د سرغړونو له تورونو سربېره د هند او پاکستان تر منځ اوربند ټینګ دی

د هند هوايي ځواک وايي، د دوی عملیات لا هم روان دي. پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې د هند هوايي ځواک له لوري ویل شوي، عملیات یې دوام لري او جزیات به یې وروسته خپاره کړي. په پیغام کې زیاته شوې، ''عملیات لا هم روان دي، نو نور معلومات به وروسته خپاره شي. هند هوايي ځواک له ټولو غواړي چې له اټکلونو او ناتائید شویو معلوماتو ډډه وکړي.''

لنډیز

  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي، هند او پاکستان سملاسي او بشپړ اوربند ته چمتو شوي دي.
  • د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار هم په یوه اېکس پیغام کې ویلي، چې هند او پاکستان سملاسي اوربند ته چمتو شوي دي.
  • له دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي و د هند خلاف یې ځوابي اقدامات اخیستي دي
  • د پاکستان پوځ خپلو ځوابي اقداماتو ته د بنیان مرصوص عملیاتو نوم ورکړی
  • ای‌اېس‌پي‌ار ویلي د دوی په ځوابي اقداماتو کې د پټانکوټ او اودامپور پوځي اډو په ګډون د هند بېلابېل پوځي اهداف په نښه شوي دي
  • هندي رسنیو د دوی تر ادارې لاندې د کشمیر سرینګر کې او نورو سیمو کې د څو سترو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړی
  • هندي رسنۍ وايي د پاکستان لخوا پر پوځي تاسیساتو سربېره ملکي سیمې په نښه شوې او مرګژوبله یې اړولې ده
  • د پاکستان پوځ تر دې مخکې ویلي وو چې هند یې پر درېیو هوايي اډو نورخان، شورکوټ او مرید د توغندیو بریدونه کړي
  • ای‌اېس‌پي‌ار مشر ادعا کړې چې هند د افغانستان خوا ته هم توغندي ورتوغولي او دا چې په دې توګه غواړي ټوله سیمه جګړې ته ټیل وهي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ټرمپ: هیله ده چې د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ ژر پای ته ورسېږي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "دا د شرم خبره ده". موږ د دې په اړه همدا اوس واورېدل."

    نوموړي وویل، "زه هیله لرم چې دا (تاوتریخوالی) ژر پای ته ورسېږي."

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  2. وروستی,

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوه وینا پاڼه کې ویلي: "خاین دوښمن په پاکستان کې په پنځو ځایونو باندې بزدلانه بریدونه کړي دي. د تیري دا ناوړه عمل به یې بې سزا پاتې نشي.

    هغه زیاته کړې"پاکستان د هند د دې بې دلیله برید پر وړاندې د پرېکنده ځواب ورکولو بشپړ حق لرو."

    پاکستان

    د عکس سرچینه، Red Crescent

  3. وروستی,

    د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف جیو نیوز ټلویزوني شبکې ته ویلي هند د پاکستان او کشمېر پر درې ولسي سیمو توغندیز بریدونه کړي. نوموړي هغه رپوټونه رد کړي چې هند ویلي د ترهګرو مرکزونه یې په نښه کړي دي.

  4. وروستی,

    هند ویلي، پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یې نهه سیمې په نښه کړي دي.

  5. وروستی,

    د پاکستان پوځ ویلي، د هند په بریدونه کې دوه ولسي کسان د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او یو ماشوم د پاکستان په بهاولپور کې وژل شوي دي.

    د پاکستان د پوځ ویاند وايي ۱۲ نور ولسي کسان په دغو بریدونو کې ټپیان شوي دي.

    د پاکستان د پوځ ویاند له جیو نیوز سره خبرو کې ویلي، یو ماشوم د یوه نړیدلي کور ویجاړیو کې بند پاتې دی.

    پاکستان

    د عکس سرچینه، SOCIAL

  6. وروستی, د پاکستان پوځ وايي هندي الوتکو په دریو ښارونو بهاولپور، کوټلي او مظفر اباد توغنديز بریدونه کړي دي.

    د پاکستان پوځ وايي هندي الوتکو په دریو ښارونو بهاولپور، کوټلي او مظفر اباد توغنديز بریدونه کړي دي.

    د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري له یوه ځایي تلویزیون سره په خبرو کې د دې بریدونو پخلی کړی او وايي دا بریدونه "د هند له خپل هوايي حریم څخه" ترسره شوي دي.