تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

لنډیز

  • ایراني جنرالانو امریکا ته د 'پرېکنده ځواب' ګواښ وکړ
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نطنز او اصفهان په ګډون پر درېیو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي
  • له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي
  • د اسرائیل او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله دوام لري. د اسراییلو پوځ ویلي په لسګونو هدفونه یې په نښه کړې، ځینې پکې د دوی په وینا په تهران کې د توغندیو د تولید ځایونه دي
  • اسرائیل وايي په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه ویشتلي او ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړې دي
  • ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي
  • اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی
  • اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

ژوندی پوښښ

  1. د اسراییل دفاع وزیر د روغتون له برید وروسته ویلي چې د ایران مشر 'باید نور ونه پايي'

    د فرانسې خبري اژانس او سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو دفاع وزیر وايي چې د ایران مشر ته "نور د شتون اجازه نه شي ورکول کېدی." دا وروسته له هغه چې د ایران د توغندیو په برید کې په اسراییل کې د سوروکا روغتون په نښه شو.

    د راپورونو له مخې، اسراییل کاټز تل ابیب ته نږدې په هولون کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "خامنه‌يي په ښکاره ډول اعلان کوي ​​چې غواړي اسراییل ویجاړ شي، هغه پر روغتونونو د ډزو امر ورکوي."

    "هغه د اسراییلو د دولت ویجاړول یو هدف ګڼي ... داسې سړي ته نور د شتون اجازه نه شي ورکول کېدی."

    د ایران دولتي رسنیو مخکې ویلي و چې د نن سهار د توغندیو د برید اصلي هدف د سوروکا روغتون ته نږدې یو پوځي ځای و، نه پخپله روغتون.

  2. وروستی, د ایران دولتي رسنۍ: امریکا ته د ایران خبرداری " یرغلګرو ته به د عبرت درس ورکړي"

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت داسې حال کې چې امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو له بریدونو سره پر ملګرتیا غور کوي دغه هېواد ته سخت خبرداری ورکړی.

    د ایران دولتي رسنیو د کاظم غریب ابادي له خولې ویلي " که امریکا وغواړي له اسرائیلو په فعال ډول ملاتړ وکړي، ایران پرته له دې چې یرغلګرو ته عبرتناک درس ورکړي او د ځان دفاع وکړي، بله چاره نه لري."

    هغه وايي "امریکا ته زما سپارښتنه دا ده، که اسرائیل له یرغله نشي ګرځولی، نو لږ تر لږه څنډې ته دې کیني."

    هغه ویلي، " د ایران نظامي تصمیم نیونکي ټول اړین غوراوي مخې ته لري."

  3. وروستی, پر اوومه ورځ د ایران او اسرائیلو توغندیز بریدونه

    رپوټونه وايي، د ایران په توغندیزو بریدونو کې نن سهار د بیر شبعه سیمې یوه ودانۍ په نښه شوې چې لوخړې ترې پورته کېږي.

    د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ایراني د دولتي چارواکو له نقله ویلي، په بیر شبعه کې د اسرائیلو یو پوځي مرکز په نښه شوی دی. رپوټ کې دعوه شوې چې د برید هدف نظامي مرکز و، او دا چې دغه سیمه کې روغتون ته زیان نه دی اوښتی.

    وړاندې په استرالیا کې د اسرائیلو سفیر ادعا کړې وه چې دغلته پر یوه روغتون د ایران له لوري برید شوی.

    رپوټونو کې ویل شوي د روغتون د ودانۍ یوه څنډه زیانمنه شوې ده.

    هم مهاله د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویلي، په نطنز کې یې د ایران څو اټومي مرکزونه د نن سهار بریدونو کې په نښه کړي دي.

  4. پوتین د خامنه يي احتمالي وژنې په هکله وویل، 'نه غواړم پرې وغږیږم'

    د سنټ پیټرزبرګ اقتصادي فورم په څنډه کې له خبریالانو سره مرکه د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي احتمالي وژنې پلان ته په اشارې سره وویل، ''زه حتا نه غواړم پر دې احتمال خبرې وکړم. زه نه غواړم.''

    ولسمشر پوتین وویل: ''ما دا هر څه واورېدل. خو زه ان نه غواړم پرې وغږیږم.''

    له دې مخکې له نوموړي پوښتنه وشوه، چې ایا ایران له روسیې مرسته غوښتې؟

    ښاغلي پوتین په ځواب کې وویل: ''زموږ ایراني ملګرو له موږ په دې هکله څه غوښتنه نه ده کړې.''

