د ایران بهرنیو چارو وزیر عمان ته له سفر وروسته بېرته اسلام اباد ته رسېدلی
د ایران د دولتي خبري اژانس 'ایرنا' د یوه رپوټ پر بنسټ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان له یو ورځني سفر وروسته بېرته اسلام اباد ته ستون شوی دی.
دی د شنبې پر ورځ له اسلام اباده مسقط ته تللی و او په ۲۴ ساعتونو کې بېرته پاکستان ته ستون شوی دی.
ښاغلي عراقچي د یکشنبې پر ورځ د عمان د سلطان په ګډون له نورو لوړرتبه چارواکو سره وکتل او په پام کې ده چې نوموړی اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره له بیا کتو وروسته مسکو ته روان شي.
عباس عراقچي د جمعې په ماښام اسلام اباد ته تللی و، هغه مهال ولسمشرټرمپ اعلان وکړ چې امریکايي پلاوی هم د خبرو لپاره د شنبې پر ورځ اسلام اباد ته روانیږي.
ایران ویلي و له امریکايي پلاوي سره کاته یې پلان کې نشته او خپل پیغام یې پاکستاني چارواکو ته چې اوس د تهران او واشنګټن منځګړیتوب کوي رسولی دی.
ورپسې ټرمپ هم د خپل پلاوي سفر لغوه اعلان کړ او ایران یې تورن کړ چې د خبرو یو ادرس او مشر نه لري.
معلومه نه ده چې عباس عراقچي به بیا ځلې دغې سفر کې له کومو پاکستاني چارواکو سره ګوري خو د جمعې او شنبې پر ورځو یې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره کتلي و.

د عکس سرچینه، IRNA




















