د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت
سوشل يوه پوسټ کي ليکلی، "ما پاکستان ته د خپلو استازو سفر لغوه کړ. ډېر وخت په
سفر تېرېږي او موږ ډېر مهم کارونه لرو. سربېره پر دې د دوی په مشرتابه کې ډېره ګډوډي
ده. هېڅوک نه پوهېږي چې څوک مسول دي، ان خپله هم نه پوهېږي. په عين حال کې موږ ټول
کارټونه لرو او دوی هېڅ نه لري. که دوی غواړي خبرې وکړي، کافي ده، موږ ته دې زنګ
ووهي!!!."
وړاندې فاکس نيوز راپور وکړی و چې ډونلډ ټرمپ د سټيو
وېټکاف او جېراډ کوشنر سفر پاکستان ته لغوه کړی دی.
وروستی, ټرمپ له ایران سره د خبرو په تړاو پاکستان ته د خپل پلاوی سفر لغوه کړ
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې د ایران په تړاو د خبرو
اترو لپاره پاکستان ته د خپل پلاوي چې سټيو وېټکاف او جېراډ کوشنر په کې شامل دي سفر
لغوه کړ.
تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو اعلان کړئ و چې د ایران د
بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د دغه هېواد د پوځ له مشر سره تر ليدنې وروسته عمان
ته تللی. پاکستاني چارواکو ويلي وو چې تمه لري، عراقچي به د يکشنبې يا دوشنبې په
ورځ اسلام اباد ته ستون شي.
وروستی, ایران کې پرېکړې څوک کوي؟
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، مجتبی خامنه يي له ټاکلو کېدو وروسته په عام ډول نه دی څرګند شوی.
د جګړې پیل کې د متحده ایالاتو او اسرائیلو له لومړنیو بریدونو راهیسې د ایران په اړه یوه مهمه پوښتنه شته، یوه خورا ساده پوښتنه: اوس په ایران کې چارې څوک سمبالوي؟
په رسمي ډول، ځواب ښايي روښانه وبرېښي. مجتبی خامنهیي د فبرورۍ پر ۲۸مه د جګړې په لومړۍ ورځ د خپل پلار علي خامنهيي له وژل کېدو وروسته د ستر مذهبي مشر ته څوکۍ ته غوره شو. د اسلامي جمهوریت واکمن نظام له مخې، دا څوکۍ پرېکنده واک لري؛ ځکه ستر مذهبي مشر په نږدې ټولو مهمو مسلو کې وروستۍ خبره کوي: جګړه، سوله او یا د هېواد ستراتیژیک لوری.
خو په عملي ډګر کې اصلي انځور تر دې لا ډېر پېچلی او پټ دی.
وروستی, د ټرمپ اداره له ایران سره خبرو ته په احتیاط ننوځي
د مطلب په اړه جزییات
Author, ګاري اودونه
دنده, د شمالي امریکا مشر خبریال
ښکاره ده چې د
ټرمپ اداره د دې پړاو خبرو ته په احتیاط ګام اخلي - برعکس له
دوو اونیو مخکې چې د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس یې نه و استولی او د
سپینې ماڼۍ ویاندې په وینا یې هدف دا دی چې "د ایران خبرې
واورېدل شي".
دا وروسته له هغه دي چې ولسمشر د دې
اونۍ په پیل کې د پاکستان په غوښتنه اوربند نامحدود وغځاوه، چې تهران د
یوې واحدې طرحې په اړه وړاندیز وړاندې کړای شي.
له هغه راهیسې د هرمز تنګي پر سر
کړکېچ نور هم زیات شوی او دواړه لوري یو بل له اوربنده په سرغړونه تورنوي.
خو د اختلاف ټکی یوازې همدا تنګی نه دی - واشنګټن او تهران لا هم د ایران د اټومي وړتیاوو او په
سیمه کې د نیابتي ډلو د ملاتړ په موضوع کې ژور اختلاف لري.
سپینه ماڼۍ وایي، که پرمختګ وشي، نو جې
ډي وینس به چمتو وي چې اسلاماباد ته سفر وکړي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه چې ایران به څه وړاندیز
ته چمتو وي.
وروستی, امریکا او ایران پر خپلو دریځونو ټینګ دي او باور لا هم په ټیټه کچه کې دی, کرولاین ډېوېس اسلام اباد کې د بي بي سي خبریاله
ایران دا خبرې دوه اړخیزې بللې دي، خو هیله دا ده چې دا بحثونه د جګړې
په اړه وي چې په کې
پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي رول لوبوي. ایا دې برخه کې به کوم خوځښت یا پرمختګ رامنځته شي؟ موږ لا تر
اوسه نه پوهېږو.
