د اوکرایین دویم لوی ښار په منځ کې توغندی لګېدلی

په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې د اوکرایین خارکیېف ښار په ازادۍ میدان کې یو توغندی لګېدلی. بل لور په تصویرونو کې لیدل کېږي چې د روسیې پوځي ګاډو او ټانکونو یو خورا ستر کاروان چې اوږدوالی یې نژدې څلوېښت میلو ته رسېږي، د اوکرایین پلازمېنې کیېف پر لور د خوځښت په حال کې دی. بل لور اروپايي ټولنه وايي، اوکرایین ته به د وسلو تر څنګ جنګي الوتکې هم ورکړي. اوکراییني چارواکواوس تایید کړې چې د یکشنبې پر ورځ د اوکراییني پوځ پر یوه مرکز د روسي ځواکونو توپخانې ګوزارنو کې ۷۰ پوځیان وژل شوي دي.

ژوندی پوښښ

نورسعید او ګوربت ننګیال

  1. اوکراییني چارواکي: کیېف کې کوڅه په کوڅه جګړه پیل شوې

    د اوکرایین په پلازمېنه کیېف کې چارواکي وايي له روسي ځواکونو سره د کیېف ښار په کوڅو کې جګړه پیل شوې ده.

    تر دې وړاندې ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی و چې دوی په پلازمېنه کیېف کې له روسي ځواکونو سره جګړې ته تیاری نیسي.

    د ښار اوسیدونکي په خپلو کورونو یا نورو خوندي ځایونو کې ایسار پاتې دي.

    د درنو ډزو غږونه په پلازمېنه کیېف کې اورېدل کېږي.

    اوکراییني ځواکونه وايي د ښار له لویدیځې څنډې یې د روسي ځواکونو برید په شاه تمبولی دی.

    خو د ښار په سویل کې د هوايي ډګر شاخوا ته جګړه روانه ده.

  2. تېرو دوو ورځو کې ۱۰۰ زره اوکراینیان نورو هېوادونو ته ورغلي دي

    له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې چې پر اوکرایین د روسي ځواکونو یرغل پیل شوی تراوسه سل زره اوکراینیان نورو هېوادونو ته ورغلي دي.

    د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره خبرداری ورکوي چې ښايي څلور میلیونه وګړي له اوکرایین نه نورو هېوادونوته لاړ شي.

    خو د کډوالو په چارو کې فعالې ځیني نورې ادارې اټکل کوي چې ښايي تر پنځو میلیونو پورې کسان له اوکرایین نه ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

    پولنډ وايي په تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۵۰ زره اوکراییني اتباع ورغلي دي.

    ډېری خلک په پولنډ کې د خپلو دوستانو او کورنۍ د غړو کره ورځي.

    دغه راز زرګونو نورو کسانو، مالدوا، رومانیا، هنګري او سلواکیه ته مخه کړې ده.

    په بې ځایه شویو کسانو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي ځکه چې له ۱۸ نه تر ۶۰ کلنو پورې نارینوو ته ویل شوي چې د هېواد د دفاع لپاره پاتي شي.

    دغه راز سلګونه زره نور کسان په هېواد کې دننه هم بې ځایه شوي دي.

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، FB

  3. پولنډ کې اوکراییني کډوال

    په پولنډ کې د بي بي سي خبریال وايي د پولنډ پر پوله ګڼ شمېر اوکراینیان له خپلو بکسونو او ماشومانو سره په کتارونو کې ولاړ دي چې پولنډ ته د ورننوتلو اجازه ورکړل شی.

    تر ۱۲ ساعتونو پورې وخت نیسي چې دې کډوالو ته پولنډ ته د ورننوتلو اجاره ورکول کېږي.

    د پولنډي چارواکو په وینا په یوه ورځ کې ۲۵ زره اوکراینیان پولنډ ته اوښتي دي.

    د دوی په ډله کې یوه هم نادیه سلسرنیکو ده چې له خپلو دوو کوچینو ماشومانو سره پولنډ ته ورغلې او وايي چې خپله مشره لور یې له اوکراییني پوځ سره د مرستې لپاره اوکرایین کې پرېښوده.

    نوموړې وايي''پرون سهار د ډزو په غږونو له خوبه راویښه شوم، میړه مې له کړکۍ بهر ولېدل او ویې ویل روسانو زموږ پر هوايي ډګر بمباري وکړه، خپل بکسونه وتړه او له دې ځایه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره لاړه شه.''

