وروستی, مسعود اظهر: د هند برید کې زما د کورنۍ ۱۰ غړي او څلور نژدې ملګري ووژل شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د ممنوع ګرځول شوې ډلې "جیش محمد" مشر مولانا مسعود اظهر ویلي، د هند لخوا د بهاولپور په سبحان الله جومات برید کې د هغه د کورنۍ لس غړي او څلور نژدې ملګري وژل شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ د دوی لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې په وژل شویو کې د مولانا مسعود اظهر مشره خور او د هغې مېړه، د مسعود اظهر وراره او د هغه مېرمن، یو بل وراره او د هغه د کورنۍ پنځه ماشومان شامل دي.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې د مسعود اظهر یو نژدې مرستیال او د هغه مور، له دوو نورو نژدې ملګرو سره یوځای د سې شنبې شپې په برید کې ووژل شول.
په بیان کې د هند پر لومړي وزیر نریندرا مودي نیوکه شوې او ویل شوي، "دې ظلم ټول قوانین مات کړل، اوس باید هېڅوک د رحم تمه ونه کړي."