که امریکايي پلاوی
په راتلونکو څو ساعتونو کې له واشنګټنه روان شي،
دوی به تر یکشنبې اسلاماباد ته ونه رسېږي. بل پلو، ایرانی پلاوی پلان لري چې له دې وروسته عمان او
روسیې ته لاړ شي. ایا دوی به (د امریکا پلاوي ته) انتظار وکړي؟
امریکا ویلي چې ایران مخامخ خبرې غواړي، خو ایران بیا ویلي چې د
مستقیمې کتنې لپاره هیڅ پلان نه لري. د دواړو لورو ترمنځ باور او هوکړه ډېره کمه
ده، تر دې بریده چې اوسمهال دوی ان پر دې موضوع هم یوه
خوله نه دي.
داسې برېښي چې
دواړه لوري پر خپلو
دریځونو کلک ولاړ دي. په ښکاره داسې کومه نښه نه لیدل کېږي چې امریکا دې د ایراني
بندرونو د کلابندۍ په اړه خپل دریځ بدل کړي، او نه هم داسې کومه نښه شته چې ایران دې د اټومي وسلو په اړه
په خپل دریځ کې
بدلون راولي.
هم مهاله پاکستان
چې د دواړو ترمنځ د یوه پله په توګه کار کوي، پر خپل دغه رول کې له ډېر فشار سره مخ
دی چې وکولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ
ګډه ژبه یا یوه حل لاره پیدا کړي.
د ناستې پر مهال ډار ټینګار کړی چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا په برابرولو کې همکاري کوي، چې په سیمه او له هغې بهر سوله او ثبات رامنځته شي.
وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې د منځګړیتوب له بهیر سره تړلي تازه معلومات دې یوازې له رسمي سرچینو واخېستل شي او له رسنیو یې غوښتنه کړې چې یوازې پر رسمي اعلامیو تمرکز وکړي.
وروستی, د امریکا او ایران خبرې؛ هغه څه چې تر اوسه معلوم دي
د عکس سرچینه، Getty Images
لکه څنګه چې امریکا اعلان کړی، د دې
هېواد پلاوی به د شنبې په ورځ اسلامآباد ته ولاړ شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر
هم په همدې ښار کې حضور لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له امریکايي
استازو سره د کومې مستقیمې لیدنې پلان نهشته.
پاکستان کې:
تهران اعلان کړی چې له امریکا سره د
مستقیمو خبرو لپاره هېڅ پلان نهشته. امریکا د جمعې په ورځ ویلي چې د دې هېواد
استازي سټیو ویتکاف او جرد کوشنر به د خبرو لپاره اسلامآباد ته ولاړ شي او د
امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس هم پاکستان ته د سفر لپاره چمتو دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس
عراقچي د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو له قومندان عاصم منیر سره لیدلي او ویلي یې
دي چې د خپل سفر په دوام به عمان او روسیې ته ولاړ شي، چې د "سیمهییزو
پرمختګونو" په اړه مشورې وکړي.
لبنان او اسرائیل کې:
د اسرائیلو پوځ او حزبالله یو بل د
اوربند د سرغړونې په تور تورنوي او سره له دې چې اوربند درې اونۍ غځول شوی، نښتې
او متبادل بریدونه روان
دي.
د لبنان جنوبي اوسېدونکو ته د
اسرائیلو پوځ خبرداری ورکړی چې د ټاکل شوې کرښې له جنوبي برخې دې تېر نه شي.
ایران کې:
د تهران امام خمیني هوايي ډګر له
نژدې دوو میاشتو بندېدو وروسته خپلې ځینې نړیوالې الوتنې
بیا پیل کړې دي.
دا پرمختګ وروسته له هغه شوی چې "تسنیم" خبري
اژانس راپور ورکړ د تهران د امام خمیني له هوايي ډګره الوتنې بیا پیل شوي دي، چې
ځینې یې د سعودي مدینې منورې، د ترکیې استانبول او د عمان پلازمېنې مسقط ته روانې
دي.
"ایسنا" زیاته
کړې چې په راتلونکو ورځو کې نورې الوتنې هم پلان شوې دي چې باکو، نجف، بغداد او
دوحه به پکې شامل وي.
