د بي بي سي د ديپلوماتیکو چارو خبریال جېمز لنډېل هغو سناریوګانو ته نظر کړی چې دا جګړه ویروونکي لوري ته وړلی شي.
لومړۍ سناریو د امریکا د ښکېلېدو یادوي. دی باوري دی چې که څه هم امریکا منکره ده خو ایران پوهېږي چې امریکايي ځواکونه د اسرائیلو د بریدونو تکتيکي ملاتړ کوي.
دا ښايي د دې لامل شي چې ایران په منځني ختیځ او خلیج کې د امریکا پر پوځي اډو یا ديپلوماتیکو موخو برید وکړي.
که څه هم د ایران نیابتي ډلې لکه حماس او حزب الله ځپل شوي دي خو په عراق کې وسلهوالې ډلې سلامتې پاتې دي.
یا دا چې د خلیج هېوادونه راښکېل شي. که ایران د اسرائیلو پوځ او نورو موخو ته زیان ونه رسولی شي ایران ښايي په خلیج کې آسانه موخې په نښه کړي؛ هغه ځایونه چې په تېرو کلونو کې يې له امریکا سره مرسته کړې یا هلته د امریکا هوايي اډې چې مهمې بلل کېږي.
که دا کار وکړي، امریکايي جنګي الوتکې به اړ وي چې دفاع ته يې ور ووځي.
اسرائیل که د ایران د اتومي وړتیا له منځه وړلو کې پاتې راشي. دا هم شونې ده چې د اسرائیلو بریدونه د دې لامل شي چې ایران د نورو بریدونو د وېرولو لپاره له اوسنیو شپېته سلنه بډایه شوو یورانیمو چې فکر کېږي له منځه نه دي تللي په بیړه د بم جوړولو هڅه وکړي.
لنډېل په خپل تحلیل کې دا هم وايي چې د تېلو بیې په نړیواله کچه وار د مخه پورته شوې چې اوس د تېلو او نورو توکو د بیو له لوړوالي یوازې د روسیې ولسمشر پوتین ګټه وړي. یا دا چې د ایران رژیم سقوط کوي او تشه رامنځته کېږي.
که اسرائیل په اوږدمهال هدف کې بریالی کېږي او د ایران انقلابي رژیم پرځوي نو څه به کېږي؟ یوه داسې پوښتنه چې ځواب یې ډېرو ته روښانه نه دی.