د اوکرایین دویم لوی ښار په منځ کې توغندی لګېدلی

په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې د اوکرایین خارکیېف ښار په ازادۍ میدان کې یو توغندی لګېدلی. بل لور په تصویرونو کې لیدل کېږي چې د روسیې پوځي ګاډو او ټانکونو یو خورا ستر کاروان چې اوږدوالی یې نژدې څلوېښت میلو ته رسېږي، د اوکرایین پلازمېنې کیېف پر لور د خوځښت په حال کې دی. بل لور اروپايي ټولنه وايي، اوکرایین ته به د وسلو تر څنګ جنګي الوتکې هم ورکړي. اوکراییني چارواکواوس تایید کړې چې د یکشنبې پر ورځ د اوکراییني پوځ پر یوه مرکز د روسي ځواکونو توپخانې ګوزارنو کې ۷۰ پوځیان وژل شوي دي.

ژوندی پوښښ

نورسعید او ګوربت ننګیال

  1. بایډن: پر اوکراین د روسیې برید له مخکې پلان شوی و

    د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، "د روسیې پوځ پر اوکرایین پرته له کومې پارونې جدي برید کړی دی." هغه وویل چې دا برید له میاشتو راهیسې پلان شوی و.

    نوموړی وايي، د اوکرایين پولو ته د ولسمشر پوتين د ۱۷۵۰۰۰پوځيانو او پوځي تجهيزاتو لېږل او هلته د يوه ساحوي روغتون جوړولوڅخه د هغه نيت معلومېږي.

    نوموړي زیاته کړه چې د دې کړکېچ د مخنيوي لپاره پوتين د لوېديځ له خوا د خبرو ټولې هڅې رد کړې.

    پر اوکرايين له بريد وروسته د دغه هېواد ولسمشر ولودومیر زيلینسکي د اوکرایین لروبر د پوځي قانون د نفاذ او ترڅنګ یې له روسیې سره د ټولو دېپلوماتیکو اړیکو د پرېکون اعلان وکړ.

    هغه وویل: "وار مه خطا کوئ. موږ ځواکمن یوو. هر څه ته چمتو یوو. هر څوک ماتولی شو، ځکه موږ اوکراینیان یوو.

    بایډن

    د عکس سرچینه، Reuters

  2. امریکا او بریتانیا پر روسیې بندیزونه لګولي

    امريکا او اروپايي هېوادونو پر اوکرایین د روسیې برید ته سملاسي غبرګونونه ښودلي او د روسي ځواکونو دا یرغل یې غندلی دی. د امریکا او بريتانيا په ګډون يو شمېر هېوادونو پر روسيې نوي بنديزونه هم لګولي دي.

    بريتانيا د وروستيو بنديزونو په لړ کې د لويو روسي بانکونو شتمنۍ کنګل کړې دي.

    د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن د روسيې پر ضد د وروستيو بنديزونو په بيانولو کې د اوکراينيانو سختې دفاع ته اشاره وکړه او ولادمير پوتين يې يو "بريدګر" وباله چې وايي لاسونه يې په "وينو ککړ" دي.

    هغه وویل، په بریتانیا کې د روسیې د سترو بانکونو ټولې شتمنۍ به کنګل شي. د بريتانيا لومړي وزير ژمنه کړې چې راتلونکې اوونۍ به د بريتانيا په بازارونو کې د لويو روسي شرکتونو د پانګې او مالي راکړې ورکړې د زياتوالي د مخنيوي لپاره مقررات وضع کړي.

    جانسن

    د عکس سرچینه، Getty Images

  3. روسیې د اوکرايین د کړکېچ په اړه د هند د دریځ هرکلی کړی دی

    په هند کې د روسیې سفیر، رومن بابوشکین، د اوکرایین د کړکېچ په اړه یوې خبري غونډې ته وویل، روسیه "د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند د خپلواک دریځ هرکلی کوي" او زیاته یې کړه چې "د نړۍ په چارو کې د ډیلي خپلواک او متوازن چلند" د ستاینې وړ دی.

    نوموړي وویل، د مسکو او ډیلي ترمنځ اړیکې د متقابل اعتماد او درناوي پر بنسټ ولاړې دي.

