سېنټکام پرخپله اېکسپاڼه په دې اړه لیکلي چې دا بېړۍ اوسمهال په سره سمندر کې ده او له هماغه ځایه به خپل ماموریت روان وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه د واشنګټن پوسټ په ګډون ځينو امریکايي رسنیو خبر ورکړی و چې تر ۱۰ میاشتېني ماموریت وروسته دا بېړۍ اوس بېرته امریکا ته د ستنېدو په حال کې ده.
د تېلو د بیو د لوړېدو بهیر په وروستیو څو ورځو کې وروسته له هغې دوام کړی چې امریکا د ایران بندرونه په محاصره کې ساتلي او ایران هم د هرمز تنګي کې د ازاد تګ راتګ بهیر محدود کړی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې او اوربند په اړه د وضعیت ځنډ او ناڅرګندتیا هم د بازارونو د بېثباتۍ او شک زیاتېدو لامل شوی دی.
په ایران کې دننه هم د امریکا د ډالر د بیې ناڅاپي لوړوالي، له ۱۵۰ زره تومان څخه ۱۸۰ زره تومان ته، د بېساري انفلاسیون له امله د خلکو د ژوند ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.
وروستی, قالیباف: د ایران د تېلو څاګانو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی
د عکس سرچینه، EPA / EFE
د عکس تشریح، محمد باقر قالیباف: "په تېرو درېیو ورځو کې هېڅ د تېلو څا نه دی چاودېدلی. موږ کولی شو دا موده تر ۳۰ ورځو وغځوو او دلته د څاګانو ژوندۍ انځورونه خپاره کړو."
د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف د امریکا د خزانې وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې نه یوازې د
ایران د تېلو زېرمو او د لېږد نللیکو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی، بلکې تهران چمتو
دی چې د راتلونکې یوې میاشتې لپاره د خپلو د تېلو د څاګانو ژوندۍ
انځورونه خپاره کړي.
سکات
بسنټ تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د ایران د جنوبي بندرونو د محاصرې په دوام
او د تېلو د صادراتو د مخنیوي له امله به د تولید شوي تېلو زېرمه کېدل زیات شي او
دا به د ایران د تېلو پر صنعت فشار راولي او د نللیکو سیسټم ته زیان ورسوي.
د ایراني خبري سرچینو له مخې،
قالیباف ویلي: "په تېرو درېیو ورځو کې هېڅ د تېلو څا نه دی چاودېدلی. موږ کولی شو دا
موده تر ۳۰ ورځو وغځوو او دلته د څاګانو ژوندۍ انځورونه خپاره کړو."
هغه همدارنګه ویلي چې دا ډول وړاندیزونه "بېمعنی او غلط" دي او
د امریکا له داسې کسانو لکه بسنټ څخه سرچینه اخلي چې د محاصرې نظریه ترویجوي او د
ده په وینا د تېلو بیه یې له ۱۲۰ ډالرو لوړه کړې ده، او ښايي ۱۴۰ ډالرو ته هم ورسېږي.
د همدې
میاشتې په پیل کې تهران خبرداری ورکړی و چې هره بېړۍ چې تنګي ته نږدې شي، هدف به
وګرځول شي.
وروسته
امریکا اعلان وکړ چې ځواکونه به یې هغه بېړۍ ودر کړي یا بېرته وګرځوي چې د ایران
بندرونو ته ځي یا ترې را وځي
وروستی, ایران اړوندې یوې ډلې لندن کې پر یهودانو د برید مسؤلیت منلی
د مطلب په اړه جزییات
Author, ډومینیک کاسیاني
دنده, د کورنیو او حقوقي چارو خبریال
دې
نسبتاً لږ پېژندل شوې ډله، چې له ایراني رژیم سره تړاو لري، ادعا کړې چې د لندن د ګولډرز ګرین په سیمه کې د نن ورځې برید یې ترسره
کړی، خو تر اوسه یې د خپلې ادعا لپاره هېڅ شواهد نه دي وړاندې کړي.
