تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د اوکرایین دویم لوی ښار په منځ کې توغندی لګېدلی

په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې د اوکرایین خارکیېف ښار په ازادۍ میدان کې یو توغندی لګېدلی. بل لور په تصویرونو کې لیدل کېږي چې د روسیې پوځي ګاډو او ټانکونو یو خورا ستر کاروان چې اوږدوالی یې نژدې څلوېښت میلو ته رسېږي، د اوکرایین پلازمېنې کیېف پر لور د خوځښت په حال کې دی. بل لور اروپايي ټولنه وايي، اوکرایین ته به د وسلو تر څنګ جنګي الوتکې هم ورکړي. اوکراییني چارواکواوس تایید کړې چې د یکشنبې پر ورځ د اوکراییني پوځ پر یوه مرکز د روسي ځواکونو توپخانې ګوزارنو کې ۷۰ پوځیان وژل شوي دي.

ژوندی پوښښ

نورسعید او ګوربت ننګیال

  1. وروستی, روسي ځواکونو کیېف ته نژدې د یوه ستراتیژیک هوايي ډګر کنټرول ترلاسه کړ

    د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله ویلي، چې روسي ځواکونو کیېف ته نېژدې د هستومیل هوايي ډګر پرکنټرول برلاسي شوي. د راپور له مخې، په دغو عملیاتو کې له ۲۰۰ چورلکو او یوې الوتکې څخه چې پوځي ځواکونه یې لېږدول کار اخیستل شوی. د روسیې په وینا، د کیېف لوېدیځ ته د ننوتو لارې هم د روسي ځواکونو لخوا تړل شوې دي.

  2. د اوکرایین ولسمشر له پوتین سره د خبرو غوښتنه وکړه

    د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي یوې ټلویزیوني خپرونې کې خپلو خلکو ته له خبرو وروسته د اوکرایین د عسکرو زړورتیا وستایله.

    په روسیه کې هغه په مستقیم ډول له ولادمیرپوتین وغوښتل چې د اوکرایین له حکومت سره خبرو ته کېني.

    ښاغلي زیلینسکي وویل، "غواړم یو ځل بیا د روسيي ولسمشر باندې غږ وکړم. په اوکریین کې جګړه روانه ده، راځئ چې خبرو ته سره کېنو او د خلکو د وژلو مخه ونیسو".

  3. وروستی, چین د خبرو له لارې د اوکرایین موضوع حل لړ کې د روسیې ملاتړ کوي

    په داسې حال کې چې لویدیځوال د روسیې پر ضد یو موټی شوي، ګاونډی هېواد یې غندنې ته ډېر لېوال نه ښکاري.

    د چین دولتي ټلویزیون سي سي ټي وي په رپوټ کې ویل شوي، د دغه هېواد ولسمشر شي جین پینګ له خپل روسي سیال ولادیمر پوتین سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د خبرو له لارې د اوکرایین موضوع حل په لړ کې د روسیې د هڅو ملاتړ کوي.

    له دې مخکې د ژمنیو اولمپیک لوبو پر مهال د روسیې او چین تر منځ تاوده اړیکي هغه مهال ولیدل شول، چې ولسمشر پوتین له یوازې څو هغو مشرانو یو و، چې د دې سیالیو پرانیستغونډه کې یې ګډون کړی و.

    بل لور د چین بهرنیو چارو وزارت له دې انکار کړی، چې پر اوکرایین د روسیې برید ''یرغل'' وبولي.

  4. سرګي لاوروف د بېلتونپالو له استازو سره لیدلي

    د روسیې بهرنیو چارو وزارت دغه ویډیو خپره کړې، چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکرایین هغو دوو مهمو سیمو له استازو سره د خبرو په حال کې ښيي، چې د بېلتونپالو په ولکه کې دي.

  5. اوکرایینیان له بریدونو ځان خوندي کوي

    د اوکرایین اوسېدونکي په داسې حال کې له نورو بریدونو د ځان خوندي ساتلو لپاره اقدامات کوي، چې د اوکرایین چارواکو په وینا روسي ځواکونه د کیېف ښار یوې برخې ته رسېدلي دي.

  6. وروستی, ملګري ملتونه: اوکرایین کې د هوايي بریدونو پایله کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي

    د ملګرو ملتونو بشري حقونو څانګه وايي، دوی ته داسې رپوټونه رسېدلي چې په اوکرایین کې د توپونو او هوايي بمبار له کبله ۱۲۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې. د ملګرو ملتونو یو ویاند وايي، دې کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۰۲ نور ټپیان دي. د ویاند په خبره ښايي دا شمېر خورا لږ وي.

