تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

لنډیز

  • ایراني جنرالانو امریکا ته د 'پرېکنده ځواب' ګواښ وکړ
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نطنز او اصفهان په ګډون پر درېیو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي
  • له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي
  • د اسرائیل او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله دوام لري. د اسراییلو پوځ ویلي په لسګونو هدفونه یې په نښه کړې، ځینې پکې د دوی په وینا په تهران کې د توغندیو د تولید ځایونه دي
  • اسرائیل وايي په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه ویشتلي او ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړې دي
  • ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي
  • اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی
  • اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ټرمپ: موږ د ایران له لاسونو بم واخیست

    د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ نن پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشیال یو اوږد پیغام خپور کړی او پر جمهوریتپال کانګرېس غړي توماس ماسي یې لفظي برید کړی، چې پر ایران یې د امریکا برید له "اساسي قانون سره په ټکر کې" بللی و.

    ټرمپ لیکلي: "موږ پرون یو پاموړ پوځي بریا درلوده او د دوی له لاسونو مو بم وایست (او که دوی کولای شوای کارولی به یې هم و!) خو د تل په څېر او سره له دې چې ډېره ستاینه وشوه، دغه (کم حیثیته) کانګرېس غړی د هغه څه خلاف دی، چې تېره شپه په ایران کې په خورا شانداره توګه ترلاسه شول.

    ماګا (پخواني برم ته د امریکا بیا ستنول) د لټو، ځان ښودونکو او بې ثمره سیاستوالو چاره نه ده، چې توماس ماسي یقیناً یو دی. د پروني حیرانونکي فعالیت لپاره زموږ د فوق العادي پوځ مننه. دا رښتیا هم خاص (کړنه) وه."

  2. وروستی, پر ایران د امریکا برید کې ۱۱ کسان ټپیان شوي

    په ایران کې د سره صلیب اداره وايي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو کې ۱۱ کسان سر سري ټپیان شوي او اووه تنه یې له روغتونه رخصت شوي دي.

    سره صلیب ویلی، د امریکا له لوري په نښه شویو د اټومي بټیو سیمو کې هیڅ وړانګې نه دي موندل شوي.

    د ایران د سره صلیب مشر پیر حسین کولیوند وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو په جلا بریدونو کې درې ژغورونکي وژل شوي او د سره صلیب یوه چورلکه په نښه شوې ده.

    کولیوند اسرائیل تورنوي چې روغتونونه، طبي مرکزونه او د معلولیت لرونکو خلکو د پاملرنې کورونه یې په نښه کړي دي.

  3. د طالبانو حکومت پر ایران د امریکا برید غندلی, ابراهیم امیري -کابل کې د بي بي سي خبریال

    په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندي او په وینا یې په دې سره په سیمه کې د بې ثباتۍ لا پراختیا ته اندېښنه څرګندوي.

    په دې تړاو خپره کړې ویناپاڼه کې یې دا بریدونه د ایران له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې.

    په ویناپاڼه کې یې پر ښېکلو لوریو غږ شوی، چې د ستونزې د حل په موخه دې خبرې وکړي.

    د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اتومي تاسیساتو د امریکا لخوا برید په اړه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا برید یې د ملګرو ملتونو له منشور او د سولې غوښتنې له روحیې سره په ټکر کې بللی دی.

    ښاغلي کرزي ویلي چې د امریکا لخوا د ایران پر اتومي تاسیساتو برید په سیمه کې د جګړې د پراخېدو لامل کېدای شي او په وینا یې د ایران د اتومي فعالیتونو په اړه باید اختلافات له زور پرته په منطقي لارو د مسولو نړیوالو ادارو له لارې له مینځه یوړل شي.

    پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي مناسبه دا ده چې د امریکا حکومت هم د دې مسلې د حل لپاره له دیپلوماسۍ او سوله ییزو لارو کار واخلي.

    افغانستان کې ولسي غبرګونونه:

    د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسیدونکي هم د امریکا لخوا پر ایران برید د نړیوالو اصولو خلاف چاره بولي.

    د کابل ښار ځینې اوسیدونکي وايي له هغه راهیسې چې اسراییلو لومړی پر ایران بریدونه وکړل او بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه پیل شوه په افغانستان کې د ځینو توکو بیې ختلې دي.