د "حرکت اصحاب الیمین الاسلامیه" (د ښي یمین یارانو اسلامي غورځنګ) ډلې تر دې مخکې هم ادعا کړې وه چې په
بریتانیا کې یې د یهودیانو اړوند ودانیو او ګټو پر ضد په شپږو نورو بریدونو کې لاس
درلود.
د دې ډلې
په اړه ډېر معلومات نهشته، خو د دوی
فعالیتونه د شیعه پلوه ټیلیګرامي چینلونو له لارې تبلیغېږي.
بيبيسي
موندلې چې د ترهګرۍ ضد پلټونکي دا برید د یوه داسې کس کار بولي چې یوازې او په خپل
سر یې عمل کړی دی.
سره له دې چې دغې اسلامي ډلې د برید مسؤولیت
منلی، خو که یوې لسیزې مخکې ته وګرځو، "اسلامي دولت" نومې (داعش) هم په اروپا کې د ګڼو بریدونو مسؤولیت اخیست،
حال دا چې په ځینو پېښو کې یې هېڅ مستقیم رول نه درلود.
وروستی, پوتین ټرمپ ته: ایران کې به د امریکا ځمکني عملیات د نهمنلو او خطرناک وي
د عکس سرچینه، Getty Images
ولادیمیر پوتین له ډونلډ ټرمپ سره په خپلو نننیو ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې د ایران پر ضد د امریکا ځمکني عملیات به "په
بشپړه توګه د نه منلو وړ" او خطرناک وي.
بل لور ته، په ایران کې د انفلاسیون رسمي کچې یو ځل بیا ریکارډ مات کړی
او نژدې ۵۴ سلنې ته رسېدلې ده او د توکو بیې څو برابره لوړې شوې دي.
وروستی, ټرمپ: پاچا چارلز هم مني چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي
د ویډیو تشریح، ټرمپ: پاچا چارلز هم مني چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د برېتانیا پاچا چارلز درېیم هم په دې کې ورسره همغږۍ دی چې ایران باید د اټومي وسلو ترلاسه کولو ته پرې نښودل شي.
هغه دا څرګندونې په سپينه ماڼۍ کې د برېتانیا پاچا او ملکې ته په یوه نیول شوې غونډه کې د وینا پر مهال کړې دي.
ټرمپ که څه هم د ایران نوم یاد نه کړ خو ویې ویل چې "هغه ځانګړی مخالف مو له نظامي پلوه مات کړی دی" او "دغه حریفه به هېڅکله هم پرې نږدو چې اټومي وسلې ترلاسه کړي. په دې کې پاچا چارلز ان تر ما هم ډېر راسره همغږۍ دی او هغوی هم اوس په دې خبره ډېر ښه پوهېږي".
د بریتانيا د بهرنيو چارو وزارت په لندن کې د ایران سفیر احضار کړی
بریتانیا ويلي، د ایران سفیر علي موسوي یې د بهرنیو چارو
وزارت ته احضار کړی دی.
د ایران د سفیر د احضارولو دلیل پر ټولنیزو رسنیو د ایران
د سفارت لخوا د "نه منلو وړ او پارونکي څرګندونې" بلل شوې دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د
منځني ختیځ لپاره د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ټینګار کړی چې د ایران سفارت "باید
هر هغه اړیکه بنده کړي چې په بریتانیا یا په نړیواله کچه د تاوتریخوالي د هڅونې په
توګه ترې تعبير کېږي."
ایران تر اوسه احضار ته ځواب نه دی ویلی.
وروستی, له اوپک او اوپک پلس د اماراتو وتلو د نفتو ګټې راکمې کړې
د عکس سرچینه، Getty Images
سې شنبې په ورځ د نفتو بیې تر درې سلنه
ډېرې لوړې شوې، ځکه د هرمز تنګی لا هم نږدې په بشپړ ډول تړلی پاتې دی او د امریکا
او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هڅې لا هم له خنډ سره مخ دي.