    که څه هم هند د اوکرایین کړکیچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو دا یو له هغو څو هېوادونو دی چې په ښکاره یې په اوکرایین کې د روسیې پر کړنو نیوکه نه ده کړې.

    بل پلو په هند کې د اوکرایین سفیر د هند له صدراعظم نریندرا مودي څخه وغوښتل چې د اوکرایین د اشغال په اړه د روسیې له ولسمشر سره خبرې وکړي.

    هند

    د عکس سرچینه، Getty Images

  4. بایډن: روسیې پر اوکرایین بريد له پخوا پلان کړی و

    د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اوکرایین د روسیې د برید غندنه کړې او ویلي یې دي چې "د روسیې پوځ په اوکرایین کې پرته له کومې پارونې جدي برید کړی دی." هغه وویل چې دا برید له میاشتو راهیسې پلان شوی و.

    نوموړی وايي، د اوکرایين پولو ته د ولسمشر پوتين د ۱۷۵۰۰۰پوځيانو او پوځي تجهيزاتو لېږل او هلته د يوه ساحوي روغتون جوړولوڅخه د هغه د نيت معلومېږي.

    نوموړي زیاته کړه چې د دې کړکېچ د مخنيوي لپاره پوتين د لوېديځ له خوا د خبرو ټولې هڅې رد کړې.

    بايډن

    د عکس سرچینه، White House

  5. پر روسيه د بريتانيا نوي بنديزونه

    بريتانيا پر روسيې د وروستيو بنديزونو په لړ کې د لويو روسي بانکونو شتمنۍ بندې کړې دي. د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن د روسيې پر ضد د وروستيو بنديزونو په بيانولو کې د اوکراينيانو سختې دفاع ته اشاره وکړه او ولاديمير پوتين يې يو "بريدګر" وباله چې وايي لاسونه يې په "وينو ککړ" دي. هغه وویل، په بریتانیا کې د روسیې د سترو بانکونو ټولې شتمنۍ به کنګل شي. د بريتانيا لومړي وزير هم ژمنه کړې چې راتلونکې اوونۍ به د بريتانيا په بازارونو کې د لويو روسي شرکتونو د پانګې او مالي راکړې ورکړې د زياتوالي د مخنيوي لپاره مقررات وضع کړي.

    جانسن

    د عکس سرچینه، Getty Images

  6. د کيیف ښاروال د اوکرايین پلازمېنه کې پر تګ راتګ د بندیزونو لګولو خبر ورکړ

    څو شېبې مخکې د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو په دغه ښار کې د خلکو پر تګ راتګ د بندیز اعلان و کړ.

    کلیچکو ویلي، "سره له ننه په کییف ښار کې پر تګ راتګ ځینې محدودیتونه اعلانېږي دا بندیزونه به د شپې له لسو بجو د سهار تر اوو بجو پلي کېږي".

    د ښاغلي کلیچکو په وینا دا بندیزونه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د پلازمېنې د خلکو د خوندیتوب لپاره اړین دي.

    کلیچکو همدا راز ویلي، د دې بندیزونو په جریان کې به خلک عامه ټرانسپورت ته لاسرسی نه لري او له میتروګانو به د سرپناه په توګه ګټه اخیستل کېږي.

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، Reuters

  7. د ښاریانو پر ژوند د اوکرایین د برید اغېز

    د سهار په لومړیو ساعتونو کې یوې چاودنې له امله په پلازمېنه کييف کې د خطر زنګ ووهل شو.

    اوکرایین خپل هوايي حریم د ملکي الوتکو پر مخ تړلی او اوسېدونکي هڅه کوي له کییف څخه وتښتي.

    پراخه ګڼه ګوڼه رامنځته شوې ده. په نورو سیمو کې خلک هڅه کوي فرعي سټیشنونو کې سر پناه ومومي.

    بسونو، نغدو پیسو او ګازو لپاره د خلکو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.

    د پولنډ، سلواکیا او هنګري په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونه چې له اوکرایین سره پوله لري وايي، د پناه غوښتونکو د راتګ لپاره چمتووالی نیسي.