  7. لاوروف وايي، هدف دا دی چې اوکرایین سوله ییز شي

    د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له رسنیو سره په خبرو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه خبره تکرار کړه، چې روسیه د اوکرایین اشغال نه غواړي، بلکې غواړي ''غیر پوځي'' یې کړي.

    یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د روسیې هیله دا وه، چې یو جمهوري هېواد نسکور کړي؟ ښاغلي لاوروف دلیل دا و، چې دا هېواد یو ولسواک هېواد نه شي بلل کېدای. نوموړي په اوکرایین کې له روسي ژبو کسانو سره د اوکرایین حکومت د رویې په هکله بېلا بېلې ادعاوې هم وکړې.

    ښاغلي لاوروف د بي بي سي سټېو روسنبیرګ هغې پوښتنې ته د ځواب ورکولو پر ځای چې ولې روسیې پر خپل ګاونډي هېواد یرغل وکړ؟ په پخوانۍ یوګوسلاویا، عراق او لیبا کې د لویدیځوالو لاسوهنې یادونه وکړه چې په وینا یې د ولسواکۍ ودې په نامه پکې زرګونه کسان ووژل شول.

  8. زرګونه خلک د تېښتې په حال کې دي

    د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې د بي بي سي خبریاله لیزدوسیت وايي، زرګونه خلک له خپل هېواده د تېښتې په حال کې دي.

    لیزدوسیت په یوه ټویټر پیغام کې وضعیت داسې انځوروي:

    ''زرګونه له هېواده د تېښتې په حال کې دي، ډېری اندېښمن دي، چې خپل هېواد اوکرایین له لاسه ورکوي. نژدې شپږ میاشتې مخکې مو داسې (وضعیت) په خورا جلا شرایطو کې افغانستان کې ولید. زموږ د نړۍ ستونزه په څه کې ده؟''

  9. په کیېف کې د جګړې په هکله څومره معلومات لرو؟

    داسې ښکاري چې د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته ننوتي روسي ځواکونه د دې ښار په ابولون نومې سیمه کې ځای پر ځای کېږي. دغه ګڼ مېشته سیمه د کېیف په مرکزي برخه کې د پارلمان له ودانۍ نژدې نهه کیلومتره لېرې پرته ده.

    له ځايي وخت سره سم د سهار په لسو بجو اوکرایین دفاع وزارت په یوه ټویټر پیغام کې وویل، دښمن ځواکونه په سیمه کې موجود دي.

    پر خواله رسنیو داسې ویډیويي کلیپونه هم خپاره شوي دي چې د سیمې پر نژدې تشو لارو روسي ټانکونه ګرځي.

    په ځینې نورو ویډیويي کلیپونو کې داسې کسان هم له یوه بل سره د جګړې په حال کې لیدل کېږي، چې ځینو ملکي کالي اغوستي او نورو بیا پوځي یونیفورم اغوستي دي.

    د یادونې ده، چې پر کیېف له هوايي بریدونو وروسته ځايي اوسېدونکو د ریل ګاډي په تمځایونو کې پناه اخیستې.

  10. اوکرایین کړکېچ: طالبانو د خبرو له لارې د کړکېچ هواري غوښتنه کړې

    د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته په یوه اعلامیه کې ''ملکي خلکو ته د احتمالي زیان په تړاو اندېښن'' څرګنده کړې ده.

    د طالبانو په اعلامیه کې له ټولو لوریو د زغم غوښتنه شوې. په اعلامیه کې ویل شوي:

    ''ټولو لوریو ته پکار ده، چې له داسې دریځه ډډه وکړي، چې د جګړې شدت لامل کېږي.''

    د طالبانو په اعلامیه کې له ښکېلو لوریو غوښتل شوي چې د خبرو له لارې روان کړکېچ ته حل ومومي.

  11. اوکرایین پوځ: عمر ته له کتو پرته ټولو کسانو ته اړتیا لرو

    د اوکرایین پوځ په یوه تازه ټویټر پیغام کې د هېواد له ټولو ملکي وګړو غوښتي چې 'که کم عمره' هم وي، د عمر له لحاظه پرته کولای شي، له دوی سره یو ځای شي. په هغه پیغام کې چې د ځواکونو مشر یوري ګالوشکین په نامه خپور شوی، راغلي:

    ''نن اوکرایین هر څه ته اړتیا لري، د ګډون بهیر ډېر اسان شوی. یوازې خپل پاسپورټ او د پېژندګلوۍ شمېره مو راوړئ.''

