تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

لنډیز

  • ایراني جنرالانو امریکا ته د 'پرېکنده ځواب' ګواښ وکړ
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نطنز او اصفهان په ګډون پر درېیو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي
  • له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي
  • د اسرائیل او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله دوام لري. د اسراییلو پوځ ویلي په لسګونو هدفونه یې په نښه کړې، ځینې پکې د دوی په وینا په تهران کې د توغندیو د تولید ځایونه دي
  • اسرائیل وايي په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه ویشتلي او ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړې دي
  • ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي
  • اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی
  • اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

ژوندی پوښښ

  1. د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په استنبول کې خبریالانو ته وویل، هېواد به یې داسې حالت کې له امریکا سره خبرې ونه کړي چې بریدونه پرې روان وي.

    هغه ادعا وکړه چې امریکا له لومړۍ ورځې پر ایران د اسرائیلو له بریدونو سره ملګرې ده، که څه هم د کومو اسنادو یادونه یې ونه کړه.

    عراقچي خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو او ایران ترمنځ په روانه شخړه کې د امریکا مخامخ ښکېلتیا به "ډېره خطرناکه" وي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې اونۍ په پیل کې پر ایران د برید پلانونه تصویب کړل خو ویلي یې دي په هغه صورت کې به له بریدونو ډډه وکړي، چې ایران دې هوکړې ته ورسیږي چې خپل اټومي پروګرام پریږدي.

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې " د اټومي پروګرام په تړاو د خبرو اترو لپاره په بشپړ ډول چمتو دی".

    عراقچي زیاتوي "ډیپلوماسۍ په تېرو وختونو کې کار ورکړی او په راتلونکي کې بیا کارېدلی شي. د دې لپاره چې موږ بېرته ډیپلوماسۍ مخه کړو، یرغل باید ودرول شي."

  2. وروستی, ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي

    نور خبري اژانس د ایران د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی چې د جون پر ۱۳مه د جګړې له پیل راهیسې په ایران کې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي او ۳۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

    دا په څو ورځو کې د ایران د مړو د شمېر په اړه لومړنی رسمي معلومات دي.

    مخکې له دې، د ایران د روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ وویل چې لږترلږه ۲۲۴ کسان وژل شوي دي.

    د بشري حقونو فعالانو خبري اژانس په نوم د بشري حقونو یوې ډلې، ، د جمعې پر ورځ د مړو غیر رسمي شمیره ۶۵۷ ښودلې وه.

  3. اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونه ادعا کوي چې د ایران په لوېدیځ کې د قدس ځواکونو یو بل مهم قوماندان یې وژلی دی.

    د اسراییلو دفاعي ځواکونه وايي چې د دوی جنګي الوتکو بهنام شهریاري هغه وخت په نښه او وواژه، کله چې هغه د شپې د ایران لوېدیځ کې په موټر کې سفر کاوه.

    د اسراییلو د دفاعي ځواکونو په وینا، شهریاري د قدس ځواک د وسلو د لیږد واحد کې یو قوماندان و، چې د سپاه پاسداران یوه برخه ده.

    اسرائیلو ادعا کړې چې په غزه کې حماس، په لبنان کې حزب الله او په ​​ټوله سیمه کې یې نیابتي ډلو ته د ایراني توغندیو او راکټونو د لېږدولو مسؤلیت درلود.

  4. پر ایران د اسرائیلو تازه بریدونو کې مرګ ژوبله

    د ایران په لرستان سیمه کې چارواکو ویلي، د اسرائیلو د نن ورځې په بریدونو کې د سپاه پاسداران پنځه غړي وژل شوي دي.

    د لرستان د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې د خرم اباد په ښار کې د نن سهارد اسرائیلي بریدونو پایله کې "د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران پنځه غړي" وژل شوي دي."

    د دغه راپور له مخې، په برید کې د ټپي شویو دوو کسانو حالت هم نازک بلل شوی دی.

  5. وروستی, د امریکا د ملي استخباراتو مشره: ایران په څو اونیو کې اټومي وسله جوړولی شي

    د امریکا د ملي استخباراتو مشره تولسي ګابارد وایي، امریکا داسې استخباراتي معلومات لري چې ښيي ایران اوس په داسې دریځ کې دی، چې که وغواړي، نو د څو اونیو په موده کې اټومي وسله جوړولی شي.

    هغې پر رسنیو تور ولګاوه چې د سنا د کمېټې د مارچ میاشتې د غونډې پر مهال یې څرګندونې تحریف کړې دي. اغلې ګابارد په هغه وخت کې ویلي وو، چې د استخباراتو ټولنه باور نه لري ایران دا مهال د اټومي وسلې په جوړولو بوخت دی.

    دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه ځله ویلي تولسي ګابارد د ایران د نیتونو په اړه اشتباه کوي.

    ایران بیا څو ځله ټینګار کړی چې د دوی اټومي پروګرام سوله‌ ییز دی او دا هېواد د یورانیمو د غني کولو بشپړ حاکمیتي حق لري.

  6. وروستی, ایران: ۲۲ کسان د "جاسوسۍ" په تور نیول شوي

    د فارس خبري آژانس راپور ورکړی چې د ایران د قم ولایت پولیسو ویلي، چې له جون میاشتې له ۱۳مې نېټې راهیسې یې ۲۲ کسان نیولي دي چې "د اسراییلي استخباراتي شبکو سره تړاو لري".

    د قم ولایت د پولیسو د استخباراتو مشر ویلي: "د ۲۲ کسانو هویت مو تثبیت کړی او نیولي مو دي، دوی د صهیونیستي رژیم له جاسوسي ادارو سره د اړیکې، د عامه افکارو د پارونې او د مجرمانه رژیم د ملاتړ په تور نیول شوي دي."

  7. وروستی, د ایران د غورځول شویو توغندیو ټوټې په تل ابیب کې اور لګولی

    بېلابېلو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو د تل‌ابیب ښار په سوېل کې اورلګېدلی.

    د رسنیو په وینا، د دې اورلګېدنې لامل د هغو ایراني توغندیو ټوټې دي چې نسکورې شوې دي.

    تر دې وړاندې د ایران دولتي تلویزیون خبر ورکړی و چې پر اسراییلو د ایران د توغندیو اتلسمه څپه ترسره شوې ده.

  8. وروستی, بېل کلنټن: پر ایران د برید لپاره د نتنیاهو اصلي انګیزه په واک کې پاتې کېدل دي

    د امریکا پخواني ولسمشر بې کلنټن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د اسرائیلو د لومړي‌ وزیر بنیامین نتنیاهو اصلي انګیزه له ایران سره د جګړې تر شا دا ده چې "په واک کې پاتې شي".

    کلینټن وویل: "نتنیاهو له کلونو راهیسې غواړي له ایران سره جګړه پیل کړي، ځکه چې په دې توګه کولی شي دوامداره توګه واکمن پاتې شي – او په تېرو شلو کلونو کې زیاتره وخت په واک کې پاتې شوی دی."

    د امریکا پخواني ولسمشر زیاته کړه: "خو موږ باید هڅه وکړو چې کړکېچ کم کړو. هیله لرم چې ټرمپ دا کار وکړي."

    کلنټن دا هم وویل چې دی د امریکا د متحدینو د ملاتړ پلوی دی، خو "داسې جګړې چې قربانیان یې بې‌دفاع ولسي خلک وي، څوک چې یوازې غواړي عادي ژوند وکړي – دا سم حل نه دی."

    کله چې ترې وپوښتل شول، ایا باید د دې مخه ونیول شي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي؟ نوموړي وویل:

    "هو، باید دا کار وشي – ما هم هڅه وکړه، یو څه بریالی هم شوم، خو اړتیا نشته چې د دې لپاره دومره ملکي کسان ووژل شي، هغه خلک چې یوازې غواړي ژوند وکړي."

  9. وروستی, د اسرائیل پوځ: هوايي ځواک د ایران په مرکزي برخه کې د توغندیو د زېرمو او توغولو ځایونه په نښه کړي

  10. وروستی, هارټس: د ایران له برید وروسته په حولون ښار کې اور ولګېد

    د اسرائیلو ورځپاڼې "هارټس"د راپور له مخې، د شنبې په ګهیځ د ایران د توغندیز برید له امله د اسرائیلو په منځنۍ برخه حولون په ښار کې اور ولګېد.

    ورځپاڼه زیاتوي چې له ایرانه پنځه توغندي توغول شوي دي.

    همداراز، د اسرائیلو په مرکزي سیمو کې، چې پکې تل‌ابیب، لوېدیځه غاړه او د بیت‌المقدس شاوخوا سیمې شاملې دي، د خطر زنګونه (سایرېن) هم غږېدلي دي.