  5. په لاس اینجلس کې او د سپینې ماڼۍ مخې ته د جګړې مخالفو احتجاج

    د جګړې یو شمېر مخالف فعالان په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته او دغه راز په لاس اینجلس ښار کې له شعارونو سره یو ځای شوي وو.

    دلته د دې غونډو ځینو تصویرونو ټولګه لیدل کېږي.

  6. ایا پاکستان کولای شي د اسرائیل پر وړاندې د ایران ملاتړ وکړي؟

    پر خواله رسنیو د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي یوه پخواني قوماندان او د نظام مصلحت تشخیص ټولنې غړي محسن رضايي یو ویډیويي کلیپ ډېر لاس پر لاس شوی. ښاغلی رضايي په دې ویډیويي کلیپ کې وايي، که اسرائیل اتومي وسلې وکاروي، پاکستان به یې د خپلو اتومي وسلو له لارې ځواب ورکړي.

    پاکستان د اسرائیل برید غندلی، خو تر اوسه یې رسماً له خپلو اتومي وسلو د کار اخیستنې په هکله څه نه دي ویلي. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د خپل هېواد پارلمان کې محسن رضايي ویډیويي کلیپ ته غبرګون څرګند کړ.ښاغلي ډار د پاکستان پارلمان ته وینا کې وویل: ''دا خبره په بشپړه توګه دروغ او غیر مسوولانه ده. خدای پاکستان اتومي هېواد کړ او د نړۍ ډېر هېوادونه له دې کبله اندېښمن دي.''

    نوموړي زیاته کړه: ''خو دا قدرت زموږ د خپل امنیت او ثبات لپاره دی. غواړم په څرګنده یې ووایم، چې موږ د اسرائیل پر وړاندې له اتومي وسلو د کار اخیستنې په هکله داسې هېڅ نه ویلي.''له دې مخکې د جون پر ۱۴مه د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان پارلمان په غونډه کې د اسرائیل پر وړاندې د مسلمانانو یوموټیوالي غږ وکړ.

    نور تفصیل د بي بي سي هندي څانګې په دې رپوټ کې لوستلای شئ.

  7. وروستی, امریکايي رسن‍ۍ: ټرمپ پر ایران د برید پلان تائید کړ، خو وروستۍ پرېکړه یې نه ده کړې

    په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس په یوه رپوټ کې وايي، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د برید پلان تائید کړی، خو نوموړي لا تر اوسه پر دې هېواد د ګوزارونو په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

    سي بي اېس ته یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، ټرمپ د ګوزارونو پیلول ځکه وځنډول چې که ایران د خپل اتومي پروګرام پرېږدي.

    دا خبر لومړی والسټریټ ژورنال خبري شبکې خپور کړ. د چارشنبې پر ورځ د ایران په موضوع کې د امریکا ښکېلتیا په تړاو یوې پوښتنې ته ځواب کې ټرمپ وویل: ''زه ښايي دا وکړم، زه یې ښايي و نه کړم.''

    سي بي اېس مخکې په یوه رپوټ کې ویلي و، ټرمپ پر فردو د امریکا برید په هکله غور کوي، چې په ایران کې د یورانیمو بډای کولو تر ځمکه لاندې کارځای دی.

  8. وروستی, د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې پر ورځ بېړنۍ غونډه کوي

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې پر ورځ ګهیځ لس بجې نیویارک کې د ایران، روسیې، چین، پاکستان او الجزایر په غوښتنه یوه بله بېړنۍ غونډه کوي.

    په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس نیوز په خپل رپوټ کې وايي، په دې غونډه کې به د روان کړکېچ په هکله بحث وشي.

    په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي داني دانون ویلي، دوی به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

    نوموړي په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویلي: ''اسرائیل نه یوازې د ځان دفاع کړې، بلکې یوه لوی ګواښ یې له منځه وړی، چې ټوله ازاده نړۍ ورسره مخامخ وه. دا غونډه به په نیویارک کې له ځايي وخت سره سم ګهیځ لس بجې پیل شي.''

  9. د ایران دولتي ټلویزیون هک شوی؟

    د ایران دولتي ټلویزیون د یوه 'غیر اړوند' ویډیويي کلیپ په هکله خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د حکومت پر ضد د 'پاڅون' غږ پکې شوی. رپوټونو کې ویل شوي، دا کلیپ هغو کسانو لیدلی، چې د سټیلائټ له لارې دا چېنلونه ګوري.