    پولنډ چې په تېر کې یې د کډوالو د مخنیوي موخه سخت قوانین پلي کول اوکراییني کډوالو ته هرکلي وايي او د هغوی د مېشتولو لپاره یې ګڼ ځایونه جوړ کړي دي.

  4. د اوکرايين پلازمېنه کيېف کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

    د وروستیو معلوماتو له مخې په پلازمېنه کیېف کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي، په داسې حال کې چې دا مهال په دې ښار کې د هوایي بریدونو سايرونونه هم غږیږي.

    ناتایید شوي راپورونه ښيي چې د اوکرایین پلازمېنې ته څېرمه د دریو او پنځو تر منځ لویې چاودنې شوې دي.

    د راپورونو له مخې د اوکرایین په ختیځ کې د جلا شوې سیمې دونیڅک کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    لکه څنګه چې په کیېف کې د سایرن او چاودنې غږونه اورېدل شوي، د سیمه ایز تلویزیون خپرونې هم لنډ مهال لپاره درول شوې او پر تلويزيون ليکل شوي "موږ به د هوایي برید خبرداری پای ته رسېدو وروسته بېرته راستانه شو."

  5. سپینه ماڼۍ: امریکا به پر ولادمیر پوتین او سرګي لاوروف بندیزونه ولګوي

    پر اوکرايين د روسيې د بريد د دويمې ورځې په پای کې د امریکا سپينې ماڼۍ اعلان وکړ چې پلان لري د روسيې پر ولسمشر ولادمير پوتين او د بهرنيو چارو پر وزير سرګي لاوروف له اروپايي ټولنې او بريتانيا سره يو ځای بنديزونه ولګوي.

    د سپينې ماڼۍ وياندې جېن ساکي د جمعې په ورځ خبريالانو ته وويل، امريکا به د خپلو اروپايي متحدينو له پرېکړې سره سم پر پوتين، لاوروف او د روسيې د ملي امنيت د ټيم پر نورو غړو بنديزونه ولګوي.

    په داسې حال کې چې بريتانيا او اروپايي ټولنه به د پوتین او لاوروف شتمنۍ کنګل کړي خو اغلې ساکي خبريالانو ته وويل چې د امريکا په بنديزونو کې به سفر بندیز هم شامل وي.

    اغلې ساکي وويل، په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

  6. د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې پر اوکرايين د روسيې د بريد پر ضد مظاهرې وشوې

    د جمعې په ورځ د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پر اوکرایین د روسیې د پوځي یرغل پر ضد مظاهرې وشوې.

    هنګري

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د هنګري پلازمېنه بوداپست کې د اوکرایین له خلکو سره د پیوستون اعلان
    بريتانيا

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د بریتانيا لندن کې د اوکرايين جګړې پر ضد لاریون
    اتن

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، په اتن کې د روسیې د سفارت مخې ته لاریون
    اوکرايين

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د جورجيا خلکو له اوکرایین سره د پیوستون په موخه غونډه وکړه
    هند

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د اوکرایین له خلکو سره د یو شمېر هندي وګړو خواخوږي. دوی ليکلي "جګړه ودروئ،"
    لندن

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، په لندن کې د ټرفالګر چوک د څلي رنګ د اوکرایین له خلکو سره د خواخوږۍ په پار بدل شوی و.
    پيرو

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، په پيرو کې د روسيې سفارت مخې ته
  7. اوکرايين کې د افغانانو حالت

  8. ناټو ختیځې اروپا ته نور سرتېري لېږي

    د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ، چې په بروکسل کې د دې سازمان په مرکزي دفتر کې خبرې کولې وویل، لوېدیځ مشران باید د نورو اقداماتو لپاره چمتو وي، دی وايي "حتی که موږ یې پیسې هم ورکړو."

    نوموړي، وویل نړۍ باید روسیه او بېلاروس د خپلو کړنو له امله ملامته کړي.

    ښاغلي سټولټنبرګ وویل، د کرملین اهداف یوازې اوکرایین پورې محدود نه دي او روسیه د ناټو د پراختیا د مخنیوي لپاره د قانوني ضمانتونو په لټه کې ده.

