په کیېف کې د چاودنې غږ اورېدل شوی
د پلازمېنې کیېف مرکزي برخې لویدیځ کې د یوې چاودنې رپوټونه ورکړل شوي دي. دا چاودنه د هوايي بریدونو په هکله نژدې یو ساعت مخکې د سایرن له غږونو اورېدو وروسته شوې.
تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې د اوکرایین خارکیېف ښار په ازادۍ میدان کې یو توغندی لګېدلی. بل لور په تصویرونو کې لیدل کېږي چې د روسیې پوځي ګاډو او ټانکونو یو خورا ستر کاروان چې اوږدوالی یې نژدې څلوېښت میلو ته رسېږي، د اوکرایین پلازمېنې کیېف پر لور د خوځښت په حال کې دی. بل لور اروپايي ټولنه وايي، اوکرایین ته به د وسلو تر څنګ جنګي الوتکې هم ورکړي. اوکراییني چارواکواوس تایید کړې چې د یکشنبې پر ورځ د اوکراییني پوځ پر یوه مرکز د روسي ځواکونو توپخانې ګوزارنو کې ۷۰ پوځیان وژل شوي دي.
نورسعید او ګوربت ننګیال
د پلازمېنې کیېف مرکزي برخې لویدیځ کې د یوې چاودنې رپوټونه ورکړل شوي دي. دا چاودنه د هوايي بریدونو په هکله نژدې یو ساعت مخکې د سایرن له غږونو اورېدو وروسته شوې.
د اوکرایین دویم لوی ښار خرکیېف کې ځايي چارواکي وايي، روسي پوځونه دې ښار ته ننوتي دي. د خرکیېف ځايي ادارې مشر اولیګ سینیګوبوف وايي، "کوچني پوځي موټر ښار ته داخل شوي دي.''
د نوموړي له دې څرګندونو مخکې داسې تصویرونه خپاره شوي، چې روسي پوځي موټر د دې شمال ختيځ ښار په لارو، کوڅو کې روان ښيي.
ښاغلي سینیګوبوف له ښاریانو غوښتي، چې په کورونو کې دننه پاتې شي او زیاتوي چې روسي پوځیان د ښار په مرکزي برخه کې لیدل شوي دي.
نوموړی وايي:
"په پناه پسې مه ګرځئ، وسله وال اوکراییني پوځونه د دښمن په محو کولو بوخت دي. له ملکي خلکو غوښتل شوي چې لارو، کوڅو ته دې نه وځي.''
د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي، روسي ځواکونه نه دي توانېدلي چې اوکرایین کې پرمختګ وکړي او ټاکلو هدفونو ته ورسېږي.
د دفاع وزارت بیان کې ویل شوي چې روسي ځواکونه د اوکراییني ځواکونو له پیاوړي مقاومت سره مخ شوي او ګڼې لوژستیکي ستونزې لري.
د بریتانیا د فاع وزارت ویلي روسیي ځواکونو ته د سر زیان هم اوښتی او ځینې یې ژوندي نیول شوي دي.
په یوه نوي بدلون کې جرمني خپل دریځ بدل کړی او اوکرایین ته یې د وسلو او مهمات د ورکړې خبره کړې.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي په پام کې لري اوکرایین ته وسلې ورکړي.
پر شنبه هالنډ هم ویلي وو چې د اروپایي پوځي مرستو له کاروان سره یو ځای کېږي او اوکرایین ته وسلې ورکوي.
د لویدیځو هېوادونو له خوا پر روسیې د فشارونو لړ کې پرون ناوخته اروپايي ټولنې غړو هېوادونو، امریکا او کاناډا اعلان وکړ چې له بانکي نړیوال سېستم سویفټ نه به د روسیي دمرکزي بانک لاس لنډ کړي.
په دې ګام سره دوی وايي د مسکو د هغو هڅو مخه نیول کېږي چې له مخې یې غواړي د مالي بندیزونو اغیز کم کړی. اوکرایین ولسمشر ولادمیز زلینسکي د دې ګام هر کلی کړی.
هغه ویلي دا ګام په دې معنی دی چې اوکرایین د متمدنې نړۍ پام ور اړولی. ده دا ګام د خپل هېواد دیپلوماسۍ لپاره یو بری بللی. ښاغلی زلینسکي وايي، په دې ګام سره به روسیې ته ملیاردونه ډالر زیان واوړي.
کییف کې د بي بي سي خبریاله لیز دوسیت وایي پر نیمه شپه د نږدې پېښېدونکي توغندیز خبرداریورکړل شو. د اوکرایین د پارلمان یوې غړې ویلي کیېف له یوه بي ساري توغندیز برید سره مخامخ شوی.