    د ایران دولتي ټلویزیون په دې هکله ویلي: ''که مو د ټلویزیون کتلو پر وخت غیر متعلقه پیغام ولید، لامل یې دا دی، چې دښمن د سټیلائټ سګنالونه بندوي.''

    په دغه ویډیويي کلیپ کې چې د خواله رسنیو کاروونکو هم لاس پر لاس کړی، پر ایراني واکمنو تور پورې شوی، چې خپل خلک یې ''ناکام'' کړي او له کتونکو غوښتل شوي، چې د خپل ''راتلونکي اختیار په خپل لاس واخلي.''

    د دې کلیپ سرچینه او او ادعا شوي هک کېدو په هکله تراوسه بشپړ معلومات په لاس کې نه شته.

    د ویډیو په پورتنۍ برخه کې د یوه زمري نښان ښکاري او د هغو ایراني قوماندانانو تصویرونه هم پکې ښوول شوي، چې د ایران پر ضد د اسرائیل بریدونو په پاڅېدونکي زمري نومي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي وو.

    په ویډیو کې د ۲۰۲۲ کال پراخو احتجاجونو ځینې برخې هم ښوول شوې، چې د پولیسو په توقیف کې د هغې ځوانې ښځې له وژل کېدو وروسته پیل شول، چې ادعا کېده پړونی یې سم نه و پر سر کړی.

    د هغو احتجاجونو مرکزي شعار ''ښځه، ژوند، ازادي'' و. دا هماغه شعار دی، چې په دا وروستیو کې یې اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو هم یادونه وکړه او د همدې ویډیو په څېر یې له ایرانیانو وغوښتل، چې (پاڅون وکړي.

  10. وروستی, اسرائیلي ځواکونه وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې درې ځله د لویو بریدونو لړۍ پیل کړې

    د اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د ایران پر ضد یې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ''د لویو بریدونو درې څپې پیل کړې دي.''

    ای ډي ایف اعلامیه کې ویل شوي، لومړۍ څپه تېره شپه پیل شوه او اسرائیلي جنګي الوتکو ''په تهران سیمه کې نژدې ۴۰ ځایه هدفونه په نښه کړل.''

    په اعلامیه کې ویل شوي، په دې هدفونو کې د سنټرفیوژ یو مرکز هم شامل دی.

    په اعلامیه کې زیاته شوې، ''دویمه څپه نن ماسپښین'' پیل شوه، چې ''په تهران سیمه کې پر ۲۰ پوځي هدفونو ګوزارونه پکې شامل وو.''

    اعلامیه زیاتوي، درېیمه څپه ''لږ مخکې پیل شوه'' چې د ایران په لوېدیځ کې یې هدفونه په نښه کوي.

    اعلامیه کې دغه راز ویل شوي:

    ''اسراییلي پوځ وايي، "جیټ الوتکې هغه فعالان په نښه کوي چې هڅه کوي هغو ځایونو ته چې مخکې په نښه شوي وو، بیا لاسرسی ومومي او مهمات لېرې کړي."

  11. وروستی, د برېتانیا لومړي وزیر دفتر: برېتانوي او قطري مشرانو د تاوتریخوالي کمېدو غږ کړی

    د برېتانیا لومړي وزیر دفتر یوه ویندوی ویلي، لومړي وزیر کیئر سټارمر د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد ال ثاني سره د ټیلیفون له لارې په منځني ختیځ کې ''پر وروستیو پېښو غږېدلی دی.''

    د ویندوی په خبره: ''دواړو مشرانو د دیپلوماسۍ فعالیتونو زیاتولو او تاوتریخوالي کمولو پر اړتیا ټینګار کړی.''

  12. وروستی, ټرمپ هغه ادعا تکرار کړه، چې ایرانیان غواړي له ده سره وویني

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خبریالانو سره مرکه کې ویلي، په یوه ساعت کې یوه غونډه لري، چې له اسرائیل نه د امریکایانو ایستلو پر وروستیو خبرو به بحث پکې وشي.

    نوموړي د ایران په هکله د خبرو پر مهال وویل: ''دوی باید یوه هوکړه کړې وای، ما د دوی لپاره یو ښه جوړجاړی درلود... په پای کې دوی پرېکړه وکړه، چې نه یې کوي، او اوس دوی هیله لري، چې کړې وای.''

    ده زیاته کړه، ایراني استازي غواړي چې راسره وویني او خپله هغه ادعا یې تکرار کړه، چې دوی ''غواړي سپینې ماڼۍ ته راشي.''

