تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د اوکرایین دویم لوی ښار په منځ کې توغندی لګېدلی

په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې د اوکرایین خارکیېف ښار په ازادۍ میدان کې یو توغندی لګېدلی. بل لور په تصویرونو کې لیدل کېږي چې د روسیې پوځي ګاډو او ټانکونو یو خورا ستر کاروان چې اوږدوالی یې نژدې څلوېښت میلو ته رسېږي، د اوکرایین پلازمېنې کیېف پر لور د خوځښت په حال کې دی. بل لور اروپايي ټولنه وايي، اوکرایین ته به د وسلو تر څنګ جنګي الوتکې هم ورکړي. اوکراییني چارواکواوس تایید کړې چې د یکشنبې پر ورځ د اوکراییني پوځ پر یوه مرکز د روسي ځواکونو توپخانې ګوزارنو کې ۷۰ پوځیان وژل شوي دي.

ژوندی پوښښ

نورسعید او ګوربت ننګیال

  1. د روسیې له یرغل وروسته الوتکې د اوکرایین هوايي حریم ته له ورتلو ډډه کوي

    له هغه وروسته چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، دې تصویر کې یې پر هوايي چلن اغېز لیدل کېږي. نن ګهیځ وختي چې روسي ځواکونه د اوکرایین خاورې ته ننوتل، اوکرایین چارواکو د خپل هېواد هوايی حریم د ملکي الوتنو پر مخ تړلی دی.

    د بریتانیا ټرانسپورټ وزیر ګرانټ شاپس د خپل هېواد ملکي هوايي چلن ادارې ته ویلي، باید یقیني کړي چې د تېرې شپې له وحشتناکو پېښو وروسته یې الوتکې د اوکرایین هوايی حریم ته له ورتلو ډډه وکړي.

  2. پر اوکرایین د روسیې برید

    پر اوکرایین د روسي پوځونو له پراخ یرغل وروسته د دې هېواد ځینو لویو ښارونو په شاوخوا کې د توغندیز بریدونو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. اوس د دې بریدونو ځای ځایګي په هکله په پراخه کچه رپوټونه ورکول کېږي. پر خواله رسنیو ګڼ شمېر ویډیويي کلیپونه لاس پر لاس کېږي، موږ یې دلته له خپرولو مخکې کره والی معلوموو.

  3. روسي ټانکونه په خرخیف کې دي

    د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې د بي بي سي خبریال پاول اډمز د ځینو رپوټونو له مخې چې داسې ښکاري اوکراییني چارواکو تایید کړي وايي، روسي ټانکونه د اوکرایین دویم لوی ښار خرخیف ته رسېدلي دي. دا هر څه په خورا چټکۍ سره رامنځته کېږي.

  4. بورېس جانسن: پر اوکرایین د روسیې یرغل د اروپا لپاره یو ناورین دی

    د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن په یوه ټویټر پیغام کې پر اوکرایین د روسیې یرغل 'یو ناورین' بللی.

    نوموړي تایید کړي چې خپلو هېوادوالو ته به نن سهار په دې هکله وینا وکړي.

    نوموړی وايي، د جي – ۷ هېوادونو له مشرانو سره هم پر دې موضوع غږېږي او د ټولو ناټو سازمان غړو هېوادونو مشرانو د غونډې رابللو غوښتنه به وکړي.

  5. وروستی, اوکرایین له روسیې سره دیپلوماتیک اړیکي پرې کړل

    د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي یوې خبرې غونډې ته وویل، هېواد یې پر خپله خاوروه د روسیې له یرغل وروسته رسماً له روسیې سره دیپلوماتیک اړیکي ختم کړي دي. د اوکرایین ولسمشر دغه راز هغو ټولو کسانو ته د وسلې ورکولو وړاندیز کړی، چې غوښتنه یې کوي.

    د یادونې ده چې تېرو ورځو کې د ملکي اوکراینیانو داسې ګڼ شمېر تصویرونه خپاره شوي وو، چې د روسیې او اوکرایین تر منځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته یې لومړنۍ پوځي زدکړې کولې.

