د سرغړونو له تورونو سربېره د هند او پاکستان تر منځ اوربند ټینګ دی

د هند هوايي ځواک وايي، د دوی عملیات لا هم روان دي. پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې د هند هوايي ځواک له لوري ویل شوي، عملیات یې دوام لري او جزیات به یې وروسته خپاره کړي. په پیغام کې زیاته شوې، ''عملیات لا هم روان دي، نو نور معلومات به وروسته خپاره شي. هند هوايي ځواک له ټولو غواړي چې له اټکلونو او ناتائید شویو معلوماتو ډډه وکړي.''

لنډیز

  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي، هند او پاکستان سملاسي او بشپړ اوربند ته چمتو شوي دي.
  • د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار هم په یوه اېکس پیغام کې ویلي، چې هند او پاکستان سملاسي اوربند ته چمتو شوي دي.
  • له دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي و د هند خلاف یې ځوابي اقدامات اخیستي دي
  • د پاکستان پوځ خپلو ځوابي اقداماتو ته د بنیان مرصوص عملیاتو نوم ورکړی
  • ای‌اېس‌پي‌ار ویلي د دوی په ځوابي اقداماتو کې د پټانکوټ او اودامپور پوځي اډو په ګډون د هند بېلابېل پوځي اهداف په نښه شوي دي
  • هندي رسنیو د دوی تر ادارې لاندې د کشمیر سرینګر کې او نورو سیمو کې د څو سترو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړی
  • هندي رسنۍ وايي د پاکستان لخوا پر پوځي تاسیساتو سربېره ملکي سیمې په نښه شوې او مرګژوبله یې اړولې ده
  • د پاکستان پوځ تر دې مخکې ویلي وو چې هند یې پر درېیو هوايي اډو نورخان، شورکوټ او مرید د توغندیو بریدونه کړي
  • ای‌اېس‌پي‌ار مشر ادعا کړې چې هند د افغانستان خوا ته هم توغندي ورتوغولي او دا چې په دې توګه غواړي ټوله سیمه جګړې ته ټیل وهي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ: تر اوسه پر څه پوهېږو؟

    کشمیر

    د عکس سرچینه، Getty Images

    • هند د چارشنبې پر شپه وویل چې پاکستان او د دغه هېواد تر ادارې لاندې کشمیر کې یې څو بریدونه کړي دي
    • ډیلي وویل نهه ځایونه یې په نښه کړي. خو پاکستان وروسته وویل چې شپږ ځایونه په نښه شوي دي.
    • اسلام اباد بیا‌ بیا ادعا کړې چې د هند پنځه جټ الوتکې او یو ډرون یې راغورځولي دي، خو هند دا نه ده تایید کړې
    • د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چارشنبه ناوخته ولس ته په خطاب کې د هندي جنګي جټونو د ویشتلو ادعا ته په اشارې وویل چې پاکستان خپل "ځواب" ویلی دی
    • پر همدې ورځ د پاکستان د پوځ ویاند اعلان وکړ چې د هند په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ او د ټپیانو ۵۷ تنو ته لوړ شوي دي
    • بلخوا د هند پوځ وايي چې کشمیر کې د کنټرول لاین هندۍ خوا ته د پاکستان په ډزو کې لږترلږه ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي
    • د نړۍ ګڼو مشرانو له دغو دواړو اټومي وسله لرونکو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې ده. ولسمشر ټرمپ ویلي هند او پاکستان دې له شخړې لاس واخلي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس وویل چې دا بلاک هڅه کوي "منځګړیتوب وکړي او تاوتریخوالی راکم کړي"
  2. د پاکستان پوځ: د بې ګناه تویو شویو وینو د هر څاڅکي حساب به وشي

    احمد

    د عکس سرچینه، PTV

    د عکس تشریح، د پاکستان د پوځ ویاند خپله دا ادعا تکرار کړه چې تېره شپه یې د هند ۵ جنګي الوتکې نسکورې کړې

    د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري چارشنبه (د مې ۷مه) یوه خبري کنفرانس ته ویلي: "د بې ګناه خلکو د ناحقه تویو شویو وینو د هر څاڅکي حساب به وشي."

    هغه وویل هند د می د شپږمې او اوومې ترمنځ پر شپه بې ګناه ملکي وګړي او ماشومان په نښه کړل، "که دا ترهګري نه وي، نو بل څه دي؟"

    د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر (ای‌اېس‌پي‌ار) مشر زیاته کړه، پاکستاني ځواکونو د هند د تیري په ځواب کې پوځي اهداف په نښه کړل.

