د اوکرایین ولسمشر یو ځل بیا په ناټو نیوکه وکړه چې اوکرایین د "نه الوت" سیمه نه اعلانوي
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د یو شمير اروپایي هيوادونو له مشرانو سره مجازي لیدنه کې، پر ناټو نیوکه وکړ چې د اوکرایین فضا د "نه الوت" زون له اعلانولو انکار کوي. دې مجازي غونډه کې د بریتانیا، استونیا، فنلنډ او ډنمارک مشرانو ګډون کړی و.
د اوکرایین ولسمشر ویلي، ناټو په نړۍ کې تر ټولو قوي پوځي ایتلاف دی، خو ځیني غړي یې د روسیې د برید له امله "هېپنوسېز" (مصنوعي خوب) ويده شوي دي.
ښاغلي زیلینسکي ویلي، دا پروسه به د روسیې پوځ ته اجازه ورکړي چې "ښارونه، استوګنځایونه، ښوونځي او روغتونونه بمبار کړي".