  8. د روسیې یوه الوتکه د اوکرایین پلازمېنې کییف ته نژدې نسکوره شوې ده

    بي بي سي کییف ته څېرمه په هستومیل هوايي ډګر کې د یوې روسۍ پوځي چورلکې د لوېدو ویډیو تایید کړې خو د ویډیو سرچینه نه ده معلومه.

    د رویټرز خبري آژانس په وینا د اوکرایین لوی درستیز جنرال والیري زالوزني منلې چې اردو کییف په سیمه کې د هوايي ډګر د کنټرول لپاره له روسي ځواکونو سره جګړه کوي.

    هستومیل د اوکرایین تر ټولو مهم نړیوال کارګو هوايي ډګر دی، او همدارنګه یوه مهمه پوځي هوايي اډه ده.

    دغه هوايي ډګر د نړۍ د سترو کارګو الوتکو اډه هم ده.

    الوتکه

    د عکس سرچینه، Unknown

  9. د بي بي سي د اوکرايين برخې مشره: بل هېڅ خوندي ځای نشته

    د شپې وېښه وم یوه همکار مې د ولادیمیر پوتین د وینا په تړاو چې د هر اړخیز برید اعلان یې کړی یو پیغام راواستاوه.سملاسي چاودنې پیل شوې.

    له کوره مې د هغو غږونه اوریدل زمونږ وتس اپ ګروپ ته خلکو د ښار له بیلابیلو برخو د چاودنو په تړاو د پيغامونو استول پیل کړل.دا چې خپله د اوکرايين پلازمېنه کییف باندې برید شوی، نه د هېواد په ختیځ کې په لومړۍ کرښه، د دې درک ډېر هېښونکی وو.

    د عامو خلکو لپاره ترټولو لویه ویره د بریښنا پرېکیدو، د انټرنیټ نشتوالی دی، که داسې وشي نو مونږ به ډېر منزوي شوو.بله ویره دا ده چې کیدای شي د نیپر سیند پلونه به بمبار شي او د ښار ختیځ او لویدیز برخې به سره بېلې شي.چاودنو۳۰ دقیقې دوام وکړ.

    ما خپل لس کلن زوی ته جامې ورواغوستې او یو څه سهارنۍ مو وخوړه له کړکیو څخه لیرې ناست وو، زما زوی دومره وېریدلی و چې کانګې یې کولې.موږ یو شمع او یو څه اوبه ګودام ته یووړې که چیرې حالا تخراب شي نو زموږ سرپناه به وي.

    زما کور ته نږدې د سوپرمارکیټونو بهر او دATMمخې ته د خلکولوی کتارونه دي، چې د ډیر وپیسې ختمې شوې دي.

    د ګازو په ځینو سټیشنونو کې ګازهم ختم شوی د وېرې داسې فضاخوره ده چې ګمان کېږي په ټول هېواد برید شوی دی.

    ب
    د عکس تشریح، د بي بي سي اوکرایین برخې مشره پر دې هېواد د روسیې د یرغل کیسه کوي
  10. د روسيې د بهرنیو چارو وزير

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، که څه هم روسي ځواکونو پر اوکرایین پراخ پوځي برید کړیخوروسیه به تل خبرو ته چمتو وي.

    لاوروف وايي،"له بده مرغه، زموږ لوېدیځ ملګري نړیوال قانون ته درناوی نه کوي، هڅه کوي هغه له منځه یوسي او هغه څه ته وده ورکړي چې دوی یې د قواعدو پر بنسټ امر بولي."

    هغه وايي: "موږ له خپلو امریکايي همکارانو او د ناټو له نورو غړو سره ژورې او مفصلې خبرې وکړې".

    موږ هیله لرو چې لا هم د نړیوالو قوانینو او نړیوالو مکلفیتونو ته د راستنیدو چانسموجودولري."

    ی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، سرګي لاوروف
  11. لکه څنګه چې په اوکرایین کې د روسیې بریدونه دوام لري، خبریالان په دغه هېواد کې د عیني شاهدانو لوري خپاره معلومات خپروي.

    ویډیو او عکسونه ښیې چې د ختیځ اوکرایین په خارکیف سیمه کې د نظامي هوایی ډګر له پورتنۍ برخې څخه لوګی پورته کېږي.

