تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د ایران پوځ د پراخو او ویجاړوونکو بریدونو ګواښ کړی

    د ایران د پوځ یوه ویاند ویلي، چې امریکا او اسرائیل په دغه هېواد کې "ناڅېز" هدفونه په نښه کوي.‌

    هغه پر دې سربېره په راتلونکې کې د ایران له اړخه د "پراخو"، "ماتوونکو" او "ویجاړوونکو" بریدونو خبرداری هم ورکړی دی.

    د ایران د پوځ ویاند په یوه بیان کې چې د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس او فارس ​​نیمه رسمي خبري اژانس خپور کړی، ویلي د تهران د پوځي وړتیاوو او تجهیزاتو په اړه د دغو دواړو هېوادونو (اسرائيل او امریکا) معلومات "نیمګړي" دي.

    هغه د ولسمشر ټرمپ د دې ادعا په ردولو سره چې ګوندې د ایران د وسلو زیرمې په پراخه کچه له منځه تللې، ویلي دي چې د ایران پوځي تولید "داسې ځایونو کې ترسره کېږي چې تاسې یې هېڅ نه پېژنئ."

    نوموړي همدا راز امریکا او اسرائیل ته په خطاب کې زیاته کړې چې "تاسې باید د هغه یرغل بیه پرې کړئ، چې پیل کړی مو دی."

  2. د تهران ختیځ‌ کې د سترو چاودنو غږونه اورېدل شوي

    بي‌بي‌سي‌ فارسي‌ ته رسېدلي رپوټونه وايي چې د ایران د پلازمېنې تهران په ختیځ کې د چاودنو درانه غږونه اورېدل شوي دي.‌

    نن سهار د مشهد د هوايي ډګر شاوخوا هم هوايي بریدونه شوي‌ وو.

    هممهاله ایراني رسنیو د امریکا او اسرائيل په تازه بریدونو کې یوه ستر او مهم پله ته د اوښتي‌ زیان عکسونه خپاره کړي دي.‌

    ایران ورځپاڼې لیکلي چې اسرائیلو "د کرج د عظیمېې شاوخوا څو ځاینونه د بریدونو هدف ګرځولي دي."

    فارس خبري اژانس بیا ویلي، په یوه برید کې بي-‌۱ پل چې د ایران په کچه د لوړو پلونو کتار کې راځي، هدف ګرځول شوی دی.‌

    دغه پل په بیلقان سیمه کې د چالوس سړک (جانبازانو واټ) او کرج سیند د پاسه تېرېږي.‌

  3. وروستی, تهران: هرمز تنګی له امریکا او اسرائيل پرته د نورو هېوادونو کښتیو ته پرانیستی دی

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دوی له اسرائيل او امریکا پرته چې نوموړي "یرغلګر بللي"، د نورو هېوادونو اړوندې کښتۍ پرېږدي چې له هرمز تنګي تېرې شي.

    اسماعیل بقايي له نیوزروم افریقا تلویزیون سره مرکه کې وویل، د تېلو لېږدونکو بېړیو ته به "له چارواکو سره تر اړینې همغږۍ وروسته" له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ورکړ شي.

    هغه پراخې شخړې ته په اشارې په دې مرکه کې دا هم ویلي چې ایران به د "جګړې‌، مذاکراتو، اوربند" بیا بیا تکرار او "ناوړه څرخ" ونه زغمي.

    د یادونې ده چې امریکا په تېر جون کې هم د اسرائیل او ایران ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ورښکېله شوه او د ایران بېلابېل اټومي او پوځي تاسیسات یې بمبار کړل.

    ښاغلی بقايي وايي، "[هغه مهال] دوی وویل راځئ بس یې کړو، نو موږ هم [جګړه] ودروله" خو "نهه میاشتې وروسته دوی بیا پیل وکړ."

  4. سپاه پاسداران: یو هرمس ۹۰۰ ډرون مو شنډ کړی

    د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې چې یوه هرمس ۹۰۰ ډرون یې راغورځولی دی.

    د فارس ولایت د سپاه فجر په وینا، دغه ډرون نن سهار یې په شیراز ښار کې راغورځول شوی دی.