    احمد شریف چودري په دغه خبري کنفرانس کې خپله دا ادعا هم تکرار کړه چې د پاکستان د هوايي‌ځواک تېره شپه د هند درې رفایل، یوه اېس‌یو ۳۰ او یوه مېګ ۲۹ جنګي الوتکه چې د ده په وینا له بریدونو وروسته "بېرته تښتېدلې"، لمنځه وړې‌ دي.‌

    د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه چې د هند له اړخه د کنټرول لاین په اوږدو کې بې دلیله ډزې او له اوربنده سرغړونې دوام لري او د دوی ځواکونه یې په اغیزناکه توګه ځواب ورکوي.‌

    نوموړي د هند د څو سرحدي پوستو د ویجاړولو ادعا هم وکړه.

    هغه همدا راز یو ځل بیا نوی ډيلی تورن کړ چې د نیابتي‌ ډلو په وسیله ترهګري خپروي او د ده په وینا د دې شواهد هم موجود دي.‌

  3. وروستی, د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ: تر اوسه پر څه پوهېږو؟

    • هند د چارشنبې پر شپه وویل چې پاکستان او د دغه هېواد تر ادارې لاندې کشمیر کې یې څو بریدونه کړي دي
    • ډیلي وویل نهه ځایونه یې په نښه کړي. خو پاکستان وروسته وویل چې شپږ ځایونه په نښه شوي دي.
    • اسلام اباد بیا‌ بیا ادعا کړې چې د هند پنځه جټ الوتکې او یو ډرون یې راغورځولي دي، خو هند دا نه ده تایید کړې
    • د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چارشنبه ناوخته ولس ته په خطاب کې د هندي جنګي جټونو د ویشتلو ادعا ته په اشارې وویل چې پاکستان خپل "ځواب" ویلی دی
    • پر همدې ورځ د پاکستان د پوځ ویاند اعلان وکړ چې د هند په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ او د ټپیانو ۵۷ تنو ته لوړ شوي دي
    • بلخوا د هند پوځ وايي چې کشمیر کې د کنټرول لاین هندۍ خوا ته د پاکستان په ډزو کې لږترلږه ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي
    • د نړۍ ګڼو مشرانو له دغو دواړو اټومي وسله لرونکو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې ده. ولسمشر ټرمپ ویلي هند او پاکستان دې له شخړې لاس واخلي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس وویل چې دا بلاک هڅه کوي "منځګړیتوب وکړي او تاوتریخوالی راکم کړي"
  4. ډونلډ ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

    Trump

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان او هند ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه لنډه تبصره کړې ده.

    نوموړي چارشنبه په ​​خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل: "زه دواړه (هېوادونه) ښه پېژنم. غواړم چې دوی ستونزه پخپله حل کړي."

    ټرمپ وویل دی غواړي چې هند او پاکستان له ترینګلیتا لاس واخلي.

    هغه زیاته کړه: "که زه څه مرسته کولی شم، وبه یې کړم."

  5. ملاله: موږ د یو بل نه، بلکې 'کرکه او تاوتریخوالی زموږ دښمنان دي'

    کابل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    ملالې یوسفزۍ د پاکستان او هند له مشرانو غوښتي چې "د تاوتریخوالي کمولو لپاره ګامونه پورته کړي، د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، ساتنه وکړي او د نفاق‌‌اچوونکو ځواکونو پر وړاندې متحد شي".

    ملاله په ۲۰۱۲ کال کې زدکوونکې وه چې په سوات کې ښوونځي ته پر لاره یوه وسله وال برید کې پر سر په ډزو ویشتل شوه. هغې تر دې پېښې دوه کاله وروسته په ۱۷ کلنۍ کې د سولې نوبل جایزه تر لاسه کړه او په دې توګه د دې معتبرې جایزې تر ټولو ځوانه ګټونکې شوه.

    نوموړې د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ او شخړې په اړه چارشنبه د خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ولیکل: "موږ د یو بل نه، بلکې کرکه او تاوتریخوالی زموږ ګډ دښمنان دي."

