تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

لنډیز

  • ایراني جنرالانو امریکا ته د 'پرېکنده ځواب' ګواښ وکړ
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نطنز او اصفهان په ګډون پر درېیو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي
  • له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي
  • د اسرائیل او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله دوام لري. د اسراییلو پوځ ویلي په لسګونو هدفونه یې په نښه کړې، ځینې پکې د دوی په وینا په تهران کې د توغندیو د تولید ځایونه دي
  • اسرائیل وايي په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه ویشتلي او ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړې دي
  • ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي
  • اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی
  • اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

ژوندی پوښښ

  1. ویډیو کې ښکاري چې د تهران پر اسمان د ایران د هوایي دفاع سیستمونه ښيي

    لکه څنګه چې موږ راپور ورکوو، اسراییلو تېره شپه پر ایران نور بریدونه کړي دي.

    موږ اوس یوه ویډیو درسره شریکوو چې د ایران د مهر خبري اژانس له خوا خپره شوې او داسې ښکاري چې د هېواد د هوایي دفاع ځواکونه د تهران پر اسمان توغندي توغوي.

    بی‌بی‌سي دا ویډیو په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې او د ایران د حکومت له خوا د رسنیو پر فعالیتونو د سختو محدودیتونو له امله، له دغه هېواده دننه راپور نه شي ورکولی.

  2. وروستی, بیجېنګ: تېره اونۍ د اسرائیلو له برید راهیسې مو شاوخوا ۸۰۰ چینایان له ایرانه ایستلي

    له هغې ورځې راهیسې چې د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړه پیل شوې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې شاوخوا ۸۰۰

    چینايي وګړي یې له ایرانه خوندي سیمو ته لېږدولي او د زرګونو نورو کسانو د ایستلو بهیر هم روان دی.

    دا اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه شوی چې د اذربایجان جمهوریت خبر ورکړی و له ایرانه تر ۶۰۰ ډېر بهرني وګړي د دوی له پوله تېر شوي او له دې هېواده وتلي دي.

    همداراز راپورونه ښيي چې په ایران کې د مسافر وړونکو الوتکو الوتنې ځنډېدليېاو هوایي ډګرونه تړل شوي دي، چې دا هم د وضعیت کړکېچنوالی ښيي.

  3. وروستی, هغه ځواکمن امریکایی بم څه دی چې د ایران ځمکتل اټومي پټنځایونه له منځه وړلی شي؟

    له هغو وسلو چې د ایران تر ځمکې لاندې اټومي بټۍ ویشتلی شي، یوه تر ټولو پیاوړې او ځانګړې وسیله لا هم نه ده کارول شوې - او تر اوسه د اسرائیلو لاس ته هم نه ده لوېدلې:

    زورور نفوذي بم یا GBU-57A/B Massive Ordnance Penetrator (MOP)، چې دا د نړۍ تر ټولو لوی غیر اټومي "سنګر ماتوونکی" بم دی او یوازې امریکا یې لري.

    دا دقیق لارښود شوی، ۳۰،۰۰۰ پاوه (۱۳،۶۰۰ کیلوګرامه) وسله په بالقوه توګه د ایران د ځمکې لاندې هغو اټومي سونتوکو غني کولو فوردو کمپلیکس ته ننوتلی شي، چې د غره دننه ژور ځمکتل کې جوړ شوی.

    امریکا تر اوسه دا بم اسرائیلو ته نه دی ورکړی.

  4. وروستی, د ایران ستر مشر علي خامنه‌اي څوک دی او کورنۍ یې څومره اغېز لري؟

    امریکايي رسنۍ وايي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائیلو له لوري د ايران د ستر مشر آيت‌الله علي خامنه‌اي د وژلو پلان رد کړی او دا يې "ښه نظر نه" دی بللی.

    اسرائیلو، چې په دې وروستیو بریدونو کې یې ویلي هدف یې د ایران د اټومي وړتیاوو له امله د راولاړ شوي " موجود ګواښ" له منځه وړل دي، له دې هدف هاخوا، د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي د دوی پوځي بريدونه ښايي د ايران د نظام بدلون لامل هم شي. هغه مخکې له دې د ایران له خلکو مستقیمه غوښتنه کړې وه چې د خپلو مشرانو پر وړاندې راپورته شي.

    د ايران ستر مشر مذهبي مشر څوک دی، څه واک لري او د هغه کورنۍ د هېواد په سياست کې څه رول لري.

