د سرغړونو له تورونو سربېره د هند او پاکستان تر منځ اوربند ټینګ دی

د هند هوايي ځواک وايي، د دوی عملیات لا هم روان دي. پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې د هند هوايي ځواک له لوري ویل شوي، عملیات یې دوام لري او جزیات به یې وروسته خپاره کړي. په پیغام کې زیاته شوې، ''عملیات لا هم روان دي، نو نور معلومات به وروسته خپاره شي. هند هوايي ځواک له ټولو غواړي چې له اټکلونو او ناتائید شویو معلوماتو ډډه وکړي.''

لنډیز

  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي، هند او پاکستان سملاسي او بشپړ اوربند ته چمتو شوي دي.
  • د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار هم په یوه اېکس پیغام کې ویلي، چې هند او پاکستان سملاسي اوربند ته چمتو شوي دي.
  • له دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي و د هند خلاف یې ځوابي اقدامات اخیستي دي
  • د پاکستان پوځ خپلو ځوابي اقداماتو ته د بنیان مرصوص عملیاتو نوم ورکړی
  • ای‌اېس‌پي‌ار ویلي د دوی په ځوابي اقداماتو کې د پټانکوټ او اودامپور پوځي اډو په ګډون د هند بېلابېل پوځي اهداف په نښه شوي دي
  • هندي رسنیو د دوی تر ادارې لاندې د کشمیر سرینګر کې او نورو سیمو کې د څو سترو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړی
  • هندي رسنۍ وايي د پاکستان لخوا پر پوځي تاسیساتو سربېره ملکي سیمې په نښه شوې او مرګژوبله یې اړولې ده
  • د پاکستان پوځ تر دې مخکې ویلي وو چې هند یې پر درېیو هوايي اډو نورخان، شورکوټ او مرید د توغندیو بریدونه کړي
  • ای‌اېس‌پي‌ار مشر ادعا کړې چې هند د افغانستان خوا ته هم توغندي ورتوغولي او دا چې په دې توګه غواړي ټوله سیمه جګړې ته ټیل وهي

ژوندی پوښښ

  1. د هند او پاکستان ترمنځ‌ د کړکېچ دوام - تېره شپه نوي څه وشول؟

    • د هند پوځ‌ ادعا وکړه چې پاکستان یې پر درېیو پوځي اډو د توغندیو او ډرونونو په وسیله برید کړی دی. هندي پوځ چې خپل کوم نظامي مرکزونه یاد کړي، هغه د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په اودامپور، جمو او د هند د پنجاب په پټانکوټ‌ کې دي. خو هندي پوځ ویلي د پاکستان لخوا توغول شوي توغندي او ډرونونه شنډ شوي او دا چې تر دې دمه د څه زیان رپوټ نه در وکړل شوی.
    • د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا دا رد کړې چې د دوی ځواکونو دې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې کوم برید کړی وي. هغه بي‌بي‌سي ته ویلي، "زه دا ردوم، موږ داسې کوم برید نه دی کړی. موږ چې کله برید وکړو،‌ نو ټول به پرې خبر شي، چې برید وکړو بیا یې نه ردوو."
    • د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس د هند او پاکستان ترمنځ روانو نښتو ته په اشارې ویلي، امریکا به په داسې جګړه کې مداخله ونه کړي چې هېڅ تړاو ورسره نه لري. نوموړي وویل امریکا هند یا پاکستان ته نه شي ویلی چې وسله وغورځوي. نوموړي وایي دوی دغو نښتو ته اندېښمن دي، خو هیله لري چې خبره به تر اټومي جګړې ونه رسېږي.
    • د پاکستان کرېکټ بورډ (پي‌سي‌بي) تایید کړې چې هند سره د روان کړکېچ پر مهال نښتو او بریدونو په کتو پرېکړه شوې چې د پاکستان سوپر لیګ (پي‌اېس‌اېل) د روانو سیالیو پاتې لوبې په متحدو عربي‌ اماراتو کې وشي.‌ د پي‌سي‌بي مشر محسن نقوي ویلي د دغو لوبو د ترسره کېدو د ځای، لوبغالو او مهالوېش کره جزییات به وروسته خپاره شي.
  2. امریکا: د هند او پاکستان ترمنځ نښتو ته اندېښمن یو خو مداخله نه شو کولی