    دا ویډیو تایید شوې، خو سرچینه یې معلومه نه ده.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  12. اروپايي ټولنې له بېلاروس غوښتي چې پر اوکراین د روسیي په برید کې دې برخه نه اخلي.

    د اروپايي اتحادیې مشر چارلس میشل پر بېلاروس غږ کړی چې پر اوکرایین د روسيې په پوځي برید کې له ښکېلتیا ځان وساتي.

    میشل د ناټو په مرکزي دفتر کې د یوه کنفرانس په ترڅ کې د بېلاروس خلکو ته په یوه وړاندیز کې وویل(تاسې اختیار لرئ چې د روسيې تخریبي عمل تعقیب نه کړئ، تاسو دا اختیار لرئ چې په اوکراین کې د خپلو ګاونډيانو پر وړاندې په دې بې ضرورته تراژیدۍ کې برخه وانخلئ)

    بېلاروس د روسیې یو متحد دیچې د اوکرایین په شمال کې پوله لري.د اوکرایین د حکومت په وینا په لسګونه زره روسي پوځیانو ته اجازه ورکوي له خپلې پولېدې هېوادته ورننوځي.

    د بېلاروس ولسمشر لوکاشینکو مخکې ویلي وو چې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین ورته ټلیفون کړی و چې د اوکرایین پر ضد یې د پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکړي.

    هغه وویل چې د بېلاروس خپل ملي ځواکونه په دې عملیاتو کې برخه نه اخلي.

  13. وروستی, بايډن د اوکرایین په اړه د ملي امنیت شورا غونډه رابللې

    د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د ملي امنیت شورا غونډه رابللې چې د اوکرایین په اړه خبرې وکړي.

  14. مکرون: د روسیې یرغل د اروپا په تاریخ کې د بدلون پړاو دی

    د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، پر اوکرایین د روسیې یرغل د اروپا په تاریخ کې ''د بدلون پړاو دی.''

    د فرانسې خلکو ته په یوه ټلویزیوني وینا کې ښاغلي مکرون وویل، هېواد یې د اوکرایین تر څنګ ولاړ دی.

    ښاغلي مکرون زیاته کړه، د روسیې کړنې به پر ټوله اروپا ''اوږدمهاله او ژور اغېز ولري.''

  15. لیتوانیا ولسمشر بېړنی حالت اعلان کړ

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د لیتوانیا ولسمشر په خپل هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. ولسمشر ګیتاناس نوسیدا وايي، ''په بېلاروس او روسیه کې د پوځونو پراخو خوځښتونو ته پام سره د هر ډول ګډوډي او پارېدنې مخنیوي لپاره'' د پولو سیمو ته پوځیان استوي.

    بل لور د استونیا لومړي وزیره کاجا کالاس چې له روسیې سره پوله لري، بي بي سي ته وايي، ''موږ به د وسلو او سیاسي ملاتړ په ګډون له خپل ټول توان سره سره د اوکرایین تر څنګ ودرېږو.''

    نوموړې وايي، ''باید د دې یرغل پراخېدو مخنیوي لپاره د ناټو او اروپايي ټولنې په ګډون هر ځای کې هر هغه څه وکړو، چې توان یې لرو.''

    هغې استونیایانو ته ویلي، ارام اوسي او په وینا یې اوسمهال د استونیا پولو کې هېڅ ډول ګواښ نه شته.

  16. بورېس جانسن: پوتین د تاوتریخوالي یوه لوړه څپه راوسته

    د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن پر اوکرایین د روسیې یرغل د ''پوتین وحشیانه او زیږه کړنه'' بللې ده.

    نوموړی چې همدا اوس پر ټلویزیون وینا کوي وايي، پوتین اوکرایین ته د تاوتریخوالي یوه څپه راوسته.

    نوموړي د روسیې خلک مخاطب کړل او ویې ویل، باور یې نه کېږي چې دا هر څه ''ستاسې په نامه کېږي'' او نه یې زړه مني چې ''روسیان دې خپل هېواد د یوه رټلي دولت په بڼه لیدل غواړي.''

    ښاغلي جانسن په همدې وینا کې د اوکرایین خلک مخاطب کړل او په خبره یې ''موږ له تاسې سره یو، موږ ستاسو او ستاسو کورنیو لپاره دعا کوو.''