    د کابل ښار یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل:

    " زه دا مشوره ورکوم چې هر څومره ژر کېدلی شي باید جنګ پای ته ورسول شي، ځکه چې پر افغانستان یې ناوړه اغېز کړی دی. زموږ خوراکي توکي ګران شوي، وړه ګران شوي، موږ له امریکا او ملګرو ملتونو غواړو چې د خبرو له لارې موضوع حل کړي چې په دې توګه سوله راشي او موږ هم ارام ژوند وکړو."

    په کابل کې د تېلو د یوه پمپ ( سټېشن) څښتن چې نه یې غوښل نوم یې څرګند او غږ یې خپور شي بي بي سي ته وویل د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې له امله له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پېټرولو او ډیزلو بیې یو څه لوړې شوې دي. د هغه په وینا د یو لیتر پېټرولو بیه له ۵۹ افغانیو نه ۶۴ ته او د یو لیتر ډیزلو بیه له ۵۹ افغانیو نه ۶۸ ته لوړه شوې ده.

    د افغانستان د سوداګرۍ خوني د معلوماتو له مخې افغانستان خپل د اړتیا څلویښت سلنه نفتي توکي له ایرانه راوړي او د ایران او اسرائیلو شخړې په افغانستان کې د توکو پر بیو اغیزه لرلې ده. د یادې خونې مرستیال مشر خان جان الکوزي وویل، چې افغانستان ته لومړني خوراکي توکي لکه وړه، غوړي او نور تر ډېره د منځنۍ اسیا له هېوادونواو مالیزیا راځي او په بیو کې ډېر بدلون نه دی راغلی. د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي افغان سوداګرو له روسیې سره د خوراکي توکو نوي تړونونه کړي چې ورسره د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې له امله د افغانستان په بازارونو کې د توکو پر بیو اغېز و نه شي.

  4. تاوتریخوالی زیاتېږي، خو د ونډو بازارونه لا ارام دي, شارلوت ایډوارډز/ د سوداګرۍ خبریاله

    اوس مهال چې د اونۍ پای دی، د ونډو ډېری بازارونه تړلي دي. ډیجیټلي اسعارو یو څه غبرګون ښودلی، خو بیټ کواین باثباته پاتې دی.

    په سیمه کې پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي سربېره چې د سوداګرۍ د اغېزمنولو په اړه یې اندېښنې شته، د یکشنبې په ورځ په منځني ختیځ کې د ونډو بازارونو په لوړ کچ راکړه ور کړه لرله.

    د برینټ خامو تېلو بازار نن شپه بیا پرانیستل کېږي. د جمعې په ورځ د هر بېرل بیه شاوخوا ۷۷ امریکايي ډالره وه، خو د ایران او اسرائیل له جګړې وړاندې یې بیه شاوخوا ۶۵ ډالره وه چې له هغه راهیسې د یوه بیرل خامو تېلو په بیه کې ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

    خو باید وویل شي چې تېر کال هم ډېر ځلونه برینټ خام تېل په ورته بیه پلورل شوي دي.

    د یادولو ده چې په ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، د برینټ خامو تېلو بیې خورا لوړې شوې چې یو بیرل یې په ۱۱۲ ډالرو پلورل کېدل.

  5. د ایران د امنیتي اډانې پرځېدا, ژیار ګل د بي بي سي د نړیوالو چارو خبریال

    له لسیزو راهیسې، د انقلاب ساتي او قدس ځواکونو قوماندانانو خپل پوځي دکترین داسې توجیه کول چې "که موږ د ایران له پولو هاخوا له دښمن سره ونه جنګېږو، نو بیا اړ یو د تهران په کوڅو کې ورسره وجنګېږو."

    خو نن ورځ، دا نظریه ناکامه شوې ده. جګړه د ایران له پولو تېره شوې او د تهران زړه ته رسېدلې ده. د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک ډیری قوماندانان چې دا ستراتیژي یې پرمخ وړه، د اسرائیلو لخوا یو په بل پسې وژل شوي دي.

    په تېرو څلورو لسیزو کې د ایران رژیم په لبنان، سوریه، عراق او یمن کې د خپلو نیابتي ځواکونو پر تنظیم، روزنې او وسلو سنبالولو لسګونه میلیارډ ډالر لګولي او په مکرر ډول یې د 'شیعي هلال' خبرې کړې دي. اوس د اسرائیلو جنګي الوتکې د سوریې له فضا شپه او ورځ ایران په نښه کوي، خو هیڅ نیابتي ځواک یې د مرستې توان نه لري.