    هغې په خپل پیغام کې په دواړو هېوادونو کې "د بې ګناه ملکي وګړو" له کورنیو او خپلوانو سره د خواخوږۍ ښودلو ترڅنګ ویلي، نړیواله ټولنه باید اوس د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو او دیپلوماسۍ ودې لپاره اقدام وکړي او دا چې سوله "د ګډ امنیت او سوکالۍ یوازینۍ لاره ده."

  6. د پاکستان پوځ: د هند بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی

    د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري وايي، د مې د ۶مې او ۷مې ترمنځ پر شپه هندي ځواکونو لخوا پاکستان کې او د دغه هېواد تر ادارې لاندې کشمیر کې په ترسره شویو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ تنو ته لوړ شوی دی.

    هغه وویل په دغو بریدونو کې ۵۷ نور کسان ټپیان شوي‌ هم دي.‌

    تر دې مخکې د هند د توغندیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۶ او د ټپیانو ۴۶ ښودل شوی و.

  7. د پاکستان پوځ: د بې ګناه تویو شویو وینو د هر څاڅکي حساب به وشي

    احمد

    د عکس سرچینه، PTV

    د عکس تشریح، د پاکستان د پوځ ویاند خپله دا ادعا تکرار کړه چې تېره شپه یې د هند ۵ جنګي الوتکې نسکورې کړې

    د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري چارشنبه (د مې ۷مه) یوه خبري کنفرانس ته ویلي: "د بې ګناه خلکو د ناحقه تویو شویو وینو د هر څاڅکي حساب به وشي."

    هغه وویل هند د می د شپږمې او اوومې ترمنځ پر شپه بې ګناه ملکي وګړي او ماشومان په نښه کړل، "که دا ترهګري نه وي، نو بل څه دي؟"

    د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر (ای‌اېس‌پي‌ار) مشر زیاته کړه، پاکستاني ځواکونو د هند د تیري په ځواب کې پوځي اهداف په نښه کړل.

    احمد شریف چودري په دغه خبري کنفرانس کې خپله دا ادعا هم تکرار کړه چې د پاکستان د هوايي‌ځواک تېره شپه د هند درې رفایل، یوه اېس‌یو ۳۰ او یوه مېګ ۲۹ جنګي الوتکه چې د ده په وینا له بریدونو وروسته "بېرته تښتېدلې"، لمنځه وړې‌ دي.‌

    د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه چې د هند له اړخه د کنټرول لاین په اوږدو کې بې دلیله ډزې او له اوربنده سرغړونې دوام لري او د دوی ځواکونه یې په اغیزناکه توګه ځواب ورکوي.‌

    نوموړي د هند د څو سرحدي پوستو د ویجاړولو ادعا هم وکړه.

    هغه همدا راز یو ځل بیا نوی ډيلی تورن کړ چې د نیابتي‌ ډلو په وسیله ترهګري خپروي او د ده په وینا د دې شواهد هم موجود دي.‌

  8. د هند پوځ: د جمو او کشمیر پونچ سیمه کې د پاکستان ډزو کې یو هندی سرتېری وژل شوی

    هند پوځ وايي چې د پاکستان له اړخه د توپخانې ډزو کې د دوی تر کنټرول لاندې د کشمیر پونچ سیمه کې یو هندی سرتېری وژل شوی دی.

    پر اېکس باندې د هند د پوځ یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې "موږ پونچ سېکټر کې پر معصومو خلکو د ترسره شویو بریدونو ټولو اغېزمنو شویو سره پیوستون څرګندوو."

    هممهاله د هریانه ایالت اعلی وزیر نایبي سنګ سني هم د اېکس یوه پیغام کې لیکلي چې نن د جمو او کشمیر پونچ سیمه کې د هریانه د پلول اوسېدونکی 'دنیش کمار شرما' د پاکستان د بریدونو پر وړاندې مقابله کې وژل شوی دی.

  9. د پاکستان د هوايي ډګرونو سازمان: زموږ هوايي حریم پرانستی دی او ټول هوايي ډګرونه فعال دي

    د پاکستان د هوايي ډګرونو سازمان وايي چې د دغه هېواد ټول هوايي ډګرونه فعال او ګټه ترې اخستل کېږي. د پاکستان د هوايي ډګرونو سازمان دا هم ویلي چې هوايي حریم یې د ټولو ملکي الوتنو لپاره خوندي دی.