    په ورته وخت کې د ناټو مشرانو اعلان کړی چې ختیځې اروپا ته به نور سرتېري واستوي. د ناټو ۳۰مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، "هېڅوک باید د روسیې په درواغو دوکه نهشي".

    دوی له اوکرایین څخه د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې "د ولسمشر پوتین پرېکړه چې پر اوکرایین یرغل وکړي یوه ستره ستراتیژیکهتېروتنهده چې روسیه به یې لهسیاسي او اقتصاديپلوهد کلونو لپاره ستره بيهادا کړي."

  9. وروستی, د اوکرایین ولسمشر د ويډيو په خپرولو سره ویلي چې په کیېف کې دی

    د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د کیېف د سړکونو یوه ویډیو وروسته له هغې خپره کړه چې په روسي رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې نوموړی له پلازمېنې تښتېدلی دی.

    هغه د خپلو جګپوړو سلاکارانو او لومړي وزیر سره یوځای وویل، "موږ ټول دلته یوو. موږ د خپل حکومت د خپلواکۍ ساتنه کوو، او موږ به دې کار ته دوام ورکړو."

    روسي ځواکونه پلازمېنې کییف ته نژدې شوې دي.

    زيلينسکي

    د عکس سرچینه، Facebook

  10. بریتانیا پر اوکرایین برید کې روسیې سره د بېلاروس د همکارۍ مخالفت وکړ

    بریتانیا په لندن کې د بېلاروس سفیر وربللی او غږ یې پرې کړی چې د روسیې له ملاتړ لاس واخلي.

    د اروپا او شمالي اروپا په چارو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جیمز کلورلی وايي، "بېلاروس دې ناقانونه اقدامات او ملاتړ نه کوي، مونږ باید د روسیې د بریدونو په وړاندې مخالفت کې لاسونه سره ورکړو".

    هغه همدا راز ویلي، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د بېلاروس سفیر ته ویلي چې پر روسيې بندیزونه د بیلاروس پر اتباعو یا د دې هېواد پر هغو شرکتونو بندیزونه دي چې په برید کې یې روسیې سره همکاري کړې.

    بېلاروس د روسیې نژدې متحد دی او روسیې د اوکرایین پر شمال برید کې د بېلاروس له خاورې کار اخیستی.

  11. عکسونه: اوکراییني وکړي په وسلو سمبالېږي

    لکه څنګه چې روسي ځواکونه په اوکرايين کې پرمختګ کوي، د دغه هېواد پلازمېنه کیېف کې ملکيان په وسلو سمبالېږي.

    د کیېف د دفاع لپاره داوطلبو خلکو ته شاوخوا ۱۸ زره ټوپکونه ورکړل شوي دي.

    د اوکرایین چارواکو د اردو پخوانيو ځواکونو ته هم بلنه ورکړې او په خپلو وګړو یې غږ کړی چې ځانونه مسلح کړي او د روسیې ځواکونو سره مقاومت وکړي.

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، Reuters

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، Reuters

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، Reuters

  12. د بريتانيا د دفاع وزارت: روسي ځواکونه د کيېف له مرکزه ۵۰ کيلومتره لېرې دي

    د بريتانيا د دفاع وزارت وايي، د وروستيو پوځي معلوماتو له مخې د اوکرایين د پلازمېنې کيېف پر لور روسيې ځواکونو روان دي چې لا هم د دې هېواد له مرکز کيېف څخه ۵۰ کيلومتره لېرې دي.

    پنټاګون په یوه ټویټ کې ویلي، "د روسیې زغره والو موټرو پلازمېنې ته نوې لار پرانیستې ده ځکه چې د چرنیهف ښار د نیولو هڅه یې ناکامه شوې ده."

    تر دې مخکې روسي سرچینو د اوکرایین د چرنیهف ښار د بشپړې محاصرې خبر ورکړی و.

    د بريتانيا د دفاع وزارت وايي، د څارونکو په وينا د پلازمېنې کيېف په شمالي څنډو کې د روسيې او اوکرايني ځواکونو تر منځ "نښتې" دوام لري.

  13. اوکرایین پر روسيې د لا زیاتو وسلو او بندیزونو غوښتنه کړې

    د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې باید پر روسیې نور بندیزونه ولګوي او له اوکرایین سره د "پیوستون ښودلو" لپاره له روسیې سره اړیکې پرې کړي.