    نوموړی زیاتوي پوهېږي چې ''اوکرایین کې به د ازادۍ مشعال یو ځل بیا وځلېږي او زه ګومان نه کوم چې روسی دکتاتور به د اوکرایین ملي احساسات د ځان تابع کړي.''

  17. د اوکرایین پوځي استخباراتو له مرکزه پورته شوي لوګي لیدل شوي

    د پلازمېنې کیېف مرکزي برخه کې د اوکرایین پوځي استخباراتو د مرکزي دفتر له ودانۍ پورته شوي لوګي لیدل شوي دي. د اوکرایین چارواکي وايي، نن سهار چې روسي پوځیانو پر دغه هېواد یرغل وکړي، د اوکرایین پوځ پر یو شمېر قومندانیو توغندیز بریدونه شوي دي. په دې تړاو به نور جزیات له ترلاسه کېدو وروسته وړاندې شي.

    اوکرایین

    د عکس سرچینه، .

  18. ناټو مشر پر اوکرایین د روسیې برید په هکله وايي، 'پلان شوی، بې زړه سوي یرغل دی'

    د ناټو عمومي منشي چې همدا اوس بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوي، پر اوکرایین د روسیې یرغل، یو داسې 'بې دلیله' برید وباله چې 'هېڅ توجیه نه لري.'

    ینس سټولټنبرګ وايي، د روسیې هوايي، ځمکنیو او ځانګړو ځواکونو له بېلا بېلو لارو پر اوکرایین بریدونه کړي او د پوځي تاسیساتو تر څنګ ښاري مرکزونه په نښه کوي.

    نوموړي وویل: ''دا بې زړه سوي او په لوی لاس له ډېر مخکې پلان شوی یرغل دی.''

    نوموړی زیاتوي، روسي مشران به د خپلو بې رحمانه کړنو او د اوښتي سر زیان له مسوولیت سره مخامخ شي.

  19. وروستی, پر اوکرایین د روسیې یرغل 'لومړیو ساعتونو کې ۴۰ اوکراییني پوځیان وژل شوي'

    اوکرایین چارواکو پر خپل هېواد د روسي یرغل په لومړیو ساعتونو کې د خپلو ۴۰ پوځیانو وژل کېدل او لسګونو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي. د اوکرایین ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارواکي اولیکسي اریسچویچ خبریالانو ته وویل، چې هوايي او توغندیز بریدونه د ډېر شمېر کسانو وژل کېدو لاملونه دي.

    نوموړي وویل: ''هغسې چې مې مخکې وویل، د دوی لومړنی برید ناکام شو، د ولس په اند دا لویه خبره نه ده، خو باور وکړئ، دوی له دې ډېره لویه تمه درلوده، بلکې دوی موږ ته په زیات زیان رسولو کې پاتې راغلل.''

  20. پر اوکرایین د روسیې یرغل او مسکو ته د عمران خان سفر

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پنجشنبې پر ورځ داسې حال کې مسکو کې و، چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین خپل پوځ ته پر اوکرایین د یرغل امر وکړ.

    د یادونې ده، چې ښاغلی خان له مخکې پلان شوي سفر لړ کې پرون چارشنبه مسکو ته ورسېد.

    پاکستاني چارواکي وايي، نوموړی به نن پنجشنبه له ولسمشر پوتین سره وویني.

    د چارو ماهرین وايي، عمران خان د خپل سفر لپاره 'ناسم' وخت ټاکلی او دې سره نړیوال قدرتونه ښايی فکر وکړي، چې پاکستان د اوکرایین کړکېچ لړ کې د دوی پر ځای له روسیې سره په څنګ کې ولاړ دی، خو له ډان ورځپاڼې سره پر دې موضوع خبرو کې د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید دا ګومان ردوي.

    نوموړی مني چې''هو، په نړیواله کچه تاوتریخوالی شته، خو زموږ سفر دوه اړخیز دی، دا د چین سفر ته ورته (سفر) دی او په دې سفر کې پر اقتصادي مسائلو خبرې شاملې دي، موږ د یوه کمپ برخه نه یو.''

    ولادیمر پوتین او عمران خان 'ارشیف تصویر'

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ولادیمر پوتین او عمران خان 'ارشیف تصویر'