    په پیغام کې ویل شوي، د عمر لپاره هیڅ محدودیت نه شته او که څوک په دې لړ کې کومه ستونزه لري، د دې ټویټر پیغام حواله دې ورکړي.

  12. د کیېف یوه سیمه کې روسي ټانکونه لیدل شوي دي

    پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې د اوکرایین پلازمېنې کیېف مرکزي برخې شمالي اوبولون سیمه کې روسي ټانکونه ګرځي. یوازې یو ساعت مخکې د اوکرایین دفاع وزارت تایید کړه، چې روسي ځواکونو دې سیمې ته نفوذ کړی دی. پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې داسې معلومېږي چې ځايي خلکو له خپلو کورونو ثبت کړې دي. بي بي سي تایید کړې، چې په دې ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېدونکې سیمه اوبولون ده.

  13. وروستی, اوکرایین ولسمشر د بریتانیا له لومړي وزیر سره غږیدلی

    د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، نن ګهیځ یې د بریتانیا له لومړي وزیر بورېس جانسن سره ټيلیفوني خبرې کړې دي. نوموړي د نور ملاتړ او بندیزونو غوښتنه کړې. ښاغلي زیلنسکي په خپل پیغام کې ویلي: ''اوکرایین د خپلو ملګرو ملاتړ ته د بل هر وخت پرتله ډېره اړتیا لري.''

  14. پر اوکرایین د روسیې یرغل؛ کومو سیمو کې جګړه روانه ده؟

    داسې ښکاري چې د جمعې پر ورځ ګهیځ وختي د روسي ځواکونو له یرغل سره هممهاله د پلازمېنې کیېف په شاوخوا کې نښتې ډېرې شوې دي. په ښار کې دننه او په شاوخوا کې یې د چاودنو، توغندیزو بریدونو او ډزو غږونه اورېدل شوي.

    د اوکرایین کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ادعا کړې، چې پلازمېنې کیېف ته نژدې دارنیڅکي سیمه کې یوه روسۍ الوتکه نسکوره شوې، خو خپلواکو سرچینو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی.

    له کیېف بهر یوه هوايي ډګر ته څېرمه هم د جګړې رپوټونه ورکړل شوي دی او داسې وېره څرګندیږي که دا ځای د روسي ځواکونو لاس ته ورشي، پر کیېف د یرغل لپاره به ترې ګټه پورته کړي.

    د اوکرایین دفاع وزارت مرستیال وايي، روسي ځواکونه ښايي نن ناوخته د ښار څنډو دې سیمې ته ورسېږي.

    بل لور له پلازمېنې کیېف نژدې ۹۳ کیلومتره لېرې له بېلاروس سره د پولې سیمه کې روسي ځواکونو د چرنوبل مشهورې پخوانۍ اتومي بټۍ کنټرول ترلاسه کړی دی. امریکايي چارواکي وايي، روسیانو هلته اوکراییني پوځیان یرغمل کړي دي.

    د یرغل له پیله راهیسې اوکرایین ځواکونه هڅه کوي، د هېواد په شمال، سویل او ختیځ کې د روسي ځواکونو مخه ونیسي.

  15. د کیېف یوه نارامه شپه

    په کیېف کې د بي بي سي خبریال نیک بیاک په خپل رپوټ کې وايي، تېره شپه د پلازمېنې کیېف پر ګڼه مېشته سیمه پوزنیاکي سیمه د روسیې هوايي بریدونه شوي. د سیمې له ګڼ شمېر لوړپوړیزو ودانیو په یوه کې اور ولګېد او کړکۍ یې وچاودېدې. په داسې حال کې چې ښار کې چاودنې کېدې، اور وژونکي وتوانېدل د دې ودانۍ له پاتې شونو تېر شي او د اور لمبې ووژني. پوزنیاکي سیمه کې لږ تر لږه اته کسان ټپیان شوي دي. یوه ځايي اوسېدونکي چیغه کړه: پوتین غواړو چې د حیوان په څېر ووژل شې.