    دا لومړی ځل نه دی، چې ټرمپ د ایرانیانو لیدو غوښتنې خبره کړي، خو مخکې ایراني حکومت ویلي، دا دروغ دي او پر خواله رسنیو یې یوه پیغام کې زیاته کړې: ''هیڅ یوه ایراني چارواکي نه دي غوښتي، چې د سپینې ماڼۍ پر درشل ټیټ شي.''

    له ټرمپ نه پوښتنه وشوه، چې ایا کېدای شي رژیم بدل شي، نوموړي په ځواب کې وویل، ''هو، هر څه کېدای شي، سمه ده؟''

  13. وروستی, ټرمپ: امریکا ښايي پر ایران د اسرائیلو له بریدونو سره یوځای شي،‌ "ښايي دا کار وکړم یا یې ونه کړم"

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، امکان لري چې متحده ایالات د اسرائیلو په هغو بریدونو کې ګډون وکړي چې پر ایران روان دي – خو دا هم ویلي: "کېدای شي دا کار وکړم، ممکن ویې نه کړم."

    ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی او د دواړو خواوو ترمنځ پوځي بریدونه دوام لري.

    هغه زیاته کړه چې دی د ایران د ستر رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي د وژلو نیت "لږ تر لږه اوس لپاره" نه لري، خو دا هم وویل چې د امریکا زغم ختمېږي.

    ټرمپ له ایران د "بې قید و شرطه تسلیمۍ" غوښتنه هم کړې، خو دا نه ده روښانه چې ایا دا د جګړې اعلان دی که د فشار یوه بله بڼه.

    ټرمپ وايي ایراني مذاکره کوونکي غواړي سپینې ماڼۍ ته راشي

    ډونلډ ټرمپ چې د سپینې ماڼۍ مخې ته یې خبرې کولې، د اسرائیل او ایران د جګړې په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، د ایران مذاکره‌چیانو وړاندیز کړی چې "کېدای شي سپینې ماڼۍ ته راشي"، که څه هم "دا کار اسان نه دی."

    هغه دا هم وویل ډاډه نه دی دا جګړه "تر کله" دوام کولی شي، ځکه چې "د ایران هوايي دفاع له منځه وړل شوې ده."

    هغه پر خپل پخواني دریځ یو ځل بیا ټینګار وکړ: "دوې ډېرې ساده کلمې: بې قید و شرطه تسلیمي."

    ټرمپ دا هم وویل باور لري د ایران نیت په خپل اټومي پروګرام کې "مثبت نه دی."

    کله چې ترې وپوښتل شول، ایا امریکا به د اسرائیلو په بریدونو کې برخه واخلي، ټرمپ وویل: "زه دا نه شم ویلی. کېدای شي دا کار وکړم، کېدای شي ونه کړم. هېڅوک نه پوهېږي چې زه څه کول غواړم. خو دا درته ویلی شم چې ایران ډېرې ستونزې لري او غواړي خبرې اترې وکړي."

    هغه زیاته کړه: "راتلونکې اونۍ به یوه مهمه اونۍ وي."

    ټرمپ یو ځل بیا تایید کړه چې ایران باید د اسرائیلو له برید مخکې د خبرو لپاره ډېره لیوالتیا ښودلې وای.

  14. وروستی, تهران کې د زورورو چاودنو رپوټونه ورکړل شوي

    د ایران رسنیو د تهران له ښاره د زورورو چاودنو د غږونو راپورونو ورکولو سره هم‌مهاله د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد هوایي ځواک د ایران پلازمېنه تهران کې پوځي اهداف بمباردوي.

    رارسېدلي انځورونه ښيي چې یو ځل بیا د تهران شمال ختیځ کې د چاودنې له امله لوګي پورته شوي.

    ځینې سرچینو ویلي پر تهران کې پر لویزان سیمه هوایي برید شوی دی.

    د "تابناک" خبري ویب‌پاڼې راپور ورکړی چې د تهران پر ختیځ، لوېدیځ او همداراز د کرج ښار پر ځینو برخو اسرائیلو بریدونه کړي.

  15. وروستی, په ټولنیزو رسنیو کې د ټرمپ او خامنه اي ترمنځ لفظي جګړه

    وړاندې مو راپور ورکړی و‌ چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه‌اي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته په یوه تلوېزیوني وینا کې ځوابي څرګندونې کړې دي.

    خو دا لومړی ځل نه دی چې خامنه‌اي امریکا ته مخاطب شوی دی.