    ام

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي‌ وېنس

    د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس د هند او پاکستان ترمنځ روانې شخړې ته په اشارې ویلي، امریکا به په داسې جګړه کې مداخله ونه کړي چې هېڅ تړاو ورسره نه لري.

    هغه له فاکس نیوز تلویزیون سره په خبرو کې وویل موږ د دغو "هېوادونو ترمنځ جګړه کې مداخله نه شو کولی. البته امریکا د دیپلوماسۍ لاره نیوی شي."

    جی‌ډي‌ وېنس وايي واشنګټن یوازې دا کولی شي، چې نوی‌ډیلی او اسلام اباد د کړکېچ کمولو ته وهڅوي.‌

    د امریکا مرستیال ولسمشر وویل "هند برید وکړ - پاکستان ځواب ورکړ. دواړه هېوادونه باید په سړو مغزو فکر وکړي. د پاکستان او هند ترمنځ باید اټومي جګړه ونه شي. که داسې کېږي نو‌ ډېر زیات زیان به واوړي."

    نوموړي وویل 'امریکا هند ته نه شي ویلی چې وسله وغورځوي. موږ پاکستانیانو ته هم نه شو ویلی چې هغوی دې وسله وغورځوي."

    هغه زیاته کړه "دمګړۍ داسې نه ښکاري چې د پاکستان او هند ترمنځ نښتې دې پر اټومي جګړه واوړي."

    د یادونې ده چې د پنجشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د هند له بهرنیو چارو وزیر جی‌شنکر سره په تلیفوني خبرو کې له دواړو غاړو غوښتي وو چې د کړکېچ د کمېدو هڅه وکړي.

    همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروز هم د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ په اړه ویلي وو چې دواړه هېوادونه باید په یو بل بریدونه ودروي.

  3. 'د پي‌اېس‌اېل پاتې لوبې د پاکستان پر ځای اماراتو کې کېږي'

    کرېکټ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    پي‌سي‌بي ویلي د دغو لوبو د ترسره کېدو د ځای، لوبغالو او مهالوېش کره جزییات به وروسته خپاره شي.

    د یادونې ده چې تېره ورځ (د مې ۸مه) د راولپنډۍ لوبغالي ‌کې د پېښور زلمي او کراچي کېنګز لوبډلو ترمنځ د پي‌اېس‌اېل پلان شوې لوبه وځنډول شوه.‌

    تر هغې لږ ورمخکې د پاکستان پوځ ادعا کړې وه، چې یو هندی ډرون د راولپنډۍ لوبغالي ته څېرمه پر یوه سړک چې خوراکي‌توکي پرې پلورل کېږي،‌ رالوېدلی دی.‌

    د پاکستان د کرېکټ‌ بورډ مشر مسحن نقوي چې د دغه هېواد کورنیو چارو وزیر هم دی، ادعا کړې چې په راولپنډۍ کې دا برید د کرېکټ‌ لوبغالي هدف ګرځولو لپاره شوی او موخه یې د ده په وینا دا ده چې د پاکستان سوپر لیګ روانې سیالۍ اغېزمنې کړي.

    د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر د هند دا اقدام "غیرمسوولانه او خطرناک" بللی دی. هغه ویلي پي‌سي‌بي تل پر دې دریځ‌ درېدلی چې سیاست او لوبې باید جلا وساتل شي.‌

    ښاغلي نقوي وویل "د دې لپاره چې زموږ کورني او بهرني لوبغاړي چې زموږ ګران او قدرمن مېلمانه دي، د هند له احتمالي بې‌دلیله بریده وساتلی شو، نو متحدو عربي‌ اماراتو ته د پاتې سیالیو د لېږدېدو پرېکړه شوې ده."