  6. د کیېف اوسېدونکي د تېښتې په حال کې دي؛ تصویري ټولګه

    پر اوکرایین د روسیې له پوځي یرغل وروسته د دې هېواد د پلازمېنې کیېف اوسېدونکي د تېښتې په حال کې دي او د ښار په شاوخوا او دننه کې د موټرو اوږده کتارونه تر سترګو کېږي. د هېواد په نورو برخو کې هم ځینې خلک پناه ځایونو ته تللي، او د پټرول پمپونو په شاوخوا کې د تېلو تر لاسه کولو لپاره په اوږدو کتارونو کې ولاړ لیدل کېږي. له دې څرګندې وېرې سره سره له خلکو او رسنیو غوښتي چې ارام واوسي او هر ډول معلومات چې تر لاسه کوي، باید له وړاندې کولو مخکې یې رښتینولي وګوري. چارواکو خبرداری ورکړی چې ناسم معلومات د هېواد لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

  7. پر اوکرایین د روسیې یرغل وروستي معلومات څه دي؟

    که تاسې همدا اوس له موږ سره ملګري شوي یاست او پر اوکرایین د روسیې یرغل په هکله په تازه معلوماتو پسې ګرځئ، دلته پر همدې موضوع مهم ټکي لولو.

    • د مسکو پر مهال د سهار پر پنځه بجې او ۵۵ دقیقې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د اوکرایین په دونباس سیمه کې د 'پوځي عملیاتو' د پیل اعلان وکړ.
    • پوتین وايي، روسیه دا اقدام د ځان دفاع لپاره کوي. نوموړي له اوکراییني پوځیانو وغوښتل چې وسله پر ځمکه کېږدي. نوموړي زیاته کړه، له بهره هر ډول مخنیوی به د مسکو له چټک غبرګون سره مخامخ شي.
    • اوکرایین وايي، روسيې د دغه هېواد پر پوځي تاسیساتو توغندیز بریدونه کړي دي.
    • اوکرایین چارواکي د یوې روسۍ الوتکې غورځولو ادعا هم کوي، خو مسکو یې دا ادعا ردوي.
    • اوکرایین ته له هر لوري د روسیې پوځي کاروانونه ننوتي دي. د پلازمېنې کیېف شمال کې یو کاروان د بېلاروس له لوري اوکرایین ته داخل شوی دی. یو بل کارووان بیا په سویل کې د کریمیا له سیمې اوکرایین ته ننوتی، چې ۲۰۱۴ کال کې روسیې په خپله خاوره پورې غوټه کړه.
    • تر اوسه د اته کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي او د پلازمېنې کیېف په شاوخوا کېد هغو خلکو د موټرو اوږده کتارونه لیدل شوي، چې د جګړې له وېرې له ښاره تښتي. د بي بي سي خبریال وايي، که څه هم خلکو د روسیې یرغل تمه درلوده، خو د یرغل کچې حیران کړي دي.
    • په نړیوال بازار کې د تېلو یوه بېرل بیه اووه کاله وروسته لومړی ځل له سل ډالره پورته شوې ده.
    • د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، ''دا پېښه به د سر دروند زیان ولري'' او د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن وايي، دې ''بې دلیله برید بوږنولی'' دی.
  8. 'رضاکارو ته وسله ورکول کېږي'

    د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د اوکرایین پولیسو له قوله ویل شوي، د روسیې یرغل پر وړاندې د مقاومت لپاره به پوځي رضاکارو ډلګیو ته وسله ورکړل شي.

    دا اقدام له هغه وروسته کېږي چې د رپوټونو له مخې، اوکراینیان هڅول شوي چې د خاورې دفاع لپاره له دفاعي ځواکونو سره تر څنګ ودرېږي.

