تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

لنډیز

  • ایراني جنرالانو امریکا ته د 'پرېکنده ځواب' ګواښ وکړ
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نطنز او اصفهان په ګډون پر درېیو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي
  • له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي
  • د اسرائیل او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله دوام لري. د اسراییلو پوځ ویلي په لسګونو هدفونه یې په نښه کړې، ځینې پکې د دوی په وینا په تهران کې د توغندیو د تولید ځایونه دي
  • اسرائیل وايي په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه ویشتلي او ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړې دي
  • ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي
  • اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی
  • اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د ایران دولتي تلویزیون نطنز کې د یوې چاودنې خبر ورکړی

    د ایران د خبر شبکې نطنز کې د یوې چاودنې راپور ورکړی دی.

    نطنز د اصفهان ولایت په دننه کې د ایران د مهمو اټومي بنسټونو کوربه ښار دی.

    بنیامین نتنیاهو او د اسرائیلو پوځ دعوه کړې چې دوی په خپلو هوایي بریدونو کې د ایران اټومي پروګرام او د یورانیمو د بډایه کولو تاسیسات په نښه کړي او دغه بریدونه د ایران په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي.

  2. پر ایران د اسرائیلو د برید پلان افشا کونکي ته د درې کاله بند سزا واورول شوه

    د استخباراتو یو پخوانی ارزونکی چې پر ایران یې د اسرائیلو د برید پلان شوي اسناد خپاره کړي وو، په ۳۷ میاشتو بند محکوم شوی دی.

    ۳۴ کلن اصف ویلیم رحمان د جنورۍ په میاشت کې د محکمې بهیر پر مهال هغه دوه تورونه ومنل چې د امریکا د ملي دفاع د استخباراتو قانون د معلوماتو د ساتنې او لېږد له چارې یې سرغړونه کړې ده.

    بشپړ رپوټ یې دلته لوستلی شئ

  3. وروستی, د تهران کې امام خمیني نړیوال هوایي ډګر کې الوتنې ځنډول شوې

    د ایران دولتي رسنیو د راپور له مخې، د تهران په اصلي نړیوال هوایي ډګر کې ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.

    د امام خمیني نړیوال هوایي ډګر د تهران له مرکزه څه باندې ۳۰ کیلومتره سوېل لوېدیځ کې موقعیت لري.

  4. وروستی, اسرائیل وایي بریدونه د ایران د اټومي پروګرام پر ضد دي

    یوه اسرائيلي پوځي چارواکي ویلي دا یوازې یو برید نه، بلکې ګڼ شمېر بریدونه دي چې "د ایران د اټومي پروګرام او نورو نظامي هدفونو" پر ضد ترسره کېږي.

    دغه چارواکی زیاتوي چې دا بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي او شمېر یې لسګونو ته رسېږي.

    هغه دا هم وایي چې دا بریدونه اوږد واټن لرونکي توغنديو او د اټومي پروګرام اړوندو هدفونو ته متوجه دي.

  5. وروستی, د اسرائیلو د بریدونو پایله کې د خاتم الانبیا قرارګاه قوماندان ووژل شو

    د ایران د مرکزي قرارګاه خاتم الانبیا درې ستوریز لوړپوړی جنرال غلامعلي رشید د اسرائیلو د بریدونو په ترڅ کې ووژل شو.

    د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، په دغه برید کې د ښاغلي رشید زوی هم وژل شوی دی.

  6. امنیتي کامرو تهران کې د چاودنو صحنې ثبت کړې

  7. نتنیاهو د اټومي پروګرام د خبرو په اړه د ټرمپ د "رهبریت" له کبله مننده وکړه

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له ډونلډ ټرمپ مننه وکړه چې د "اسرائیلو د اټومي وسلو پروګرام سره یې مقابله کړې".

    نتنیاهو وویل: "هغه څو ځله په واضح ډول ویلي چې ایران باید د اټومي غني کولو پروګرام ونه لري."

    لکه څنګه چې موږ راپور ورکړی، ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ مخکې ویلي وو چې هیله لري "یو شخړه له منځه یوسي".

    ښاغلي نتنیاهو همداراز ادعا کړې چې: "په تېرو څو میاشتو کې، ایران بې ساری څو ګامونه اخیستي دي. داسې ګامونه چې د وسلو کارولو کې د یورانیم بډایه کولو لوري ته اخیستل شوي."

    د اسرائیلو لومړي وزیر په خپل بیان کې وړاندې وویل: "که ایران ونه درول شي، نو ډېر ژر به وتوانېږي چې اټومي وسلې جوړې کړي. دغه وخت کېدای شي یو کال وي، یا یواځې څو میاشتې او حتی له یوه کاله هم کم وي. دا یوه څرګنده او واضح نښه ده چې د اسرائیلو د ژوند لپاره یوه ګواښ دی."