  11. وروستی, د اسرائیل او ایران ترمنځ د روانې نښتې په اتمه ورځ د تېرو څو ساعتونو د مهمو څرګندونو لنډیز:

    • ډونلډ ټرمپ: دوه اونۍ تر ټولو ډېر وخت دی چې پرېکړه وشي پر ایران برید وشي که نه."
    • د ملي استخباراتو مشرې تېروتنه وکړه چې ویې ویل، داسې شواهد نشته چې ایران د اټومي وسلې جوړولو هڅه کوي."
    • لامي (د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست استازی): "ما له خپلو اروپايي سیالانو سره زموږ پیاوړی تصمیم شریک کړ، ایران باید داسې اټومي ظرفیت ترلاسه نه کړي چې منځني ختیځ یا نړیوالې ټولنې ته ګواښ وي."
    • رویټرز د یوه امریکايي چارواکي له قوله: د امریکا د منځني ختیځ ځانګړی استازی سټیف ویتکوف، له ایران او له قطر سره د منځګړي په توګه، منظم تماس لري.
    • اسرائیلي پوځ: موږ د ایران دننه د توغندیو د ویشتلو ځایونه بمبار کړي دي."
    • عباس عراقچي (د ایران د بهرنیو چارو وزیر): ایران له اروپايي وزیرانو سره د خپلو اټومي فعالیتونو په اړه د خبرو دوام ته ژمن دی." ایران چمتو دی دیپلوماتیک لوری غوره کړي، خو یوازې هغه وخت چې تېری ودرېږي."
    • د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر: د ایران د رژیم له بهره بدلون یو خطرناک کار دی." اروپایانو له ایران غوښتي چې له اسرائیلي بریدونو د تمه کولو پرته خبرو ته کښېني."
    • اروپايي وزیران: د ایران د اټومي پروګرام لپاره پوځي حل نشته."
    • د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز: هېواد باید ځان د یوې اوږدې جګړې لپاره چمتو کړي."
    • ولادیمیر پوتین: ما یوازې د اوسني نظامي ټکر د حل لپاره یو څو نظرونه وړاندې کړي دي."
    • د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر: له ایراني اټومي تاسیساتو کومې وړانګې نه دي ثبت شوې، خو خطر شته."
    • د اسرائیلو استازی د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته: موږ به پر ایران بریدونه و نه دروو."
    • مرګژوبله:

    - د اسرائیلي بمباریو له امله په ایران کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي.

    - په اسرائیل کې د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو له امله ۲۵ تنه وژل شوي دي.

  12. وروستی, ټرمپ ایرانیانو ته حد اکثر دوه اونۍ وخت ورکړ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، ایران ته یې حد اکثر دوه اونۍ وخت ورکړی چې د امریکا له احتمالي بریدونو ځان وساتي.

    ټرمپ وویل ښایي له ټاکلې مودې مخکې پرېکړه وکړي.

    د خبریالانو د هغو پوښتنو په ځواب کې چې ایا هغه به له دوو اونیو مخکې پرېکړه وکړي، ټرمپ وویل: "زه هغوی ته وخت ورکوم او وایم چې دوه اونۍ تر ټولو ډېر وخت دی."

    هغه زیاتوي چې ګوري ایا ایرانیان به "له خپل عقل کار واخلي که نه."

    ټرمپ همدارنګه وویل "ایران له اروپا سره خبرې نه غواړي" او اروپايي هېوادونه د اسرائیل او ایران ترمنځ شخړه نه شي‌هوارولی. نوموړي دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې د بریتانیا، جرمني، فرانسې او اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په جنیوا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

    ټرمپ د اسرائیل د بریدونو د درولو غوښتنې امکانات کم ګڼي، وروسته له دې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل تهران به له امریکا سره تر هغه خبرې نه پیلوي چې اسرائیل پر ایران بریدونه درولي نه وي.

  13. وروستی, له ایرانه د وېزو لرونکو ستنېدونکو افغانانو شمېر څو برابره ډېر شوی, ببرک احساس،‌ هرات

    زه د افغانستان په ختیځ د هرات په اسلام کلا بندر کې یم چې له ایران سره د تګ راتګ او سوداګریزې راکړې تر ټولو ستره او مهمه لاره بلل کېږي.‌

    دلته پوله کې حالت عادي ښکاري- خو د هغو افغانانو شمېر څو برابره ډېر شوی چې د ایران ویزې لري او و طن ته راستنېږي.‌

    د شمېرو له مخې، پر ایران د اسرائیلو له برید مخکې هره ورځ تر اوو سوو ویزه لرونکي افغانان له دې لارې افغانستان ته راستنېدل خو اوس دا شمېر له تر ۴۰۰۰ رسېږي.‌

    خو له دې سره سره- د هغو افغان کډوالو شمېر کم شوی چې ایران کې د اوسېدو قانوني‌ اسناد نه لري او د ایران حکومت یې په زور افغانستان ته ستنوي.‌ یو دلیل یې دا ښودل کېږي چې ایراني چارواکي بوخت دي او ډېر فرصت نه پیدا کوي چې په بسونو کې کډوال د افغانستان له پولې را ورسوي.

