د ملګرو ملتونو غونډه
ټاکل شوې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله پر اوکرايين د روسيې د بريد په تړاو د خبرو لپاره يوه ناوياته غونډه وکړي.
دملګرو ملتونو امنيت شورا د دغې ناستې په پلوۍ رايه ورکړې.
دا ناسته د مسکو د ګوښي کولو په لړ کې د لوېدځ د هلو ځلو يوه برخه ده. روسيې دغه لړ کې پرېکړه ليک ويټو کړ خو د دغه راز شرايطو کې د ملګرو ملتونو د ټاکل شوې کړنلارې له مخې يې د پرېکړه ليک مخنيوى کولاى ونشواى.