  5. بېروت کې پر یوې ودانۍ د توغندي د لګېدو شېبه

    پر خواله رسنیو دې خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د لبنان د پلازمېنې بېروت سویل کې پر یوې ودانۍ د توغندي برید کېږي.

    د لبنان روغتیا وزارت په وینا اسرائيلي ځواکونو د بېروت نړیوال هوايي ډګر ته پر غځېدلي سړک د دې پرتې ودانۍ د تشېدو امر کړی و.

    اسرائیل په دې وروستیو کې په لبنان کې خپل بریدونه سخت کړي دي.‌

    د لبنان سویل کې د اسرائيل په وروستیو بریدونو کې د روغتیاپالانو په ګډون د اوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی.

    بلخوا د لبنان حزب‌الله غورځنګ هم د اسرائیل پر شمالي سیمو د توغندیو تازه بریدونه کړي.

  6. وروستی, له لبنانه د اسرائيل پر شمالي سیمو د توغندیو برید شوی

    په اسرائیل کې د ځايي رسنیو لخوا خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د لبنان حزب‌الله غورځنګ لخوا د دغه هېواد پر شمالي سیمو د توغندیو له برید وروسته په جلیل سیمه کې له یوه ښارګوټي لوګي پورته کېږي.

    د اسرائيل ۱۲ شبکې ویلي، چې پر دې سیمې په څو دقیقو کې تر ۳۰ ډېر توغندي توغول شوي دي.

    دا په یوه ساعت کې پر جلیل سیمه د توغندیو دویم برید و.

    تر اوسه په دغو بریدونو کې د اوښتې احتمالي مرګژوبله او زیان څه راپور نه دی ورکړ شوی.

  7. وروستی, د یوه توغندي پاتې شونو د ابوظبۍ اقتصادي سیمې ته نږدې اقتصادي زیان اړولی

    د ابوظبۍ رسنیز دفتر د دوی د هوايي دفاع سیستم لخوا "په بریالیتوب سره د یوه توغندي تر مخنیوي او شنډېدو وروسته ابوظبۍ خلیفه اقتصادي سیمې ته نږدې" د یوې پېښې خبر ورکړی دی.

    دغه دفتر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې پېښه کې یو څه اقتصادي زیان اوښتی، خو مرګژوبله نه لري.‌

  8. وروستی, سعودي د څلورو ډرونونو د شنډولو خبر ورکړی

    د سعودي‌عربستان دفاع وزارت وايي، چې د هوايي دفاع سیستمونو یې څلور ډرونونه څارلي او شنډ‌ کړي دي.

  9. د ټرمپ په وینا کې نیمګړتیاوې وې او ځینې مهم ټکي له پامه غورځول شوي, د شمالي امریکا لپاره خبریال ګیری او ډونوهیو شننه

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپله وروستۍ وینا کې تر ډېره بریده هغه څه تکرار کړل چې ده له تېرو څو ورځو راهیسې ویلي دي.

    که د هغه د تېرې نژدې یوې اونۍ هغه د ټولنیزو رسنیو پیغامونه راواخیستل شي، د هغه د وینا او هغو پیغامونو ترمنځ هیڅ توپیر نه لیدل کېږي.

    په ورته مهال د هغه په ​​وینا کې ډېری څرګندې تشې ترسترګو شوې، چې ډېری بې ځوابه پوښتنې یې راپورته کړې.

    لومړۍ پوښتنه دا چې ایا د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو حکومت له دې مهالوېش سره موافق دی؟ موږ رښتیا هم نه پوهېږو.

    دوهمه دا، چې د تېر کال د ۱۲ ورځنۍ جګړې تر کنډوالو لاندې خښ شويو سلګونه کیلوګرامه بډایه شويو یورانیمو د استخراج پلان څنګه شو؟

    دریمه، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په تړاو د ولسمشر دایمي دریځ څه دی؟ دی اوس وايي چې د دې جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د اوبو لاره "په طبیعي توګه" بیا پرانستل شي، خو څنګه؟ داسې نه ښکاري چې څوک ځواب ولري.

