د روسیې له یرغل وروسته الوتکې د اوکرایین هوايي حریم ته له ورتلو ډډه کوي
له هغه وروسته چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، دې تصویر کې یې پر هوايي چلن اغېز لیدل کېږي. نن ګهیځ وختي چې روسي ځواکونه د اوکرایین خاورې ته ننوتل، اوکرایین چارواکو د خپل هېواد هوايی حریم د ملکي الوتنو پر مخ تړلی دی.
د بریتانیا ټرانسپورټ وزیر ګرانټ شاپس د خپل هېواد ملکي هوايي چلن ادارې ته ویلي، باید یقیني کړي چې د تېرې شپې له وحشتناکو پېښو وروسته یې الوتکې د اوکرایین هوايی حریم ته له ورتلو ډډه وکړي.

د عکس سرچینه، Flightradar