  9. 'د روسي پلوه وسله والو هدف د دونیڅک سرحدي سیمو ته رسېدل دي'

    په دونباس سیمه کې د روسي پلوه ملېشو یوه قومندان د روسیې دولتي ټلویزیون ته وویل، د پوځي عملیاتو 'لومړی هدف' د اوکرایین دونیڅک او لوهانسک سیمو پولو ته رسېدلي دي.

    نوموړی وايي، هغو سیمو کې یې روسي پوځيان نه دي لیدلي چې نښتې پکې روانې دي.

    نوموړی وايي، ''له همدې کبله لومړنی هدف دا دی چې هغو سیمو ته ځان ورسوو او د کیېف تر تسلط لاندې خلک ازاد کړو.''

  10. وروستی, بریتانیا: پر روسیې به بې ساري بندیزونه ولګول شي

    د بریتانیا بهرنیو چارو جونئر وزیر جیمز کلیورلي له بي بي سي او نورو رسنیو سره خبرو کې وویل، هېواد یې پر روسیې سخت بندیزونه لګوي. دا بندیزونه به سر له ننه ولګول شي او راتلونکو ورځو کې به اعلان شي. له سکای نیوز خبري شبکې سره خبرو کې نوموړي وویل، پر روسیې به داسې بندیزونه ولګول شي، چې تېر کې یې ساری نه درلود. ښاغلي کلیورلي له بي بي سي بریک فاسټ خپرونې سره مرکه کې وویل، اوکرایین خلکو ته باید معلومه وي، چې بریتانیا یې تر څنګ ده. نوموړی وايي، له اوکرایین سره به له ځانه د دفاع لړ کې مستقیمه مرسته وشي.

  11. وروستی, ارسولا وندرلین: پوتین اروپا ته د جګړې بیا راوړلو مسوول دی

    د اروپايي ټولنې مشره ارسولا وندرلین پر اوکرایین د روسیې برید په هکله د خبرو پر مهال پر روسي ولسمشر ولادیمر پوتین تور پورې کړی، چې په وینا یې اروپا ته بېرته جګړه راوړه. نوموړې وايي، پر روسیې به داسې سخت بندیزونه ولګول شي، چې د عصري کېدو وړتیا یې کمزورې شي.

  12. روسي ځواکونه له ختیځ او شماله اوکرایین ته ننوتي

    د اوکرایین سرحدي ځواک وايي، د روسیې پوځي کاروانونه د اوکرایین ختیځ کې د لوهانسک او خرکیف او دغه راز په شمال کې د چیرنهیف او سومي سیمو ته ننوتي دي.

    دغه ځواک وايي، د روسیې له پوځي مداخلې سره د توپخانې ګوزارونه هم یو ځای شوي دي.

    د مسوولینو په وینا د اوکرایین پوله ساتو ځواکونو یو شمېر کسان له همدې امله ټپیان شوي دي.

    د اوکرایین پوله ساتونکو ځواکونو په وینا دوی او د هېواد دفاعي ځواکونه''د دښمن مخنیوي لپاره ټول اړین اقدامات کوي.''

  13. ولسمشر پوتین دې یرغل ته د پوځي عملیاتو نوم ورکړی

    د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په اوکرایین کې د'پوځي عملیاتو پیل'اعلان کړ. نوموړي د اوکرایین ختیځ کې د دغه هېواد له پوځیانو غوښتي چې وسله پر ځمکه کېږدي او کورونو ته ستانه شي.

    د اوکرایین لویو ښارونو په شاوخوا کې د چاودونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

    د اوکرایین سرحدي ځواک وايي، د روسیې پوځي کاروانونه د اوکرایین ختیځ کې د لوهانسک او خرکیف او دغه راز په شمال کې د چیرنهیف او سومي سیمو ته ننوتي دي.

    دغه ځواک وايي، د روسیې له پوځي مداخلې سره د توپخانې ګوزارونه هم یو ځای شوي دي.

    د مسوولینو په وینا د اوکرایین پوله ساتو ځواکونو یو شمېر کسان له همدې امله ټپیان شوي دي.