    او په پای کې، ایا دی رښتیا د ناټو پریښودلو په تړاو جدي دی؟

    رښتیا دا دي، چې امریکایانو ته د ټرمپ له شل دقیقې وینا وروسته هم موږ واقعا نه پوهېږو چې په دې جګړه کې به بریا څه ډول وي.

    او هغسې چې د ولسمشر نظرونه ډېری مهال له یوې ورځې بلې ته متضاد وي، هرڅه او هره شېبه بدلېدای شي.

  10. ټرمپ: له ایران سره جګړه یوازې ۳۲ ورځې اوږده شوې

    ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د پوځي ځواک په توګه نه دریږي. هغه زیاته کړه، جګړه د امریکايي ماشومانو او راتلونکو نسلونو لپاره "یوه ریښتینې پانګه اچونه" ده.

    نوموړي بیا د شلمې او یوویشتمې پېړۍ د جګړو اوږدوالي ته اشاره وکړه، په خبره یې په عراق او افغانستان کې جګړو کلونه دوام وکړ، خو دې جګړې یوازې ۳۲ ورځې دوام وکړ. ټرمپ وايي، امریکایان نور د ایران د یرغل او "د اټومي باج اخیستنې له وېرې" نه ګواښل کېږي، او متحده ایالات به د بل هر وخت پرتله ډېر "خوندي، پیاوړي او ډېر سوکاله" وي.

    د ډونلډ ټرمپ وینا شاوخوا ۱۹ دقیقې وروسته پای ته ورسېده.

  11. وروستی, ټرمپ: امریکا د منځني ختیځ تېلو ته اړتیا نه لري

    ټرمپ د امریکا او وینزویلا د تېلو تولید په تړاو هم خبرې وکړې او په خبره یې امریکا له بهره د تېلو راوړلو ته اړتیا نه لري.

    هغه زیاته کړه، هغه هېوادونه چې د منځني ختیځ تېلو ته اړتیا لري باید اوس ګام پورته کړي او د هرمز تنګی پرانیستی وساتي. د یادونې ده، چې ایران د متحده ایالاتو او اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې له هرمز تنګي پر تېرېدونکو بېړیو د برید ګواښ وکړ، چې د سوداګرۍ یوه مهمه لاره ده او له فارس خلیج سیمې د انرژۍ لېږد چاره تر ډېره له هغه وروسته ودرول شوه.

    ټرمپ وايي:"هغه هېوادونه چې تېل نه شي ترلاسه کولی، ډېری یې د ایران په ویجاړولو کې له ګډونه انکار کوي... یو څه ناوخته زړورتیا وښایاست، تنګي ته لاړ شئ او دغه ځای ونیسئ. ساتنه یې وکړئ."

    ټرمپ دغه راز په هېوادونو غږ وکړ، چې د دې پر ځای دې د متحده ایالاتو تېل وپېري.

  12. ټرمپ: پر ایران د برید بنسټیز او ستراتیژیک اهداف پوره کېدونکي دي

    ډونلډ ټرمپ وايي، پر ایران د برید بنسټیز او ستراتیژیک هدفونه د پوره کېدو په حال کې دي. ښاغلي ټرمپ وویل، د امریکا پوځي عملیاتو، چې تر دې دمه د ۱۳ پوځیانو د وژل کېدو لامل شوي، د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو امکان له منځه وړی دی.

    ښاغلي ټرمپ د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا له عرب متحدینو هم مننه وکړه، چې په وینا یې متحده ایالات به اجازه ورنه کړي دوی ته زیان ورسېږي. د تېلو او انرژۍ د بیو لوړېدو په تړاو اندېښنو ته په اشارې سره، هغه یو ځل بیا تکرار کړه، چې امریکا هرمز تنګي ته اړتیا نه لري او پر نورو هېوادونو یې غږ وکړ، چې د دې تنګي امنیت او له هغه ځایه د تېلو تېریدل ډاډمن کړي.

    ښاغلي ټرمپ وویل: "ایران ویجاړ شوی او موږ سخت کار کړی دی. کله چې دا جګړه پای ته ورسېږي، د هرمز تنګی به خپله پرانیستل شي، ځکه چې ایران به هم خپل تېل پلوري."