    د دغه سازمان په یوه بیان کې ویل شوي" پاکستان د هند له اړخه د پارونکو ګامونو په اړه خپلې اندېښنې او د هوايي چلند د خوندیتوب لپاره غوښتنې د هوايي چلند نړیوال سازمان ته رسولي دي."

    پر پاکستان او تر کنټرول لاندې کشمیر یې، د هند له لوري د تېرې شپې له برید وروسته داسې اندېښنې راپورته شوي چې ښايي د دغه هېواد هوايي حریم له ستونزو سره مخ شي او دا چې د پوځي ترینګلتیا له امله ملکي الوتنې ځان خوندي ونه ګڼي.

  10. د هند برید کې د مظفرآباد بلال جومات ویجاړ شو: "ګمان نه کېده چې دلته به برید وشي"

    د ویډیو تشریح، د هند برید کې د مظفرآباد بلال جومات ویجاړ شو: "ګمان نه کېده چې دلته به برید وشي"

    په د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د هند د تېرو شپو بریدونو پر مهال، د مظفرآباد په شوایي سیمه کې یو جومات بشپړ ویجاړ شوی دی.

    د بي‌بي‌سي خبریاله فرحت جاوید سیمې ته رسېدلې ده. دا چې هغې هلته څه ولیدل، په دې ویډیو کې یې کتلی شئ...

  11. روسیه وايي، د هند او پاکستان پوځي ترینګلتیا ته "ژوره اندېښنه" لري

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا پاڼه کې ویلي د هند او پاکستان ترمنځ پوځي کړکېچ ته " ژوره اندېښنه" لري.

    د روسیې خبري اژانس "آر ټي " پر خپله پاڼه د دغه وزارت له قوله لیکلي، له دواړو هېوادونو غواړي چې له زغمه کار واخلي.

    بیانیه کې ویل شوي، روسیه د هرې بڼې ترهګریزو کړنو او هر ډول تیري غندنه کوي او پر وړاندې یې د نړیوالو همغږو هڅو او پر اغېزمنې مبارزې ټینګا کوي."

    روسيې ویلي، هیله لري اسلام اباد او ډیلی به له سوله ایزو لارو دا کړکېچ پای ته ورسوي.

    روسیه له لسیزو راهیسې له هند سره نژدې ملګرتیا لري خو په دې وروستیو کې یې له پاکستان سره هم اړیکې نژدې شوي دي.

  12. ولې کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې ټکی دی؟

    kashmir

    د عکس سرچینه، EPA

    دواړه هېوادونه د کشمیر د مالکیت دعوه کوي خو له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې بریتانیا یې خپلواکي واخیسته یو هم پر ټول کشمیر بشپړ واک نه لري او دواړه یې پر ځينو برخو واک لري.

    دواړو هېوادونو دوه وارې د کشمیر پر سره جګړه کړې ده.

    خو په دې وروستیو کې د وسله والو ډلو بریدونه دي چې کله نا کله دواړه هېوادونه شخړو ته نژدې کوي. له ۱۹۸۹ کال راهیسي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې بغاوتونه لیدل کېږي چې امنیتي ځواکونه او ولسي خلک په نښه کوي.

    په ۲۰۱۹ کې د هندي قانون د۳۷۰ مادې له مخې د کشمیرد نیمه خپلواکۍ له لغوه کېدو وروسته دا پر ولسي وګړو تر ټولو لوی برید وو.

    له دغه پرېکړې وروسته دغه سیمه د اعتراضونو شاهده وه خو بیا هم په کې د اورپکۍ کمی لیدل کېده او دا چې د ګرځندویانو شمېر لوړ شوی وو.

    په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۹ هندي سرتېرو له وژل کېدو وروسته، هند د کنټرول پر کرښه د وسله والو مرکزونه په نښه کړل.

    په ۲۰۱۹ کې د پلوامه برید سره چې ۴۰ هندي سرتیري په کې ووژل شول، هند پر بالاکوټ هوايي ګزارونه وکړل. دا له ۱۹۷۰ کال راهیسې لومړی ځل و چې هند د پاکستان خاورې دننه د غچ دغه وړ بریدونه کوي.

    تر اوسه خبره ناورین حالت ته نه ده رسېدلې خو د داسې څه پېښېدو شونتیاو مخنیوي لپاره نړیوال دیپلوماتان پرلپسې خوارۍ کوي چې حالت کابو کړي او د کړکېچ پراخېدو مخه ونیسي.