    یوازې په تېرو لسو ورځو کې د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک څو لوړ پوړي قوماندانان چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د ایران د سیمه‌ییز نفوذ ستراتیژۍ پلي کولو مستقیم مسوولیت درلود، وژل شوي دي.

    ورته مهال، پر اټومي پروګرام د لسګونو میلیارډ ډالرو پانګونه، چې د سختو بندیزونو لامل شوې، د تېرو لسو ورځو په بمباریو کې سخته زیانمنه شوې او لکه څنګه چې ډونلډ ټرمپ ویلي، د امریکا د تېرې شپې بریدونو کې یې (اټومي پروګرام) ویجاړ شوی دی. اوس، نه اټومي پروګرام او نه هم سیمه‌ییزې نیابتي شبکې توانیدلې چې د حکومت امنیت خوندي کړي.

    اوس پوښتنه دا ده: ایا د ایران د اسلامي جمهوریت مشرتابه به دا ومني چې دکترین یې پاشل شوي دي؟ او که به یې د بیا ترمیم هڅه وکړي؟

  6. پر ایران د امریکا برید په اړه ډېر څوک نه و خبر

    د امریکا د لوی درستیزانو قومندان ډان کین خبریالانو ته وویل، "دا یو ډیر محرم ماموریت و چې په واشنګټن کې ډېر لږ خلک د دې پلان پر وخت او څرنګوالي پوهېدل."

    هغه له ټولو کسانو مننه وکړه چې دغه برید کې برخه درلوده.

  7. وروستی, د ایران پر اټومي بټیو د امریکا بریدونو ته د عربو هېوادونو غبرګونونه

    د ایران پر اټومي بټیو له بریدونو وروسته پراخ نړیوال غبرګونونه ښودل شوي.

    عربو هېوادونوهم په چټکۍ غبرګون وښود.

    عمان چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کوربتوب کوي، پر ایران د امریکا بریدونه په سختو ټکو وغندل. د عمان پاچاهۍ ویلي " خپلې ژورې اندېښنې، غندنه او د امریکا له بریدونو ولاړېدونکې ترینګلتیا په تړاو خپل غږ پورته کوي."

    سعودي عربستان، چې له امریکا سره نژدې اړیکې لري او په سیمه کې یې یو له مهمو ملګرو دی وايي " د ایران له حاکمیته سرغړونه غندي، او د زغم غوښتنه کوي." او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې "په دې نازکو حالاتو کې، د یوې سیاسي حال لارې لپاره هڅې ګړندۍ کړي."

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې " اوسنۍ خطرناکه ترینګلتیا به سیمې او نړۍ ته د ناوړه پایلو لامل شي." ویناپاڼه کې راغلي " تمه لري چې ټولې غاړې به دې حساس وخت کې له زغم او حوصلې کار واخلي."

    مصر خبرداری ورکړی چې " په سیمه کې به ګډوډي او لا ډېره ترینګلتیا پېښه شي" مصر ټینګار کړی چې " له ناورینه د وتلو لپاره حل پوځي ګام نه دی، خبرې او ډیپلوماتیکې سیاسې حل لارې دي."

    د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلی چې "د ایران پر اټومي بټیو بریدونه، د کړکېچ کچه لوړوي او په سیمه کې لا نور ګواښونه پېښوي."

  8. د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، " موږ بېلابېل غوراوي په لاس کې لرو."

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ترکیه کې د یوې خبري غونډې پر مهال وپوښتل شو، تاسو به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړئ، یا به هرمز تنګی وتړئ.

    هرمز تنګی چې په فارس خلیج کې د باروړنکو بېړیو یوه مهمه او ژوره لاره ده، تر ډېره د تېلو او نفتو د لېږد لپاره کارول کېږي او له منځني ختیځ سره د نړۍ لویه برخه سوداګري له دغه لارې ده.

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، " موږ بېلابېل غوراوي په لاس کې لرو."

  9. د ایران د بهرنیو چارو وزیر: ایران د خبرو هغه مېز ته څنګه بیا ستنېدای شي چې هیڅکله یې پرېښی نه دی؟

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر ایکس خواله رسنۍ خپاره کې یوه پوسټ کې ویلي، له امریکا متحده ایالتونو سره تېرې اونۍ خبرې اترې روانې وې، خو "اسرائیلو هغې ډیپلوماسۍ ته چاودنه ور کړه."

