هند هوايي ځواک وايي، عملیات یې 'اوس هم روان دي'
د هند هوايي ځواک وايي، د دوی عملیات لا هم روان دي. پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې د هند هوايي ځواک له لوري ویل شوي، عملیات یې دوام لري او جزیات به یې وروسته خپاره کړي.
د یکشنبې پر ماسپښین دې خپاره شوي پیغام کې ویل شوي: ''هند هوايي ځواک په بریالیتوب سره د سیندور عملیاتو په لړ کې ورسپارل شوې چارې په کره او مسلکي ډول ترسره کړې دي. دغه عملیات په دقت او غور سره ملي هدفونو ته په پام سره ترسره شوي دي.''
په پیغام کې زیاته شوې، ''عملیات لا هم روان دي، نو نور معلومات به وروسته خپاره شي. هند هوايي ځواک له ټولو غواړي چې له اټکلونو او ناتائید شویو معلوماتو ډډه وکړي.''
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو د وسله والو له یوه خونړي برید وروسته د مې پر ۷مه هند په پاکستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې هوايي بریدونه وکړل او له هغه وروسته د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی ډېر شو.
وروسته دواړو هېوادونو پر خپلو پوځي اډو د مقابل لوري د بریدونو ادعا وکړه. د شنبې پر ورځ بیا دواړو هېوادونو د اوربند اعلان وکړ.

د عکس سرچینه، X/Indian Air Force