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش " د لوی زغم" غوښتنه کړې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا ویلي هیله لري چې جګړه " ژر پای ته ورسېږي."

  13. وروستی, بریتانیا وايي د هند او پاکستان ترمنځ اوسنی کړکېچ 'یوه جدي اندېښنه' ده

    لامي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ‌ډ‌یویډ لامي: "ما خپلو سیالانو ته په هند او پاکستان کې څرګنده کړې چې که دا وضعیت لا ډېر پیچلی شي، نو هېڅ لوری به ګټه و نه کړي."

    د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي ویلي چې د هند او پاکستان ترمنځ اوسنی کړکېچ "یوه جدي اندېښنه" ده.

    لامي د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د بریتانیا حکومت له هند او پاکستانه غواړي چې له زغم کار واخلي او مستقیمو خبرو ته کیني چې د شخړې د حل لپاره ژر یوه ډیپلوماتیکه لاره ومومي."

    هغه زیاته کړه چې بریتانیا له دواړو هېوادونو سره نژدې او ځانګړي اړیکې لري.

    "ما خپلو سیالانو ته په هند او پاکستان کې څرګنده کړې چې که دا وضعیت لا ډېر پیچلی شي، نو هېڅ لوری به ګټه و نه کړي."

    لامي وویل: "تېره میاشت پهلګام کې د رامنځته شوي وحشتناکه ترهګریز برید په اړه د بریتانیا غندنه واضحه وه. موږ اړ یو چې ټول لوري ژر تر ژره سیمې ته د ثبات بېرته ستنېدو لپاره لاس په کار شي او د ولسي وګړو خوندیتوب یقیني کړي."

    هغه همداراز وویل، په سیمه کې د بریتانوي اتباعو خوندیتوب "زموږ لومړیتوب" دی او زیاته یې کړه چې د بریتانیا د بهرنیو چارو دفتر حالات له نژدې څاري.

  14. وروستی, هند او پاکستان کې شاوخوا ۵۵۰ الوتنې لغوه شوې دي

    له هوايي بریدونو وروسته په هند او پاکستان کې نژدې ۵۵۰ ټاکل شوې الوتنې لغوه شوې دي.

    د Flightradar24 د الوتنو د حقیقي وخت د څارنې خدمت د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې ۱۶ سلنه ټولې ټاکل شوې سوداګریزې الوتنې او په هند کې ۳ سلنه لغوه شوې دي.

    د دې څارونکي له مخې، په پاکستان کې ۱۳۵ الوتنې او په هند کې ۴۱۷ ټاکل شوې الوتنې لغوه شوې دي.

    پاکستان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، مسافر د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ په جناح نړیوال هوايي ډګر کې د ټولو کورنیو او نړیوالو الوتنو له لغوه کېدو وروسته انتظار باسي.
  15. وروستی, د هند او پاکستان ترمنځ متقابلو بریدونو کې ۳۸ کسان وژل شوي، بریتانیا د 'تاوتریخوالي کمولو' لپاره دمنځګړيتوب لپاره چمتووالی ښودلی

    د بریتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ تأیید کړه چې د هند او پاکستان ترمنځ د "تاوتریخوالي د کمولو" لپاره د منځګړیتوب ته چمتووالی لري، دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابلو بریدونو لږ تر لږه ۳۸ کسان وژلي، چې دا د دواړو ګاونډیانو ترمنځ تر ټولو خطرناکه نښته په تېرو دوو لسیزو کې بلل شوې ده.

    د بریتانیا د سوداګرۍ وزیر جوناتن رینولډز بي‌بي‌سي ته وویل: "موږ چمتو یو او توان لرو چې د هر ډول خبرو اترو او د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې خپل رول ترسره کړو."

    له دې سره، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی د هند او پاکستان ترمنځ پوځي شخړې ته ژور اندېښمن دي، او دواړو لوریو ته یې د زغم غوښتنه کړې ده.

    روسیې، چې له دواړو هېوادونو (هند او پاکستان) سره ښې اړیکې لري، د بهرنیو چارو وزارت په خپل وېب‌سایټ کې خپور کړي بیان کې وویل چې د "ترهګرۍ هر ډول بڼه" غندي.

    pakistan

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، د پاکستان د پوځ سرتېري او خلک د پنجاب ایالت په مريدکي کې د هند د توغندیو د برید د قربانیانو په جنازه کې ګډون کوي.
  16. وروستی, د هند تر واک لاندې کشمیر اعلی وزیر: هېڅوک د هند او پاکستان ترمنځ جګړه نه غواړي

    عمر عبدالله

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، عمر عبدالله خلکو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې اړتیا نشته خلک ووېرېږي. ده زیاته کړه اړتیا نه شته چې خلک له سیمې ووځي.

