وروستی, د روسیې فوټبال ملي لوبډله او کلبونه د فیفا او اروپا له سیالیو څخه وايستل شول
فیفا او د اروپا د فوټبال سازمان يواېفا (UEFA) د روسیې ټول کلبونه او ملي ټیمونه له ټولو سیالیو څخه ایستلي دي.
تر دې مخکې د اولمپیک نړیوالې کمېټې سپارښتنه کړې وه چې د روسیې او بېلاروس ورزشکارانو او چارواکو ته دې اجازه نه ورکول کېږي چې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
دا په دې مانا ده چې د روسیې نارینه ټیم به په راتلونکې میاشت د نړیوال جام په موخه لوبه کې برخه وانخلي. په داسې حال کې چې د ښځو ټیم به په دوبي کې د اروپا په سیالیو کې ګډون ونکړي.
فیفا او يواېفاپه یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې "فوټبال په بشپړ ډول متحد دی او په اوکرایین کې د اغېزمنو خلکو سره په بشپړ ډول پیوستون څرګندوي."