ظاهرا د کیېف د نیولو لپاره د روسي ځواکونو برید پر شا تمبل شوی.
خو تېره شپه ناوخته کیېف ښار ته نږدې سیمو کې د درنو چاودونو غږونه اوریدل شوي دي. رپوټونو کې ویل شوي چې په یوه برید کې د تېلو زېرمه په نښه شوې.
د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، تر اوسه له اوکرایین څه باندې سل زره کسان تښتېدلي دي. ډېر خلک لوېدیځ لور ته تللي دي، هڅه کوي ګاونډیو هېوادونو ته له پولې تېر شي. اوس داسې اندېښنه ده د کډوالو دغه بهیر ښايي لا پسې ډېر شي.
د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان بي بي سي ته وویل، هېواد به یې د روسیې پر ضد د اروپايي ټولنې د ټولو بندیزونو بشپړ ملاتړ وکړي.
اوربان پخوا په اروپايي ټولنه کې د پوتین تر ټولو قوي متحد بلل کېده.
له اوکرایین سره د هنګري ختیځې پولې ته د سفر پر مهال اوربان وویل، د هنګري په ګډون ټولو اروپايي هېوادونو روسیه غندلې ده.
"دا د متحد کيدو وخت دی. دا جګړه ده او موږ باید له جګړې مخکې،وضعیت ته راوګرځو او سوله راولو. "
د بريتانيا د دفاع وزارت وايي، د لوژستيکي ستونزو او د اوکراييند خلکو د سخت مقاومت له امله د دغه هېږوادپر خاوره د روسي ځواکونو پرمختګ ورشوى دى.
د ياد وزارتپه وینا، د روسیې پوځ دا مهال د اوکرایین له ګڼ مېشتو ښارونو څخه په شا کېږي، خو په عین حال کې د روسي ځواکونو یوه برخه هلته پاتې دهچې دغه ښارونه يې محاصره کړي.
د برتانیاد دفاع وزارت هم وړاندوینه کوي چې نن شپه به د کیېف په ښار کې د روسیې د تخریب کوونکو ډلو او اوکرایني ځواکونو تر منځ ځينېنښتې وشي.
د بريتانيا د دفاع وزارت وايي، د کيېف نيوللا هم د روسيې اصلي موخهده.
جرمني اوکرایین ته د درېيم هېواد له لارېد خپلو وژنکو وسلو پر استولو بندیز لرې کړ.
دا په دې معنیده چې هالنډ به وکولی شي اوکرایین ته "۴۰۰ د ټانک ضد لاسي بمونه" واستوي.
دا ډول ګام د جرمني په پالیسي کې یو لوی بدلون دی او دا کار کولی شي اوکرایین ته د اروپا پوځي مرستې زیاتې کړي.د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په وروستیو اوونیو کې څو ځلې اوکرایین ته د وژونکو وسلو له ورکولو پالیسۍ ته اشاره کړې ده.
د روسیې پخوانی ولسمشر دیمیتري میدودوف وايي، مسکو لوېدیځ سره ډیپلوماټیکو اړیکو پاللو ته اړتیا نه لري.
نوموړي دا څرګندونې پر روسیې د لوېدیځ د بندیزونو له لګولو وروسته کړې.
ښاغلي میدودوف چې په ۲۰۲۰ کال کې د ولادیمیر پتین له خوا د لومړي وزیر په توګه له واکه لرې شو اوس د مسکو د امنیت شورا مرستیال دی. ده پر ټولنیزه شبکه لیکلي، "اوس د سفارتونو د تړلو وخت دی".
نوموړي همدا راز ویلي، مسکو به پر اوکرایین برید ته تر هغه وخته دوام ورکوي چې د پوتین له خوا ټاکل شوې موخې ترلاسه شي.
تر دې دمه دا نه ده معلومه چې د اوکرایین په تړاو د پوتین ټاکل شوې موخې به څه وي.
د بريتانيا د ملکې لمسي شهزاده ویلیم او د هغه مېرمنې د کېمبرېج ډيوک او ډچېز د اوکرایین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي لپاره د خپل ملاتړ ټویټ کړی. د برتانیا دې شاهي جوړه ویلي چې دوی له هغه او د اوکرایین له خلکو سره ولاړ دي.
د روسيې د رسنیو څار ادارې لسو هغو رسنیو ته چې پر اوکرایین یې د دغه هېواد پوځي برید "اشغال، برید یا د جګړې اعلان" بللی امر کړی چې خپل راپورونه دې بېرته ړنګ کړي.