  13. وروستی, ټرمپ: زموږ وسله والو ځواکونو چټکه او پرېکنده بریا ترلاسه کړه

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د 'ارټیمیس فضايي بېړۍ' توغولو په اړه د یوې لنډې اشارې وروسته له ایران سره د جګړې په اړه خپله وینا د امریکا د پوځي ځواک په ستاینې سره پیل کړه. نوموړي وویل، زموږ وسله والو ځواکونو چټکه او پرېکنده بریا ترلاسه کړې ده.

    هغه زیاته کړه، د ایران سمندري او هوايي ځواک ویجاړ شوی او مشران یې وژل شوي دي. ښاغلي ټرمپ وویل، د ایران د توغندیو او ډرون فابریکې ویجاړې شوې دي.

  14. ایراني ولسمشر د امریکا خلکو ته لیک لیکلی او د اوربند هیڅ یادونه یې پکې نه ده کړې

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د انرژۍ او صنعتي تاسیساتو په ګډون د خپل هېواد پر مهمو تاسیساتو بریدونه "جنګي جرم" بللی او په وینا یې د دې بریدونو پایلې به د ایران له پولو هاخوا وغځېږي.

    ښاغلي پزشکیان (د امریکا خلکو) په نامه یو لیک خپور کړی، چې پکې یې لیکلي، د ایران پر وړاندې د امریکا اوسنۍ جګړه د دې هېواد د خلکو په ګټه نه ده او ایرانیان د متحده ایالاتو، اروپا یا ګاونډیو هېوادونو له خلکو سره هیڅ دښمني نه لري.

    د ایران د ولسمشر په وینا، "هغه څه چې ایران کړي او کوي یې یوازې یو غبرګون او دفاع ده، نه د برید، جګړې یا یرغل پیل."

    نوموړي په ​​دا وروستیو کې د ایران پر صنعتي اډانې بریدونه "د بې ثباتۍ خپریدل او د بشري او اقتصادي لګښتونو زیاتوالی" بللي او لیکي، چې دا بریدونه "د ګډوډۍ او د تلپاتې حل ترلاسه کولو کې د ناکامۍ نښه ده."

    ښاغلي پزشکیان" د ګواښ په توګه د ایران انځور " د "د قدرت جوړښتونو د سیاسي او اقتصادي اړتیاوو محصول" په توګه بللی او په خبره یې متحده ایالات "د اسرائیلو لپاره په نیابتي توګه"په دې جګړه کې ښکېل شوي.

    د ښاغلي پزشکیان په لیک کې د اوربند هیڅ یادونه نه ده شوې.

    دا لیک له هغه څو ساعته وروسته خپور شو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، پرته له دې چې مشخص کړي چې چا ته اشاره کوي، ادعا وکړه چې "د ایراني رژیم نوي ولسمشر" له امریکا د اوربند غوښتنه کړې ده.

    ټاکل شوې، ښاغلی ټرمپ په راتلونکو ساعتونو کې (د امریکا له ختیځ وخت سره سم ماخوستن نهه بجې) له ایران سره د جګړې په اړه له سپینې ماڼۍ وینا وکړي.

  15. وروستی, پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو کې لږترلږه ۱۷ افغانان وژل شوي دي

    د ایراني رسنیو د راپورونو او هغو معلوماتو له مخې چې بي بي سي ته رسېدلي دي، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا او اسرائیلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ افغانان وژل شوي دي.

    په هغو تصویرونو کې چې د (وري پر اوومه - مارچ ۲۷مه) د تهران په سویلي کې اخیستل شوي، د لټون او ژغورنې کارکوونکي د وژل شویو کسانو مړي لېږدوي.

    د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړي هم د غم او اندېښنې حال کې د پېښې په ځای کې لیدل کېږي.

    د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د تهران پر شهر ری سیمې یوه برید کې د شپږو افغان اتباعو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي دي.

    تفصیل په دې ځانګړي رپوټ کې لوستلای شئ.