    د هند تر ولکې لاندې کشمیر وزيراعلی عمر عبدالله وایي، په سیمه کې هېڅوک د هند او پاکستان ترمنځ جګړه نه غواړي، خو د هغه په وینا د تاوتریخوالي د کمولو مسؤلیت پر پاکستان دی.

    عمر عبدالله، چې د هند له لوري پر پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د ترسره شوو هوايي بریدونو په اړه یې تبصره کوله، وویل چې د هند حکومت د تېرې میاشتې په پهلګام کې د ترسره شوو بریدونو مسؤلینو ته د "مناسب ځواب" ورکولو لپاره "سمه لاره" غوره کړې ده.

    نوموړي له هندي خبري اژانس ANI سره په خبرو کې وویل: "په پاکستان کې د پوځ یا ولسي سیمو پر ځای، د ترهګرو پټنځایونه په نښه شوي دي، خو پاکستان په ځینو سیمو کې بمبار کړی او ولسي وګړي یې په نښه کړي دي."

    عمر عبدالله خلکو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې اړتیا نشته خلک ووېرېږي. ده زیاته کړه اړتیا نه شته چې خلک له سیمې ووځي.

    هغه دا هم وویل که کوم کړکېچ پېښ شي، په سیمه کې د اړتیا وړ موادو کافي زېرمه شته.

  17. وروستی, په د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هوایي ډګرونه تړل شوي دي

    د بي‌بي‌سي خبریال عامر پیرزاده وايي چې د سرینګر ښار په هغو سړکونو کې چې عموماً له سیلانیانو او مسافرو ډک وو، اوس بشپړه چوپتیا خپره ده.

    له دې ښاره او دې ښار ته ټولې الوتنې د ولسي وګړو لپاره ځنډول شوې او مرکزي هوایي ډګر یوازې د پوځي کارونې لپاره ځانګړی شوی دی.

    ډېر محلي خلک په پناه‌ځایونو کې پټ شوي دي او ځینو هڅه کړې چې د خوندي ځای موندلو لپاره له سیمې وتښتي.

  18. وروستی, د هند پوځ: د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د ملکیانو تلفات ۱۰ تنو ته رسېدلي

    کشمیر

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د هند تر واک لاندې کشمیر 'پونچ' ولسوالۍ په اصلي ښار کې لوګی پورته کېږي

    د هند د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي بي‌بي‌سي ته تأیید کړې چې د سرحدي ډزو له امله د هند لوري کشمیر کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۰ تنو ته لوړ شوی دی.

    ټول وژل شوي کسان د پونچ ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د کشمیر د پوله‌لیک سره نژدې موقعیت لري.

    د دواړو خواوو ترمنځ دا سرحدي ډزې د هغه وروسته پیل شوې چې هند پر پاکستان هوایي بریدونه وکړل او لږ تر لږه ۳۲ کسان پکې ټپیان شوي دي.

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    د هند او پاکستان د شخړې تاریخچه

    له ۱۹۴۷ کال راهیسې، چې هند او پاکستان جوړ شول، دواړو هېوادونو څو جګړې کړي دي - ډېری یې د کشمیر پر سر وې.

    لومړۍ جګړه له وېش یوازې څو میاشتې وروسته پیل شوه، چې په ۱۹۴۹ کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب له اوربند سره پای ته ورسېده. دا اوربند سیمه ووېشله، خو دواړو هېوادونو لا هم د کشمیر پر بشپړ ملکیت ټینګار درلود.

    په ۱۹۶۵ کال کې، کله چې پاکستاني ځواکونو د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته واوښتل، بله جګړه پیل شوه، چې سختې ځمکنۍ او هوایي نښتې پکې وشوې.

    په ۱۹۷۱ کال کې جګړه د ختیځ پاکستان پر سر ونښتله، چې هند پکې د خپلواکۍ غوښتونکو ملاتړ وکړ او دا پایله یې لرله چې بنګله‌دېش جوړ شو.