    هند کې د ای‌پي‌اېل د یوې لوبې لغوه کېدل

    ای‌پي‌ایل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، دهرمشالا کې د پنجاب کېنګز او ډیلي‌ کپیټلز ترمنځ‌ سیالۍ کې یوازې ۱۰ اووره لوبه وشوه

    د یادونې ده چې تېره ورځ (د می ۸مه) د هند د کرېکټ غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) یوه لوبه هم نیمه تمامه پاتې شوه.

    د پنجاب کېنګز او ډیلي‌ کپیټلز ترمنځ‌ دا لوبه د هند په شمال کې د هماچل پردېش ایالت په دهرمشالا ښار کې روانه وه خو د ۱۰ اورونو له ترسره کېدو وروسته ودرول شوه.‌

    د هند کرېکټ بورډ په یوه بیان کې ویلي چې دا سیالي د "سترې تخنیکي ستونزې" له کبله لغوه شوه.

    په دغه بیان کې ویل شوي چې 'په سیمه کې د برېښنا د پرې کېدو له کبله د لوبغالي د څراغونو په یوه څلي کې ستونزه رامنځ ته شوه.‌'

    خو دا خبر داسې مهال ورکړ شو چې د هماچل پردیش په ګاونډ کې د هند تر ادارې لاندې له کشمیره د څو سترو چاودنو رپوټونه خپاره شول.

  4. وروستی, هند وايي پاکستان یې پر درېیو پوځي اډو برید کړی، پاکستان ترې انکار کوي

    پآکستان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د هند پوځ‌ ادعا کړې چې پاکستان یې پر درېیو پوځي اډو د توغندیو او ډرونونو په وسیله برید کړی دی.

    هندي پوځ چې خپل کوم نظامي مرکزونه یاد کړي، هغه د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په اودامپور، جمو او د هند د پنجاب په پټانکوټ‌ کې دي.

    د هند پوځ لخوا په دې اړه پر اېکس یوه خپاره شوي پیغام کې دا هم ویل شوي چې په دغو بریدونو کې تر دې دمه د څه زیان د اوښتلو رپوټ نه دی ورکړ شوی.

    په دغه پيغام کې ادعا شوې چې د پاکستان لخوا توغول شوي توغندي او ډرونونه د هند د دفاعي سیستم په وسیله شنډ شوي دي.

    Khoja
    د عکس تشریح، خواجه اصف - د پاکستان دفاع وزیر

    بلخوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا دا رد کړې چې د دوی ځواکونو دې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې کوم برید کړی وي.

    هغه بي‌بي‌سي ته ویلي، "زه دا ردوم، موږ داسې کوم برید نه دی کړی."

    خواجه اصف زیاته کړه، "موږ چې کله برید وکړو،‌ نو ټول به پرې خبر شي، چې برید وکړو بیا یې نه ردوو."

  5. وروستی, د پاکستان دفاع وزیر پر کشمیر له خپله اړخه هر ډول بریدونه ردوي

    د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بي بي سي ته وویل "موږ دا ردوو، موږ تر اوسه هیڅ شی نه دی توغولی."د پاکستان د دفاع وزیر په وینا کله چې پاکستان برید وکړي، هرڅوک به پرې پوه شي. "موږ به داسې برید ونه کړو چې بیا یې رد کړو".

    خواجه اصف د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د چاودنو او برېښنا بندېدو له رپوټونه وروسته له بي بي سي سره خبرې کولې.

  6. وروستی, د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې خلکو ته د حکومت سپارښتنې

    د هند تر واک لاندې کشمیر کې سرچینو بي بي سي ته ویلي، حکومت ځای خلکو ته د احتیاط سپارښتنه کړې.