    ټرمپ او خامنه‌اي له یوې مودې راهیسې پر خواله رسنیو د یو بل پر وړاندې توندې خبرې کړې دي.

    ټرمپ د سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې دی "د ایران پر فضا بشپړ کنټرول لري".

    هغه بیا په خپل "ټروت سوشل" رسنۍ کې خامنه‌اي ته خبرداری ورکړ: "موږ دقیقاً پوهېږو چې په اصطلاح 'ستر مشر' چېرې پټ شوی. هغه یو اسانه هدف دی، خو هلته خوندي دی - موږ به هغه ونه وژنو... لږ تر لږه د اوس لپاره نه. [خو] زموږ زغم ختمېږي."

    ټرمپ په یوه بله لیکنه وویل: "بې‌قید او شرطه تسلیم شه!"

    خامنه‌اي بیا د چهارشنبې په ورځ په ایکس (پخواني ټویټر) کې په پرله‌پسې څرګندونو کې خبرداری ورکړ که امریکا دې "جګړې" ته ننوځي، نو دا به "سل په سلو کې د هغې په زیان وي".

    هغه دا هم ولیکل دا "عاقلانه نه ده" چې څوک ایران ته د تسلیمېدو امر وکړي او ټینګار یې وکړ چې "موږ به هېڅکله هم د چا د بریدونو پر وړاندې تسلیم نه شو".

    خامنه‌ای په بل پوسټ کې ولیکل: "هغه [ټرمپ] په بې‌معنا خبرو غواړي د ایران خلک ورته تسلیم شي... خو د ایران ولس له دې ډول ګواښونو څخه نه وېرېږي."

  16. وروستی, د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ شپږمې ورځې ته ننوتی- مهم پرمختګونه

    د ایران او اسرائيلو ترمنځ بریدونو کې له تېرې شپې راهیسې دغه مهم پرمختګونه شوي دي:

    • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دې غور کوي چې ایا د ایران پر ضد جګړه کې له اسرائیل سره یوځای شي که نه. دا له هغې وروسته ده چې نوموړي د ایران د "بشپړې تسلیمۍ" غوښتنه وکړه - خو ویې ویل چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي به " لږ تر لږه اوس نه وژني".
    • خامنه‌اي په ځواب کې ویلي: "زه به هېڅکله له اسرائیل سره جوړجاړی ونه کړم."
    • د بي‌بي‌سي د منځني ختیځ د سیمې مدیر سباستین اوشر د راپور له مخې، تېره شپه د ایران له لوري د توغندیو بریدونو سره سره په اسرائیل کې څوک نه دي وژل شوي. اسرائیل وایي له جمعې راهیسې پرې ۴۰۰ توغندي توغول شوي دي.
    • له ۵۰ ډېرو اسرائیلي جنګي الوتکو تېره شپه پر ایران عملیات کړي، چې پکې د سنټرفیوژونو یوه بټۍ، د توغندیو د تولید یو مرکز (د تهران ترڅنګ) او یو پوهنتون چې د سپاه پاسداران سره تړاو لري، په نښه شوي دي.
    • د ایران له لوري توغول شوي بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي څو ځله د شپې په اوږدو کې د اسرائیل په بېلابېلو برخو کې د خطر زنګونه فعال کړل. ایراني رسنۍ وایي ایران د "فتح-۱" له غږ تېز توغندي د تل ابیب پر لور توغولي دي.
  17. وروستی, خامنه‌اي: د امریکا هر ډول پوځي اقدام به له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ شي

    د خامنه‌اي له وروستیو څرګندونو نور جزئیات شریک کړي.

    هغه وايي: "هوښیار خلک چې ایران، د هغه ولس او تاریخ پېژني، هېڅکله له دې ملت سره د ګواښونو په ژبه نه غږېږي، ځکه ایرانیان داسې خلک نه دي چې تسلیم شي."

    خامنه‌اي دا هم ویلي چې ولس د خپلو "شهیدانو" وینې او پر خپله خاوره برید نه هېروي او اسرائیلو پر ایران چې برید وکړ‌، یوه رسواکوونکې تېروتنه یې وکړه چې سزا به یې وګوري.

    نوموړي ویلي امریکایان باید پوه شي چې د امریکا هر ډول پوځي مداخله به بې له شکه د نه جبرانېدونکي زیان لامل شي."