    ما ګڼو داسې افغانانو سره خبرې وکړې چې د ایران په تهران او اصفهان کې یې کارونه کول، خو وايي کارونه یې په ټپه درېدلي، نو ځکه یې بېرته خپل وطن ته د ستنېدو هوډ وکړ.

  14. وروستی, ټرمپ وايي د ایران د اټومبم ترلاسه کولو د هڅې په اړه د امریکا د استخباراتو راپور 'غلط' دی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه خبریال پوښتنې ته، چې ورته وویل د امریکا استخباراتي ادارې وایي ایران د اټومبم په لټه کې نه دی، داسې ځواب ورکړ: "هغوی تېروتي دي."

    دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، د لومړي ځل لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزیر په جنیوا کې له خپلو بریتانوي، فرانسوي او جرمني سیالانو او همدارنګه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشر سره کتلي. له غونډې وروسته، ښاغلي عراقچي ویلي هېواد یې دیپلوماسۍ ته چمتو دی، خو یوازې هغه وخت چې "تېری ودرول شي".

    ډونلډ ټرمپ وایي: "ایران له اروپا سره خبرې نه غواړي"

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې د یوې سپینې او شنې الوتکې تر څنګ ولاړ دی، له خبریالانو سره خبرې کړې دي. څو خبریالانو چې کوټونه یې اغوستي، مایکونه ورته نیولي دي.

    ټرمپ وایي، له ایران سره خبرې کوي، خو د اروپا د رول اغېز ته شک څرګندوي.

    هغه زیاتوي: "موږ له ایران سره خبرې کوو، ګورو چې څه پېښېږي." او ورسره وایي: "زه فکر نه کوم چې نننۍ خبرو اترو په جنیوا کې کومه مرسته وکړه."

    ټرمپ ټینګار کوي: "ایران نه غواړي له اروپا سره خبرې وکړي، ایران غواړي له موږ سره خبرې وکړي. اروپا به دلته مرسته نه شي کولای."

  15. وروستی, اسرائیلي پوځ وايي له کلونو راهیسې یې پر ایران د برید پلان درلود

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای‌ډي‌اېف) ویلي، دوی له "کلونو راهیسې" د ایران پر ضد خپلو بریدونو ته چمتووالی نیولی و.

    د یوه تازه راپور پر بنسټ، د دې ځواکونو لوی درستیز ایال زمیر ویلي چې دا چمتووالی په وروستیو میاشتو کې "په پټه توګه" چټک شوی و.

    زمیر له جزیاتو پرته ویلي، دا عملیات ځکه ممکن شول چې "عملیاتي او ستراتیژیک شرایط سره یو ځای شول" او که بریدونه ځنډېدلی وای، دا فرصت له لاسه وتلای او اسرائیل به له ستراتیژیک زیان سره مخ شوی وای.

    هغه زیاتوي: "د ځواکمن او ناڅاپي پیل برید په برکت، موږ بې‌سارې پایلې ترلاسه کړې."

  16. ولې ایران نشي کولی چې اټومي وسلې ولري او نور هېوادونه یې کولی شي؟

    یوازې څو هېوادونه اټومي وسلې لري: بریتانیا، امریکا، روسیه، چین، فرانسه، هند، پاکستان او شمالي کوریا. په پراخه کچه باور کېږي چې اسراییل یې هم لري خو نه یې تاییدوي او نه یې ردوي.

    نو، ولې ځینې هېوادونه کولی شي اټومي وسلې ولري او نور یې نشي کولی؟

    ځواب د ۱۹۶۸ کال په یوه تړون کې دی چې د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) نومېږي.

    تړون وايي هېوادونه کولی شي ملکي اټومي پروګرامونه ولري، خو نور هېوادونه باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

    NPT په قانوني توګه عملي کېدونکی دی او د ایران په ګډون اکثریت هېوادونو لاسلیک کړی دی خو اسراییل، هند، پاکستان او سویلي سوډان نه دی لاسلیک کړی، او شمالي کوریا له دې تړون وتلې ده.

    د تړون په پیل کې هند او پاکستان د اټومي وسلو لروونکو هېوادونو په توګه نه پېژندل کېده او که دوی اوس ورسره یوځای شي نو دوی به بې وسلې کولو ته اړ شي.

    سویلي سوډان یو نسبتا نوی هېواد دی چې هیڅ اټومي پروګرام نلري.