    په ټولو مېشت ځایونو کې خلکو ته ویل شوي چې د کورونو څراغونه دې مړه وساتي، له کوره بهر دې نه وځي او له اړتیا پرته دې سفرونه نه کوي.

    هندي چارواکو ویلي، دا تدبیرونه د ویرې او ډار له امله نه دي او دا چې امنیتي ځواکونه به حالت په کابو کې وساتي.

  7. وروستی, د هند تر ولکې لاندې کشمیر، په جمو ښار کې د چاودنو راپورونه

    د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) د یوې امنیتي سرچینې له خولې ویلي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په جمو ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    دغه اژانس ته د یوې امنیتي سرچینې له خوا ویل شوي چې د جمو په هوايي ډګر کې د چاودنو غږونه وو. د جمو ښار د ګوجرنګر پله کې یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل، هغه د جمو هوايي ډګر ته نږدې شاوخوا ۱۶ داسې څيزونه ولیدل چې له اسمانه ځمکې ته راغورځېدل.

    عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل چې په سیمه کې ټول بازارونه تړل شوي وو، د خطر ټلۍ کړنګېدلې او ښار کې برېښنا پرې شوې وه.

    رویټرز خبري اژانس هم ویلي چې د پنجشنبې پر ماښام د هند تر ادارې لاندې کشمیر په جمو ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د رویټرز یوه خبریال وویل چې په سیمه کې د خطر زنګونه وهل شوي او په هوا کېتوغندي هم لیدل شوي.

  8. پر جمو د چاودېدونکي ډرون برید شوی

    د اسیا نیوز انټرنشنل په نوم یوې خبري شبکې رپوټ ورکړی چې پاکستان، د کشمیر جمو ښار پر هغو بې پیلوټه الوتکو په نښه کړی چې هدف ته له رسېدو سره چاودنه کوي.

    رپوټ کې ویل شوي چې هند دفاعي سیستم له وړاندې فعال کړی.

  9. د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې دفاعي سیستم فعال شوی او د خطر ټلۍ بېلابېلو سیمو کې کړنګېدلي

    جمو کې د بي بي سي خبریال ریاض مسرور ته ځايي خلکو ویلي چې، پر هوا یې ځیني څېزونه ولیدل چې د هوايي ډګر لوري ته روان وو. "له هغې وروسته د پرلپسې چاودنو غږونه واورېدل شول، او له بل لوري شغلې ولیدل شوې، داسې برېښېده چې مخنیوی یې کېږي."

    هندي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې په ټول جمو کې یې دفاعي سیستم فعال کړی دی، او د خبرداري زنګونه وهل شوي.

  10. د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ د کرېکټ لوبې هم اغېزمنې کړې دي

    کرېکټ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د هند او پاکستان تر منځ تر پهلګام برید وروسته د رامنځ ته شوي کړکېچ له کبله په دواړو هېوادونو کې د کرېکټ روانې لوبې هم اغېزمنې شوې دي.

    په هند کې د کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالۍ روانې دي. ټاکل شوې وه را روانه یکشنبه یوه لوبه د هند په شمال 'درمشاله' ښار کې وشي خو اوس به یې پر ځای دا سیالي په لوېديځ ښار 'احمداباد' کې ترسره شي.

    دا خبره د ګجرات د کرېکټ ادارې منشي انیل پټيل ځايي رسنیو ته کړې ده. لوبه د 'پنجاب کېنګز' او د 'مبمۍ اینډينز' تر منځ وه.

    د دې لوبې په اړه اندېښنې ډېرې وې او د هند او پاکستان تر منځ د روان کړکېچ له کبله د درمشاله هوايي ډګر هم له هغو څه باندې شلو هوايي میدانونو دی چې د مې میاشتې تر لسمې نېټې به تړلی وي.