  16. وروستی, دفاعي لګښتونه، ګرینلنډ او افغانستان: درې موارد چې ټرمپ پکې پر ناټو نیوکه وکړه

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د ناټو پر غړو هېوادونو پر دې نیوکه وکړه چې دفاعي لګښتونه نه زیاتوي او ادعا یې کوله چې متحده ایالات د خپلو اروپايي همټلوالوې پرتله ډېر لګښت کوي.

    وروسته، د همدې کال په جنورۍ کې، ټرمپ د ناټو پر ژمنتیا شک وښود، په داسې حال کې چې هغه د کرینلنډ د نیولو ګواښ هم کاوه.

    کله چې هغه مهال بي بي سي ترې وپوښتل، که د ناټو احتمالي ماتې د ګرینلنډ د ضمیمه کولو په بیه وي، ایا دی دې ته چمتو دی که نه، هغه وویل: "هېچا هم ناټو ته تر ما زیات څه نه دي ورکړي، په هېڅ ډول."

    دا څرګندونه وروسته له هغې پوښتنې راڅرګندېدو وروسته راپورته کړه چې ایا ناټو به د اړتیا پر وخت له امریکا سره مرسته وکړي که نه، او ویې ویل: "زه پوهېږم چې موږ به ناټو وژغورو، خو زه رښتیا شک لرم چې هغوی به موږ وژغوري که نه."

    په همدې میاشت کې، هغه په افغانستان کې د ناټو او برتانوي ځواکونو سختې نیوکې هم وکړې او ادعا یې وکړه چې ټلوالې "ځینې ځواکونه" استولي وو، خو هغوی "یو څه شاته پاتې شوي وو، له لومړۍ کرښې لږ لرې"، چې دې څرګندونو د پخوانیو سرتېرو او د هغوی د کورنیو غوسه راوپاروله.

  17. وروستی, ایران وايي د هرمز تنګی به د "دوښمنانو" پر مخ نه پرانیستل کېږي

    په ایران کې، د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک وايي چې د هرمز تنګي به د "دې ملت د دوښمنانو" پر مخ تړلی پاتې وي.

    د دولتي ټلوېزیون له لارې په خپره شوې اعلامیه کې، ویل شوي چې دغه تنګی "په ټینګ او بشپړ ډول" د دې ځواک د سمندري قطعاتو تر کنټرول لاندې دی.

    ددې نه وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سوشل ټروت کې لیکلي چې ایران د اوربند غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړې: "موږ به هغه وخت پرې غور وکړو چې د هرمز تنګی بېرته پرانېستل شي، ازاد او خوندي وي. تر هغې پورې، موږ ایران له منځه وړو یا لکه څنګه چې دوی وايي، بېرته د ډبرو زمانې ته یې ګرځوو!!! "

    تر اوسه ایران د ټرمپ دې ادعا ته چې ګواکې د اوربند غوښتنه یې کړې، کوم غبرګون نه دی ښودلی.

    بریتانیا د هرمز تنګي د تګ راتګ د ازادۍ پر پلان غونډه کوي

    وړاندې، د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر لندن کې یوې خبري ناستې ته د منځني ختیځ د جګړې پر اغېزو خبرې وکړې.

    سټارمر اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزیره ایوېت کوپر به د نړۍ د مشرانو د یوې غونډې کوربتوب وکړي. دوی به د هرمز په تنګي کې د سمندري تګ راتګ د ازادۍ د بېرته ټینګولو پر پلانونو بحث کوي.

    هغه بیا ټینګار وکړ چې بریتانیا به د منځني ختیځ جګړې کې ښکېل کېږي او ویې ویل چې د خلکو د ورځنیو لګښتونو د لوړېدو پر وړاندې تر ټولو غوره لاره د کړکېچ کمول او د هرمز تنګي بېرته پرانیستل دي.

    لومړي وزیر وویل چې لندن به د امریکا او اروپا ترمنځ یو لوری نه ټاکي.

    هغه زیاته کړه: "زما په اند، دا زموږ په ګټه ده چې له امریکا او اروپا دواړو سره پیاوړې اړیکې ولرو."