د عکس سرچینه، د ایران محصلانو خبري اژانس (ایسنا)
وروستی, د ایران د دفاع وزارت: امریکا "د خپل حیثیت ساتلو لاره لټوي" او "زموږ پوځي ځواک لاسبری دی"
د ایران د دفاع وزارت یوه ویاند د شنبې په ورځ ویلي چې متحده ایالات
هڅه کوي د جګړې له "ډنډه"
د وتلو لاره ومومي.
د ایران د محصلانو خبري اژانس
(ایسنا) د دفاع وزارت له ویاند څخه نقل کړي چې ویلي یې دي: "زموږ
پوځي ځواک نن ورځ برلاسی دی او دوښمن هڅه کوي داسې لاره ومومي چې خپل حیثیت وساتي
او د جګړې له بند "ډنډ" نه ووځي."
هغه زیات کړي چې د ایران د توغندیو
د ځواک لویه برخه لا تر اوسه نه ده کارول شوې او د هرمز تنګی "د
ایران تر کنټرول، هوښیار مدیریت او کلک نظارت لاندې" دی.
دا ایراني څرګندونې په داسې حال کې
کېږي چې اسلامآباد له څو ورځو راهیسې د امریکايي او ایراني استازو ترمنځ د خبرو د
بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي، وروسته له هغه چې دوه اونۍ وړاندې لومړی پړاو خبرې
شاوخوا ۱۵ ساعته دوام وکړ.
ای ډي ایف وايي: ''دا پېښه د اوربند له هوکړې بله څرګنده او ښکاره سرغړونه ده''، او زیاتوي چې په دې برید کې هېڅ مرګژوبله نه ده راپور شوې.
بل لور، حزب الله وايي، د جمعې د ورځې له غرمې وروسته تر ماښام پورې یې پنځه ځله پر اسرائیلي سرتېرو او ډرونونو بریدونه کړي دي او دا یې د اسرائیلو د ''اوربند د سرغړونو'' ته ځواب بللی دی.
د ایران جګړې پایلې: پر فالکلنډ ټاپوګانو د بریتانیا حاکمیت په تړاو د امریکا د دریځ بیا کتنې احتمال
د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې امریکا ښايي د فالکلنډ ټاپوګانو
په تړاوخپل دریځ
ته بیاکتنه وکړي، بریتانیا حکومت ټینګار وکړ چې پر دغو ټاپوګانو د بریتانیا حاکمیت ''له هر ډول شکه پورته دی''.
نږدې دوې پېړۍ کېږي
چې ارجنټاین
د دغو ټاپوګانو د حاکمیت پر سر له بریتانیا سره لانجه لري، داسې یوه لانجه چې په ۱۹۸۲ کال کې پوځي یرغل ته
واوښته.
د ایران بهرنیو چارو وزارت: د ایران او امریکا تر منځ د لیدنې هیڅ پروګرام نه شته
د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پر اېکس پاڼه لیکلي: "د ایران او امریکا ترمنځ کومه غونډه نه ده پلان شوې. د ایران د اسلامي جمهوریت نظرونه او ملاحظات به پاکستاني لوري ته منعکس شي."
د ایران صدا و سیما خبري شبکې هم پر خپله ټیلیګرام پاڼه لیکلي، د ایران بهرنیو چارو وزیر له امریکايي لوري سره د لیدنې هیڅ پروګرام په پام کې نه لري. په دې رپوټ کې ویل شوي، اسلام اباد کولای شي، ''د شخړې پای ته رسولو په پار د ایران لیدلوي انتقالولو لپاره د اړیکو پل'' په توګه کار وکړي.
د ایران له لوري دا څرګندونې داسې حال کې کېږي، چې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي و، سټیو وېتکاف او جاراد کوشنر د دې لپاره اسلام اباد ته استول کېږي، ځکه ایرانیانو د ''مخامخ'' خبرو غوښتنه کړې.
ښاغلي عراقچي نن ماښام اسلام اباد ته ورسېد او په اسلام اباد کې د ایران سفارت وايي، په پام کې ده، چې له پاکستان سره د ''دوه اړخیزو موضوعاتو'' ارزونه وکړي.
بل لور اې بي سي خبري شبکې د پاکستاني چارواکو له قوله په خپل رپوټ کې ویلي، امریکايي او ایراني پلاوي به سبا په جلا توګه له پاکستاني چارواکو سره وویني او که په خبرو کې پرمختګ وشي، ښايي پر ېکشنبه د دواړو لوریو تر منځ مخامخ لیدنه وشي.