    آيت‌الله علي خامنه‌اي د ۱۹۷۹م کال د اسلامي انقلاب راهيسې يوازې دوهم کس دی چې د هېواد د ستر مشرتابه مقام ته رسېدلی. هغه له ۱۹۸۹ کال راهيسې په دې لوړ مقام کې دی او ډېرو ځوانو ایرانیانو د هغه له مشرۍ پرته ژوند نه ‌دی تجربه کړی.

    له هغه سره د بېلابېلو مرکزونود يوې پېچلې شبکې واګې په لاس کې دي- د دې واک لري چې د عامه پالیسیو هره پرېکړه رد کړي او د دولتي دندو لپاره نوماندان پخپله غوره کړي.

  5. وروستی, د سنټرفیوژ د تولید ځای څه شی دی؟

    سنټرفیوژونه داسې ماشينونه دي چې یورانیم بډایوي، یعنې یورانیم غني کوي، چې دا کار هم د برېښنا بټیو لپاره د سون توکو د تولید لپاره کارول کېدای شي او هم د اټومي وسلو د جوړولو لپاره.

    سنټرفیوژونه ډېر حساس او دقیق تنظیم شوي وسایل دي، چې د "یورانیم هکسا فلورایډ" (uranium hexafluoride) ګاز په ډېر لوړ سرعت سره د روټورونو په مرسته څرخوي. که لږه ستونزه هم پېښه شي – لکه د برېښنا پرې کېدل – دا وسایل ممکن له کنټروله ووځي، غټې چټکې سره ولګېږي او ټولې لړۍ یا سیسټم ته زیان ورسوي.

    د اسرائیلي پوځ له تبصرې داسې ښکاري چې دوی داسې ځای ویشتلی، چېرې چې سنټرفیوژونه جوړېږي، نه دا چې یوازې هلته فعاله یا چلېدونکي سنټرفیوژونه موجود وي.

    په اعلامیه کې راغلي: "د ایران د رژیم د اټومي وسلو د پراختیا پروګرام د ګډوډولو د پراخو هڅو په لړ کې، په تهران کې یو د سنټرفیوژ د تولید ځای وویشتل شو. دا ځای د دې لپاره جوړ شوی و، چې د ایران رژیم د یورانیم د غني‌کولو د اندازې او چټکتیا پراخولو ته زمینه برابره کړای شي، چې دا چاره د اټومي وسلو د جوړولو لپاره کارول کېږي."

  6. وروستی, ایراني پولیسو ۱۴ بې‌پیلوټه الوتکې ونیولې

    د ایران د پولیسو ویاند سعید منتظر المهدي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د پولیسو ځواکونو توانېدلي دي ۱۴ بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) ونیسي.

    د ایران د کارګرانو د خبري آژانس "ايلنا" د راپور له مخې، هغه زیاته کړه، چې ایرانیو پولیسو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې داسې "دوښمن‌پالې" کارګاوې هم موندلې، چې په کې د بې‌پیلوټه الوتکو او د ډرون‌لرونکو موټرو تولید روان و.

  7. وروستی, په اسرائیل کې د هوايي بریدونو سایرونونه وغږول شول

    اسرائیلي دفاعي ځواکونو ویلي د دې هېواد په شمال کې د هوايي بریدونو د خطر سائرونونه غږول شوي دي. دوی "د دښمن هوايي الاتو نفوذ" یادونه کړې.

    اسرائیلي پوځ پر خواله رسنۍ اېکس دغه راز هغه نقشه هم خپره کړې، چې د احتمالي خطر ځایونه ښيي:

  8. وروستی, اسرائیل پوځ وايي، په ایران کې یې د سنټرفیوژ تولید یو مرکز په نښه کړی

    اسرائیل پوځ وايي، په ایران کې یې د سنټرفیوژ تولید یو مرکز او وسلو چمتو کولو ځینې کارځاینه په نښه کړي دي. بي بي سي په خپلواکه توګه د دې ادعا پخلی نه دی کړی.

    سنټرفیوژونه هغه څه دي، چې د یورانیمو په بډای کولو کې ترې کار اخیستل کېږي. بډای شوي یورانیم بیا د برېښناکوټونو لپاره د سونتوکو یا هم اتومي بمونو تولید لپاره کارول کېدای شي.

    د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان مشر د جمعې پر ورځ بي بي سي ته وویل، که ووایم چې په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي، نو د نطنز ترځمکې لاندې سنټرفیوژونو ښايي د اسرائیل بمبارۍ له کبله سخت زیان لیدلی وي.