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي واشنګټن په دغو بریدونو کې ښکېل نه دی.

  8. "اسټرالیا د کړکېچ د زیاتوالي له امله اندېښنه لري"

    د اسرائیلو د بریدونو له خبر خپرېدو سملاشي وروسته د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ په یوه خبري غونډه کې وویل، هېواد یې "د اسرائیلو او ایران تر منځ د کړکېچ د زیاتوالي له امله اندېښمن دی."

    هغې زیاته کړه: "دا خطر لري چې هغه سیمه نوره هم بې‌ثباته کړي چې له مخکې هم د کړکېچ په حالت کې ده." هغې له "ټولو خواوو" وغوښتل چې د کړکېچونو د نورې زیاتېدو ډډه وکړي.

  9. د اسرائیلو له بېړني حالت اعلان وروسته بیت‌المقدس کې د هوايي برید د خطر زنګونه

    اسرائیلو پر ایران له بریدونو وروسته بېړنی حالت اعلان کړ، ویې ویل چې په "نژدې راتلونکي" کې د ایران د غبرګون تمه لري.

  10. وروستی, پر ایران برید سره د تېلو بیې پنځه سلنه لوړې شوې

    د ایران پر ضد د اسرائیلو له برید وروسته د تېلو بیې ۵ سلنه لوړې شوې.

    د اسرائیلو برید په داسې حال کې وشو چې ټاکل شوې وه د امریکا او ایران چارواکي د یکشنبې په ورځ د عمان پلازمېنه مسقط کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو شپږم پړاو ترسره کړي.

    خو، داسې ښکاري چې خبرې اترې په ټپه درېدلې دي.

  11. "ټرمپ پر ایران د برید خلاف دی"

    اسرائیلو بېړنی حالت اعلان کړی او چارواکو ویلي چې دوی د څو ورځو پوځي بریدونو او نښتو لپاره چمتو دي.

    یو ساعت وړاندې، د امریکا د CBS شبکې د دې هېواد د دوو چارواکو په حواله لیکلي وو چې سپینې ماڼۍ اسرائیلو ته خبرداری ورکړی د ایران په وړاندې به په هېڅ برید کې برخه وانخلي.

    کله چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د احتمالي بریدونو د ګواښ په اړه وپوښتل شو، هغه وویل نه غواړي اسرائيل اوس پر ایران برید وکړي.

    هغه وویل: "تر هغه چې زه فکر کوم یوه موافقه به وشي، نه غواړم هغوی (اسرائیل) برید وکړي." نوموړي دا هم وویل چې هر ډول برید خبرې اترې ګډوډولی شي.

    ټرمپ زیاته کړه دی باور لري برید "ډېر نژدې" دی.

    هغه وویل: "نه غواړم ووایم برید نېغ په نېغه راروان دی، خو داسې ښکاري چې دا یو داسې څه دي چې ښايي رامنځته شي."

    سربېره پر دې، ټرمپ وویل چې دی "ډېر غواړي له شخړې ډډه وشي".

    ده وویل: "هغوی [ایران] باید چمتو وي ځینې داسې امتیازات راکړي چې دا مهال یې نه غواړي راکړي".

    د ایران د تلویزیون خبري شبکې، د چاودنو په اړه وویل چې "د دې غږونو سرچینه لا تر اوسه نامعلومه ده." دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلي رسنیو د هېواد د برید په اړه راپور ورکړی او د خپلو سرچینو په حواله یې ویلي چې بریدونو په تهران کې د سپاه پاسداران د قومندانانو د استوګنځیو په ګډون ځانګړي سیمې په نښه کړې دي.

  12. وروستی, تهران کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، اسرائیل وايي بریدونه یې کړي او د غچ اخیستلو اټکل کوي

    د اسرائیلو د دفاع وزیر اسراییل کاتس اعلان کړی چې دغه هېواد پر ایران "له وړاندې برید" کړی دی. دا اعلان د جمعې په سهار ۱:۲۱ بجې شوی، هممهاله له تهرانه د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

    په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:

    "د ایران پر ضد د اسرائیلو له مخکیني برید وروسته، تمه کېږي چې ایران به ژر پر اسرائیلو او د دې هېواد پر ولسي وګړو د توغندیو او ډرون بریدونه وکړي.

    له همدې امله، او د ملکي دفاع قانون له مخې، د دفاع وزیر اسراییل کاتس یو ځانګړی فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به د اسرائیلو په ټوله کورني جبهه کې یو ځانګړی بېړنی حالت نافذ شي.

    "خلک باید د کورني جبهې د قوماندې او اړوندو چارواکو لارښوونو ته غاړه کېږدي او د خوندي ځایونو دننه پاتې شي."

    دا پرمختګونه د سیمه‌يیز کړکېچ یوه نوې او خطرناکه مرحله ښيي، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې د وضعیت له لا خرابېدو اندېښمنې دي.