    د 'پېښور زلمي' او 'کراچي کېنګز' لوبه ځنډول شوې

    کرېکټ

    د عکس سرچینه، PCB

    هاخوا د پاکستان په سوداګریز ښار کراچۍ کې هم د پاکستان غوره لیګ لوبې روانې دي او ټاکل شوې وه نن د 'پېښور زلمي' او 'کراچي کېنګز' تر منځ د کرېکټ لوبه وشي.

    خو د پاکستان کرېکټ بورډ پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې، له ښکېلو اړخونو سره په ګډه سلا یې دا لوبه ځنډولې ده او نوې نېټه به "په مناسب وخت کې" اعلان شي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    هغو کسانو ته چې د دې لوبې لپاره یې ټېکټونه اخیستي وو، کرېکټ بورډ سپارښتنه کړې چې د نننۍ لوبې لپاره د اخیستل شوي ټېکټ پیسې بېرته له ځانګړې ادارې ترلاسه کولی شي.

  11. هند: د تاوتریخوالي پارولو نیت نه لرو خو که برید وشي ډېر سخت ځواب به ورکړو

    د ویډیو تشریح، "د تاوتریخوالي پارولو نیت نه لرو خو که برید وشي ډېر سخت ځواب به ورکړو"

    د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جې‌شنکر ویلي چې هند له پاکستان سره "د تاوتریخوالي پارولو نیت" نه لري خو هر راز پوځي اقدام ته به "ډېر سخت ځواب ورکړل شي."

    ښاغلي جې‌شنکر دا څرګندونې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د هند او ایران د ګډ کمیسون په شلمه ناسته کې کړې دي. دواړه هېوادونه د دوستۍ تړون ۷۵ کلیزه نمانځي او ښاغلی عراقچي نن پنجشنبه (مې ۸) هند ته رسېدلی دی.

    جې‌شنکر په پهلګام کې پر سیلانیانو برید ته په اشاره ښاغلي عراقچي سره په غونډه کې ویلي، "تاسې داسې مهال هند ته پر سفر راځئ چې موږ یوه ځانګړي وحشي ترهګریز برید ته پر ځواب ورکولو لګیا یو چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د اپرېل پر ۲۲مه وشو."

    هند د هغه برید پړه پر پاکستان مېشتو وسله‌والو اچولې خو اسلام اباد دا ادعا رد کړې ده.

    د ښاغلي جې‌شنکر په خبره، "موږ هغه برید مجبور کړو چې د مې پر ۷مه تر پولې هاغاړه د ترهګرو ځالې بمبار کړو. زموږ غبرګون ټاکلی او سنجول شوی و. موږ د تاوتریخوالی د پارولو نیت نه لرو خو که پر موږ پوځي برید وشي نو پرته له شکه چې زموږ له ډېر سخت ځواب سره به مخامخ شي."

    د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره په ګډه غونډه کې همدا راز وویل، "د یوه ګاونډي او ملګري په توګه مهمه ده چې پر روان وضعیت ښه خبر واوسئ."

    د یادولو ده چې هند ته د ایراني د بهرنیو چارو د وزیر تر سفر د مخه دغه هېواد وړاندیز کړی و چې د هند او پاکستان تر منځ منځګړیتوب کولی شي.

  12. کشمير کې لا هم وېره خپره ده

    د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته د بي‌بي‌سي استول شوی خبریال افتخار خان وايي، په هغه سیمه کې چې وړمه شپه پرې هند برید کړی و، لا هم خلک د کړکېچ د پراخېدو او نورې ترینګلتیا وېره لري.‌

    کشمیر

    په دغه سیمه کې چې پاجګرا نومېږي، یو جومات په نښه شوی و چې درې کسان پکې وژلي شوي وو.‌ افتخار خان وايي، په سیمه کې ګڼ کورونه تش شوي او د کورنیو غړي یې نورو ځایونو ته د خوندیتابه لپاره استول شوي دي.