  9. وروستی, ایا ایران هرمز تنګی تړلی شي او پر نړۍ به یې اغېز څه وي؟

    د اسرائیل او ایران تر منځ د توغندیو متقابلو ګوزارونو سره داسې اندېښنې ډېرې شوې، چې ښايي ایران د هرمز تنګي تړلو هڅه وکړي، چې د سمندري بارچالانۍ مهمه لار او په نړۍ کې د تېلو لېږدولو تر ټولو سترو لارو یوه ده.

    د ټولې نړې پینځمه برخه خام تېل له همدې لارې لېږدول کېږي، په دې ځای کې یې سور ایله ۴۰ کیلومتره دی. د ایران سمندري ځواکونو قوماندان ویلي، هېواد یې ښايي د دې تنګي پر تړلو غور وکړي.

    د برېتانوي استخباراتي ادارې ایم ای۶ پخواني مشر سر الیکس ینګر هم له بي بي سي سره پر دې موضوع خبرو کې دا تر ټولو ناوړه وضعیت وباله، چې د دې سمندري چېنل تړل کېدل هم پکې شامل دي:''د تنګي تړل کېدل به ښکاره ده، چې د تېلو پر بیو د اغېز له کبله یوه اقتصادي ستونزه وي.''

    د انرژۍ معلوماتو امریکایۍ اداره (اي ای اې) مسوولین د اټکل له مخې وايي، چې د ۲۰۲۳ په لومړۍ نیمايي کې هره ورځ نژدې ۲۰ میلیونه بېرله تېل له دې لارې لېږدول کېدل.

    نور تفصیل دلته لوستلای شئ.

  10. وروستی, د ایران دولتي رسنیو پر اسرائیل د فتح-۱ نومي توغندي توغولو اعلان وکړ

    د نیمه دولتي خبري اژانس مهر له لوري پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویل شوي، ایران د اسرائیل پر لور ''فتح-۱ توغندي'' توغولي دي.

    د ایران دولتي ټلویزیون هم د دې ډول توغندیو توغول کېدو خبره کړې او دواړو سرچینو د سپاه پاسداران ځواک په حواله دا رپوټ خپور کړی.

    د پریس ټي وي په رپوټ کې راغلي سپاه پاسدران له قوله ویل شوي، د عملیاتو تازه پړاو پرېکنده هغه دی او په وینا یې د فرسټ جنرېشن توغندیو کارول د اسرائیل 'افسانوي' دافع هوا نظام لپاره ''د پای پیل ښيي.''

  11. وروستی, د امریکا کانګرېس پر ایران د ټرمپ برید وړتیا محدودولو په هکله بحث کوي

    د امریکا کانګرېس غړي د هغې مسودې په هکله بحث کوي، چې له ایران سره مخامخ جګړې کې د ښکېلتیا په تړاو د ولسمشر ټرمپ وړتیا محدودوي.

    د جګړې واکونو پرېکړه لیک په نامه دا مسوده وايي، ټرمپ نه شي کولای بې تائیده پر ایران داسې ګوزارونه وکړي، چې لومړی یې کانګرېسه تائید نه وي ترلاسه کړی.

    د امریکا مشرانو جرګه یا سېنیټ کې د دې مسودې په هکله د بحث په لړ کې د ویرجینیا دیموکرات سناتو ټیم کایني وویل، که امریکا د ایران پر ضد جګړه کوي، دا به له ۲۰۰۱ کال راهیسې درېیمه جګړه وي، چې امریکا یې په منځني ختیځ کې کوي.

    د نوموړي په وینا له ایران سره داسې یوه جګړه به ''د دې هېواد لپاره یوه ناوریني تېروتنه'' وي او په منځني ختیځ کې به پر امریکايي اډو د پراخو بریدونو لامل شي.

  12. وروستی, ایران د تل ابیب اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی

    د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د ایران سپاه پاسدران ځواک د اسرائیل پلازمېنې تل ابیب اوسېدونکو ته امر کړی، چې له خپلو مېنو ووځي.

    دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی، چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) وايي، د ختیځ له لوري راغلي دوه ډرونونه یې په نښه کړي، چې له کبله یې د اسرائیل مړه سمندر په سیمه کې د خبرداري سائرنونه یا ټلۍ وغږول شوې.

  13. د امریکا جیټ الوتکې له برېتانوي اډې پورته شوې

    د امریکا جنګي الوتکې په داسې حال کې د انګلنډ په ختیځ کې له یوې اډې پورته شوې دي، چې ډېری رپوټونو کې ویل شوي، امریکا د ایران او اسرائیل په شخړه کې له پوځي پلوه د ښکېل کېدو پلان لري.

