اوکراییني چارواکي: کیېف کې کوڅه په کوڅه جګړه پیل شوې
د اوکرایین په پلازمېنه کیېف کې چارواکي وايي له روسي ځواکونو سره د کیېف ښار په کوڅو کې جګړه پیل شوې ده.
تر دې وړاندې ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی و چې دوی په پلازمېنه کیېف کې له روسي ځواکونو سره جګړې ته تیاری نیسي.
د ښار اوسیدونکي په خپلو کورونو یا نورو خوندي ځایونو کې ایسار پاتې دي.
د درنو ډزو غږونه په پلازمېنه کیېف کې اورېدل کېږي.
اوکراییني ځواکونه وايي د ښار له لویدیځې څنډې یې د روسي ځواکونو برید په شاه تمبولی دی.
خو د ښار په سویل کې د هوايي ډګر شاخوا ته جګړه روانه ده.