    نوموړي زیاته کړې، ورته څه له اروپايي چارواکو سره د خبرو پر مهال امریکا هم وکړل.

    هغه پوښتلې، له دې څه پایله اخلئ؟

    ښاغلي عراقچي زیاته کړې: "د بریتانیا او د اروپايي ټولنې د لوړ پوړي استازي لپاره، دا ایران دی چې باید د خبرو مېز ته بېرته راشي، خو ایران څنګه هغه څه ته بیا راستنېدلی شي چې هیڅکله یې پریښی نه دی؟"

    یادولو ده چې د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر شېبه وړاندې له ایرانه د زغم غوښتنه وکړه او د دغه هېواد لومړي وزیر کیېر سټارمر له ایرانه وغوښتل د خبرو مېز ته بیا راستون شي.

  10. بریتانیا له اسرائیلو د خپلو وګړو ویستلو تیاری کوي

    د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلی، په اسرائیلو او تر اشغال لاندې فلسطیني سیمو کې د خپلو وګړو او د هغوی د کورنیو د ویستلو لپاره یې کار پیل کړی.

    د بهرنیو چارو وزارت ویلی، دوی د دغه څه لپاره د نوم لیکنې لړۍ پیل کړې او د خپلو وګړو شمېر ته په پام به الوتنې تیارې کړی.

  11. د اسرائیلو ولسمشر پر ایران د امریکا برید "تاریخي" او "زړوره" پرېکړه بللې

    د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ له بي بي سي سره خبرو کې د ایران پر اټومي بټیو د امریکا بریدونه "تاریخي" او "زړوره" پرېکړه بللې ده.

    هرتزوګ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران اټومي وړتیاوې له منځه تللي که نه، هغه وویل پر ډېرو جزیاتو نه دی خبر " خو دا راته روښانه ده چې د ایران اټومي پروګرام د پام وړ زیان لیدلی."

    له هغه دا هم وپوښتل شو چې، ایا اسرائیلو له ټرمپ مخامخ پر ایران د برید غوښتنه کړې وه که نه، هرتزوګ وویل " موږ پرېکړه کړې وه چې دا کار به امریکایانو ته پرېږدو" هغه وویل نه پوهېده امریکا به د ایران پر اټومي بټیو بریدونه کوي.

    هغه وویل " کله چې دا پېښه وشوه، له خوبه ویښ شوم."

    د اسرائیلو ولسمشر وپوښتل شو، اسرائیل به پر ایران بریدونه ودروي که نه. هغه مخامخ ځواب ونه وایه یوازې دومره یې ویل، ایران لا هم پر اسرائیلو توغندي واروي " موږ باید هر اړین کار د خپل ځان د دفاع لپاره وکړو."

    هغه وویل مهمه دا ده چې په نړیواله کچه له دغه څه د وتلو لار وګورو.

  12. د اټومي انرژۍ نړیواله اداره بیړنۍ غونډه کوي

    د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، "په ایران کې د بېړني وضعیت په پام کې نیولو سره به" سبا دوشنبه بېړنۍ غونډه وکړي.

    د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي دې ادارې ته په استولي لیک کې د ایران پر اټومي مرکزونو د امریکا د بریدونو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې او د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې یې د دغو بریدونو د غندلو غوشتنه کړې ده.

    د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، د ایران پر درېیو اټومي ځایونو د امریکا له بریدونو وروسته د 'راډیو اکټیو' وړانګو په خپراوي کې "هیڅ زیاتوالی" نه دی لیدل شوی.

  13. وروستی, د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سبا بېړنۍ ناسته کوي

    د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس وايي " ایران کې حالت ته په پام سره" سبا بېړنۍ غونډه کوي. د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلامي، په یوه لیک کې له نړیوال اژانسه غوښتي چې پر ایران د امریکا برید وغندي او پلټنې دې وشي. دغه اژانس ویلی، د ایران د اټومي تاسیساتو پر درې بټیو د امریکا له بریدونو وروسته د راډیو اکټیو خپرېدو کې " هیڅ ډېروالی" نه دی لیدل شوی.