    په ۱۹۹۹ کې د کارګل جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو د هند تر ادارې لاندې کشمیر ته ننووتل؛ دا لومړۍ نښته وه چې د اتومي وسلو لرونکو سیالانو ترمنځ وشوه او نړیوالې اندېښنې یې راوپارولې.

    په وروستیو کلونو کې، له وسله‌والو بریدونو وروسته، ترینګلتیاوې ډېرې شوې: هند د ۲۰۱۶ کال د اوري برید وروسته "هدفمن یا دقیق بریدونه" وکړل او په ۲۰۱۹ کې د پلوامه د چاودنې په ځواب کې یې د بالاکوټ نژدې هوایي بریدونه و کړل.

    پاکستان هم په ځواب کې خپلې هوایي حملې وکړې، چې دا هر څه د کارګل له جګړې راوروسته تر ټولو خطرناک تاوتریخوالی ګڼل شوی.

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  19. وروستی, چارواکي:‌ د هند پر ضد د نورو احتمالي بریدونو استخباراتي معلومات موجود وو

    د ویډیو تشریح، چارواکي: د هند پر وړاندې د نورو بریدونو استخباراتي معلومات موجود وو

    د هند د بهرنیو چارو وزیر ویكرام میسري د یوې خبري ناستې پر مهال پر پاکستان او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د هند د بریدونو په اړه خبرې وکړې.

    هند د تېرې میاشتې د وژونکي پهلګام برید پړه پر پاکستان اچوي، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول – هغه ادعا چې پاکستان یې ردوي.

    ښاغلي میسري وویل: "ضروري وبلل شوه چې د اپرېل پر ۲۲ د برید طراحان او عاملان عدالت ته وسپارل شي."

    هغه زیاته کړه چې هند داسې استخباراتي معلومات درلودل چې "نور بریدونه" هم "نژدې دي". ده وویلداسې نښې موجودې وې چې له پاکستانه د هند پر ضد نور بریدونه پلان شوي وو.

    هغه وويل: "په دې توګه د مخنیوي او مخکې له مخکې د مخنیوي لپاره یو مجبوریت و." او زیاته کړه چې تېر کال له ۲۲،۵ میلیونو زیات سیلانیان د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته ورغلي وو.

    هغه ادعا وکړه چې دا برید د "پاکستانیانو او د پاکستان له خوا روزل شوو ترهګرو" لخوا شوی، خو هېڅ ثبوت یې وړاندې نه کړ.

    په دې خبري ناسته کې، د هند له پوځ څخه صوفیا قریشي او د هوايي ځواک څخه ویومیکا سینګ د هند د هوایي بریدونو جزییات وړاندې کړل.

    هغوی خبریالانو ته د هغو ځایونو انځورونه هم وښودل چې هغوی یې "د ترهګرو له منځه وړل شوي کمپونه" بللي دي.

    د هند پوځي چارواکو وویل چې هند په پاکستان او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې نهه ځایونه بمبارد کړي، چې دغه بریدونه د هند د وخت له مخې د شپې ۱:۰۵ څخه تر ۱:۳۰ بجو ترمنځ ترسره شوي دي.

    هغوی ادعا وکړه چې هدفونه د "باور وړ استخباراتي معلوماتو" پر بنسټ ټاکل شوي وو او عملیات "په بریالیتوب" ترسره شول.

  20. وروستی, پر پاکستان او د هغوی تر ولکې لاندې کشمير د هند بريدونه

    د پاکستان پوځ وايي هند وړمه شپه په پاکستان او د هغه تر ادارې لاندې کشمیر کې په ګڼو ځایونو توغنديز بريدونه کړي چې ځاني او مالي زيان يې اړولی دی.

    د پاکستان د پوځ وياند جنرال احمد شريف چودري وايي، په دغو بريدونو کې ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپيان دي. وړاندې پاکستاني چارواکو د وژل شويو شمېر اته تنه ښودلی و.

    بل پلو هند وايي د پاکستان له خوا ډزو کې د دوی تر ولکې لاندې کشمير کې لږ تر لږه دری تنه وژل شوي. د دواړو هېوادونو له خوا ادعاوې په خپلواکه توګه نشي تائيدېدلی.د بي بي سي خبريال افتخار خان له اسلام اباده نور حال ورکوي.

    د ویډیو تشریح، پر پاکستان او د هغوی تر ولکې لاندې کشمير د هند بريدونه