    هغه جومات ته چې برید پرې شوی، څوک نه پرېښودل کېږي.‌ د دې سیمې اقتصاد له لویه سره پر سیلانۍ ولاړ دی او له یوې اوونۍ راهیسې سیلانیان دغې سیمې ته نه پرېښودل کېږي.‌

    ښوونځي، کالجونه او تعلیمي بنسټونه ټول تړلي‌ دي.‌ تېره شپه د سیمې په ډېرو برخو کې خلکو له کورونو بهر څراغونه ګل کړي وو.‌

    په لاهور کې د نن ورځې ډرون بریدونو دلته د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې هم وېره ډېره کړې ده.‌

  13. وروستی, د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د هند ۱۲ ډرون الوتکې یې غورځولې دي

    شریف

    د عکس سرچینه، SCREEN GRAB

    د پاکستان پوځ ادعا کړې چې نن او پرون (۷ او ۸ مې) یې د هند ۱۲ ډرون یا بې‌پیلوټه الوتکې غورځولې دي.

    د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف ویلي چې تېره شپه هند یو ځل بیا د پاکستان حریم ته د ننوتو هڅه کړې او بېلابېلو سیمو ته یې ډرون الوتکې لېږلې وې.

    هغه ادعا کړې چې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو د هند ۱۲ ډرون وغورځولې او "اوس یې پاتې شوني له بېلابېلو سیمو راټولېږي."

    د ښاغلي شریف د ادعا له مخې، د هند بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان لاهور، ګوجرانواله، چکوال، اټک، راولپنډۍ، بهاولپور، میانوچور او کراچۍ پر لور لېږل شوې وې.

    ښاغلي شریف ویلي چې په تازه بریدونو کې د پاکستان یو پوځي مرکز په نښه شوی چې څلور سرتېري پکې ژوبل شوي او پوځي ودانیو ته "معمولي" زیان رسېدلی دی.

    ډرون

    د عکس سرچینه، IMRAN NIAZI

    د عکس تشریح، پاکستانيو رسنیو ځینې عکسونه هم خپاره کړي چې وايي،‌ د غورځول شوو ډرون الوتکو پاتې‌شوني دي.

    د یادولو ده چې هند تر اوسه د ښاغلي شریف د دې ادعا په اړه تازه څه نه دي‌ ویلي خو د لومړیو بریدونو پر مهال یې ویلي وو چې د پاکستان هېڅ راز پوځي مرکزونه یې نه دي په نښه کړي.

    تر ښاغلي شریف مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وو چې هند د چارشنبې په ورځ دوه یا درې ځله د ځینو ښارونو د هدف ګرځولو هڅه کړې. هغه اندېښنه څرګنده وه چې لا هم له هنده پرې د برید خطر شته.

    خواجه اصف ګوتڅنډنه کړې وه چې، "که هند له کوم دلیل او ثبوت پرته اقدام کولی شي، نو موږ به هم ځواب ورکړو. پاکستان باید خپل بدل واخلي."

  14. وروستی, پاکستان ولې د هند د توغندیو په مخنیوي کې پاتې راغی؟

    د جګړې پر مهال د هر هېواد لپاره هوايي یا فضايي دفاعي سیسټم ډېر ارزښتمن وي ځکه چې په دې کې هدف ته تر رسېدو مخکې د توغندیو راغورځولو وړتیا وي او د مقابل لوري د الوتکو موندلو او څارلو لپاره رادار او ګڼ نور وسایل پکې ځای پر ځای شوي وي.