  14. وروستی, ایران پر خپلو اټومي تاسیساتو بریدونه "ناقانونه" بللي او غندلي

    په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي، امنیت شورا ته په یوه لیک کې دغه بریدونه " ناقانونه او له ملاحظې پرته" یاد کړي او غندلي یې دي.

    دغه لیک کې ویل شوي، امریکا له زوره کار اخستی او د ایران پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا یې تیری کړې او دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیکه سرغړونه شوې ده.

    دغه لیک چې په ځايي وخت نیمه شپه د امنیت شورا ته وسپارل شو په کې ویل شوي امریکا او اسرئیل " له نړیوال قانونه څرګندو سرغړونو ته باید ځواب ووايي."

    ایران د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.

  15. وروستی, د بریتانیا لومړی وزیر: ایران باید خبرو ته کیني

    بي بي سي ته معلومه شوې چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو کې بریتانیا نه وه ښکېله خو لومړي وزیر ته د دغو بریدونو په تړاو له وړاندې ویل شوي وو.

    لومړي وزیر کییر سټارمر له دغو بریدونو وروسته خپل غبرګون کې وویل " د ایران اټومي پرواګرم د نړیوال امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی. ایران ته به د اټومې وسلې د جوړلو اجازه ورنه کړل شي او د دغه ګواښ کابو کولو لپاره امریکا ګام پورته کړی."

    ښاغلي سټارمر وویل " په منځني ختیځ کې حالت بې ثباته دی، د سیمې ټیکاو لومړیتوب دی. زه له ایران غواړم چې بېرته د خبرو میز ته راشي او د دې ناورین پای ته رسولو لپاره ډيپلوماتیکې حل لارې ته مخه کړي."

  16. پر اسرائیلو د ایران تازه بریدونو کې ۱۶ تنه ټپیان شوي

    د اسرائیلو د بېړنیو چوپړونو اداره وايي، د ایران تازه توغندیزو بریدونو کې، ټپیان شوي ۱۶ تنه روغتونونو ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.

    بل خوا اسرائیلي پولیس وايي، د ایران له بریدونو وروسته په تل ابیب کې له یوې ویجاړې شوې ودانۍ یې شپږ ټپیان ژغورلي دي.

    پولیسو ویلي، اوس مهال د زیانمنو شویو ودانیو دننه د پاتې کسانو د موندلو او ژغورنې لټون هم روان دی.

  17. د ایران غبرګون به څنګه وي؟

    فرینک ګارډنر

    د امنیتي چارو خبریال

    ایران به اوس د تېرې شپې امریکايي بریدونو ته له دریو یوه ستراتيژیکه تګلاره خپلوي.

    هیڅ به نه کوي. له دې سره به له نورو امریکايي بریدونو ځان وژغوري. دا هم کېدای شي، چې له دیپلوماتیکو لارو امریکا سره خبرو ته وګرځي. خو که ایرانی رژیم هیڅ نه کوي، کمزوری به ښکاره شي او هغه هم له هغو ګواښونو وروسته، چې د امریکا ښکېلتیا په صورت کې یې مخکې د سخت غبرګون خبرداری ورکړی و.

    سخت او چټک غبرګون به وښيي. تر کلونو پورې د بالسټیک توغندیو له چمتو کولو او ساتلو وروسته ایران اوس هم د دې ډول توغندیو ګڼ شمېر لري. په ټول منځني ختیځ کې د امریکا ۲۰ پوځي اډې دي او ایران کولای شي د هدف ګرځولو لپاره ترې ځینې انتخاب کړي. دوی د چټکو کښتیو او ډرونونو له لارې د امریکا پر جګړیزو بېړیو هم د بریدونو هڅه کولای شي.

    د خپلې خوښې پر وخت به ځوابي اقدام وکړي. دوی ښايي درېیمه لار داسې انتخاب کړي، چې د اوس لپاره انتظار وکړي، چې د تاوتریخوالي څپه کافي اندازه کمه شي او بیا پر امریکايي اډو داسې حال کې ناڅاپي بریدونه وکړي، چې د لوړ کچ تیارسئ وضعیت عادي شوی وي.

  18. د ایراني دولتي رسنۍ د ټرمپ بریدونه بې اهمیته ښيي

    غونچه حبیب زاد

    بي بي سي فارسي، د نړیوالې څانګې خبریاله

    لاپې، هغه اصطلاح ده، چې له څو ساعتونو راهیسې یې د ایران پر دولتي ټلویزیون پر اتومي تاسیساتو له برید وروسته بیا بیا اورم.