په دغو رسنیو کې د دوزهد، مسکو غږ او نوایا ګزیتا په نامه خورا اغېزناکې او خپلواکې غیر دولتي رسنۍ هم شاملې دي چې مدیرانو یې په ګډه د سولې نوبل جایره ترلاسه کړې وه.
د روسیې د رسنیو څار ادارې پر رسنیو تور لګولی چې د اوکرايين پر ښارونو د توغندیو د توغولو او د ملکیانو د وژل کېدو په تړاو یې بې اعتباره معلومات خپاره کړې دي.
د روسيې دولتي رسنۍ د دغه هېواد د پالیسیو ملاتړ کوي.
د پولنډ یوه وزیر ویلي، پر اوکرایین د روسیې له بريد راهيسې تر دې دمه څه د پاسه ۱۱۵۰۰۰ اوکراینیان پولنډ ته اوښتي دي.
د کورنیو چارو وزیر پاول شیفرناکر یوې خبري غونډې ته ویلي، یوازې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې یاد شمېر کسان پولنډ ته داخل شوي دي.
د اوکرایین امنیتي اداري هغه راپور رد کړی چې ګنې ۶۰ روسي پوځیان سیمې ته ننوتلي دي.
تر دې مخکې هم د اوکرایین په لوېدیځ ښار کې د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.
د اوکرایین د ملي امنیت ادارې ویلي چې دا معلومات ناسم دي او داسې نه دي شوي.
په بیان کې ویل شوي چې یوازې یوې اوکرایپنۍ چورلکې په سیمه کې د څارنې الوتنه وکړه.
وکرایین وايي، د سره صلیب نړیواله کمېټه دي د زرګونه روسانو جسدونه چې تر دې مهاله پر اوکرایین برید کې وژل شوي ټول او روسيې ته دې ولېږدوي.
د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال ایرینا یوې ټلویزیوني غونډې ته ویلي، دا د زرګونه بریدګرو جسدونه دي، دا یوه بشري اړتیا ده.
هغه همدا راز ویلي، مونږ له خپلې خاورې د زرګونه روسي بریدګرو د جسدونو د لېږد غوښتونکي یوو.
هغه مخامخ پر سره صلیب غږ وکړ چې په دې برخه هر ډول لازم اقدامات وکړي.
له دې وړاندې اوکرایني پوځیانو په یوه فېسبوکي اعلان کې د نژدې ۳۵۰۰ روسي سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې خو روسيې تر دې دمه دا شمېر نه دی تایید کړی.
د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په یوه تازه ویډيو کې ویلي، د هېواد نظامي سرتېرو یې د روسيې د هغه پلان مخه نیولې چې غوښتل يې دی ونیسي او پر ځای يې بل مشر وګوماري.
نوموړي همدا راز د روسیې پر خلکو غږ وکړ چې د جګړې پای ته رسولو لپاره پر پوتين فشار راوړي.
ښاغلي زیلینسکي ویلي، مونږ د نوي رهبر د ګومارني په برخه کې د روسيې پلان شنډ کړ.
ده ویلي، اوکرایني ځواکونه د کیېف ښار شاوخوا اصلي ښارونو کنټرول ترلاسه کړی دی.
د نوموړي په وینا هېواد یې د اروپايي اتحادیې غړیتوب حق ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې اوکرایین اوسمهال د اروپایي اتحادیې غړی نه دی خو په اساسي قانون کې يې تمه څرګنده کړې چې غواړي له اروپايي اتحادیې سره یو ځای شي.
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر له نورو هېوادونو غوښتي چې له روسيې د خامو تېلو پېرل ودروي.
دیمیترو کولبا په خپل ټویټر لیکلي: "زه پر نړۍ غږ کوم چې روسیه په بشپړه توګه منزوي کړي، سفیران يې وباسي، د تیلو بایکاټ وکړي، اقتصاد یې له منځه یوسي او د روسیې د جنګي جرمونومخه ونیسي."
تر دې وړاندې ځينو لوېديځو هېوادونو پر روسیې د بنديزونو غوښتنه وکړه.
د اوکرایین د روغتیا وزیر ویکتور لیاشکو ویلي، د روسیې په برید کې تر اوسه د دریو ماشومانو په ګډون ۱۹۸اوکرایني وګړي وژل شوي دي.
نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې ۱۱۵تنه ټپیان شوي هم دي، چې ۳۳یې ماشومان دي.