د اوکرایین حکومت
د روسیې پر چارواکو تور لګولی چې په نیول شویو سیمو کې یې یو بل ښاروال هم تښتولی
دی.
د اوکرایین د
بهرنیو چارو وزیر دیمیټري کولبا په یوه ټویټ کې ویلي جوهان ماتیویف یې د دنیپرودن
ښار جنوبي برخه کې نیولی، کولبا روسیه ''د وژنې'' تکتیکونو په جوړولو تورنه کړې ده.
له دې وړاندې روسیې د ملیتوپول نوی ښاروال وروسته له هغې
وټاکه چې پخوانی ښاروال له دندې ګوښه کړای شو.
د اوکرایین ولسمشر پر روسیې تور پورې
کړی چې اوکرایین کې "نیمه جمهوري'' نظام جوړولو ته چمتو ته او هڅه کوي
اوکرایین وویشي.
ګالینا ډینیلچینکو د ملیتوپول د ښاروالې
په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ غونډه کې د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل
چې په ''افراطي کړنو" ګې ښکېل نه شي. هغې دا هم وویل چې اصلي دنده یې د
"نوي واقعیت لاندې بنسټیزو میکانیزمونو'' جوړول دي.
په سلګونه خلکو د شنبې په ورځ د ښار
له تالار څخه بهر د پخواني ولسمشر ایوان فیدوروف د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، چا چې د
عملیاتو په درېیمه ورځ د ښار له نیولو راهیسې له روسي ځواکونو سره همکاري نه ده
کړې.
ښاغلي
فیدوروف وروستی ځل د جمعې په شپه هغه مهال د وسله والو له لوري بوتلل شو چې په خپل
دفتر کې و.
روسي
چارواکو د هغه د ورکېدو په اړه څه نه دي ویلي خو د اوکرایین په ختیځ لوهانڅک سیمه
کې د څارنوالۍ دفتر نوموړی د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو تورن کړی.
د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د ښاغلي فیدوروف د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړي او د اسرائیلو، جرمني او فرانسې له
مشرانو یې غوښتي چې پر روسیې فشار راوړي چې دا کار وکړي.