فبرورۍ پر ۲۴ مه د جګړې له پیل راهیسې هره ورځ ۷۰ زره ماشومان کډوال کېږي.
    • له اوکرایین جګړې د تښتېدلو کډوالو ټولټال شمېر له درې میلیونه کسانو زیات شوی دی.
  12. د اوکرایین جګړې وروستي معلومات

    دلته د جګړې انسټیټیوټ شننې له مخې د جګړې وروستي وضعیت په هکله معلومات وړاندې کېږي. د امریکا دا فکري مرکز هره ورځ د خبري رپوټونو او او اېس، ای این ټي معلوماتو له مخې د جګړې لومړنۍ کرښې تازه معلومات وړاندې کوي.

    کیېف: په داسې حال کې چې پر دوشنبه او سې شنبه روسي ځواکونو د پلازمېنې بهر ایرپین او ګوتا – میژیهرکسا سیمو کې بریدونه کړي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې یې خپله پلازمېنه کې کوم جګړه ییز فعالیت نه دی لیدل شوی.

    ماریو پول: روسي ځواکونه پرلپسې پر دې سویلي ښار له ختیځ او لوېدیځ لوریو بریدونه کوي.

    خارکیېف: د دې شمال ختېځ ښار په محاصره کولو کې روسي ځواکونو د وسلو او مهماتو له لږوالي سره مخامخ ښکاري.

    خیرسون سیمه: روسیانو د سې شنبې پر ورځ د دې ټولې سیمې د کنټرول ترلاسه کولو جعلي ادعا وکړه، خو و نه توانېدل د زاپوریژیا او میکولایف مهمو ښارګوټو پر لور پرمختګ وکړي.

    اوډیسه: روسیه نه ده توانېدلې تر اوسه د دې سویلي ساحلي ښار پر ضد د سمندر له لوري عملیات پیل کړي، ځکه هلته یې پر وچه ځواکونه نه دي ځای پر ځای کړي.

    ګرافیک ټویټر

  13. ملګري ملتونه: شاوخوا درې میلیونه ملکي وګړي له اوکرایینه تښتېدلي دي

    د ملګرو ملتونو په وینا، د جګړې له پیل راهیسې نژدې درې میلیونه خلک له اوکرایینه تښتېدلي دي، داله دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې د پناه غوښتنې تر ټولو ناوړه او چټک بحران دی.

  14. جو بایډن راتلونکې اوونۍ د ناټو او اروپايي مشرانو سره ګوري

    سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به راتلونکې اوونۍ (د مارچ ۲۴) په بروکسل کې د ناټو له مشرانو او اروپايي مشرانو سره وګوري.

    د خبرو اصلي تمرکز به پر اوکرایین د روسیې د یرغل او د "دفاع او امنیت" او "بهرنیو اړیکو" په څېر مسایل وي.

  15. د اوکرايين پلازمېنې کيېف کې پر يو شمېر استوګنيزو ودانيو هوايي يا د توغنديو ګوزارونه شوي، داسې حال کې چې پر اوکرايين د روسيې يرغل شرل ورځې کېږي.. تېرو څو ورځو کې هوايي ګوزارونه د دغه هېواد پلازمېنې مرکزي برخو ته نژدې کېږي، او ښاريان يوې شونې کلابندۍ ته تياری نيسي. جېرېمي بوېن له کيفه دار راپور راستولی دی.

  16. روسیې د امريکا پر ولسمشر جوبایډن بندیزونه ولګول

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا پر ولسمشر جوبایډن یې بندیزونه لګولي دي.

    په دې بندیزونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دفاع وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د سي آی اې مشر هم شامل دی.

  17. د ناټو عمومي منشي: یوازې هغه صورت کې مستقیمه پوځي مداخله کوو چې روسیه زموږ پر غړو هېوادونو برید وکړي

    د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یوې خبري غونډې ته ويلي، پوځي ائتلاف به یې یوازې په هغه صورت کې له روسیې سره مستقیمه جګړه وکړي چې د دوی له ۳۰ غړو هېوادونو څخه پر یوه یې برید وکړي.

    نوموړي د یو اوکرایني خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "د یوه ایتلاف په توګه زموږ دنده د خپلو متحدینو دفاع او ساتنه ده".

    ده وویل، "مونږ دا خبره واضح کړې ده چې موږ دې ته چمتو یوو، د برید په صورت کې روسیې ته به ځواب ووایو او په ختیځ کې خپلو غړو هېوادونو کې مو خپل حضور زیات کړی دی."