    د یوه اماتور عکاس لخوا اخیستل شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې ایف-۳۵ ډوله الوتکې د برېتانیا شاهي هوايي ځواک له لاکینهیټ هوايي اډې الوتې دي.

    له دې الوتکو سره یوه داسې الوتکه هم مله وه، چې د ټانکر په توګه کار کوي او په هوا کې الوتکو ته تېل ورکوي.

  14. علي خامنه يي: ایران به هېڅکله 'جوړجاړی' و نه کړي

    د ایراني مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پر اېکس خواله رسنۍ د پیغامونو یوه لړۍ کې ویلي، ایران به ''هېڅکله له صهیونیستانو سره جوړجاړی و نه کړي.''

    د نوموړي یوه پیغام ژباړه ښيي: ''موږ به له ضهیونیستانو سره هېڅ ډول مهرباني څرګنده نه کړو.''

    په یوه بل پیغام کې بیا علي خامنه يي وايي: ''جګړه پیل شوه.''

    دغه پیغامونه چې په بېلابېلو ژبو د ایت الله علي خامنه يي له حسابونو خپاره شوي، د امریکايي ولسمشر له هغو څرګندونو وروسته لومړی ځل مخې ته راځي، چې وايي، امریکایان پوهېږي، چې دی چېرې دی، خو په وینا یې ''لږ تر لږه اوس یې... نه راباسو.''

    د روانۍ اونۍ په پیل کې زموږ یوه رپوټ کې ویل شوي، چې ټرمپ د اسرائیل هغه پلان رد کړی، چې علي خامنه يي ووژني

  15. وروستی, دیپلوماتان وايي، دوی تر اوسه نه پوهېږي، چې ټرمپ د څه کولو اراده لري؟

    جیمز لانډالې

    په جي۷ غونډه کې د بي بي سي دیپلوماتیکو چارو خبریال

    ایا دی د اسرائیل په نظر کې شریک دی، چې وايي، یوازې پوځي فعالیتونه کولای شي له ایرانه اتومي وسله لېرې کړي؟ او که اروپايي نظریه چې وايي، دیپلوماسي هغه یوازینۍ لار ده، چې په اوږده مهال کې د ایران له اسلامي جمهوریته د ګواښ مخنیوی وشي؟

    د اوس لپاره د ټرمپ د پیغامونو ژبه پېچلې او متضاده ده، داسې چې په خپل مرکز او اداره کې د سخت دریځو او انزوا غوښتونکو تر منځ او دغه راز د امریکا نفوذ ډېرولو تمایل او په یوه بله ''تلپاتې جګړه'' کې د امریکايي پوځیانو له ښکېلتیا د کرکې تر منځ ایسار پاتې دی.

    ټرمپ وايي، یو جوړجاړی غواړي، خو ایا دا د ایران تسلیمي ده؟

    نوموړي پر دوشنبه د جي۷ له غونډې د ستنېدو پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل، دی ''یو واقعي پای غواړي. نه اوربند. یو پای. یا بشپړه توګه تسلیمېدل. دا هم مشکل نه لري.''

    ځینې ​​دیپلوماتان هیله من دي، چې دا ښايي واقعیت ته تر ټولو نږدې وي، یعنی ټرمپ اشاره کوي چې امریکاښايي پر ایران د فشار راوړلو لپاره ښکېل شي، چې د مذاکرې مېز ته راشي.

    خو هغه چې دلته د کاناډا په ډبرینو غرونو کې په جي۷ غونډه کې پاتې دي، تر اوسه خپل سرونه ګروي.

    د دې موضوع نور تفصیل په یوه ځانګړي رپوټ کې دلته لوستلای شئ.

  16. وروستی, رپوټونه: ټرمپ د ایران پر اتومي تاسیساتو د اسرائیل له بریدونو سره پر یو ځای کېدو غور کوي

    له دې موضوع خبرو سرچینو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فوردو په ګډون د ایران پر اتومي تاسیساتو د اسرائیل له بریدونو سره د یو ځای کېدو په هکله غور کوي.

    دوی وايي، داسې تمه کېده، چې نن به د وضعیت څارنې خونه کې په دې هکله خبرې شوې وي، خو زیاتوي چې د ټرمپ ټول نژدې سلاکاران په دې هکله یوه خوله نه دي.

  17. ټرمپ: موږ پوهېږو چې د ایران مشر چېرې دی، خو د اوس لپاره یې نه وژنو

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ یو شمېر پیغامونه خپاره کړي. نوموړی وايي، موږ پوهېږو چې په اصطلاح ''ستر مشر'' چېرې پټ دی.