    پاکستان او هند

    د عکس سرچینه، Getty Images

    خو د هند تر برید وروسته د پاکستان پر فضايي دفاعي سیسټم ځینې پوښتنې راولاړې شوې دي. پوښتنه دا ده چې په ریښتیا هم د پاکستان دفاعي سیسټم دومره وړتیا لري چې د هندي توغندیو مخه ډب کړي؟ پاکستان ولې په دې کې پاتې راغی چې هدف ته تر رسېدو مخکې د هند له فضا د ورتوغول شوو توغندیو مخه ونیسي؟

    د پاکستان د هوايي ځواکونو یو پخوانی قومندان اکرام الله بټي بي‌بي‌سي اردو ته په مرکه کې ویلي چې پاکستان پخپل دفاعي نظام کې د چین جوړ کړي 'اېچ‌کیو ۱۶' او 'اېف‌ای' دفاعي سیسټم په ګډون ګڼ توغندي ځای پر ځای کړي دي چې پاکستان ته د توغندیو ضد سیسټم لرلو وړتیا ورکوي. په وینا یې، دا سیسټم له ځمکې ځمکې ته د توغول کېدونکو توغندیو، کروز میزایلو او د جنګي‌ الوتکو د راغورځولو زور لري. خو په وینا یې، که توغندی له فضا یا له هوا پر ځمکه توغول کېږي نو داسې دفاعي سیسټم له پاکستان سره لا نه شته.

    یو بل پخوانی پاکستانی پوځی چارواکی عادل سلطان بیا وايي چې داسې دفاعي نظام یا سیسټم په ټوله نړۍ کې لا نشته چې یوه هېواد ته بشپړ فضايي خونديتوب ورکړي، هغه هم داسې هېوادونو ته چې د هند او پاکستان غوندې څنګ په څنګ سره پراته وي. دی وايي، د ‌پاکستان او هند پولې سره نښتې دي او په ځینو سیمو کې یې تر منځ فاصله یوازې څو متره ده او په داسې حال کې له فضا د ځمکې پر لور د توغېدونکو توغندیو سل سلنه مخنیوی ناشونی دی.

  15. وروستی, د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په اړه مهم سرټکي:

    کشمیر

    د عکس سرچینه، Getty Images

    • تېره چهارشنبه (اپرېل شپږمه) هند وویل چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په ګډون یې د دغه هېواد پر نهو بېلابېلو ځایونو بریدونه کړي‌ دي. خو پاکستان وویل چې شپږ ځایونه په نښه شوي دي.
    • د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چارشنبه ناوخته ولس ته په وینا کې وویل چې د هندي جنګي جېټ الوتکو په غورځولو سره پاکستان خپل "ځواب" ویلی دی. خو هند دا نه ده تایید کړې چې د دوی الونکې دې غورځول شوې وي.
    • پر همدې ورځ د پاکستان د پوځ ویاند اعلان وکړ چې د هند په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ او د ټپیانو ۵۷ تنو ته لوړ شوي دي. بلخوا د هند پوځ وايي چې کشمیر کې د کنټرول لاین هندۍ خوا ته د پاکستان په ډزو کې لږترلږه ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي.
    • د نړۍ ګڼو مشرانو له دغو دواړو اټومي وسله لرونکو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې ده.ولسمشر ټرمپ ویلي هند او پاکستان دې له شخړې لاس واخلي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس وویل چې دا بلاک هڅه کوي "منځګړیتوب وکړي او تاوتریخوالی راکم کړي."
    • د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هند د چارشنبې پر ورځ دوه یا درې ځله د ځینو ښارونو د هدف ګرځولو هڅه وکړه او دا چې اوس هم خطر شته چې دغه هېواد برید وکړي.‌
    • د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له هندي چارواکو سره کتنو لپاره ډیلي رسېدلی دی. مخکې له دې چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې پیل شي، ایران دواړو هېوادنو ته د منځګړیتوب وړاندیز کړی و.
    • د ځینو رسنیو او هوايي شرکتونو لخوا د خپرو شویو سفري لارښونو له مخې په هند کې څه باندې شل هوايي ډګرونه چې ډېر یې د دغه هېواد په شمال کې دي، د می میاشتې تر ۱۰مې پورې تړل شوي وي.
  16. د ویډیو تشریح، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د هند له بریدونو وروسته وضعیت
  17. رپوټونه: هند کې تر ۲۰ ډېر هوايي ډګرونه تړلي دي‌

    هند

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ځینو رسنیو او هوايي شرکتونو لخوا د خپرو شویو سفري لارښونو له مخې په هند کې څه باندې شل هوايي ډګرونه چې ډېر یې د دغه هېواد په شمال کې دي، د می میاشتې تر ۱۰مې پورې تړل شوي وي.