    د نورو سیمو په اسمان کې هم د چاودنو لمبې او لوګي ولیدل شول. له ځايي وخت سره سم ګهیځ اووه بجې د شپې مهال ګرځبندیز پاې ته ورسېد، خو د خبرداري سائرنونه اورېدل کېدل. کیېف نن داسې ښار نه و، چې څوک دې له خوبه پکې راویښ شوي وي، ځکه داسې حال کې چې د چاودنو غږونه لا هم اورېدل کېږي، خورا لږ کسان ښايي ویده شوي وي. هغه څه چې اوکراینیانو یې په هکله کرۍ شپه تبصرې کولې، د کریملین هغه ژمنه وه، چې ګواکې ملکي خلکو ته به هېڅ زیان نه اوړي او د دوی عملیاتو تمرکز به پر اوکراییني پوځ ورټول وي.

  16. اوکرایین ولسمشر: موږ په یوازې سر د خپل هېواد دفاع کوو

    د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي یو ځل بیا له لویدیځوالو متحدینو غوښتي چې له هېواد سره یې مرسته وکړي او د روسیې یرغل مخه ونیسي. نوموړي نن سهار خپلو هېوادوالو ته وینا کې وویل:

    ''موږ نن سهار هم د پرون په څېر له خپله هېواده په یوازې سر دفاع کوو، د نړۍ ډېری لوی قدرتونه له لېرې ننداره کوي. ایا روسیه د پرون له بندیزونو اغېزمنه شوه؟ موږ چې زموږ په اسمان کې او پر ځمکه ولیدل، کافي نه دي.''

  17. د پلازمېنې شاوخوا کې د چاودنو غږونه

    د اوکرایین پلازمېنه کې دننه او دغه راز د دې ښار په شاوخوا کې د چاودنو غږونه اورېدل کېدو ګڼ شمېر رپوټونه ورکړل شوي دي.

    په کیېف کې د بي بي سي خبریال پاول آدم وايي، د هوايي بریدونو د خبرداري سایرنونه او لږ تر لږه د یوې چاودنې غږ یې اورېدلی دی.

  18. وروستی, اوکرایین ولسمشر: روسیه به د جګړې پای ته رسولو لپاره بالاخره له موږ سره خبرې کوي

    په کیېف کې د سهار ۳۰: ۰۷ بجې دي، د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زیلنسکي خپلو خلکو ته په یوه ویډیويي پیغام کې خبرې کوي.

    نوموړی په روسي او اوکراییني ژبو له روسیې د اوربند غوښتنه کوي.

    هغه وايي:

    ''روسیه به ژر یا وروسته له موږ سره خبرې کوي، چې دا یرغل او دا دښمنۍ پای ته ورسېږي. خو هر څومره ژر چې خبرې پیلېږي، د روسیې زیان به کم شي.''

    نوموړی وايي، تر څو چې بریدونه دوام کوي، له خپل هېواده به دفاع کوي.

    ښاغلي زیلنسکي تېره شپه پر پلازمېنې کیېف د سختو روسي بریدونو خبره وکړه او په وینا یې په اوسمهال کې د روسیې لومړۍ درجه دښمن هم دی دی، خو په خبره یې له پلازمېنې د وتلو هېڅ پلان نه لري.

  19. د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر: روسیې پر کیېف 'وحشیانه' توغندیز بریدونه کړي

    د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولبا وايي، روسیې پر پلازمېنه کیېف 'وحشیانه' توغندیز بریدونه کړي، چې نوموړي د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني له لوري پر اوکرایین بریدونو ته ورته بللي.

  20. پر اوکرایین د روسیې بريد پر لومړۍ ورځ د ۱۳۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

    د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د روسیې د یوه لوی پوځي برید په لومړۍ ورځ ۱۳۷ اوکرایني اتباع چې پوځیان او ملکي وګړي دواړه په کې شامل دي وژل شوي دي.

    تر دې وړاندې د اوکرايین د روغتيا وزير ويکټور لياشکو تائيد کړې چې د روسيې د پوځ له خوا په بريد کې ۵۷ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

    د اوکرایين خبري اژانس انټرفکس د راپور له مخې ښاغلي لياشکو ويلي چې د روغتيا سيستم لا په پښو ولاړ دی.

    پنجشنبه سهار وختي روسيې پر اوکرايين کې د کروز او بالستيکو توغنديو په مرسته هوايي ډګرونه او پوځي بنسټونه په نښه کړل او د هوا او سمندر له لارې يې پر دغه هېواد بريد پيل کړ.