ځینې لاسته راوړنې وروسته له هغه له منځه ولاړې چې اماراتو نن اعلان وکړ له
اوپک او اوپک پلس وځي او دا کار د نفتو صادروونکو ډلې او د هغې د اصلي مشر سعودي
عربستان لپاره لوی ګوزار بلل کېږي.
د جون میاشتې لپاره د برنټ خام نفتو راتلونکو قراردادونو بیه ۳ اعشاریه ۳۷
ډالره، یا ۳ اعشاریه ۱ سلنه لوړه شوه او د ګرینویچ پر وخت د ماسپښین تر ۱:۳۶ بجو
۱۱۱ اعشاریه ۶۰ ډالرو ته ورسېده.
دا وروسته له هغې ده چې په تېره غونډه کې
هم ۲ اعشاریه ۸ سلنه لوړه شوې وه او د اپرېل له اوومې راهیسې یې د تړل کېدو تر
ټولو لوړه کچه ثبت کړې وه. دغه قرارداد د اومې پرلهپسې ورځې لپاره هم لوړ شو.
همداراز، د امریکا د ویسټ ټېکساس
انټرمیډیټ خام نفتو د جون قراردادونه ۳ اعشاریه ۷۲ ډالره، یا ۳ اعشاریه ۷ سلنه لوړ
شول او هر بېرل یې ۱۰۰ اعشاریه ۰۹ ډالرو ته ورسېد، وروسته له دې چې په تېره غونډه
کې ۲ اعشاریه ۱ سلنه زیات شوي وو.
د اوپک پخواني غړي، متحده عربي اماراتو، ناڅاپي وتل به ګډوډي رامنځته کړي او دغه سازمان به کمزوری کړي؛ هغه سازمان چې تل یې هڅه کړې، سره له دې چې د جیوپولیټیک او د تولید د سهمیو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو کورني اختلافات لري، ځان د یوې متحدې جبهې په توګه ښکاره کړي.
بل لور ته، سپینې ماڼۍ ویلي چې د ایران "لیکلی
پیغام" چې د پاکستان له لارې ترلاسه شوی، تر ارزونې لاندې دی. د راپورونو له
مخې، د ایران وړاندیز درې پړاوونه لري: د جګړې پای، د هرمز تنګي مدیریت او بیا
اټومي خبرې اترې.
ځینې امریکايي رسنۍ وايي چې ډونلډ ټرمپ د
ایران له دې وړاندیزه چندانې خوښ نه دی.
د عکس سرچینه، Getty Images
وروستی, دې ورځو کې د اوربند فضا کې د تهران حالت
د عکس سرچینه، AFP Via Getty Images
د عکس تشریح، انقلاب میدان
د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په حال کې، ژوند لا هم د جګړې له پخوانیو ورځو سره ډېر توپیر لري.
ډېری کاروبارونه لا هم تړلي پاتې دي او بازار د پیرودونکو د نشتوالي له امله پخوانی رونق نه لري.
وروستی, المیادین: د ایران وړاندیز امریکا ته درې پړاوونه لري
د المیادین شبکې د راپور له مخې، ایران
امریکا ته یو وړاندیز کړی چې درې پړاوونه لري او که امریکا یې ومني، خبرې اترې بیا
پیلېدای شي.
د تهران د
المیادین خبریال وايي، د ایران وړاندیز "درې پړاوه" د جګړې پای، د هرمز تنګي مدیریت او بیا اټومي
خبرې اترې دي.
د لبنان
المیادین شبکه ایران او حزبالله ته نژدې
بلل کېږي.
د راپور
له مخې، ایران غواړي په لومړي پړاو کې امریکا او اسرائیل په ایران او لبنان کې جګړه پای ته ورسوي او ضمانت وکړي چې بیا به پر دغو هېوادونو برید نه
کېږي.