    د اوکرایین بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټوېټر پاڼه یو لړ اقدامات خپاره کړي چې سویفټ خدمتونو سیسټم (د پیسو د لېږد برېښنايي شبکې) ته د روسيې لاسرسي بندول او له بېلابطلو هېوادونو د روسي سفیرانو ویستل په کې شامل دي.

  14. اوکرايين
  15. بایډن ولې د اوکرایین جګړې ته ځواکونه نه استوي؟

    د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې لپاره ډېرې دیپلوماتیکې هڅې وکړې چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل مخه ونیسي.

    د هغه ادارې په وار وار د دغه یرغل د احتمال خبرداری ورکړ او دا یې هم وویل چې دا کار به نړیوال نظم له خطر سره مخ کړي.

    خو د امریکا ولسمشر په ورته وخت کې دا هم ډانګ پیلي ویلي چې اوکراین ته به ځواکونه وانه ستوي او نه غواړي دې جګړه کې ښکیل شي.

    امریکا همدا راز ان خپل هغه ځواکونه هم له اوکراینه وایستل چې د دغه هېواد له پوځ سره د مشورې او څارنې په خدماتو بوخت وو.

    پوښتنه دا ده چې جو بایډن ولې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د بهرني سیاست د دغه اغېز ښندونکي کړکېچ پر مهال ځان ته سرې کرښې کاږي؟

  16. پوتین د اوکرایین پوځ د خپل دولت پر ضد پاڅون ته رابللی

    د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په یوه وینا کې د اوکرایین پر پوځ غږ کړی چې د خپلحکومت پر ضد پاڅون وکړي او واک دې ونیسي.

    هغه د اوکرایین مشران تورن کړل چې د "امریکا په مشرۍ د بهرنیو سلاکارانو" تر لارښوونې لاندې ملکي خلک د انساني سپر په توګه کاروي، چېهغه دا کار د "ترهګرو" د کړنو په څېر بللی دی.

    پوتین وویل: "زه یو ځل بیا د اوکرایین وسله والو ځواکونو ته وایم چې،نئو نازیانو(په اوکراین کې یوه افراطي ډله) ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو ماشومان، ښځې او لویاند انساني سپر په توګه وکاروي."

  17. وروستی, بریتانیا: روسيې ته د جګړې لپاره خپل پوځيان نه استوو

    د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس وایي، بریتانوي پوځیان به روسيې ته د جګړې لپاره ونه لېږي.

    نوموړي تایید کړې چې د روسيې پر وړاندې مخامخ ګام پورته کول به په اروپا کې جګړې ته لمن ووهي.

    ده ویلي، اوکرایین ناټو کې نه دی شامل خو پر بریتانوي ځواکونو برید به پر ناټو برید وي.

    ښاغلي والاس ویلي، پر اوکرایین د برید په لومړۍ ورځ روسیې ماته وخوړه او نژدې ۴۵۰ روسي سرتيري ووژل شول.

    تېره میاشت د بریتانیا حکومتي چارواکو په تکرار سره ویلي وو چې شونې نه ده بریتانوي سرتېري د اوکرایین په جګړه کې برخه واخلي.

  18. ملګرو ملتونو د اوکراييني کډوالو په اړه خبرداری ورکړی

    ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د اوکرایین د جګړې له وېرې بېځايه شوي وګړي د سون توکو، نغدو پیسو او طبي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

    لکه څنګه چې روسي ځواکونه پرمختګ کوي، لوی شمېر خلک له اوکرایین څخه په تښته دي.

    د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اټکل کوي چې تر اوسه شاوخوا سل زره کسان له خپلو کورونو تښتېدلي دي.

    اټکل کېږي چې د جګړې د دوام په صورت کې به نژدې پنځه میلیونه کسان له اوکرايين ووځي.

    پولنډ وايي، پرون پنجشنبه ۲۹زره کسان له اوکرایین څخه دغه هېواد ته داخل شوي دي.

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، REUTERS/Bernadett Szabo

  19. وروستی, اروپايي اتحادیه د پوتین او لاوروف شتمنۍ 'بندوي'

    د اروپايي ټولنې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، د اروپايي ټولنې له بندیزونو سره سم یې پرېکړه کړې چې د روسیې د ولسمشرولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف هغه شتمني چې د اروپا غړو هېوادونو کې دي بندې کړي.