    نوموړی زیاتوي: ''دی یو اسان هدف دی. خو همالته خوندي دی، موږ یې نه راباسو (نه وژنو!) لږ تر لږه د اوس لپاره نه.''

    ''خو موږ پر ملکي خلکو او امریکايي پوځیانو د توغندیو ګوزارونه نه غواړو. زموږ د زغم جامه نرۍ ده. دې موضوع ته له پاملرنې مو مننه!''

    له دې لږ مخکې نوموړي په یوه بل پیغام کې وویل: ''موږ د ایران پر اسمان بشپړ کنټرول لرو.''

    ټرمپ د ایران په هکله د دې پیغامونو له خپرولو وروسته په یوه بل پیغام کې ولیکل: ''په بشپړه توګه تسلېمدل!''

  18. ډونلډ ټرمپ: "موږ د ایران پر فضا کنټرول لرو"

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خواله رسنیو خپاره کړي یوه پوسټ کې ویلي، موږ اوسمهال د ایران پر اسمان بشپړ او هر اړخیز کنټرول لرو: "ایران ښه اسمان څارونکي او نور دفاعي تجهیزات لرل او ډېر یې لرل، خو دا له امریکايي هغو سره د پرتلې نه دي."

    امریکا له اوږدې مودې راهیسې اسرائیلو ته پوځي مرسته او تجهیزات ورکړي، خو د جمعې له ورځې راهیسې چې پر ایران د اسرائیل بریدونه پیل شوي، د دوی رسمي دریځ دا دی چې امریکا په کې ښکېله نه ده.

  19. صدا او سیما خپرونو وړاندې کوونکې: له موبایلونو مو واټس‌اپ لرې کړئ

    د ایران د صدا او سیما ټلوېزیون د خپرونو وړاندې کوونکې له خلکو وغوښتل له موبایلونو یې واټس‌اپ ړنګ کړي.

    صدا او سیما په یوه راپور کې د باخبره سرچینو له خولې ویلي: "واټس‌اپ د اشخاصو په اړه معلومات راټولوي او صهیونیست دوښمن ته یې د وروستي موقعیت او اړیکو په اړه معلومات ور کوي."

    په ورته وخت کې، د ګیلان پولیسو ویلي: "د ساینسپوهانو د وژنې په ګډون وروستي هدفي بریدونه ښيي چې اسرائیل د اشخاصو په پېژندنه کې د موبایلونو د تعقیب له میتود څخه استفاده کوي."

    د ګیلان پولیسو زیاته کړې: "د پيغام رسونې ځینې کاریالونه لکه واټس‌اپ، ټیلیګرام او نور موقعیت معلوموونکې پروګرامونه د موبایل له چالانېدو یا انټرنټ سره له وصلېدو سره سم د کاروونکې موقعیت ثبت او خپروي. په دې شرایطو کې د دې اپلیکېشنونو کارول هم خطرناک دي."

  20. وروستی, د ایران پر اټومي بټیو د اسرائیل بریدونه خطرونه څه دي؟, ویکتوریا ګیل – د بي بي سي نیوز ساینسي خبریاله

    که څه هم د اسرائیلو بریدونه د ایران اټومي تاسیساتو ته متوجه وو، خو تمرکز یې د یورانیمو د بډایولو پر تاسیساتو و.

    کارپوهانو بي بي سي ته ویلي، د دغو ځایونو زیان د داسې "اټومي پېښې" خطر نه لري لکه د چرنوبل یا فوکوشیما د ناورین چې و.

    دا ځکه چې په دغو بډایوونکو تاسیساتو کې هېڅ اټومي تعامل (ریکشن) نه وي.

    کله چې اټومي تعامل پیښېږي، د یورانیمو اتومونه په یوه کنټرول شوې چاودنه کې وېشل کېږي، چې له هغې څخه تودوخه د انرژۍ د تولید لپاره ترلاسه کېږي او هغه مهال ډېر زیات (فاضله مواد) هم رامنځته کېږي.

    د بانګور پوهنتون د اټومي موادو کارپوه سایمن میډلبرګ بي بي سي ته ویلي: که د غني کولو پر یوه بټۍ برید وشي، نو "بډای شوی یورانیم به له بټۍ بهر ووځي - ښايي چاپېریال ته خپور شي."

    د میډلبرګ په وینا، خو دا ډېر لږ احتمال لري چې اټومي تعامل رامنځته شي، نو له همدې امله به خطرونه یوازې محلي وي او د خپرېدو کوم جدي ګواښ به له یوه کوچني بندې ساحې بهر ونه‌رسېږي.