    اسراییل نه دی لاسلیک کړی ځکه په وینا یې د خپلو دښمنانو پر وړاندې د یوه تاکتیک په توګه د اټومي ابهام پالیسي پر مخ وړي او د خپلو اټومي تاسیساتو تفتیش ته اجازه نه ورکوي، کوم چې د NPT تړون له مخې اړین وي.

    ایران، عربي هېوادونه او نور له اوږدې مودې راهیسې غوښتنه کوي چې اسراییل دې بې وسلې کولو او د خپل اټومي پروګرام په اړه شفافیت ته اړ شي. دوی د ادعا له مخې د اسراییلو وسلې د سیمه ییز تاوتریخوالي او ګواښ سرچینه ګڼي.

    ایران تل د اټومي وسلو غوښتنه رد کړې او هیڅ نه لري، که څه هم ډېری هېوادونه د ایران د سوله ییزو ارادو ادعا باندې قانع نه دي.

    په ۲۰۰۲ کې کال کې وموندل شو چې د NPT تړون خلاف یې پټ اټومي پروګرام درلود. له همغې ورځې كړكېچ پیل شو او تر ننه دوام لري

  17. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي له ایران د خپل سفارت کارکوونکي باسي

    بریتانیا وايي د اوسني امنیتي وضعیت له امله په تهران کې له خپل سفارت څخه کارکوونکي باسي.

    د بریتانیا د بهرنیو چارو، ټول‌ګټو او پراختیا دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي: "موږ احتیاطي اقدام کړی چې په موقت ډول له ایران خپل کارکوونکو راوباسو."

    "زموږ سفارت له لېرې کار ته دوام ورکوي."

    بریتانیا د دې اوونۍ په پیل کې ویلي و چې د خپلو خلکو د خوندیتوب په اړه اندېښنو اړ کړی دی چې په موقت ډول په اسراییل کې د خپل سفارت او قونسلګرۍ کارکوونکي او د هغو کورنیو راوباسي.

  18. د فرانسې ولسمشر مکرون وايي ایران باید خبرو اترو ته لیوالتیا وښيي

    د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي فرانسه او اروپايي متحدین به یې ایران ته له اسراییلو سره د شخړې د پای ته رسولو لپاره یو ډېپلوماتیک وړاندیز وړاندې کړي.

    • د مکرون په وینا، دا وړاندیز څلور برخې لري.
    • د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې، IAEA کار بیا پیلول
    • د ایران د بالیستیک توغندیو فعالیتونو څار
    • د ایران لخوا په سیمه کې د نیابتي وسله والو ډلو تمویل
    • د ایران لخوا د "یرغمل شویو" ازادول چې ځینې یې بهرنیان دي

    مکرون خبریالانو ته وویل: "ایران باید وښيي چې خبرو اترو لپاره چې ته لیواله دی."

  19. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي څوک دی؟

    لویدیځ حکومتونه هیله لري چې نن په جینیوا کې د لوړ پوړو اروپایي ډېپلوماتانو او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ خبرې اترې به د اسراییل او ایران د شخړې په کمولو کې مرسته وکړي.

    نو عراقچي څوک دی، او په دې خبرو اترو کې څه رول لوبوي؟

    عباس عراقچي د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشت راهیسې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دی. ده په ۱۹۸۹ کال کې د ایران په بهرني چارو وزارت کې دنده پیل کړه.

    په ​​فنلنډ او جاپان کې د ایران سفیر هم پاتې شوی دی.

    تر ډېره، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او جرمني سره د خبرو اترو په جریان کې د ایران د مذاکره کوونکي په توګه پېژندل کېږي چې بالاخره یې هڅې د دې لامل شوې چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران پر اټومي پروګرام یو تړون وشي.

    د تړون له مخې، ایران موافقه وکړه چې خپل حساس اټومي فعالیتونه محدود کړي او د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو په بدل کې نړیوالو مفتشینو ته اجازه ورکړي. ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې امریکا له دې تړون څخه وایستله.

  20. پر اسرائیلو د ایران تازه بریدونو کې اووه کسان ټپیان شوي

    په اسرائیلو کې روغتیايي چارواکو ویلي، تېره شپه په بیرسبع د ایران د توغندیو په برید کې اووه کسان ټپیان شوي دي.

    د سوروکا طبي مرکز یو ویاند وايي چې ټول اووه کسان روغتون ته رسول شوي او تر درملنې لاندې دی.

    دغه ویاند ویلي، ډېر کسان خوندي سیمو ته د منډو پر مهال ټپیان شوي.

    په بیر سبع سیمه تېره ورځ هم د ایران توغندي لګېدلي وو.