    پر دولتي ټلویزیون یو کوربه وویل، ډونلډ ټرمپ د فردو اتومي کار ځای ټرمپ لاپې وهلې دي او زیاته یې کړه: ''د فردو کار ځای په داخلې او بهرنۍ لارو کې یوازې دوو تونلونو ته زیان اوښتی دی.''

    د ایران رسمي رسنیو له مخکې دا بریدونه بې اهمیته بللي او '' ناتائید شوي رپوټونه'' یې یادوي.

    د قم ایالت بېړنیو مرستو ادارې ویاند مرتضی حیدري چې دا بریدونه یې تائید کړل، ژر دا هم وویل، چې ''ټول ایالت ارام'' دی.

    ایرانۍ رسنۍ دغه راز وايي، چې ''چاودنې دومره زورورې نه وې'' او بې اهمیته یې ښيي.

    خو بل لور په ایران کې انټرنېټ ته لاسرسی هم محدود دی او لامل یې د ''دښمن بریدونه'' بلل کېږي. د دې معانا دا ده، چې د هغو ویډیويي کلیپونو شمېر هم کم شوی، چې بي بي سي ته استول کېږي یا پر خواله رسنیو خپرېږي او موږ اړ یو پر هغو تصویرونو ، دریځ او ویډیويي کلیپونو تکیه وکړو، چې ایراني دولتي رسنۍ یې خپروي.

  19. وروستی, اسرائیلي ځواکونه وايي، ایران پر اسرائیل توغندیز برید کړی

    جو پلوتو

    په بیت المقدس کې د بي بي سي منځني ختیځ څانګې مشر

    د اسرائیل دفاعي ځواکونه ای ډي ایف لږ مخکې په یوه اعلامیه کې وویل، د اسرائیلي خاورې پر لور د ایران توغندیز برید شوی دی. په اسرائیل کې له موبایلونو د خبرداري زنګونه وهل شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، دفاعي سسټمونه فعال کړل شوي دي، چې دغه ګواښ ته ځواب ووايي.

    ای ډي ایف له خلکو غوښتي چې تر امر ثاني پورې خوندي ځایونو ته ننوځي.

  20. ټرمپ وايي، 'ایران باید اوس سوله وکړي'

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د امریکا له بریدونو وروسته وینا وکړه.

    ده وویل: ''ایران باید اوس سوله وکړي. که داسې و نه کړي، نور بریدونه به لا ستر او لا ډېر اسان شي.''

    ټرمپ په خپلو خبرو کې د ایران پر فردو، نتنز او اصفهان اتومي کارځایونو بریدونه تائید کړل.

    نوموړي وویل: ''دوی چې دا ویجاړونکې وحشتناک ځایونه جوړ کړي وو، تر کلونو پورې هر چا نومونه اورېدل. زه نن کولای شم نړۍ ته ووایم، چې دا بریدونه پاموړ پوځي بریا وه.''

    نوموړي زیاته کړه: ''د ایران مهمې اتومي بډاینې اسانتیاوې له منځه وړل شوې دي.''

    ټرمپ خبرداری ورکړ: "یا به سوله کېږي او یا به د ایران لپاره تراژیدي تر هغې هم زیاته شي، چې موږ په تېرو اتو ورځو کې ولیده. یاد لرئ، چې ډېر هدفونه شته، چې لا پاتې دي. نن شپه د دوی تر ټولو سخت هغه وو او ښايي تر ټولو وژونکي هغه هم. خو که سوله ژر و رانشي، موږ به په هغو نورو پسې په دقت، سرعت او مهارت سره ورشو."

    د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د ایران پخواني پوځي قوماندان قاسم سلیماني یادونه هم وکړه او په خبره یې هغه زرګونه کسان ووژل: "ما ډېر مخکې پرېکړه وکړه، چې دا به نه پرېږدم، چې دوام وکړي. دا به نور دوام نه کوي."

    نوموړي دغه راز د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ته هم مبارکي ورکړه او په وینا یې دوی د "اسرائیل پر وړاندې د دې وحشتناک ګواښ" له منځه وړلو لپاره د "یوه ټیم" په توګه کار وکړ.

    ټرمپ څلور دقیقې خبرې وکړې.