    دا رپوټونه د هند د ملکي هوايي چلند وزارت لخوا چې د هوايي ډګرونو د تنظیم مسوولیت لري، تر اوسه رسمآ‌ نه دي تایید شوي.

    په هند کې لویو هوايي شرکتونو چارشنبه تر هغې وروسته چې د هند لخوا پاکستان او د دغه هېواد تر ادارې لاندې کشمیر کې هوایي بریدونو وشول، هغو مساپرو لپاره لارښونې خپرې کړې چې د هوايي ډګرونو د تړلو له امله اغیزمن شوي.

    تېره ورځ هند کې له ۴۰۰ زیاتې الوتنې لغوه شوې او په خپرو شویو تصویرونو کې ښکارېدل چې له ډېرو هوايي ډګرونو مساپر بیرته ګرځول کېدل.

  18. د ایران بهرنیو چارو وزیر نوي ډیلي ته تللی

    هن

    د عکس سرچینه، MEA

    د عکس تشریح، عراقچي (ښی) نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي سره

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له هندي چارواکو سره کتنو لپاره ډیلي رسېدلی دی.

    د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي "د هند او ایران ترمنځ د دوستۍ تړون د ۷۵ کلیزې پر مهال" د عراقچي ورتګ "د دوه اړخیزو همکاریو ارزونې او پراختیا لپاره یو فرصت دی".

    عراقچي هند لخوا په پاکستان او د دغه هېواد تر ادارې لاندې کشمیر کې له بریدونه یوه ورځ مخکې اسلام آباد ته تللی او له خپل سیال اسحاق ډار سره یې لیدلي وو.

    مخکې له دې چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې پیل شي، ایران دواړو هېوادنو ته د منځګړیتوب وړاندیز کړی و.

  19. وروستی, خواجه اصف: لا هم خطر شته چې هند برید وکړي

    هند

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هند د چارشنبې پر ورځ دوه یا درې ځله د ځینو ښارونو د هدف ګرځولو هڅه وکړه او دا چې اوس هم خطر شته چې دغه هېواد برید وکړي.‌

    هغه د پاکستان له جیو نیوز خصوصي تلویزن سره خبرو کې ویلي، په ځینو ښارونو کې د همدې لپاره څراغونه مړه شول چې بریدونه ونه شي.

    خواجه اصف دا هم وویل چې "موږ ورته چمتو یو. دا حساب کتاب باید وکړو. هند چې څه کوي موږ یې نه زغموو، بلکې ځواب به یې ورکړو."

    د پاکستان دفاع وزیر وایي، "دوه اوونۍ وړاندې چې څه مسله پیل شوې، هغه تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې."

    نوموړي زیاته کړې چې "که هند له کوم دلیل او ثبوت پرته اقدام کولی شي، نو موږ به هم ځواب ورکړو. پاکستان باید خپل پور واخلي."

    خواجه اصف وویل "که موږ اوس هند ته څه ځواب ورکړو، نو له موږ سره یې معقول جواز هم شته. خو موږ به هند کې ښارونه په نښه نه کړو."

  20. د هند بریدونو کې په پاکستان او د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې اوښتي زیانونه د تصویر په ژبه

    هند

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د پاکستان د پنجاب ایالت په بهاولپور کې د هند له برید وروسته ویجاړۍ
    پآکستان

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د پاکستان تر ادارې لاندې د کشمیر په مرکز مظفراباد کې بلال مسجد ته اوښتی زیان
    کشمیر

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، په کوټلي ښار کې هم ودانیو ته زیان اوښتی دی
    کابل

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د پنجاب بهاولپور کې یو زیانمن شوی موټر