    هغه د جمعې په ورځ د اسرائیلو له برید راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او یوازې د هغه ثبت شوی وېډیو پیغام خپور شوی. دا پیغام باید په تلویزیون کې خپور شوی وای، خو د متن ځینې برخې یې اوس خپرې شوې دي.

  18. وروستی, د اسرائیلو بریدونو کې د افغانانو مرګ ژوبله

    د رپوټونو له مخې یو افغان د ایران پلازمېنه تهران کې د اسرائیلو هوايي برید کې وژل شوی دی.

    د دغه ځوان پلار، عبدالغني وايي زوی یې د جون پر ۱۶مه د دوشنبې پر ورځ تهران کې د اسرائیلو یو توغندیز برید کې ووژل شو.

    عبدالغني بي بي سي ته وویل، شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې ایران ته کډه شوي دي.

    عبدالولي ۱۸ کلن او د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

    د دغه وژل شوي افغان ځوان خپلوان وايي، هغه په یوه ودانیزه کمپنۍ کې کار کاوه.

    خپلوانو یې او تهران کې مېشتو یو شمېر افغانانو د دغه ځوان مړی او ورسره ټپیان روغتون ته رسولي دي.

    د غور ولایت یوه مدني فعال عبدالبصیر بي بي سي ته ویلي، د غور پنځه تنه اوسېدونکي دغه برید کې ټپيان شوي او دغه ځوان ساه ورکړې ده.

    لا خو روښانه نه ده چې، دا یوزاینی افغان دی چې د اسرائیلو بریدونو کې وژل شوی او که نورې پېښې هم شوي دي.

    په ایران کې د افغانستان سفارت چې چارې یې د طالبانو حکومت استازي سمبالوي یوې سرچینې یې بي‌بي‌سي ته ویلي،‌ دوی ته هم پر تهران د اسرائیلو په بریدونو کې د افغانانو د مرګژوبلې رپوټونه رسېدلي خو وايي کره شمېر یې نه دی معلوم چې څو کسان وژل شوي او څومره یې ټپیان دي.

  19. وروستی, ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر: که پر ایران برید کې د امریکا ښکېلتیا ثابته شي، موږ به هم غبرګون وښیو

    د ملګرو ملتونو لپاره د ایران سفیر علي بحريني په ژنیو کې ویلي: "که دا خبره ثابته شي چې د متحده ایالات په مستقیم ډول د ایران پر ضد بریدونو کې ښکېل دي، نو ایران به پر امریکا غبرګون پیل کړي".

    هغه خبریالانو ته وویل: "متحده ایالاتو اسرائیل ته د معافیت احساس ورکړی او اروپایي هېوادونه هڅه کوي د دې تېریو لپاره بې‌اساسه پلمې جوړې کړي."

    بحريني زیاته کړه چې ایران واشنګټن ته یو روښانه پیغام لېږلی: "موږ به ډېر سخت او پرېکنده غبرګون وښیو."

    نوموړي وویل، "اسرائیل پر استوګنیزو سیمو بې له کوم خبرداري برید کړی، دا یو تېری دی او اسرائیل پرته له کوم دلیل زموږ پر خاوره برید کړی. "

    هغه ټینګار وکړ: "موږ به د خپل ولس، خاورې او امنیت د دفاع لپاره هېڅ ډول شک و شبهه ونه لرو. موږ به قاطع او جدي غبرګون وښیو او دا غبرګون به د نړیوالو قوانینو له مخې مناسب وي."

  20. وروستی, د اسرائیلو دفاعي ځواکونو منلې چې د ایران پر فضا یې ډرون ویشتل شوې

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونو تایید کړې چې یوه بې‌پیلوټه الوتکه (ډرون) یې د ایران په فضا کې نسکوره شوې ده.

    د دغو ځواکونو ویاند ویلي: "د عملیاتو پر مهال، له هوا نه ځمکې ته توغندي د هوايي ځواک یوه بې‌پیلوټه الوتکه (RPA) ویشتل شوې ده. دا وسیله د ایران په فضا کې راولوېده، تلفات نه شته او د معلوماتو د افشا کېدو هېڅ وېره نه شته."

    له دې مخکې، مونږ راپور ورکړی و چې د ایران دولتي ټلویزیون ویلي، د پوځ هوايي دفاع نن سهار د اصفهان ولایت په مرکز کې یو پرمختللی هرمېس ډرون راوغورځاوه.

    که څه هم نه شو ویلی چې د IDF له‌خوا یاد شوی ډرون هماغه دی چې ایران‌ یې یادونه کړی، خو دواړه تشریحات یو له بل سره سمون لري.