پر ایران د اسرائیل له برید وروسته په نیویارک کې د ایران په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنی ناسته جوړه شوې چې د ایران استازي پکې وویل، پر ایران د اسرائیل برید کې ۷۸ تنه وژل شوي او ۳۲۰ تنه ټپیان شوي چې "ډېری یې ملکي وګړي دي".
ایران د اسرائیلو په دې بریدونو کې د خپلو دوو جګپوړو قوماندانانو د وژل کېدو پخلی هم کړی دی.
امیر سعید ایرواني دا هم وویل، په دې "وحشیانه او جنایتکارانه" بریدونو کې د ایران اټومي تأسیسات، ملکي بنسټونه او مېشت ځایونه په نښه شوي دي.
ایرواني وايي دا "قصدي او سیستماتیکې" وژنې "د محاسبه شوي تېري یوه وېروونکې ننداره" وه.
نوموړي دا هم وویل چې امریکا په دې بریدونو کې "شریکه" ده، ځکه یې "مرسته او ملاتړ" یې کړی دی.
ایرواني ټينګار وکړ: "موږ به هېڅکله هېر نه کړو چې زموږ خلک د اسرائیلي بریدونو له امله د امریکایي وسلو په وسیله ووژل شول."
هغه له امنیت شورا وغوښتل چې د اسرائیل کړنې وغندي او هغوی مسؤل وبولي.
دا لومړی ځل دی چې رسمي شمېرې اعلانېږي، ځکه تر دې مخکې رسمي شمېرې نه وې خپرې شوې.