    ده وویل: "خو زه باور لرم چې موږ له اروپا سره، په ځانګړي ډول د دفاع او امنیت، د انرژۍ د بدلونونو او اقتصاد په برخه کې، لا پیاوړو اړیکو ته اړتیا لرو."

  18. وروستی, ټرمپ: ایران د اوربند غوښتنه کړې ده

    د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ ویلي چې د "ایراني نظام نوي مشر" له متحده ایالاتو د اوربند غوښتنه کړې ده.

    ټرمپ په "ټروت سوشیال" کې په خپره کړې اعلامیه کې د ایراني چارواکي نوم په ښکاره ډول نه دی یاد کړی، خو هغه یې "د خپلو پخوانیو مشرانو په پرتله لږ افراطي او ډېر هوښیار" بللی دی.

    ټرمپ زیاته کړې:

    "موږ به دا موضوع هغه مهال وڅېړو چې د هرمز تنګی پرانیستی او له وسلو پاک شي. تر هغه وخته به موږ د ایران ویجاړولو ته دوام ورکړو، یا لکه څنګه چې دوی وایي، بېرته به یې د ډبرو زمانې ته ولېږدوو!"

    ټرمپ څو ساعته وړاندې ویلي وو چې امریکا به "ډېر ژر" له ایرانه ووځي، خو پوځي عملیات ښايي "نورې دوه تر درې اونۍ" هم دوام وکړي.

  19. وروستی, متحده عربي امارات وايي، اسیران پنځه بالستیک توغندي پرې توغولي

    عربي متحده عربي امارات وايي چې نن د ایران له‌خوا پنځه بالستیک توغندي توغول شوي دي.

    د دغه هېواد د دفاع وزارت د تازه معلوماتو له مخې، پر دې سربېره ۳۵ ډرون بریدونه هم شوي دي.

    په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې له ایرانه تر دې دمه د توغول شویو بالستیک توغندیو ټول شمېر ۴۳۸ ته رسېږي او د ډرون بریدونو شمېر ۲،۰۱۲ دی.

    د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې، چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوي، فارس خلیج کې د امریکا پر متحدینو د ایران غچ‌اخیستونکي پرله‌پسې بریدونه دوام لري.

    د وروستي راپور له مخې، یوازې په متحده عربي اماراتو کې تر اوسه د دغو بریدونو له امله د هېواد د وسله‌والو ځواکونو دوه غړي وژل شوي، سربېره پر دې یو پوځي قراردادي او نهه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

  20. وروستی, خلیج کې د نن سهار مهم پرمختګونه

    په داسې حال کې چې ایران او اسرائیل نن سهار یو پر بل بریدونه وکړل، د خلیج هېوادونه هم له توغندیزو بریدونو سره مخ دي.

    • متحده عربي امارات: د اماراتو په فجیره کې د یوې کروندې پر سر د بې‌پیلوټه الوتکې د شنډولو وروسته د پاتې شونو د لوېدو له امله یو بنګله‌دېشي سړی وژل شوی دی.
    • قطر: د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز (UKMTO) ویلي چې د هېواد له ساحل سره نژدې د تېلو یوه لېږدوونکې بېړۍ د "دوو توغندیو" له برید سره مخ شوې ده.
    • بحرین: نن سهار د خطر زنګونه وغږېدل او د بیړنیو حالاتو ډلې د کورنیو چارو وزارت په وینا، د "ایراني برید" له امله د یوې کمپنۍ په اړوند تاسیساتو کې د اور لګېدنې پېښې ته ورسېدې.
    • سعودي عربستان: د سعودي د دفاع وزارت اعلان کړی چې نن سهار یې دوه بې‌پیلوټه الوتکې شنډې او ویجاړې کړې، سربېره پر دې چې تېره شپه یې هم نورې الوتکې نسکورې کړې وې.
    • کویت: د ملکي هوايي چلن ادارې ویلي چې بې‌پیلوټه الوتکو د کویت نړیوال هوايي ډګر د سون توکو زېرمې په نښه کړې دي او ایران یې د برید پړ بللی دی. ادارې زیاته کړې چې لوی اور لګېدلی، سخت مالي زیانونه اوښتي، خو ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي.